د امریکا د جنګ وزیر: تر اوسه پورې د ایران پر جګړه ۳۷ میلیارده ډالر لګښت شوی دی

د امریکا د جنګ وزیر پیټ هیګست د سې شنبې په ورځ اعلان وکړ چې په ایران کې د دغه هېواد د روانې جګړې لګښت تر اوسه ۳۷،۵ میلیاردو امریکایي ډالرو ته رسېدلی دی.

د امریکا د جنګ وزیر پیټ هیګست د سې شنبې په ورځ اعلان وکړ چې په ایران کې د دغه هېواد د روانې جګړې لګښت تر اوسه ۳۷،۵ میلیاردو امریکایي ډالرو ته رسېدلی دی.
د نوموړي په وینا، دا شمېره د تېر عامه اټکل په پرتله نږدې اته میلیارده ډالره زیاتوالی ښيي او په دې کې د جګړې ځانګړي اړخونه او د سپټمبر تر ۳۰مې نېټې پورې د جګړې احتمالي لګښتونه شامل دي.
پیټ هیګست د واشنګټن په یوه استماعیه غونډه کې د سنا د تخصیصاتو کمېټې ته وویل چې د بېړنۍ بودیجې له زیاتوالي پرته به د امریکایي ځواکونو پوځي روزنې محدودې شي. که څه هم پنټاګون د دغه مالي لګښت د محاسبې دقیق جزییات نه دي په ډاګه کړي، خو د رویټرز د معلوماتو له مخې، د ولسمشر ډونالډ ټرمپ ادارې اټکل کړی و چې د جګړې یوازې لومړیو شپږو ورځو لږ تر لږه ۱۱.۳ میلیارده ډالره لګښت درلود.
د روانې میاشتې په پیل کې د امریکا او اسلامي جمهوریت ترمنځ نازک اوربند له ماتېدو وروسته دواړو لوریو پر یو بل ورځني بریدونه پیل کړي دي. د دغه تاوتریخوالي له امله تر اوسه په جګړه کې د وژل شویو امریکایي سرتېرو شمېر ۱۷ ته رسېدلی او د پنټاګون د معلوماتو له مخې، په دغه نښتو کې چې د فبرورۍ په وروستیو کې پیل شوې، شاوخوا ۴۳۰ امریکایي سرتېري ټپیان شوي هم دي.
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ په تېره اونۍ کې ګواښ کړی چې په ایران کې به د بریدونو ساحه پراخه کړي او په نښه شویو ځایونو کې به د انرژۍ تاسیسات او پلونه هم شامل کړي.
هغه همدارنګه د ایران د خارګ ټاپو د تېلو د مرکز د نیولو لپاره د ځمکنیو ځواکونو د استولو او د «پیکاکس ماونټین» په نوم د ځمکې لاندې د اټومي تاسیساتو د بمبارولو ګواښ وکړ او د سې شنبې په ورځ یې وویل چې امریکا به ډېر ژر دغه غره کې جوړ شوي تاسیسات له منځه یوسي.
د امریکا او اسلامي جمهوریت ترمنځ مستقیمه پوځي جګړه د تېر کال د کب له میاشتې راهیسې پیل شوې چې له ۱۹۹۱ کال راهیسې په منځني ختیځ کې تر ټولو لویه جګړه بلل کېږي. دا نښتې د دواړو هېوادونو ترمنځ په ژنیو او اسلاماباد کې د هستوي مذاکراتو له ماتېدو او د اسلامي جمهوریت لخوا د غنيسازۍ د کچې له نه کمولو وروسته د واشنګټن او تهران د څلور لسیزې تر ټولو سخت بحران په پایله کې رامنځته شوې دي.