• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

طالبانو له بنګله‌دېش سره د دوه اړخیزو ګډو همکاریو د پراختیا پر اړتیا ټينګار کړی

۳۱ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۲۲ جولای ۲۰۲۶، ۲۲:۱۱ GMT+۱تازه شوی: ۱ زمری ۱۴۰۵ - ۲۳ جولای ۲۰۲۶، ۰۱:۰۰ GMT+۱

په مسکو کې د طالبانو سفیر گل حسن حسن په روسیه کې د بنگله‌دېش له سفیر محمد نظرالاسلام سره په کتنه کې هیله څرګنده کړه، چې د بنگله‌دېش خصوصي سکټور په افغانستان کې پانګونې ته وهڅول شي. طالب سفیر د دواړو هېوادونو ترمنځ د ګډو همکاریو د پراخېدو پر اړتیا هم ټینګار کړی دی.

په مسکو کې د طالبانو سفارت د چهارشنبې په ورځ (د چنګاښ ۳۱مه) د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، گل حسن حسن په مسکو کې د بنگله‌دېش له سفیر محمد نظرالاسلام سره په کتنه کې په افغانستان کې د پانګونې لپاره د رامنځته شویو «مناسبو» فرصتونو په اړه معلومات وړاندې کړي دي.

په خبرپاڼه کې راغلي، ګل حسن حسن په دې کتنه کې هیله څرگنده کړې، چې د بنگله‌دېش خصوصي سکټور، شرکتونه او صنعتي بنسټونه په افغانستان کې پانگونې ته وهڅول شي.

په خبرپاڼه کې راغلي: «دواړو سفیرانو د اقتصادي، روغتیايي، ښوونیزو او تخنیکي همکاریو په اړه هم خبرې وکړې او د دواړو هېوادونو ترمنځ یې د ګډو همکاریو د پراخېدو پر اړتیا ټینګار وکړ».

په خبرپاڼه کې د بنګله‌دېش د سفیر له قوله هېڅ راز معلومات ‌نه‌دي شریک شوي او د همدې لیدنې په تړاو په خپاره شوي عکس کې داسې ښکاري، چې د طالبانو سفیر د بنګله‌دېش سفارت ته د دغې لیدنې لپاره ورغلی دی.

بنګله‌دېش د هغو هېوادونو له ډلې دی، چې د طالبانو له حاکمیت څخه د پنځو کلونو په تېرېدو یې لا تراوسه دغه ډله په رسميت نه‌ده پېژندلې.

ترویج لرونکی

طالبانو د کابل او یوشمېر ولایتونو لپاره د اوبلن ګاز نوې بیې اعلان کړې
۱

طالبانو د کابل او یوشمېر ولایتونو لپاره د اوبلن ګاز نوې بیې اعلان کړې

۲

طالبانو په کندهار او نیمروز کې تر ۱۴زره کیلو ګرامه ډېر نشه‌يي توکي او انساني درمل سوځولي

۳

ولې غوماشې ځینې انسانان ډېر چیچي او ځینې کم؟

۴

له نړیوال جام څخه د ارجنټاین د اېستلو کمپاین کې له ۲۳ میلیونه ډېرو کسانو لاسلیکونه وکړل

۵
ځانګړی

سرچینې: د ملاهبت الله نږدې کړۍ له هغه سره د نړۍوال پلاوي د لیدنې اجازه نه‌ده ورکړې

•
•
•

نور کیسې

د خوست اوسېدونکي: که د شمل پُل ژر ونه‌رغول شي بشپړ به ونړېږي

۳۱ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۲۲ جولای ۲۰۲۶، ۲۱:۴۳ GMT+۱
100%

د خوست یو شمېر اوسېدونکي او ځايي طالب مسوولین وايي، د غلام‌خان بندر او خوست ښار تر منځ د ستر ترانزیټي «شمل» پله د تېرې شپې بارانونو او سېلابونو له امله یوه برخه نړېدلې ده. ځايي اوسېدونکي خبرداری ورکوي، که ژر ونه‌رغول شي، نو په راتلونکو سېلابونو کې به په بشپړ ډول له‌منځه لاړ شي.

