• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د افغان محصلانو ټولنه: افغان محصلانو ته دې د ویزو غځولو لپاره وخت ورکړل شي

۳۱ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۲۲ جولای ۲۰۲۶، ۰۷:۵۳ GMT+۱

د افغان محصلانو ټولنې د پاکستان د لاهور د کېنګ اېډورډ طبي پوهنتون له هغو افغان محصلانو، ډاکټرانو او د لیلیې اوسېدونکو څخه د خونې د خالي کولو پر پرېکړه اندېښنه ښودلې، چې ویزې یې نه‌دي غځول شوې.

د یادې ټولنې په خبرپاڼه کې راغلي، د یادې پرېکړې ناڅاپي عملي کېدل د افغان محصلانو لپاره جدي بشري او ښوونیزې ستونزې رامنځته کولای شي. دغه ټولنې ویلي، ډېری افغان محصلان د جګړو، بې‌ځایه کېدو او په افغانستان کې د زده‌کړو د محدودو فرصتونو له امله پاکستان ته د زده‌کړو لپاره تللي او اوس له ناروښانه برخلیک سره مخ دي.
د افغان محصلانو ټولنې د پاکستان له حکومت، د پنجاب له ایالتي ادارې او د کېنګ اېډورډ طبي پوهنتون له مسوولینو غوښتي، چې له افغان محصلانو سره انساني او د زده‌کوونکو پر اړتیاوو ولاړ چلند وکړي.
په خبرپاڼه کې ټینګار شوی، هغه محصلان چې د ویزو له ستونزو سره مخ دي باید د قانوني اسنادو د بشپړولو لپاره کافي وخت، روښانه لارښوونې او لازمې اسانتیاوې ترلاسه کړي؛ نه دا چې په بېړنۍ توګه له لیلیو واېستل شي.
یادې ټولنې همداراز د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ، یونسکو، یونېسف، د کډوالۍ نړۍوال سازمان او نورو اړوندو ادارو غوښتي، چې د افغان محصلانو د زده‌کړو د دوام لپاره د عملي او انساني حل‌لارو په موندلو کې له اړوندو ادارو سره همکاري وکړي.

ترویج لرونکی

طالبانو د کابل او یوشمېر ولایتونو لپاره د اوبلن ګاز نوې بیې اعلان کړې
۱

طالبانو د کابل او یوشمېر ولایتونو لپاره د اوبلن ګاز نوې بیې اعلان کړې

۲

طالبانو په کندهار او نیمروز کې تر ۱۴زره کیلو ګرامه ډېر نشه‌يي توکي او انساني درمل سوځولي

۳
ستاسو روایت

طالب سرتېری: موږ ته به مشرانو توصیه کوله چې د چوکۍ جنګ دی وطن مه ورانوئ

۴

ولې غوماشې ځینې انسانان ډېر چیچي او ځینې کم؟

۵
ستاسو روایت

د کندهار صنعتکاران: د امر بالمعروف له خوا د کاریګرو نیول د تولید بهیر ټکنی کړی

•
•
•

نور کیسې

طالبان: هرات ته د اوبلن ګاز تر سلو زیات واګونه رارسېدلي او ورسره د ګازو بیې هم ټیټې شوې دي

۳۱ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۲۲ جولای ۲۰۲۶، ۰۷:۴۷ GMT+۱
100%

په هرات کې د طالبانو رسنیز دفتر وایي، تېره شپه د اسلام‌کلا بندر له لارې افغانستان ته د اوبلن ګاز ۱۰۵ لوی واګونه وارد شوي او د دغه ولایت لپاره د طالبانو د والي اسلام جار په لارښوونه د یو کیلو اوبلن ګاز بیه ۵۵ افغانۍ ټاکل شوې ده.

د یاد دفتر په خبرپاڼه کې راغلي، هرات ته د اوبلن ګاز په رسېدو سره په بازار کې د ګازو غوښتنه زیاته شوې او تمه یې ښودلې چې په ټول هېواد کې به د ګازو بیې د پام وړ را ټیټې شي.

