د پاکستان او ایران د کورنیو چارو وزیرانو د افغانستان په اړه خبرې کړې دي

د پاکستان او ایران د کورنیو چارو وزیرانو د افغانستان له پولې د «ترهګرۍ، د نشهیي توکو قاچاق، ناقانونه کډوالۍ او انساني قاچاق» د مخنیوي لپاره د ګډې تګلارې پر جوړولو هوکړه کړې ده.

د پاکستان او ایران د کورنیو چارو وزیرانو د افغانستان له پولې د «ترهګرۍ، د نشهیي توکو قاچاق، ناقانونه کډوالۍ او انساني قاچاق» د مخنیوي لپاره د ګډې تګلارې پر جوړولو هوکړه کړې ده.
د پاکستان د کورنیو چارو وزیر محسن نقوي د چهارشنبې په ورځ په اسلاماباد کې له خپل ایراني سیال اسکندر مومني سره په لیدنه کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د امنیتي همکاریو پر پراختیا خبرې کړې.
په دغه ناسته کې دواړه خواوو ټینګار کړی، چې د پاکستان، افغانستان او ایران په پولو کې د ترهګرۍ او نشهیي توکو د قاچاق د مخنیوي لپاره به ګډه ستراتیژي خپله کړي او په ځانګړې توګه به د افغانستان له پولې راټوکېدونکو امنیتي ګواښونو ته پاملرنه وکړي.
په لیدنه کې دواړه خواوو د ترهګرۍ ضد مبارزې، د نشهیي توکو د قاچاق، ناقانونه کډوالۍ او د انساني قاچاق پرضد د همکاریو د زیاتولو ترڅنګ د سوداګرۍ او دوهاړخیزو اړیکو پر پراختیا هم هوکړه کړې ده.

په هرات کې د طالبانو رسنیز دفتر وایي، تېره شپه د اسلامکلا بندر له لارې افغانستان ته د اوبلن ګاز ۱۰۵ لوی واګونه وارد شوي او د دغه ولایت لپاره د طالبانو د والي اسلام جار په لارښوونه د یو کیلو اوبلن ګاز بیه ۵۵ افغانۍ ټاکل شوې ده.
د یاد دفتر په خبرپاڼه کې راغلي، هرات ته د اوبلن ګاز په رسېدو سره په بازار کې د ګازو غوښتنه زیاته شوې او تمه یې ښودلې چې په ټول هېواد کې به د ګازو بیې د پام وړ را ټیټې شي.
که څه هم د طالبانو تر واک لاندې د افغانستان د تېلو او ګازو شرکت تېره ورځ د کابل او یوشمېر ولایتونو لپاره د اوبلن ګاز نوې بیې اعلان کړې او په هرات کې یې د یو کیلو ګازو بیه ۶۰ افغانۍ ټاکلې؛ خو نن چهارشنبه په هرات کې د طالبانو والي اسلام جار په لارښوونه د یو کیلو ګازو بیه ۵۵ افغانۍ ټاکل شوې.
نوموړي د هرات له ښاریانو غوښتنه کړې: «په هرات کې د اوبلن ګاز بیه ۵۵ افغانیو ته راکمه شوه. دغه اقدام د ښاریانو د ملاتړ، په بازار کې د اوبلن ګاز د عرضې زیاتوالي، د بیو د کنټرول او خلکو ته د لا زیاتو اسانتیاوو برابرولو په موخه ترسره شوی دی».
اسلام جار ویلي، که اړتیا وي د ګازو د وېش لړۍ به د ښار نورو سیمو ته هم وغځول شي.
د افغانستان پخوانی ولسمشر حامد کرزی چې د ۲۰۲۱کال په اګست میاشت کې د جمهوریت تر پرځېدو وروسته په کابل کې پاتې شوی، د طالبانو لهخوا تر سختو محدودیتونو لاندې دی او ان خپل ولایت ته د تګ اجازه نهلري.
باخبره سرچینو افغانستان انټرنشنل ته ویلي، په وروستیو میاشتو کې هغه د طالبانو له لوري له لا سختو محدودیتونو سره مخ شوی او ان د هېواد دننه د نوموړي پر سفر او سیاسي لیدنو فشارونه زیات شوي دي.
سرچینې وایي، کرزي په تېرو کلونو کې څو ځلې هڅه کړې چې خپل ولایت کندهار ته سفر وکړي او له خپلوانو، قومي مشرانو او دوستانو سره وویني؛ خو طالبان کندهار ته د هغه له تګ سره موافق نهدي.
د یوې سرچینې په وینا؛ طالبان اندېښنه لري که کرزی کندهار یا نورو ولایتونو ته سفر وکړي، نو د ولس لهخوا به له پراخ هرکلي سره مخ شي او دا به د هغه سیاسي نفوذ یو ځل بیا راژوندی کړي.
