• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo
ځانګړی

طالبانو په پوهنتونونو کې د دیني موضوعاتو شفاهي ازموینې جبري کړې

۳۱ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۲۲ جولای ۲۰۲۶، ۱۶:۵۷ GMT+۱تازه شوی: ۳۱ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۲۲ جولای ۲۰۲۶، ۱۷:۵۷ GMT+۱

د طالبانو د لوړو زده کړو وزارت په یوه رسمي مکتوب کې ټولو دیني، دولتي او خصوصي پوهنتونونو او تدریسي روغتونونو ته امر کړی چې له خپلو کارکوونکو او محصلینو څخه د «ایمان مجمل» او «ایمان مفصل» په اړه شفاهي ازموینې واخلي او د نه همکارۍ په صورت کې یې د اداري اقداماتو خبرداری ورکړی.

د طالبانو د لوړو زده کړو وزارت د دعوت او ارشاد ریاست دغه مکتوب چې د روان کال د چنګاښ په ۱۷مه نېټه، صادر شوی، موضوع یې «د کارکوونکو او محصلینو د دیني موضوعاتو د تقریري ازموینې په اړه» یاده شوې ده.

په مکتوب کې راغلي چې د لوړو زده کړو وزارت د دعوت او ارشاد ریاست د پلان له مخې به د ټولو اړوندو ادارو کارکوونکي او محصلین مکلف دي چې د «ایمان مجمل» او «ایمان مفصل» کتابونو په اړه شفاهي ازموینه ورکړي. وزارت له پوهنتونونو او تدریسي روغتونونو غوښتي چې د دغو ازموینو د عملي کېدو لپاره لازم اداري او تخنیکي چمتووالی ونیسي او بهیر یې په منظم ډول پر مخ یوسي.

د طالبانو د لوړو زده کړو وزارت په مکتوب کې ټینګار کړی چې ټول کارکوونکي او محصلین مکلف دي له دغو ازموینو سره همکاري وکړي. په مکتوب کې خبرداری ورکړل شوی چې که کوم کارکوونکی یا محصل له ازموینې ورکولو ډډه وکړي یا له بهیر سره همکاري ونه کړي، نوم به یې د دعوت او ارشاد ریاست ته ورکړل شي او د نافذو علمي او اداري مقرراتو له مخې به ورسره چلند وشي.

100%

دا مکتوب ښيي چې طالبانو د لوړو زده کړو په ادارو کې د دیني موضوعاتو ارزونه له سپارښتنې څخه د اجباري اداري تګلارې کچې ته رسولې ده. د مکتوب له مخې، دا پرېکړه یوازې محصلین نه، بلکې د پوهنتونونو او تدریسي روغتونونو ټول کارکوونکي هم رانغاړي.

طالبانو تر دې وړاندې هم د افغانستان د لوړو زده کړو په نظام کې یو لړ بدلونونه عملي کړي دي. د نجونو پر پوهنتونونو بندیز، د درسي نصاب بدلون، د دعوت او ارشاد ریاستونو پراخول او په پوهنتونونو کې د دیني پروګرامونو زیاتول د هغو اقداماتو له ډلې دي چې د طالبانو د واکمنۍ پر مهال ترسره شوي دي. دغه نوی مکتوب د همدې سیاستونو په دوام کې د پوهنتونونو د محصلینو او کارکوونکو لپاره د دیني موضوعاتو اجباري شفاهي ازموینې لازمي کوي.

ترویج لرونکی

طالبانو د کابل او یوشمېر ولایتونو لپاره د اوبلن ګاز نوې بیې اعلان کړې
۱

طالبانو د کابل او یوشمېر ولایتونو لپاره د اوبلن ګاز نوې بیې اعلان کړې

۲

طالبانو په کندهار او نیمروز کې تر ۱۴زره کیلو ګرامه ډېر نشه‌يي توکي او انساني درمل سوځولي

۳

ولې غوماشې ځینې انسانان ډېر چیچي او ځینې کم؟

۴

له نړیوال جام څخه د ارجنټاین د اېستلو کمپاین کې له ۲۳ میلیونه ډېرو کسانو لاسلیکونه وکړل

۵
ځانګړی

سرچینې: د ملاهبت الله نږدې کړۍ له هغه سره د نړۍوال پلاوي د لیدنې اجازه نه‌ده ورکړې

•
•
•

نور کیسې

د هوا پوهنې اداره: په ۱۷ ولایتونو کې د بارانونو او سېلابونو راوتو اټکل شوی

۳۱ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۲۲ جولای ۲۰۲۶، ۱۶:۲۷ GMT+۱
100%

د طالبانو د اوبو او انرژۍ وزارت خبرداری ورکړی چې د زمري له ۱ تر ۳مې د هېواد په یو شمېر سیندیزو حوزو کې د سختو بارانونو او د واورو د وېلې کېدو له امله د سیندونو د اوبو د کچې لوړېدو او سېلابونو د راوتلو اټکل شوی. یاد وزارت له خلکو غوښتي د سیندونو غاړو ته له تګ راتګ ډډه وکړي.

