شکي او نُسي ولسوالۍ د بدخشان په درواز سیمه کې موقعیت لري او جمعه خان فاتح هم د همدې سیمې اوسېدونکی دی.
جمعه خان فاتح د اختلافونو د اوج پر مهال ویلي وو چې زرګونه وسلهوال ځواکونه لري. هغه ته نږدې کسانو ادعا کړې چې دغه سیمهییز قوماندان په نُسي ولسوالۍ کې شاوخوا درې زره او پنځه سوه جنګیالي لري او د هغه د ځواکونو د پام وړ شمېر په شکي ولسوالۍ کې هم حضور لري.
باخبره سرچینې اټکل کوي چې د جمعه خان فاتح له اړوندو ځواکونو څخه د راټولېدونکو وسلو شمېر ښايي له پنځو زرو میلو واوړي.
په همدې حال کې، راپورونه ښيي چې طالبانو په وروستیو اوونیو کې په بدخشان کې د وضعیت د مهارولو لپاره خپل ځانګړي ځواکونه او استخباراتي قطعې سیمې ته استولې دي.
د طالبانو یوې استخباراتي قطعې له شاوخوا ۱۰۰ موټرو سره په دې بهیر کې برخه اخیستې ده. ځینې سرچینې وایي د دغو پوځي خوځښتونو یوه برخه ښايي د جمعه خان فاتح د احتمالي نیولو لپاره شوې وي، خو دا موضوع په رسمي ډول نه ده تایید شوې.
په بدخشان کې اختلافونه هغه مهال زیات شول چې جمعه خان فاتح او ځواکونو یې د طالبانو د لوړپوړو چارواکو د ځینو امرونو له پلي کولو ډډه وکړه. وروسته د طالبانو د پوځ لوی درستیز فصیحالدین فطرت په منځګړیتوب د دې کړکېچ د حل لپاره خبرې پیل شوې او په پای کې جمعه خان فاتح له بدخشانه کابل ته ولاړ.
د دغو کړکېچونو له زیاتېدو وروسته، طالبانو د بدخشان په امنیتي او اداري جوړښت کې هم بدلونونه راوستي دي. دې ډلې په دې وروستیو کې د نُسي ولسوال او امنیه قوماندان له دندو ګوښه کړي، پر ځای یې نوي کسان ټاکلي او د جرم ولسوالۍ لپاره یې هم نوی امنیه قوماندان ګومارلی دی.
سرچینې وایي، د نُسي او شکي ولسوالیو وضعیت لا هم د طالبانو تر کلکې څارنې لاندې دی او له جمعه خان فاتح سره د تړلو ځواکونو د بېوسلې کولو هڅې روانې دي.