سرچینه زیاتوي، چې د همدې اندېښنې له امله طالبانو د هغه ولایتي سفرونه په بشپړ ډول بند کړي او تراوسه یې اجازه نهده ورکړې چې له کابل نه د هېواد کوم بل ولایت او په ځانګړې توګه کندهار ته ولاړ شي.
یوه بله سرچینه وایي، پر کرزي یوازې د سفرونو بندیز نهدی لګېدلی؛ بلکې د هغه پر سیاسي او ټولنیزو فعالیتونو هم محدودیتونه تر پخوا زیات شوي دي. د سرچینې په خبره؛ نوموړی د طالبانو له اجازې پرته نهشي کولای له کورنیو او بهرنیو شخصیتونو، ډیپلوماتانو او یا هم سیاسي مشرانو سره لیدنې وکړي او د هغه ټولې ناستې د طالبانو د امنیتي او استخباراتي ادارو تر څار لاندې ترسره کېږي.
د سرچینو په وینا؛ طالبانو په وروستیو میاشتو کې کرزی له ځینو رسمي او مذهبي مراسمو هم منع کړی و. د بېلګې په توګه د عاشورا د مراسمو په ځینو غونډو کې او دارنګه د ایران د مشر علي خامنهيي د جنازې په مراسمو کې د ګډون اجازه نهده ورکړل شوې.
د سرچینو د معلوماتو له مخې؛ د طالبانو ځینو لوړپوړو چارواکو په بېلابېلو وختونو کې کرزي ته په ښکاره ویلي، چې باید د هېواد د سیاسي وضعیت، د نجونو د زدهکړو، ملي ډیالوګ او نورو حساسو موضوعاتو په اړه له عامه څرګندونو ډډه وکړي.
د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته د کرزي بهرني سفرونه هم محدود شوي، په یوه پړاو کې ورباندې بشپړ سفري بندیز لګېدلی و او ان جرمني ته د سترګو د جراحۍ لپاره هم د سفر اجازه نه ورکول کېده. وروسته دغه محدودیت تر یوه بریده نرم شو او نوموړی وتوانېده، چې د روغتیایي معایناتو او محدودو لیدنو لپاره جرمني، متحده عربي اماراتو او انګلستان ته سفر وکړي؛ خو دغه سفرونه هم یوازې د طالبانو له اجازې وروسته ترسره شوي.
د سرچینو په خبره؛ د کرزي استوګنځی، لیدنې او ورځني تګراتګونه هم د طالبانو تر څار لاندې دي. د هغه له کورنیو او بهرنیو مېلمنو سره لیدنې د طالبانو له همغږۍ پرته نه ترسره کېږي او د طالبانو استازي یا امنیتي کسان یې څاري.
د جرمني د کورنیو چارو فدرالي وزیر الکساندر دوبرینټ په ټریر ښار کې د چړې تر یوه مرګوني برید وروسته ټینګار وکړ، چې د دغه هېواد حکومت به افغانستان ته د مجرمو کډوالو د بېرته ستنولو لړۍ ته دوام ورکړي.
دوبرینټ د دوشنبې په ورځ په برلین کې وویل، افغانستان ته د کډوالو اېستل او ورته هېوادونو ته د هغوی ستنول یو اړین اقدام دی او حکومت به له دې پالیسۍ شاتګ ونه کړي. هغه زیاته کړه: «ټولنه دا حق لري، چې مجرم کډوال له هېواده واېستل شي».
د دویچهوېله د راپور له مخې؛ دغه څرګندونې وروسته له هغې وشوې، چې د ټریر ښار یو ۲۲ کلن محصل د چړې په برید کې ووژل شو. پولیسو د دغه برید په تړاو یو مشکوک ۲۲ کلن افغان وګړی نیولی دی.
د لومړنیو څېړنو له مخې؛ دغه کس له رواني ستونزو سره مخ و او تر دې مخکې یې د رواني درملنې په یوه مرکز کې درملنه هم کړې وه. د جرمني د کورنیو چارو وزیر دې موضوع ته په اشارې وویل، ځینې کسان چې په رواني اختلالاتو اخته وي هم درانه جرمونه ترسره کوي او ټولنه نهشي کولای دغه ډول وضعیت ومني.
نوموړي د هغه غوښتنو په ځواب کې چې د تورنو کسانو رواني وضعیت دې په پام کې ونیول شي وویل: «که په څرګندو ټکو ووایم، موږ د نړۍ د ټولو رواني ناروغانو او رواني زیانونو مسوول نه یو».
