ایران: پر هستوي او حساسو مرکزونو برید د جګړې د پراخېدو په مانا ګڼو

د ایران خاتمالانبیاء مرکزي قرارګاه اعلان وکړ چې د اسلامي جمهوریت پر هستوي او حساسو مرکزونو د امریکا برید په سیمه کې د جګړې د پراخېدو په مانا ګڼي او د داسې برید د ترسره کېدو په صورت کې به د امریکا، د هغې د متحدانو او ملاتړو هېوادونو ټولې ګټې د ایران تر برید لاندې راشي.
