• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

هبت الله علماوو ته: د نظام د ټینګښت لپاره همکاري وکړئ

۳۱ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۲۲ جولای ۲۰۲۶، ۱۱:۵۹ GMT+۱

د طالبانو مشر مولوي هبت الله اخوندزاده د کندهار ښار او د ولسوالیو له یو شمېر دیني عالمانو او قومي مشرانو سره په غونډه کې د اسلامي نظام د ټینګښت او پیاوړتیا په اړه خبرې کړې او له علماوو یې غوښتي چې د دغه نظام په ملاتړ کې ونډه واخلي.

د طالبانو ویاند د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې مولوي هبت الله اخوندزاده د چارشنبې په ورځ په کندهار کې له یو شمېر دیني عالمانو او قومي مخورو سره د «اسلامي نظام» د استحکام او تقویې په موخه جوړه شوې غونډه کې ګډون کړی.

نوموړي په یاده غونډه کې د دین پر رسولو او د ناوړه دودونو پر مخنیوي ټینګار کړی دی.

نوموړي زیاته کړې:« اوس د شریعت د عملي کېدو او د دین د خدمت لپاره مناسب فرصت برابر شوی دی».

د خبرپاڼې له‌مخې، هبت الله دیني عالمانو ته سپارښتنه کړې چې د یادې ډلې له ادارې سره بشپړه همکاري وکړي، خلک له عبثو کارونو راوګرځوي، د زده کوونکو ښوونې او روزنې ته پاملرنه وکړي، د طالبانو فرمانونه او قوانین خلکو ته ورسوي او د هغو اهمیت ورته بیان کړي.

هبت الله یوځل بیا د طالبانو ترمنځ پر باور، اطاعت او خدمت کولو ټینګار کړی او زیاته کړې یې ده:«نن په افغانستان کې الله پاک شرعي نظام راوستلی دی او د شرعي امیر بیعت، د مسلمانانو په اتفاق او د جهاد له لارې راغلی دی، نو اوس علماء کرامو ته الله پاک ښه فرصت ورکړی دی چې دوی یو د بل سره محبت وکړي، یو پر بل اعتماد ولري، ترڅو د ښمن ستاسو په منځ کې د هیڅ ډول تفرقې اچولو موقع او ځای پیدا نکړي، کوښښ وکړئ هم خپله او هم په عامو خلکو کې د اطاعت روحیه پیاوړې کړئ ترڅو وحدت نور هم محکم شي او د فتنو دروازې بندي شي».

طالبانو ویلي، دیني عالمانو له هبت الله اخوندزاده سره خپل بیعت یو ځل بیا تازه کړ او ژمنه یې وکړه چې د یادې ډلې د حاکمیت لپاره به خپلو هڅو ته دوام ورکوي.
هبت الله اخوندزاده د تل په څېر په افغانستان کې د طبعي پېښو او په ځانګړې توګه په نورستان کې د سېلابونو د قربانیانو په اړه هېڅ یادونه نه ده کړي.

ترویج لرونکی

طالبانو د کابل او یوشمېر ولایتونو لپاره د اوبلن ګاز نوې بیې اعلان کړې
۱

طالبانو د کابل او یوشمېر ولایتونو لپاره د اوبلن ګاز نوې بیې اعلان کړې

۲

طالبانو په کندهار او نیمروز کې تر ۱۴زره کیلو ګرامه ډېر نشه‌يي توکي او انساني درمل سوځولي

۳
ستاسو روایت

طالب سرتېری: موږ ته به مشرانو توصیه کوله چې د چوکۍ جنګ دی وطن مه ورانوئ

۴

ولې غوماشې ځینې انسانان ډېر چیچي او ځینې کم؟

۵
ستاسو روایت

د کندهار صنعتکاران: د امر بالمعروف له خوا د کاریګرو نیول د تولید بهیر ټکنی کړی

•
•
•

نور کیسې

طالبان: د کډوالۍ نړیوال سازمان دې د افغان کډوالو د ستونزو په حل کې مرسته وکړي

۳۱ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۲۲ جولای ۲۰۲۶، ۱۱:۲۲ GMT+۱
100%

د طالبانو د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت چارواکي د کډوالۍ نړۍوال سازمان له استازي سره د کډوالو د ستونزو د حل او همکاریو پیاوړتیا په اړه غږېدلي دي. دواړو لوریو له راستنېدونکو سره د مرستو او د همکاریو پر دوام ټینګار کړی دی.

