• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

طالبان: په هرات کې د ټاپي ګازو د وېش لپاره د ۴۲۰ میلیونه ډالرو پر پانګونې خبرې روانې دي

۳۱ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۲۲ جولای ۲۰۲۶، ۱۹:۳۱ GMT+۱تازه شوی: ۳۱ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۲۲ جولای ۲۰۲۶، ۲۰:۵۸ GMT+۱

په هرات کې د طالبانو رسنیز دفتر اعلان کړی، چې په دغه ولایت کې د ټاپي ګازو د وېش شبکې لپاره د ۴۲۰ میلیونه ډالرو په ارزښت د پانګونې خبرې اترې په جدي توګه روانې دي. د خبرپاڼې له مخې، تمه ده چې په نږدې راتلونکې کې د دې سترې شبکې د جوړولو وروستي پړاوونه په بشپړ ډول نهایي او لاسلیک شي.

د طالبانو د خبرپاڼې له مخې، دغه خبرې اترې په هرات ښار کې د ټاپي ګازو د وېش شبکې د جوړولو او پراختیا په موخه پیل شوې دي. په دغې پروژه کې د ۴۲۰ میلیونه امریکایي ډالرو په ارزښت د پانګونې اټکل شوی، چې د سیمې لپاره یو له سترو اقتصادي ګامونو څخه ګڼل کېږي.

د هرات د رسنیز دفتر په وینا، د دغې سترې اقتصادي پروژې په پلي کېدو سره به په دغه ولایت کې په مستقیم ډول شاوخوا ۳ زره کسانو ته د کار زمینه برابره شي. دغه راز ویل شوي چې د دې شبکې له لارې به شاوخوا ۷۰ زره نورو کسانو ته په غیر مستقیم ډول د کاري فرصتونو زمینه هم برابره شي.

مسوولینو ویلي دي چې د دغې پروژې د عملي چارو د پیل لپاره تخنیکي او اداري خبرې اترې په چټکۍ سره پرمخ روانې دي. دوی هیله ښودلې چې په نږدې راتلونکې کې به د دغې سترې پروژې ټول وروستي پړاوونه په بریالیتوب سره بشپړ او رسماً اعلان شي.

ترویج لرونکی

طالبانو د کابل او یوشمېر ولایتونو لپاره د اوبلن ګاز نوې بیې اعلان کړې
۱

طالبانو د کابل او یوشمېر ولایتونو لپاره د اوبلن ګاز نوې بیې اعلان کړې

۲

طالبانو په کندهار او نیمروز کې تر ۱۴زره کیلو ګرامه ډېر نشه‌يي توکي او انساني درمل سوځولي

۳

ولې غوماشې ځینې انسانان ډېر چیچي او ځینې کم؟

۴

له نړیوال جام څخه د ارجنټاین د اېستلو کمپاین کې له ۲۳ میلیونه ډېرو کسانو لاسلیکونه وکړل

۵
ځانګړی

سرچینې: د ملاهبت الله نږدې کړۍ له هغه سره د نړۍوال پلاوي د لیدنې اجازه نه‌ده ورکړې

•
•
•

نور کیسې

طالبان: په نورستان کې د ویجاړونکو سېلابونو له امله ۸۵ کسان لا هم لادرکه دي

۳۱ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۲۲ جولای ۲۰۲۶، ۱۹:۲۹ GMT+۱
100%

د طالبانو له پېښو سره د مبارزې چمتووالي اداره وايي، د نورستان د ویجاړونکو سېلابونو له امله د ۲۳ کسانو له مړه کېدو سربېره ۸۵ کسان لا تر اوسه لادرکه دي. دغه اداره وايي، د لادرکه کسانو د موندنې په موخه د پلټنې عملیات دوام لري او په میدان وردګ او غزني کې هم یو تن مړ او یو بل ټپي شوی.