که څه هم د طالبانو تر واک لاندې د افغانستان د تېلو او ګازو شرکت تېره ورځ د کابل او یوشمېر ولایتونو لپاره د اوبلن ګاز نوې بیې اعلان کړې او په هرات کې یې د یو کیلو ګازو بیه ۶۰ افغانۍ ټاکلې؛ خو نن چهارشنبه په هرات کې د طالبانو والي اسلام جار په لارښوونه د یو کیلو ګازو بیه ۵۵ افغانۍ ټاکل شوې.

نوموړي د هرات له ښاریانو غوښتنه کړې: «په هرات کې د اوبلن ګاز بیه ۵۵ افغانیو ته راکمه شوه. دغه اقدام د ښاریانو د ملاتړ، په بازار کې د اوبلن ګاز د عرضې زیاتوالي، د بیو د کنټرول او خلکو ته د لا زیاتو اسانتیاوو برابرولو په موخه ترسره شوی دی».

اسلام جار ویلي، که اړتیا وي د ګازو د وېش لړۍ به د ښار نورو سیمو ته هم وغځول شي.

پاکستان له امریکا نه د ۱۰ مېلیارد ډالرو مرستې غوښتنه کړې

۳۱ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۲۲ جولای ۲۰۲۶، ۰۷:۱۲ GMT+۱
100%

رویټرز خبري اژانس د یوې باخبره سرچینې په حواله راپور ورکړی، چې پاکستان د خپلو بهرنیو اسعارو د زېرمو پیاوړتیا او پر خپل اقتصاد د فشار د کمښت لپاره له امریکا نه د ۱۰ مېلیارد ډالرو مالي مرستې غوښتنه کړې ده.

د ایران د جګړې اړوند خبرو اترو کې د اسلام‌اباد منځګړیتوب له واشنګټن نه د اقتصادي ملاتړ ترلاسه کولو په برخه کې د دغه هېواد هیلې زیاتې کړې دي. دغه غوښتنه داسې مهال شوې، چې پاکستان هڅه کوي د څو کلونو اقتصادي کړکېچ، د بهرنیو اسعارو د زېرمو د کمښت او پر بهرنیو مرستو د تکیې له دورې وروسته خپل اقتصاد باثباته کړي.

د اسلام‌اباد په غوښتنه کې د امریکا او پاکستان د حکومتونو ترمنځ «د اسعارو د تبادلې بیې د ثبات ملاتړ لپاره د دوه‌اړخیزو اسانتیاوو» په نوم د ۱۰ مېلیارد ډالرو مالي مېکانیزم جوړول شامل دي، چې د بېرته ورکړې موده یې تر پنځو کلونو پورې غځېدای شي.

دغه غوښتنه وروسته له هغې مطرح شوې، چې پاکستان د ایران د جګړې په تړاو د خبرو اترو په منځګړیتوب کې ونډه واخیسته. د شنونکو په وینا؛ دغه رول د اسلام‌اباد ډیپلوماتیک دریځ پیاوړی کړی او د امریکا او نورو نړۍوالو شریکانو څخه د اقتصادي ملاتړ د ترلاسه کولو هیلې یې زیاتې کړې دي.

که امریکا له دې غوښتنې سره هوکړه وکړي، نو دغه مالي مېکانیزم به د پاکستان د بهرنیو اسعارو د زېرمو په زیاتېدو، پر پاکستاني روپۍ د فشار په کمښت او د څو اړخیزو پورونو پر وړاندې د دغه هېواد د اړتیا په راکمېدو کې مرسته وکړي.

خو له دې سره، سره پاکستان لاهم د نړۍوال وجهي صندوق (IMF) د ۷ مېلیارد ډالرو د مالي پروګرام تر چتر لاندې دی. د دغه پروګرام د پلي کېدو لپاره د مالیاتو لوړول، د دولتي لګښتونو کمښت او سخت اقتصادي اصلاحات شرط ګرځول شوي دي.