د طالبانو دکډوالو وزارت د معلوماتو له مخې په دې ناسته کې د سرپناه جوړولو او سرحدي سیمو کې د ستونزو د حل، د حل لارو موندلو، د همکاریو پر دوام، منظمو ناستو، له راستنېدونکو سره د مرستو او د تېرو ناستو د پرېکړو د تعقیب په اړه خبرې شوې.

د طالبانو د کډوالو وزارت د دفتر رییس سعید احمد بنوري ویلي کډوال له ستونزو سره مخ دي او مرستو ته اړتیا لري. د هغه په وینا، د وزارت مسوولیت دی چې ژر تر ژره د هغوی اړتیاوو ته رسېدنه وکړي. بنوري زیاته کړې، چې د کډوالۍ نړيوال سازمان په مرسته به د کډوالو د وضعیت د ښه والي لپاره اغېزمنې کړنلارې وړاندې شي.

وزارت ویلي د کډوالۍ نړیوال سازمان استازي هم له کډوالو سره پر خپلو مرستو ټینګار کړی او د راستنېدونکو د اړتیاوو د پوره کولو لپاره یې د ملاتړو پروګرامونو د پیل ډاډ ورکړی.

افغانستان په وروستیو میاشتو کې د ګاونډیو هېوادونو، په ځانګړې توګه ایران او پاکستان، له لوري د افغان کډوالو د پراخې بېرته ستنېدنې شاهد دی. د طالبانو حکومت او نړیوالې مرستندویه ادارې وايي، د راستنېدونکو د سرپناه، لومړنیو خدمتونو او بشري مرستو د برابرولو لپاره د همغږۍ او ملاتړ هڅې روانې دي.

طالبان وايي ۱۲۵ ټنه غیرمعیاري لمریزې هندارې یې بېرته ګرځولې دي

۳۱ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۲۲ جولای ۲۰۲۶، ۱۰:۳۹ GMT+۱
100%

د طالبانو د معیار او کیفیت ادارې ویلي، د نیمروز په بندر کې یې دڅه باندي ۱۲۵ ټنه غیرمعیاري لمریزو هندارو واردېدو مخه نیولې ده. یادې ادارې زیاته کړې دغه لمریزو هندارو له کورنیو معیارونو سره سمون نه درلود.

د طالبانو د معیار او کیفیت ادارې د چارشنبې په ورځ پر خپل اېکس پاڼه لیکلي چې یادې لمریزې تختې چې ټولیز وزن یې ۱۲۵ زره او ۷۹۰ کیلوګرامه و، په ۶ محمولو کې هېواد ته دننه شوې وې، چې د نیمروز بندر د معیار او کیفیت آمریت له لوري د کیفیت د کنټرول او اړینو تخنیکي ارزونو وروسته یادې هندارې له کورنیو معیارونو سره سمون نه درلود او بېرته ایران ته وګرځول شوې.

د طالبانو د معیار او کیفیت ادارې ویلي، د هغه توکو په کلکه مخنیوی کوي چې له کورنیو معیارونو سره سمون ونه ولري.

طالبانو تر دې وړاندې هم د تېلو، ګازو، سمینټو، او بیطریو په ګډون نور توکي هم د کورنیو معیارونو سره د سمون نه لرلو له امله بېرته ګاونډیو هېوادونو ته ور ګرځولي دي.

د ملګرو ملتونو د سرمنشي ویاند: په نورستان کې د سېلابونو له امله تر ۴۰ ډېر کسان مړه شوي دي

۳۱ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۲۲ جولای ۲۰۲۶، ۱۰:۰۴ GMT+۱
100%

د ملګرو ملتونو د سرمنشي ویاند اعلان کړی، چې د نورستان د وروستیو سېلابونو له امله تر ۴۰ ډېر کسان مړه شوي او یوشمېر نور لاهم تري تم دي. سټیفان دوجاریک زیاته کړې، چې د لټون او ژغورنې عملیات روان دي.