د طالبانو له پېښو سره د مبارزې چمتووالي ادارې د ویاند مرستیال تاج محمد همت د چهارشنبې په ورځ (د چنګاښ ۳۱مه) وویل، په نورستان کې د ویجاړونکو سېلابونو له امله تر اوسه ۲۳ کسان مړه او ۸۰ کسان ټپيان شوي دي. د نوموړي په وینا، په ټپيانو کې د ۲۳ کسانو روغتیايي حالت ډېر نازک دی.

تاج محمد همت زیاتوي، په نورستان کې د دغو سېلابونو له امله لا تر اوسه هم ۸۵ کسان لادرکه دي او د موندنې لپاره یې د پلټنې عملیات دوام لري.

د نوموړي په وینا، په نورستان کې د همدې سېلابونو له امله ۱۶۳ کورونه په بشپړ ډول او ۱۱۵ نور یې په نسبي ډول، ۳ جوماتونه، یو کلینیک، د برېښنا یوه شبکه، ۵ پلونه او پلچکونه، د ۱۰۴۷ جریبه کرنیزو ځمکو او ۲۳ جریبه باغونو حاصلات او همداراز ۱۵ څاروي له‌منځه تللي او ۳۰ کورنۍ بې‌ځایه شوي، ۲۹ موټر زیانمن شوي او په ټوله کې ۷۴۶ کورنۍ زیانمنې شوې دي.

د طالبانو له پېښو سره د مبارزې چمتووالي ادارې د معلوماتو له‌مخې، په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د سېلابونو له امله:

په میدان وردګ کې یو کس مړ، ۲ کورونه ویجاړ، د ۱۰۲ جریبه کرنیزو ځمکو حاصلات له ‌منځه تللي او په ټوله کې ۴۰ کورنۍ زیانمنې شوې دي.

په غزني کې یو کس ټپي، ۹ کورونه په بشپړ ډول او ۳۰ کورونه په نسبي ډول، ۳ څاګانې او د ۱۲۰ جریبه کرنیزو ځمکو حاصلات له ‌منځه تللي او په ټوله کې ۲۵۸ کورنۍ زیانمنې شوې دي.

په کاپیسا کې ۹ کورونه په نسبي ډول، یو جومات، ۳ څاګانې، ۱ کیلومتر سړک او د ۹۳ جریبه کرنیزو ځمکو حاصلات له‌منځه تللي او په ټوله کې ۹ کورنۍ زیانمې شوې دي.

په پکتیا کې ۴۶ کورونه په نسبي ډول او د ۵۸۵ جریبه کرنیزو ځمکو حاصلات له‌منځه تللي او په ټوله کې ۲۲۶ کورنۍ زیانمنې شوې دي.

په پکتیکا کې ۱۶ کورونه په بشپړ ډول او ۲۵ په نسبي ډول، یو جومات، ۱۰ څاروي او د ۵۰ جریبه کرنیزو ځمکو او ۲۵ جریبه باغونو حاصلات له‌منځه تللي او په ټوله کې ۶۰ کورنۍ زیانمنې شوې دي.

په خوست کې ۵ کورونه په نسبي ډول، ۲۰ هټۍ او د ۸۰ جریبه کرنیزو ځمکو حاصلات له‌منځه تللي او په ټوله کې ۴۲ کورنۍ زیانمنې شوې دي.

په لغمان کې ۷ کورونه په نسبي ډول او همداراز په زابل کې هم یو کور په نسبي ډول ویجاړ شوی دی.

د طالبانو له پېښو سره د مبارزې چمتووالي ادارې د ویاند مرستیال تاج محمد همت زیاتوي، د دغې ادارې مرستندویه ټيمونه نورستان ته رسېدلي او په وینا یې له مرستندویه همکاریو موسسو سره هم همغږي شوې ده.

د طالبانو یادې ادارې له ټولو هېوادوالو غوښتي، چې د بارانونو او سېلابونو پر مهال د سیند لارو او خطرناکو سیمو ته له نږدې کېډو ډډه وکړي.