د امریکا خزانې وزارت د پاکستان د یادې غوښتنې په اړه څه نه‌دي ویلي او د پاکستان د مالیې وزارت هم تر اوسه د دغه راپور په اړه رسمي غبرګون نه‌دی ښودلی. د پاکستان د مالیې وزیر محمد اورنګزېب د سې‌شنبې په ورځ په واشنګټن کې د امریکا د خزانې له وزیر سکاټ بېسنټ سره په لیدنه کې وویل، دواړه خواوو د سیمې د جیوپولیټیکي بدلونونو پر وړاندې د پاکستان د اقتصاد زیان‌منېدو، نړۍوالو بازارونو ته د پاکستان د لاسرسي زیاتېدو، د بهرنیو اسعارو د زېرمو پیاوړتیا او د دغه هېواد د اعتبار درجې د ښه کولو په اړه خبرې کړې دي.

پاکستان په وروستیو کلونو کې څو ځلې د بهرنیو اسعارو له ناورین او د خپلو بهرنیو پورونو د بېرته ورکولو له ستونزو سره مخ شوی دی.

دغه هېواد په ۲۰۲۳کال کې د نړۍوال وجهي صندوق له ۳ مېلیارد ډالرو بېړنۍ مالي کڅوړې په ترلاسه کولو سره د پورونو د نه ورکړې له ګواښه وژغورل شو او وروسته یې له همدې صندوق څخه د ۷ مېلیارد ډالرو بل مالي پروګرام هم ترلاسه کړ.

له دې مرستو سره، سره د پاکستان د بهرنیو اسعارو زېرمې لاهم پر بهرني ملاتړ، د پورونو پر تمدید او د چین او سعودي عربستان په څېر د متحدو هېوادونو پر زېرمو او مالي مرستو تکیه لري.

دغه تکیه د اپرېل په میاشت کې هغه وخت څرګنده شوه، کله چې پاکستان متحده عربي اماراتو ته شاوخوا ۳.۵ مېلیارد ډالر بېرته ورکړل او په همدې مهال سعودي عربستان د ۳ مېلیارد ډالرو نوې مالي مرسته وړاندې کړه.

پاکستان هیله لري، تر ۲۰۲۶کال پورې به دومره د بهرنیو اسعارو زېرمې ولري چې د ۲۰۲۱کال پرتله باثباته مالي وضعیت ته بېرته ور وګرځي او د اسعارو د ناورین او د بهرنیو پیسو د کمښت په اړه اندېښنې یې کمې شي.

د طالبانو د سختو محدودیتونو له امله حامد کرزی ان خپل ولایت ته د سفر اجازه نه‌لري

۳۱ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۲۲ جولای ۲۰۲۶، ۰۷:۱۱ GMT+۱
100%

د افغانستان پخوانی ولسمشر حامد کرزی چې د ۲۰۲۱کال په اګست میاشت کې د جمهوریت تر پرځېدو وروسته په کابل کې پاتې شوی، د طالبانو له‌خوا تر سختو محدودیتونو لاندې دی او ان خپل ولایت ته د تګ اجازه نه‌لري.

باخبره سرچینو افغانستان انټرنشنل ته ویلي، په وروستیو میاشتو کې هغه د طالبانو له لوري له لا سختو محدودیتونو سره مخ شوی او ان د هېواد دننه د نوموړي پر سفر او سیاسي لیدنو فشارونه زیات شوي دي.
سرچینې وایي، کرزي په تېرو کلونو کې څو ځلې هڅه کړې چې خپل ولایت کندهار ته سفر وکړي او له خپلوانو، قومي مشرانو او دوستانو سره وویني؛ خو طالبان کندهار ته د هغه له تګ سره موافق نه‌دي.

د یوې سرچینې په وینا؛ طالبان اندېښنه لري که کرزی کندهار یا نورو ولایتونو ته سفر وکړي، نو د ولس له‌خوا به له پراخ هرکلي سره مخ شي او دا به د هغه سیاسي نفوذ یو ځل بیا راژوندی کړي.