دطالبانو د اوبو وزارت په خبرتیا کې راغلي چې د اقلیمي بدلون د منفي اغېزو، د هېواد د هوا پېژندنې ریاست او د هوا پېژندنې د نړیوالو معتبرو ادارو د وړاندوینو له مخې، په ځینو سیمو کې د سختو بارانونو اټکل شته، چې له امله یې د سېلابونو د راوتلو خطر زیات شوی دی.

د خبرتیا له مخې، د ناڅاپي اورښتونو او سېلابونو د راوتلو تر ټولو ډېر اټکل د هلمند، کابل او پنج امو سیندیزو حوزو او اړوندو فرعی سیندونو کې شوی دی.

وزارت ویلي، د زمري له لومړۍ تر درېیمې نېټې پورې به دسختو بارانونو او د واورو د وېلې کېدو له امله د غزني، پکتیکا، پکتیا، خوست، لوګر، میدان وردګ، کابل، پروان، کاپیسا، پنجشېر، لغمان، ننګرهار، کنړ، نورستان، بدخشان، بغلان او بامیان ولایتونو د سیندونو پر مسیرونو او د یادو سیمو په ځینو فرعی سیندونو کې د اوبو د کچې د لوړېدو او سېلابونو د راوتلو اټکل شتون لري.

د طالبانو د اوبو او انرژۍ وزارت له هغو هېوادوالو چې د یادو سیندونو پر غاړو او یا د سېلاب له ګواښ سره مخ سیمو کې ژوند کوي، غوښتي چې له دې خبرتیا ځانونه با خبر او د سېلاب د راوتلو پر مهال نور خلک هم خبر کړي.

یاد وزارت له خلکو غوښتنه کړې چې د ځان او خپلو ماشومانو د خوندیتوب لپاره د سیندونو پر غاړو له هر ډول تګ راتګ څخه ډډه وکړي، ترڅو د احتمالي ځاني او مالي زیانونو مخه ونیول شي.

افغانستان په وروستیو کلونو کې د اقلیمي بدلون، شدیدو اورښتونو او ناڅاپي سېلابونو له امله په پرله پسې ډول د طبیعي پېښو شاهد پاتې شوی دی. په ځانګړي ډول د هېواد په ختیځ، شمال ختیځ او مرکزي ولایتونو کې هر کال سېلابونه خلکو ته درانه ځاني او مالي زیانونه اړوي، کورونه، کرنیزې ځمکې، سړکونه او عامه تاسیسات زیانمنوي. چې په وروستۍ پیښه کې د نورستان په ګډون د هېواد په ځینو سیمو کې سختو سېلابونو لسګونو کسانو ته مرګ ژوبله او پراخ مالي زیانونه اړولي دي.

ندا محمد ندیم: د افغانستان د پرمختګونو اساس اوسنی نظام دی

۳۱ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۲۲ جولای ۲۰۲۶، ۱۵:۴۴ GMT+۱
100%

د طالبانو د لوړو زده کړو وزیر ندا محمد ندیم ویلي چې په افغانستان کې د ټولو پرمختګونو اساس د دغې ډلې اوسنی «شرعي نظام او سیاست» دی. نوموړي دا څرګندونې پکتیا ته د خپل سفر پر مهال د دغه ولایت د پوهنې ریاست له لوري د ښوونکو لپاره په یوه ورځني سمینار کې کړي.

ندا محمد ندیم وویل چې د «شرعي امیر» شتون واجب او «الهي رحمت» دی او په ټولو چارو کې یې اطاعت لازمي دی. هغه زیاته کړه چې د شرعي امیر مسوولیتونه هم درانه دي او په اسلامي نظام کې باید ټول چارواکي صادق او مخلص واوسي.

د طالبانو د لوړو زده کړو وزیر په دغه سمینار کې ښوونکو ته سپارښتنه کړې چې د طالبانو د مشر فرمانونه او حکمونه زده او عملي کړي.

ندیم همداراز د امر بالمعروف او نهي عن المنکر قانون پر پلي کولو د ټینګار تر څنګ ادعا وکړه چې د دنیا او اخرت بریا د اسلامي او شرعي سیاست په ښه پلي کېدو کې ده.