په شته اوبو کې؛ د ننګرهار کانال د هډې فارم د زیتونو ونې د وچېدو له ګواښ سره مخ دي

۳۱ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۲۲ جولای ۲۰۲۶، ۱۹:۰۹ GMT+۱
100%

یو شمېر ځايي سرچینو افغانستان انټرنشنل – پښتو ته ویلي‌ چې د ننګرهار کانال اړوند هډې زیتونو فارم ونې د وچېدو له ګواښ سره مخ دي. سرچینې وایي، د طالبانو تر ادارې لاندې د ننګرهار کانال ریاست د زیتونو فارمونو ته اوبه نه ورکوي او بوټې مخ په وچېدو روان دي.

افغانستان انټرنشنل – پښتو سره د هډې فار م د زیتونو د ونو انځورونه شریک شوي چې په کې ښکاري د زیتونو دانې او ونې مخ په وچېدو دي. یو کس چې دغه فارم سره نږدې اوسېږي وویل: «سږ کال ونې بېخي وچې دي، څوک اوبه نه ورکوي او د داود خان وخت کې چې کومه ویاله جوړه شوې، د هغې اوبه یې بندې کړې دي».

100%

د مالوماتو پر بنسټ هډې فارم ته څېرمه یو شمېر دولتي ځمکې طالبانو او له خلکو سره په شریکه په قراردادونو نیولي او د فصلونو تر څنګ یې پکې شخصي باغونه جوړ کړې دي. سرچینې زیاته کړه: «قراردادیانو د واسطو او اړیکو په زور باندې د ویالې اوبه خپلو اجاره شویو ځمکو او باغونو ته اړوي او د زیتونو دولتي باغونه یې له اوبو بې برخې کړې دي».

د جلال اباد ښار د لسمې ویالې یو بل اوسېدونکی وايي چې په نورو کلونو کې د زیاتونو تولید خورا زیات و، خو سږ کال ونو کې هېڅ بار نشته. د دغه کس په خبره: «دا بوټي داسې وچ شوي چې له نږدې یې وګورې زړه به دې پرې درد وکړي».

100%

د انځورونو رالېږونکي افغانستان انټرنشنل ته وویل چې د موبایل کېفیت یې کمزوری دی او ښايي د ونو انځورونه او وچوالی په ډېر دقیق ډول ښکاره نه کړي. د هډې فارم یوازې د زیتونو باغونه په ۸۰۰ جریبه ځمکه باندې جوړ شوي دي او له دې ور اخوا دغه دولتي شرکت د ننګرهار په بټي کوټ کې هم د زیتونو زرګونه جریبه باغونه لري. د یاد کانال څلور فارم او دویم فارم هغه ځایونه دي چې په پراخه کچه د زیتونو باغونه لري، خو د دغو سیمو اوسېدونکو تر اوسه دا شکایت نه دی کړی چې ګني هلته باغونو ته اوبه نه رسېږي.

د ننګرهار د زیتونو فابریکه

د ننګرهار کانال اړوند په بېلابېلو فارمونو کې د زیتونو تر حاصل وروسته د تولید او پروسیس لپاره دانې د زیتونو فابریکې ته وړل کېږي. دغه فابریکه شپږ لسیزې وړاندې جوړه شوې او هر کال د ۸۰۰۰ ټنه زیتونو پروسیس ظرفیت لري چې دې جملې یوازې ۴۰۰۰ ټنه د زیتونو اچار تولیديږي.

100%

په ۱۳۴۴ کال کې یعنې نږدې ۷ لسیزې وړاندې د پخواني پاچا محمد ظاهر شاه په حکومت کې د ننګرهار کانال جوړ شوي او د همدې بهیر له لارې د دغه ولایت بېلابېلو سیمو کې پر ۳۱۰۰ هکټاره ځمکې باندې یوازې زیتونو باغونه جوړ شو. خو د پنځو لسیزو جګړو له امله د دغو باغونو نږدې نیمایي برخه ۱۳۸۰ هکټاره باغونه ویجاړ شو او اوس مهال یوازې ۱۷۲۰ هکټاره پاتې دي.