د خوست ولایت لپاره د طالبانو د والي ویاند مستغفر ګربز د چهارشنبې په ورځ (د چنګاښ ۳۱مه) په خپله اېکس‌پاڼه ویلي، په خوست کې د وروستیو سختو اورښتونو او سېلابونو له امله په مرکز او يو شمېر ولسوالیو کې یې د خلکو کورونو او کرنیزو ځمکو ته د پام وړ زیانونه اوښتي دي.

مستغفر ګربز وايي: «تېره شپه د ګربزو ولسوالۍ پر مسیر د شمل مهم او ستر پل هم د سختو سیلابونو له امله نړېدلی دی» او همداراز اړوندو ادارو ته د بیارغونې لپاره یې لازمې سپارښتنې شوې دي.

100%
شمل پل

له دې سره سم، د خوست اوسېدونکي وايي، دغه ستر پل غلام‌خان بندر او همداراز د ټڼیو او ګربز ولسوالۍ له مرکز خوست ښار سره نښلوي، خو د تېرې شپې د سېلابونو له امله یوه برخه یې نړېدلې ده.

د دوی په وینا، د دغه پل تر څنګ یو بل کم سوره پل هم شته، خو هغه د دغې ترانزیتي لارې لپاره بسیا نه‌دی او باید یاد نړېدلی پل ژر تر ژره ورغول شي.

یو ځايي اوسېدونکی وایي: «دشپې ۲، ۲نیمې بجې دا پل له‌منځه لاړ. مخکې هم داسې لږ سره ورغلی وو، خو دومره د تشویش وړ نه‌وو. بس اوبه یو ناڅاپي راډېرې شوې او مشکلات یې خلکو ته جوړ کړل».

یو بل اوسېدونکی بیا خبرداری ورکوي، که دغه پل ژر تر ژره بیا ونه‌رغول شي، نو ښايي په راتلونکو سېلابونو کې بیخي له‌منځه لاړ شي او زیاتوي: «دغه ترانزیتي لاره ده. پر دې باندې زرګونه موټر او سیلانیان تېرېږي. اوس هم دا پل دومره له‌منځه نه‌دی تللی، نو دا اوس چې ۴۰ سلنه له‌منځه تللی، که اوس یې د بیارغونې کارونه وشي، پل به بېرته جوړ شي که دغسې پاتې شي دا پل به په مکمل ډول له‌منځه لاړ شي. که داسې وشي نو دویم پل د دویم لین موټرو لپاره نه‌دی، ځکه ډېر وړوکی دی».

له دې سره سم، د خوست ولایت لپاره د طالبانو د ټولګټو رييس امیر حمزه محمدي د دغه پل د ارزونې پر مهال وویل، دغه ستونزه یې د ټولګټو له وزارت سره شریکه کړې او د ستونزې د حل لپاره د یوه تخنیکي ټيم د استولو ډاډ ورکړل شوی دی.

امیر حمزه محمدي وویل: «دا سړک [پل] د دویم کټګورۍ سړک [پل] دی. تقریبا له ۱۳ زرو تر ۲۱ زرو پورې موټرو چې دغه سرحدي [د ډیورند] مشکلات نه‌وو، پر دغې لارې تګ راتګ کاوه. موږ هم متوجه یو چې تحکیم کاري وشي او ډیزاین او سروې وشي او پر وخت له وزارت سره شریک شي. موږ ته نن ډاډ راکړل شوی، چې تخنیکي ټيم به راشي. د اوبو په کمېدو سره به موږ تیار یو».

100%
ویجاړ شوی پل

دغه پل د خوست د ګربز ولسوالۍ پر مسیر پر «شمل» خوړ جوړ شوی او د دې تر څنګ یو بل کوچنی پل هم شته، خو د هغه پل سور کم دی او د ډېرو موټرو د تګ راتګ ظرفیت نه‌لري.