په ورته وخت کې، د طالبانو مشر هبت‌الله اخوندزاده د کندهار ښار او ولسوالیو له یو شمېر دیني عالمانو او قومي مشرانو سره په غونډه کې د «اسلامي نظام» د ټینګښت او پیاوړتیا په اړه خبرې کړې او له دیني عالمانو یې غوښتي چې د دغه نظام په ملاتړ کې ونډه واخلي.

د طالبانو ویاند په یوې خبرپاڼه کې ویلي چې هبت‌الله اخوندزاده د چهارشنبې په ورځ په کندهار کې د «اسلامي نظام د استحکام او تقویې» په موخه جوړې شوې غونډې ته ویلي چې اوس د شریعت د عملي کېدو او د دین د خدمت لپاره مناسب فرصت برابر شوی دی.

د خبرپاڼې له مخې، هبت‌الله اخوندزاده دیني عالمانو ته سپارښتنه کړې چې د طالبانو له ادارې سره بشپړه همکاري وکړي، خلک له «عبثو کارونو» راوګرځوي، د زده‌کوونکو ښوونې او روزنې ته پاملرنه وکړي او د طالبانو فرمانونه او قوانین خلکو ته ورسوي او اهمیت یې ورته بیان کړي.

فضل محمود فضلي: نورستان یوازې د سېلابونو نه بلکې د کلونو محرومیت قرباني هم دی

۳۱ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۲۲ جولای ۲۰۲۶، ۱۴:۳۶ GMT+۱
100%

د جمهوري نظام پرمهال د چارو ادارې رییس محمود فضلي د نورستان ویجاړوونکو سېلابونو دزیانمنو سره د خواخوږی تر څنګ ویلي دا ولایت یوازي د وروستیو سیلابونو نه بلکې دکلونو راهیسې د بېوزلۍ، د روغتیايي خدمتونو د کمښت او محرومیت قرباني دی.

فضلي پر خپل ایکس پاڼه لیکلي د کورونو، بازارونو، دولتي ودانیو او نورو عامه تاسیساتو ویجاړېدل د خلکو لپاره دردوونکې صحنې دي. هغه ټینګار کړی چې نورستان باید یوازې د وروستی سېلابي پېښې له زاویې ونه کتل شي، ځکه د نوموړي په وینا، دغه ولایت له کلونو راهیسې د بېوزلۍ، محرومیت او د لومړنیو خدمتونو د کمښت له ستونزو سره مخ دی.

د فضلي په خبره، په نورستان کې لا هم ګڼ شمېر خلک روغتیايي خدمتونو، زده کړو او نورو اساسي امکاناتو ته محدود لاسرسی لري او د خلکو ژوند له ګڼو ستونزو سره مخ دی.

فضلي ویلي، وروستیو سېلابونو د نورستان د خلکو پخواني دردونه لا ژور کړي او د دوی د ملاتړ لپاره دوامدارو مرستو ته اړتیا ده.

نوموړي پر خلکو غږ کړی چې د نورستان د اوسېدونکو لاس نېوی وکړي او زیاته کړې یې ده چې د نورستان خلک یوازې د غم په لومړیو ورځو کې نه، بلکې په راتلونکو میاشتو کې هم ملاتړ ته اړتیا لري.

د نورستان ولایت په مرکز پارون کې درې ورځې وړاندې له سختو بارانونو وروسته ویجاړوونکي سېلابونه راووتل چې له امله سلګونه کسان مړه شوي، لسګونه ټپيان او شاوخوا سل تنه لادرکه دي.

طالبانو د بدخشان د درواز له وسلوالو غوښتي چې خپلې وسلې وسپاري

۳۱ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۲۲ جولای ۲۰۲۶، ۱۴:۰۹ GMT+۱
100%

په بدخشان کې ځايي سرچینو افغانستان انټرنشنل ته ویلي چې طالبانو د شکي او نُسي ولسوالیو کې د یادې ډلې له ناراضي قوماندان سره د تړاو لرونکو وسله‌والو غوښتي چې ژر تر ژره خپلې وسلې وسپاري. جمعه خان فاتح له څو اوونیو کړکېچ او اختلاف وروسته کابل ته غوښتل شوی دی.

شکي او نُسي ولسوالۍ د بدخشان په درواز سیمه کې موقعیت لري او جمعه خان فاتح هم د همدې سیمې اوسېدونکی دی.