د دوجاریک په خبره؛ د ملګرو ملتونو مرستندویه ادارې او بشري شریکان د یادې پېښې د زیانونو او اغېزو ارزونه کوي. دوجاریک د سې‌شنبې په ورځ (د چنګاښ ۳۰مه) په خبري غونډه کې وویل، چې سېلابونو کورونو، دولتي ودانیو او سوداګریزو مرکزونو ته پراخ زیانونه اړولي دي.

د ملګرو ملتونو د سرمنشي ویاند همداراز وویل، چې زیانمنو شویو ته د مرستو رسولو لړۍ پیل شوې ده. د هغه په وینا؛ ګرځنده روغتیايي دلې سېلاب‌ ځپلو سیمو ته استول شوې، روغتیايي مرکزونه د بېړني چمتووالي په حالت کې دي او خوراکي توکي، روغتیایي تجهیزات او نورې بېړنۍ مرستې د زیانمنو شویو لپاره برابرې شوې دي.

د ملګرو ملتونو په وینا؛ د قربانیانو په بېړنیو اړتیاوو کې بېړنۍ سرپناه، خواړه، روغتیایي خدمتونه، اړین توکي او رواني ملاتړ شامل دی. طالبانو پرون اعلان کړی و، چې په نورستان کې د سېلابونو له امله د مړو شمېر ۲۳ تنو ته رسېدلی دی.
د طالبانو په وینا؛ تراوسه د ۱۵ قربانیانو مړي موندل شوي، له ۱۰۰ ډېر کسان تري تم دي او ۸۰ تنه نور په دې پېښه کې ټپیان شوي دي. تر دې وړاندې د افغانستان انټرنشنل سرچینو راپور ورکړی و، چې د نورستان د سېلابونو د قربانیانو شمېر تر ۴۰ زیات دی.

د طالبانو چارواکو هم ویلي، چې د لټون، ژغورنې او د زیانونو د ارزونې عملیات لاهم روان دي او د مرګ‌ژوبلې او مالي زیانونو شمېر ښايي بدلون ومومي.

طالبان: هرات ته د اوبلن ګاز تر سلو زیات واګونه رارسېدلي او ورسره د ګازو بیې هم ټیټې شوې دي

۳۱ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۲۲ جولای ۲۰۲۶، ۰۷:۴۷ GMT+۱
100%

په هرات کې د طالبانو رسنیز دفتر وایي، تېره شپه د اسلام‌کلا بندر له لارې افغانستان ته د اوبلن ګاز ۱۰۵ لوی واګونه وارد شوي او د دغه ولایت لپاره د طالبانو د والي اسلام جار په لارښوونه د یو کیلو اوبلن ګاز بیه ۵۵ افغانۍ ټاکل شوې ده.

د یاد دفتر په خبرپاڼه کې راغلي، هرات ته د اوبلن ګاز په رسېدو سره په بازار کې د ګازو غوښتنه زیاته شوې او تمه یې ښودلې چې په ټول هېواد کې به د ګازو بیې د پام وړ را ټیټې شي.

که څه هم د طالبانو تر واک لاندې د افغانستان د تېلو او ګازو شرکت تېره ورځ د کابل او یوشمېر ولایتونو لپاره د اوبلن ګاز نوې بیې اعلان کړې او په هرات کې یې د یو کیلو ګازو بیه ۶۰ افغانۍ ټاکلې؛ خو نن چهارشنبه په هرات کې د طالبانو والي اسلام جار په لارښوونه د یو کیلو ګازو بیه ۵۵ افغانۍ ټاکل شوې.

نوموړي د هرات له ښاریانو غوښتنه کړې: «په هرات کې د اوبلن ګاز بیه ۵۵ افغانیو ته راکمه شوه. دغه اقدام د ښاریانو د ملاتړ، په بازار کې د اوبلن ګاز د عرضې زیاتوالي، د بیو د کنټرول او خلکو ته د لا زیاتو اسانتیاوو برابرولو په موخه ترسره شوی دی».

اسلام جار ویلي، که اړتیا وي د ګازو د وېش لړۍ به د ښار نورو سیمو ته هم وغځول شي.