د دغو باغونو حاصلات له لسیزو راهیسې د ننګرهار زیتونو فابریکه کې پر تېلو او اچارو بدلېږي. نږدې پنځه لسیزې وړاندې د دغه فابریکې تولیدات د روسیې تر څنګ د نړۍ یو شمېر هېوادونو ته لېږدول کېدل،‌ خو اوس مهال یوازې داخلي اړتیاوې هم نشي پوره کولی.

100%

د ننګرها د زیتونو تېل او اچار د خپل ښه کېفیت له مخې په سیمه کې ځانګړی شهرت لري.

د ننګرهار اوسېدونکي اندېښنه لري چې د طالبانو تر ادارې لاندې د کانال ریاست د بې غورۍ او نه پاملرنۍ له کبله دغه پاتې باغونه هم له ګواښ سره مخ کېدلای شي.

د سپاهي میهن جبهې قوماندان: ټول ځواکونه مو روغ او د طالبانو د نیولو ادعاوې ناسمې دي

۳۱ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۲۲ جولای ۲۰۲۶، ۱۸:۳۱ GMT+۱
100%

د طالبانو د مخالفې وسله‌والې ډلې«سپاهي میهن» قوماندان قیوم ملنګ، د بدخشان ولایت یفتل پایین ولسوالۍ له برید پنځه ورځې وروسته، د لومړي ځل لپاره یو غږیز پیغام خپور کړی او ویلي یې دي چې دی او د ده ټول ملګري روغ دي او د طالبانو هغه ادعاوې ردوي چې ګواکې د دغې جبهې یو شمېر غړي یې نیولي.

قیوم ملنګ د چهارشنبې په ورځ، د چنګاښ په ۳۱مه، په خپل غږیز پیغام کې ویلي: «زه په بشپړه روغتیا کې یم. د دښمن تبلیغاتو ته پام مه کوئ. موږ ټول روغ او سلامت یو.»

هغه زیاته کړې چې د «سپاهي میهن» جبهه خپلې ځانګړې موخې او پلانونه لري او غړي یې ازادي تر هر څه غوره ګڼي.

دغه څرګندونې داسې مهال کېږي چې څو ورځې وړاندې د «سپاهي میهن» جنګیالیو د بدخشان د یفتل پایین ولسوالۍ پر مرکز ناڅاپی برید وکړ او د راپورونو له مخې، د څو ساعتونو لپاره یې د ولسوالۍ پر ودانیو ولکه ټینګه کړه. ویل کېږي چې بریدګر ځینې دولتي ودانیو ته ننوتل، پوځي تجهیزات یې له ځان سره یوړل او د خپلې ډلې بیرغونه یې پر ځینو ودانیو پورته کړل.

له دې برید وروسته طالبانو اعلان کړی و چې د «سپاهي میهن» جبهې یو شمېر غړي یې نیولي دي، خو قیوم ملنګ دا ادعاوې رد کړې او له خپلو پلویانو یې غوښتي چې د طالبانو په تبلیغاتو باور ونه کړي.

بلخوا، د طالبانو د پوځ لوی درستیز فصیح‌الدین فطرت د برید له ترسره کېدو وروسته بدخشان ته ولاړ او ادعا یې وکړه چې طالبانو د بریدګرو پلان شنډ کړی او هغوی خپلو موخو ته نه دي رسېدلي.

فطرت ویلي، له برید وړاندې د وسله‌والو د پلان په اړه معلومات ور رسېدلي وو او د همدې معلوماتو پر بنسټ یې بدخشان ته سفر کړی او خپلو ځواکونو ته یې د اقدام امر ورکړی و.

همدارنګه، د طالبانو د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت مرستیال حیات‌الله مهاجر فراهی هم په اېکس کې په خپور کړي پیغام کې ویلي چې د طالبانو امنیتي ځواکونه د هر ډول ګواښ پر وړاندې چمتو دي. هغه خبرداری ورکړی چې د ده په وینا، هغه کسان چې د افغانستان د اقتصادي پرمختګ مخه نیسي، «د هېڅ ډول رحم وړ نه دي».