د افغان ډیپلوماټانو شورا: د یوناما د مشرې په توګه د رباب فاطمه ټاکنه حساس وخت کې شوې ده

۳۱ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۲۲ جولای ۲۰۲۶، ۲۰:۵۱ GMT+۱
100%

د افغانستان د تېر جمهوري حکومت د سیاسي او قونسلي استازولیو د همغږۍ شورا د ملګرو ملتونو د سرمنشي د نوې ځانګړې استازې او د یوناما د مشرې په توګه د رباب فاطمه د ټاکل کېدو تود هرکلی کړی. اعلامیه کې راغلي چې افغانان لا هم د ملګرو ملتونو د عادلانه، اصولي او مسوولانه ملاتړ په تمه دي.

دغې شورا د ۲۰۲۶ کال د جولای په ۲۲مه په یوه رسمي اعلامیه کې ویلي، چې دا ټاکنه د افغانستان لپاره په خورا حساس او برخلیک ټاکونکي وخت کې شوې ده.

یادې شورا په خپله اعلامیه کې څرګنده کړې، چې په ۲۰۲۱ کال کې د طالبانو له خوا د قدرت له ترلاسه کولو نږدې پنځه کاله تېرېږي، خو لا هم افغانستان د ژورو سیاسي، بشري، اقتصادي او د بشري حقونو له بحرانونو سره مخ دی.

د شورا په وینا، په هېواد کې تر اوسه داسې ټولګډونه او استازی سیاسي نظام نه دی رامنځته شوی چې کورنی مشروعیت ولري او د ټولو خلکو غوښتنې او حقونه پکې خوندي وي.

په اعلامیه کې راغلي چې د افغانستان خلک لا هم ملګرو ملتونو ته د عادلانه، اصولي او مسوولانه ملاتړ په تمه دي. دغې شورا ټینګار کړی چې د یوناما ماموریت نه یوازې د نړیوالو مرستو د اسانتیاوو برابرول دي، بلکې د یوه داسې راتلونکي لپاره لاره هوارول دي چې د افغانانو استازیتوب وکړي او د رغنده خبرو اترو او بشري حقونو ملاتړ وکړي.

د استازولیو د همغږۍ شورا د ښځو او نجونو له زده کړو، کار او عامه ژوند څخه محرومیت د افغانستان تر ټولو لویه ننګونه بللې ده. شورا غوښتنه کړې چې د افغانانو عزت، حقونه او غږ باید د هېواد د راتلونکي په اړه د ټولو نړیوالو هڅو په مرکز کې وي او له اغلې رباب فاطمې سره یې د همکارۍ او رغنده تعامل لپاره چمتووالی ښودلی دی.

د ملګرو ملتونو د سرمنشي انتونیو ګوتېرش له خوا د دغې نوې استازې ټاکنه په داسې حال کې کېږي چې د ملګرو ملتونو سازمان هم د افغانستان د وضعیت د ښه کولو لپاره پر بېلابېلو لارو چارو کار کوي. په ورته وخت کې، د ملګرو ملتونو د سرمنشي ویاند سټیفن دوژاریک په خپلو وروستیو څرګندونو کې ویلي چې د ملګرو ملتونو د بشري مرستو رسولو ادارې په افغانستان کې له زیانمنو شویو کورنیو سره خپلو مرستو ته دوام ورکوي.

طالبانو په کابل کې «د ښځو او ماشومانو د حقونو د څېړنیزې ادارې» پر دفتر چاپه وهلې

۳۱ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۲۲ جولای ۲۰۲۶، ۱۹:۵۵ GMT+۱
100%

کابل کې د باوري سرچینو د معلوماتو له مخې، شاوخوا پنځه ورځې وړاندې طالب ځواکونو د زرقا یفتلي په مشرۍ «د ښځو او ماشومانو د حقونو د څېړنیزې ادارې» پر دفتر چاپه وهلې چې د ادارې ټول کاري وسایل، اسناد او تجهیزات یې ضبط کړي او شپږ کارکوونکي هم نیولي‌ دي.

په نیول شویو کسانو کې د زرقا یفتلي د کورنۍ دوه غړي هم شامل دي.