جمعه خان فاتح د اختلافونو د اوج پر مهال ویلي وو چې زرګونه وسله‌وال ځواکونه لري. هغه ته نږدې کسانو ادعا کړې چې دغه سیمه‌ییز قوماندان په نُسي ولسوالۍ کې شاوخوا درې زره او پنځه سوه جنګیالي لري او د هغه د ځواکونو د پام وړ شمېر په شکي ولسوالۍ کې هم حضور لري.

باخبره سرچینې اټکل کوي چې د جمعه خان فاتح له اړوندو ځواکونو څخه د راټولېدونکو وسلو شمېر ښايي له پنځو زرو میلو واوړي.

په همدې حال کې، راپورونه ښيي چې طالبانو په وروستیو اوونیو کې په بدخشان کې د وضعیت د مهارولو لپاره خپل ځانګړي ځواکونه او استخباراتي قطعې سیمې ته استولې دي.

د طالبانو یوې استخباراتي قطعې له شاوخوا ۱۰۰ موټرو سره په دې بهیر کې برخه اخیستې ده. ځینې سرچینې وایي د دغو پوځي خوځښتونو یوه برخه ښايي د جمعه خان فاتح د احتمالي نیولو لپاره شوې وي، خو دا موضوع په رسمي ډول نه ده تایید شوې.

په بدخشان کې اختلافونه هغه مهال زیات شول چې جمعه خان فاتح او ځواکونو یې د طالبانو د لوړپوړو چارواکو د ځینو امرونو له پلي کولو ډډه وکړه. وروسته د طالبانو د پوځ لوی درستیز فصیح‌الدین فطرت په منځګړیتوب د دې کړکېچ د حل لپاره خبرې پیل شوې او په پای کې جمعه خان فاتح له بدخشانه کابل ته ولاړ.

د دغو کړکېچونو له زیاتېدو وروسته، طالبانو د بدخشان په امنیتي او اداري جوړښت کې هم بدلونونه راوستي دي. دې ډلې په دې وروستیو کې د نُسي ولسوال او امنیه قوماندان له دندو ګوښه کړي، پر ځای یې نوي کسان ټاکلي او د جرم ولسوالۍ لپاره یې هم نوی امنیه قوماندان ګومارلی دی.

سرچینې وایي، د نُسي او شکي ولسوالیو وضعیت لا هم د طالبانو تر کلکې څارنې لاندې دی او له جمعه خان فاتح سره د تړلو ځواکونو د بې‌وسلې کولو هڅې روانې دي.

په سمنګان کې د یوه وحشي ځناور په برید کې ۱۹ کسان ټپیان شوي

۳۱ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۲۲ جولای ۲۰۲۶، ۱۳:۳۳ GMT+۱
100%

په سمنګان کې طالب چارواکو ویلي، د دغه ولایت د دره صوف پایین په ولسوالۍ کې د یوه نامعلوم داړونکي ځناور د برید له امله د ښځو او ماشومانو په ګډون له ۱۹ څخه زیات کسان ټپیان شوي دي. د طالبانو په وینا، یاد ځناور له نیول کېدو وروسته وژل شوی دی.

په سمنګان کې د طالبانو د والي دفتر افغانستان انټرنشنل ته ویلي، دغه وحشي ځناور د سې‌شنبې د شپې په شپه د دره‌صوف پایین ولسوالۍ د قره‌جنګل او اویمتان شمالک په کلیو کې پر خلکو برید کړی دی.

د طالبانو په وینا، د پېښې ټپیان د روغتیايي خدمتونو د ترلاسه کولو لپاره روغتون ته لېږدول شوي او اوس یې روغتیايي وضعیت تر څارنې لاندې دی. ځايي اوسېدونکو د دې پېښې په اړه اندېښنه ښودلې او ویلي یې دي چې دغه وحشي ځناور د کلیو یو شمېر سپي هم ژوبل کړي دي.

افغانستان انټرنشنل ته په رسېدلو انځورونو کې ښکاري چې دغه ځناور له لېوه او ګیدړ سره ورته والی لري. د رسېدلو انځورونو او معلوماتو له مخې، د پېښې ځینې قربانیان، په ځانګړي ډول ماشومان، د مخ او د بدن په نورو برخو کې سخت ټپیان شوي دي.
په افغانستان کې د ځنګلي او داړونکو حیواناتو بریدونه وخت ناوخت په غرنیو او کلیوالو سیمو کې رامنځته کېږي. دا ډول پېښې تر ډېره د ځنګلي ژوو د استوګن ځایونو بدلون، د انسانانو او وحشي ژوو د نږدې کېدو او یا هم د ناروغو حیواناتو له امله رامنځته کېږي.