پر غزې د اسراییل په بریدونو کې ۱۲ کسان وژل شوي

د غزې روغتیايي چارواکو ویلي، چې د سېشنبې په ورځ د غزې په تړانګه کې د اسراییل په هوايي بریدونو کې لږترلږه ۱۲ فلسطینیان وژل شوي دي. په دغه برید کې د یوې ښځې او څلورو ماشومانو په ګډون د یوې کورنۍ شپږ غړي وژل شوي دي.