سرچینې وایي، تر اوسه د دغو شپږو کارکوونکو د برخلیک په اړه هېڅ معلومات نه دي ترلاسه شوي. د هغوی کورنیو د ژورې اندېښنې په څرګندولو سره غوښتنه کړې چې د خپلو عزیزانو د وضعیت په اړه دې وضاحت ورکړل شي، د ساتنې ځای دې یې ورته معلوم شي او د هغوی د روغتیا او خوندیتوب ډاډ دې ورکړل شي.

د ښځو او ماشومانو د حقونو څېړنیزه اداره د افغانستان له هغو پېژندل شوو مدني بنسټونو څخه ده چې د ښځو او ماشومانو د حقونو په برخه کې فعالیت کوي. دغه اداره له څه باندې پنځه ویشتو کلونو راهیسې د عامه پوهاوي، د حقونو د دفاع، څېړنو او د ښځو او ماشومانو د وضعیت په اړه د تحلیلي او څېړنیزو راپورونو په چمتو کولو بوخته ده.

دا پېښه داسې مهال رامنځته شوې چې واک ته د طالبانو له بېرته رسېدو وروسته، د ګڼو مدني بنسټونو، په ځانګړي ډول د ښځو د حقونو اړوند سازمانونو فعالیتونه له سختو محدودیتونو سره مخ شوي دي. همدارنګه، د دې برخې یو شمېر فعالان نیول شوي او یا هم اړ شوي چې خپل فعالیتونه ودروي.

طالبانو تر اوسه د دې چاپې، د یادې ادارې د کارکوونکو د نیولو او د هغوی د برخلیک په اړه هېڅ هېڅ نه دي ویلي.

طالبان: په هرات کې د ټاپي ګازو د وېش لپاره د ۴۲۰ میلیونه ډالرو پر پانګونې خبرې روانې دي

۳۱ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۲۲ جولای ۲۰۲۶، ۱۹:۳۱ GMT+۱
100%

په هرات کې د طالبانو رسنیز دفتر اعلان کړی، چې په دغه ولایت کې د ټاپي ګازو د وېش شبکې لپاره د ۴۲۰ میلیونه ډالرو په ارزښت د پانګونې خبرې اترې په جدي توګه روانې دي. د خبرپاڼې له مخې، تمه ده چې په نږدې راتلونکې کې د دې سترې شبکې د جوړولو وروستي پړاوونه په بشپړ ډول نهایي او لاسلیک شي.

د طالبانو د خبرپاڼې له مخې، دغه خبرې اترې په هرات ښار کې د ټاپي ګازو د وېش شبکې د جوړولو او پراختیا په موخه پیل شوې دي. په دغې پروژه کې د ۴۲۰ میلیونه امریکایي ډالرو په ارزښت د پانګونې اټکل شوی، چې د سیمې لپاره یو له سترو اقتصادي ګامونو څخه ګڼل کېږي.

د هرات د رسنیز دفتر په وینا، د دغې سترې اقتصادي پروژې په پلي کېدو سره به په دغه ولایت کې په مستقیم ډول شاوخوا ۳ زره کسانو ته د کار زمینه برابره شي. دغه راز ویل شوي چې د دې شبکې له لارې به شاوخوا ۷۰ زره نورو کسانو ته په غیر مستقیم ډول د کاري فرصتونو زمینه هم برابره شي.

مسوولینو ویلي دي چې د دغې پروژې د عملي چارو د پیل لپاره تخنیکي او اداري خبرې اترې په چټکۍ سره پرمخ روانې دي. دوی هیله ښودلې چې په نږدې راتلونکې کې به د دغې سترې پروژې ټول وروستي پړاوونه په بریالیتوب سره بشپړ او رسماً اعلان شي.

طالبان: په نورستان کې د ویجاړونکو سېلابونو له امله ۸۵ کسان لا هم لادرکه دي

۳۱ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۲۲ جولای ۲۰۲۶، ۱۹:۲۹ GMT+۱
100%

د طالبانو له پېښو سره د مبارزې چمتووالي اداره وايي، د نورستان د ویجاړونکو سېلابونو له امله د ۲۳ کسانو له مړه کېدو سربېره ۸۵ کسان لا تر اوسه لادرکه دي. دغه اداره وايي، د لادرکه کسانو د موندنې په موخه د پلټنې عملیات دوام لري او په میدان وردګ او غزني کې هم یو تن مړ او یو بل ټپي شوی.