د یفتل پایین ولسوالۍ د څو ساعتونو لپاره د طالبانو له ولکې وتل د بدخشان په وروستیو امنیتي تحولاتو کې یوه مهمه پېښه بلل کېږي او لا هم د دې برید په اړه سیاسي او امنیتي بحثونه روان دي.

بېنېټ: د امید پر مرکز د پاکستان د برید په اړه د بښنې نړیوال سازمان څېړنه باید جدي وګڼل شي

۳۱ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۲۲ جولای ۲۰۲۶، ۱۸:۱۱ GMT+۱
100%

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړی راپور ورکوونکی ریچارډ بېنېټ وايي، په کابل کې د روږدو کسانو د درملنې پر یوه مرکز د پاکستان د هوايي برید په اړه د بښنې نړیوال سازمان څېړنه مهمه ده او باید ډېره جدي وګڼل شي.

نوموړي د چهارشنبې په ورځ (د چنګاښ ۳۱مه) د بښنې نړیوال سازمان د تازه راپور په غبرګون کې په یوه لنډ پیغام کې لیکلي، چې د دې څېړنې د موندنو پر بنسټ باید اقدام وشي.

د بښنې نړیوال سازمان وايي، په کابل کې د «امید» په نوم د روږدو کسانو د درملنې پر مرکز د پاکستان هوايي برید باید د احتمالي «جنګي جنایت» په توګه وڅېړل شي.

دغه سازمان د ۱۴۰۴ کال د کب پر ۲۶مه پر دې مرکز تر برید څلور میاشتې وروسته خپله تازه څېړنه خپره کړې ده. په دې برید کې لږ تر لږه ۲۶۹ ملکي وګړي وژل شوي وو.

د بښنې نړیوال سازمان وايي، داسې هېڅ سند یې نه‌دی موندلی، چې د وسلو او مهماتو د ساتلو یا نورو پوځي موخو لپاره د امید مرکز د کارولو په اړه د پاکستان د پوځ ادعا تایید کړي.

د دغه سازمان په وینا، پر امید مرکز برید د نړیوالو بشردوستانه قوانینو له‌مخې د روغتیايي مرکزونو له ځانګړي خوندیتوب څخه سرغړونه ده او په دې برید کې د پوځي او ملکي هدفونو د تفکیک، احتیاط او تناسب اصول هم نه‌دي مراعت شوي.

د پاکستان حکومت پر امید مرکز برید رد کړی او طالبان یې تورن کړي چې له دې روغتون څخه یې پوځي استفاده کوله.

د بښنې نړیوال سازمان له پاکستان څخه غوښتي، چې د دې برید او د مرکز د هدف ګرځولو د پرېکړې د بهیر په اړه شفافه، بشپړه، خپلواکه او بې‌پرې څېړنه وکړي او پایلې یې خپرې کړي.

دغه سازمان وايي، که کافي شواهد موجود وي، مسوول چارواکي باید د قوماندانۍ د مسوولیت د اصل له مخې، ټول هغه کسان محاکمه کړي، چې د دې برید جزايي مسوولیت ور تر غاړې دی.

پر امید مرکز برید د هغو هوايي بریدونو یوه برخه وه، چې د پاکستان پوځ د ۱۴۰۴ کال له تلې راهیسې له طالبانو سره په ډیورند کرښې د نښتو تر زیاتېدو وروسته د افغانستان دننه کړي دي.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندویه ماموریت دفتر وايي، د ۱۴۰۴ کال له مرغومي تر کب میاشتې په دغو نښتو کې ۳۷۲ کسان وژل شوي او ۳۹۲ نور ټپیان شوي دي.

د بښنې نړیوال سازمان وايي، د جګړې ټولې خواوې باید نړیوال بشردوستانه قوانین مراعات کړي او د ملکي وګړو، ملکي شتمنیو او روغتیايي مرکزونو د ساتنې لپاره ټول ممکن ګامونه پورته کړي.

دغه سازمان خبرداری ورکړی، چې پر امید مرکز د برید په اړه د څېړنې نه کول، نړیوالو قوانینو ته د اندېښنې وړ بې‌پامي ښيي او ښايي د مجازاتو د معافیت د دوام، نورو ناقانونه بریدونو او ملکي وګړو ته د تازه مرګ‌ژوبلې لامل شي.