سرچینه زیاتوي، چې د همدې اندېښنې له امله طالبانو د هغه ولایتي سفرونه په بشپړ ډول بند کړي او تراوسه یې اجازه نه‌ده ورکړې چې له کابل نه د هېواد کوم بل ولایت او په ځانګړې توګه کندهار ته ولاړ شي.

یوه بله سرچینه وایي، پر کرزي یوازې د سفرونو بندیز نه‌دی لګېدلی؛ بلکې د هغه پر سیاسي او ټولنیزو فعالیتونو هم محدودیتونه تر پخوا زیات شوي دي. د سرچینې په خبره؛ نوموړی د طالبانو له اجازې پرته نه‌شي کولای له کورنیو او بهرنیو شخصیتونو، ډیپلوماتانو او یا هم سیاسي مشرانو سره لیدنې وکړي او د هغه ټولې ناستې د طالبانو د امنیتي او استخباراتي ادارو تر څار لاندې ترسره کېږي.

د سرچینو په وینا؛ طالبانو په وروستیو میاشتو کې کرزی له ځینو رسمي او مذهبي مراسمو هم منع کړی و. د بېلګې په توګه د عاشورا د مراسمو په ځینو غونډو کې او دارنګه د ایران د مشر علي خامنه‌يي د جنازې په مراسمو کې د ګډون اجازه نه‌ده ورکړل شوې.

د سرچینو د معلوماتو له مخې؛ د طالبانو ځینو لوړپوړو چارواکو په بېلابېلو وختونو کې کرزي ته په ښکاره ویلي، چې باید د هېواد د سیاسي وضعیت، د نجونو د زده‌کړو، ملي ډیالوګ او نورو حساسو موضوعاتو په اړه له عامه څرګندونو ډډه وکړي.

د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته د کرزي بهرني سفرونه هم محدود شوي، په یوه پړاو کې ورباندې بشپړ سفري بندیز لګېدلی و او ان جرمني ته د سترګو د جراحۍ لپاره هم د سفر اجازه نه ورکول کېده. وروسته دغه محدودیت تر یوه بریده نرم شو او نوموړی وتوانېده، چې د روغتیایي معایناتو او محدودو لیدنو لپاره جرمني، متحده عربي اماراتو او انګلستان ته سفر وکړي؛ خو دغه سفرونه هم یوازې د طالبانو له اجازې وروسته ترسره شوي.

د سرچینو په خبره؛ د کرزي استوګنځی، لیدنې او ورځني تګ‌راتګونه هم د طالبانو تر څار لاندې دي. د هغه له کورنیو او بهرنیو مېلمنو سره لیدنې د طالبانو له همغږۍ پرته نه ترسره کېږي او د طالبانو استازي یا امنیتي کسان یې څاري.

د جرمني د کورنیو چارو وزیر: افغانستان ته د مجرمو کډوالو له اېستلو نه په شا کېږو

۳۱ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۲۲ جولای ۲۰۲۶، ۰۳:۵۲ GMT+۱
100%

د جرمني د کورنیو چارو فدرالي وزیر الکساندر دوبرینټ په ټریر ښار کې د چړې تر یوه مرګوني برید وروسته ټینګار وکړ، چې د دغه هېواد حکومت به افغانستان ته د مجرمو کډوالو د بېرته ستنولو لړۍ ته دوام ورکړي.

دوبرینټ د دوشنبې په ورځ په برلین کې وویل، افغانستان ته د کډوالو اېستل او ورته هېوادونو ته د هغوی ستنول یو اړین اقدام دی او حکومت به له دې پالیسۍ شاتګ ونه کړي. هغه زیاته کړه: «ټولنه دا حق لري، چې مجرم کډوال له هېواده واېستل شي».