د طالبانو له پېښو سره د مبارزې چمتووالي ادارې د ویاند مرستیال تاج محمد همت د چهارشنبې په ورځ (د چنګاښ ۳۱مه) وویل، په نورستان کې د ویجاړونکو سېلابونو له امله تر اوسه ۲۳ کسان مړه او ۸۰ کسان ټپيان شوي دي. د نوموړي په وینا، په ټپيانو کې د ۲۳ کسانو روغتیايي حالت ډېر نازک دی.

تاج محمد همت زیاتوي، په نورستان کې د دغو سېلابونو له امله لا تر اوسه هم ۸۵ کسان لادرکه دي او د موندنې لپاره یې د پلټنې عملیات دوام لري.

د نوموړي په وینا، په نورستان کې د همدې سېلابونو له امله ۱۶۳ کورونه په بشپړ ډول او ۱۱۵ نور یې په نسبي ډول، ۳ جوماتونه، یو کلینیک، د برېښنا یوه شبکه، ۵ پلونه او پلچکونه، د ۱۰۴۷ جریبه کرنیزو ځمکو او ۲۳ جریبه باغونو حاصلات او همداراز ۱۵ څاروي له‌منځه تللي او ۳۰ کورنۍ بې‌ځایه شوي، ۲۹ موټر زیانمن شوي او په ټوله کې ۷۴۶ کورنۍ زیانمنې شوې دي.

د طالبانو له پېښو سره د مبارزې چمتووالي ادارې د معلوماتو له‌مخې، په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د سېلابونو له امله:

په میدان وردګ کې یو کس مړ، ۲ کورونه ویجاړ، د ۱۰۲ جریبه کرنیزو ځمکو حاصلات له ‌منځه تللي او په ټوله کې ۴۰ کورنۍ زیانمنې شوې دي.

په غزني کې یو کس ټپي، ۹ کورونه په بشپړ ډول او ۳۰ کورونه په نسبي ډول، ۳ څاګانې او د ۱۲۰ جریبه کرنیزو ځمکو حاصلات له ‌منځه تللي او په ټوله کې ۲۵۸ کورنۍ زیانمنې شوې دي.

په کاپیسا کې ۹ کورونه په نسبي ډول، یو جومات، ۳ څاګانې، ۱ کیلومتر سړک او د ۹۳ جریبه کرنیزو ځمکو حاصلات له‌منځه تللي او په ټوله کې ۹ کورنۍ زیانمې شوې دي.

په پکتیا کې ۴۶ کورونه په نسبي ډول او د ۵۸۵ جریبه کرنیزو ځمکو حاصلات له‌منځه تللي او په ټوله کې ۲۲۶ کورنۍ زیانمنې شوې دي.

په پکتیکا کې ۱۶ کورونه په بشپړ ډول او ۲۵ په نسبي ډول، یو جومات، ۱۰ څاروي او د ۵۰ جریبه کرنیزو ځمکو او ۲۵ جریبه باغونو حاصلات له‌منځه تللي او په ټوله کې ۶۰ کورنۍ زیانمنې شوې دي.

په خوست کې ۵ کورونه په نسبي ډول، ۲۰ هټۍ او د ۸۰ جریبه کرنیزو ځمکو حاصلات له‌منځه تللي او په ټوله کې ۴۲ کورنۍ زیانمنې شوې دي.

په لغمان کې ۷ کورونه په نسبي ډول او همداراز په زابل کې هم یو کور په نسبي ډول ویجاړ شوی دی.

د طالبانو له پېښو سره د مبارزې چمتووالي ادارې د ویاند مرستیال تاج محمد همت زیاتوي، د دغې ادارې مرستندویه ټيمونه نورستان ته رسېدلي او په وینا یې له مرستندویه همکاریو موسسو سره هم همغږي شوې ده.

د طالبانو یادې ادارې له ټولو هېوادوالو غوښتي، چې د بارانونو او سېلابونو پر مهال د سیند لارو او خطرناکو سیمو ته له نږدې کېډو ډډه وکړي.