د طالبانو د سختو محدودیتونو له امله حامد کرزی ان خپل ولایت ته د سفر اجازه نه‌لري

۳۱ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۲۲ جولای ۲۰۲۶، ۰۷:۱۱ GMT+۱
100%

د افغانستان پخوانی ولسمشر حامد کرزی چې د ۲۰۲۱کال په اګست میاشت کې د جمهوریت تر پرځېدو وروسته په کابل کې پاتې شوی، د طالبانو له‌خوا تر سختو محدودیتونو لاندې دی او ان خپل ولایت ته د تګ اجازه نه‌لري.

باخبره سرچینو افغانستان انټرنشنل ته ویلي، په وروستیو میاشتو کې هغه د طالبانو له لوري له لا سختو محدودیتونو سره مخ شوی او ان د هېواد دننه د نوموړي پر سفر او سیاسي لیدنو فشارونه زیات شوي دي.
سرچینې وایي، کرزي په تېرو کلونو کې څو ځلې هڅه کړې چې خپل ولایت کندهار ته سفر وکړي او له خپلوانو، قومي مشرانو او دوستانو سره وویني؛ خو طالبان کندهار ته د هغه له تګ سره موافق نه‌دي.

د یوې سرچینې په وینا؛ طالبان اندېښنه لري که کرزی کندهار یا نورو ولایتونو ته سفر وکړي، نو د ولس له‌خوا به له پراخ هرکلي سره مخ شي او دا به د هغه سیاسي نفوذ یو ځل بیا راژوندی کړي.

سرچینه زیاتوي، چې د همدې اندېښنې له امله طالبانو د هغه ولایتي سفرونه په بشپړ ډول بند کړي او تراوسه یې اجازه نه‌ده ورکړې چې له کابل نه د هېواد کوم بل ولایت او په ځانګړې توګه کندهار ته ولاړ شي.

یوه بله سرچینه وایي، پر کرزي یوازې د سفرونو بندیز نه‌دی لګېدلی؛ بلکې د هغه پر سیاسي او ټولنیزو فعالیتونو هم محدودیتونه تر پخوا زیات شوي دي. د سرچینې په خبره؛ نوموړی د طالبانو له اجازې پرته نه‌شي کولای له کورنیو او بهرنیو شخصیتونو، ډیپلوماتانو او یا هم سیاسي مشرانو سره لیدنې وکړي او د هغه ټولې ناستې د طالبانو د امنیتي او استخباراتي ادارو تر څار لاندې ترسره کېږي.

د سرچینو په وینا؛ طالبانو په وروستیو میاشتو کې کرزی له ځینو رسمي او مذهبي مراسمو هم منع کړی و. د بېلګې په توګه د عاشورا د مراسمو په ځینو غونډو کې او دارنګه د ایران د مشر علي خامنه‌يي د جنازې په مراسمو کې د ګډون اجازه نه‌ده ورکړل شوې.

د سرچینو د معلوماتو له مخې؛ د طالبانو ځینو لوړپوړو چارواکو په بېلابېلو وختونو کې کرزي ته په ښکاره ویلي، چې باید د هېواد د سیاسي وضعیت، د نجونو د زده‌کړو، ملي ډیالوګ او نورو حساسو موضوعاتو په اړه له عامه څرګندونو ډډه وکړي.

د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته د کرزي بهرني سفرونه هم محدود شوي، په یوه پړاو کې ورباندې بشپړ سفري بندیز لګېدلی و او ان جرمني ته د سترګو د جراحۍ لپاره هم د سفر اجازه نه ورکول کېده. وروسته دغه محدودیت تر یوه بریده نرم شو او نوموړی وتوانېده، چې د روغتیایي معایناتو او محدودو لیدنو لپاره جرمني، متحده عربي اماراتو او انګلستان ته سفر وکړي؛ خو دغه سفرونه هم یوازې د طالبانو له اجازې وروسته ترسره شوي.

د سرچینو په خبره؛ د کرزي استوګنځی، لیدنې او ورځني تګ‌راتګونه هم د طالبانو تر څار لاندې دي. د هغه له کورنیو او بهرنیو مېلمنو سره لیدنې د طالبانو له همغږۍ پرته نه ترسره کېږي او د طالبانو استازي یا امنیتي کسان یې څاري.