د امید مرکز په ۱۳۹۵ کال کې د ناټو د یوې پخوانۍ اډې په ساحه کې جوړ شو. دغه ځای په پیل کې د روږدو کسانو لپاره د حرفوي زده‌کړو د مرکز په توګه فعالیت کاوه.

په ۱۴۰۰ کال کې د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته، دغه ځای د روږدو کسانو د درملنې په دوه زره بستریز مرکز بدل شو او طالبانو بیا پر یاد مرکز د پاکستان د بریدونو له امله د وژل شویو کسانو شمېر شاوخوا ۴۰۰ ښودلی وو.

طالبانو په پوهنتونونو کې د دیني موضوعاتو شفاهي ازموینې جبري کړې

۳۱ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۲۲ جولای ۲۰۲۶، ۱۶:۵۷ GMT+۱
100%

د طالبانو د لوړو زده کړو وزارت په یوه رسمي مکتوب کې ټولو دیني، دولتي او خصوصي پوهنتونونو او تدریسي روغتونونو ته امر کړی چې له خپلو کارکوونکو او محصلینو څخه د «ایمان مجمل» او «ایمان مفصل» په اړه شفاهي ازموینې واخلي او د نه همکارۍ په صورت کې یې د اداري اقداماتو خبرداری ورکړی.

د طالبانو د لوړو زده کړو وزارت د دعوت او ارشاد ریاست دغه مکتوب چې د روان کال د چنګاښ په ۱۷مه نېټه، صادر شوی، موضوع یې «د کارکوونکو او محصلینو د دیني موضوعاتو د تقریري ازموینې په اړه» یاده شوې ده.

په مکتوب کې راغلي چې د لوړو زده کړو وزارت د دعوت او ارشاد ریاست د پلان له مخې به د ټولو اړوندو ادارو کارکوونکي او محصلین مکلف دي چې د «ایمان مجمل» او «ایمان مفصل» کتابونو په اړه شفاهي ازموینه ورکړي. وزارت له پوهنتونونو او تدریسي روغتونونو غوښتي چې د دغو ازموینو د عملي کېدو لپاره لازم اداري او تخنیکي چمتووالی ونیسي او بهیر یې په منظم ډول پر مخ یوسي.

د طالبانو د لوړو زده کړو وزارت په مکتوب کې ټینګار کړی چې ټول کارکوونکي او محصلین مکلف دي له دغو ازموینو سره همکاري وکړي. په مکتوب کې خبرداری ورکړل شوی چې که کوم کارکوونکی یا محصل له ازموینې ورکولو ډډه وکړي یا له بهیر سره همکاري ونه کړي، نوم به یې د دعوت او ارشاد ریاست ته ورکړل شي او د نافذو علمي او اداري مقرراتو له مخې به ورسره چلند وشي.

100%

دا مکتوب ښيي چې طالبانو د لوړو زده کړو په ادارو کې د دیني موضوعاتو ارزونه له سپارښتنې څخه د اجباري اداري تګلارې کچې ته رسولې ده. د مکتوب له مخې، دا پرېکړه یوازې محصلین نه، بلکې د پوهنتونونو او تدریسي روغتونونو ټول کارکوونکي هم رانغاړي.

طالبانو تر دې وړاندې هم د افغانستان د لوړو زده کړو په نظام کې یو لړ بدلونونه عملي کړي دي. د نجونو پر پوهنتونونو بندیز، د درسي نصاب بدلون، د دعوت او ارشاد ریاستونو پراخول او په پوهنتونونو کې د دیني پروګرامونو زیاتول د هغو اقداماتو له ډلې دي چې د طالبانو د واکمنۍ پر مهال ترسره شوي دي. دغه نوی مکتوب د همدې سیاستونو په دوام کې د پوهنتونونو د محصلینو او کارکوونکو لپاره د دیني موضوعاتو اجباري شفاهي ازموینې لازمي کوي.