د اېستلو لپاره له طالبانو سره د اړیکو دوام
الکساندر دوبرینټ د جرمني د کورنیو چارو د وزیر په توګه د خپلې دندې له پیل راهیسې د کډوالۍ د سیاستونو پر سختولو او د مجرمو کډوالو پر اېستلو ټینګار کړی دی. د افغان وګړو د اېستلو بهیر اسانه کولو لپاره د جرمني حکومت له طالب چارواکو سره تخنیکي اړیکې ټینګې کړې دي.
برلین تر دې وړاندې په جرمني کې د افغانستان په سیاسي استازولیو کې د طالبانو د قونسلي برخې د دوو کارکوونکو له فعالیت سره هوکړه کړې وه او اعلان یې کړی، چې څلور نور کارکوونکي به هم ډېر ژر دغه هېواد ته واستول شي.
جرمني ټینګار کړی، چې دغه همکاري د طالبانو د حکومت د رسمیت پېژندلو معنا نهلري؛ بلکې یوازې د افغان وګړو لپاره د قونسلي خدمتونو وړاندې کولو او د مجرمو افغان پناه غوښتونکو د اېستلو بهیر اسانه کولو په موخه ترسره کېږي.
د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق (یونیسف) ویلي چې د خپلو شریکانو په همکارۍ یې د نورستان ولایت سېلابځپلو ته د بېړنیو روغتیايي خدمتونو، د ټپونو درملنې او بېړنۍ طبي پاملرنې لپاره ګرځنده روغتیايي کلینیک فعال کړی دی.
په افغانستان کې د یونیسف ادارې استازي تاج الدین اویوواله د سېشنبې په ورځ، د چنګاښ په ۳۰مه، په اېکس خواله رسنۍ کې په یوه خپاره کړي پیغام کې ویلي چې دغه ګرځنده کلینیک د سېلابځپلو کورنیو د بېړنیو روغتیايي اړتیاوو د پوره کولو لپاره جوړ شوی دی.
دغه بنسټ په یوه بل پیغام کې له هغو کورنیو سره چې د نورستان په وروستیو سېلابونو کې یې خپل عزیزان له لاسه ورکړي، خواخوږي څرګنده کړې او ویلي یې دي چې د خپلو شریکانو په همکارۍ په سیمه کې حضور لري او د زیانمنو خلکو د ملاتړ لپاره هڅې روانې دي.
د دوشنبې ورځې له غرمې وروسته د نورستان مرکز پارون ښار د سختو بارانونو او ویجاړوونکو سېلابونو شاهد و، چې خلکو ته یې پراخ ځاني او مالي زیانونه واړول.
د طالبانو د چارواکو د معلوماتو له مخې، په دغو سېلابونو کې لږ تر لږه ۲۳کسان وژل شوي او له ۱۰۰څخه ډېر نور لا هم نادرکه دي.
بلخوا، د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر (اوچا) ویلي چې په لغمان او ننګرهار ولایتونو کې هم بارانونه شوي، خو تر اوسه له دغو ولایتونو څخه د مرګژوبلې راپور نه دی ترلاسه شوی.
د افغانستان د کانونو او پټرولیم پخوانۍ وزیرې نرګس نهان د نورستان د وروستیو مرګونو سېلابونو په غبرګون کې پر طالبانو نیوکې کړي او ویلي یې دي چې دغه ډله د اقلیمي بدلون او طبیعي پېښو د مدیریت پر ځای، پر هغو مسایلو بوخته ده چې د هغې په وینا د هېواد له اساسي اړتیاوو سره تړاو نه لري.
نهان ویلي، په داسې حال کې چې افغانستان د اقلیمي بدلون له جدي ګواښ سره مخ دی، طالبان د دغو ګواښونو د مخنیوي او د طبیعي پېښو لپاره د چمتووالي پر ځای «د ښځو د حجاب پر جوړولو، د بېګناه خلکو پر وژلو او د افغانستان د شتمنیو پر لوټلو»بوخت دي.
هغې ټینګار کړی چې اقلیمي بدلون د افغانستان لپاره په یوه ستر او مخ پر زیاتېدونکي ګواښ بدل شوی، خو د هېواد اوسني واکمن د دې بحران د مدیریت او د خلکو د خوندیتوب لپاره لازم اقدامات نه کوي.
پخوانۍ وزیرې د نورستان له سېلابځپلو سره خواخوږي څرګنده کړې او له هېوادوالو یې غوښتي چې د خپلو وس مطابق له زیانمنو کورنیو سره مرسته وکړي او هغوی یوازې پرې نه ږدي.
د نورستان وروستیو سېلابونو، چې د طالبانو د چارواکو په وینا لسګونه کسان یې وژلي او ګڼ نور یې نادرکه کړي، پراخ غبرګونونه راپارولي دي. یو شمېر پخوانیو افغان چارواکو او نورو شخصیتونو هم د طبیعي پېښو پر وړاندې د چمتووالي او د بحران د مدیریت په برخه کې د طالبانو پر کړنو نیوکې کړې دي.