د دویچه‌وېله د راپور له مخې؛ دغه څرګندونې وروسته له هغې وشوې، چې د ټریر ښار یو ۲۲ کلن محصل د چړې په برید کې ووژل شو. پولیسو د دغه برید په تړاو یو مشکوک ۲۲ کلن افغان وګړی نیولی دی.

د لومړنیو څېړنو له مخې؛ دغه کس له رواني ستونزو سره مخ و او تر دې مخکې یې د رواني درملنې په یوه مرکز کې درملنه هم کړې وه. د جرمني د کورنیو چارو وزیر دې موضوع ته په اشارې وویل، ځینې کسان چې په رواني اختلالاتو اخته وي هم درانه جرمونه ترسره کوي او ټولنه نه‌شي کولای دغه ډول وضعیت ومني.

نوموړي د هغه غوښتنو په ځواب کې چې د تورنو کسانو رواني وضعیت دې په پام کې ونیول شي وویل: «که په څرګندو ټکو ووایم، موږ د نړۍ د ټولو رواني ناروغانو او رواني زیانونو مسوول نه یو».

د اېستلو لپاره له طالبانو سره د اړیکو دوام

الکساندر دوبرینټ د جرمني د کورنیو چارو د وزیر په توګه د خپلې دندې له پیل راهیسې د کډوالۍ د سیاستونو پر سختولو او د مجرمو کډوالو پر اېستلو ټینګار کړی دی. د افغان وګړو د اېستلو بهیر اسانه کولو لپاره د جرمني حکومت له طالب چارواکو سره تخنیکي اړیکې ټینګې کړې دي.

برلین تر دې وړاندې په جرمني کې د افغانستان په سیاسي استازولیو کې د طالبانو د قونسلي برخې د دوو کارکوونکو له فعالیت سره هوکړه کړې وه او اعلان یې کړی، چې څلور نور کارکوونکي به هم ډېر ژر دغه هېواد ته واستول شي.

جرمني ټینګار کړی، چې دغه همکاري د طالبانو د حکومت د رسمیت پېژندلو معنا نه‌لري؛ بلکې یوازې د افغان وګړو لپاره د قونسلي خدمتونو وړاندې کولو او د مجرمو افغان پناه غوښتونکو د اېستلو بهیر اسانه کولو په موخه ترسره کېږي.

یونیسف په نورستان کې سېلاب‌ځپلو ته بېړني روغتیايي خدمات پیل کړل

۳۰ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۲۱ جولای ۲۰۲۶، ۲۳:۴۷ GMT+۱
100%

د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق (یونیسف) ویلي چې د خپلو شریکانو په همکارۍ یې د نورستان ولایت سېلاب‌ځپلو ته د بېړنیو روغتیايي خدمتونو، د ټپونو درملنې او بېړنۍ طبي پاملرنې لپاره ګرځنده روغتیايي کلینیک فعال کړی دی.

په افغانستان کې د یونیسف ادارې استازي تاج الدین اویوواله د سې‌شنبې په ورځ، د چنګاښ په ۳۰مه، په اېکس خواله رسنۍ کې په یوه خپاره کړي پیغام کې ویلي چې دغه ګرځنده کلینیک د سېلاب‌ځپلو کورنیو د بېړنیو روغتیايي اړتیاوو د پوره کولو لپاره جوړ شوی دی.

دغه بنسټ په یوه بل پیغام کې له هغو کورنیو سره چې د نورستان په وروستیو سېلابونو کې یې خپل عزیزان له لاسه ورکړي، خواخوږي څرګنده کړې او ویلي یې دي چې د خپلو شریکانو په همکارۍ په سیمه کې حضور لري او د زیانمنو خلکو د ملاتړ لپاره هڅې روانې دي.

د دوشنبې ورځې له غرمې وروسته د نورستان مرکز پارون ښار د سختو بارانونو او ویجاړوونکو سېلابونو شاهد و، چې خلکو ته یې پراخ ځاني او مالي زیانونه واړول.

د طالبانو د چارواکو د معلوماتو له مخې، په دغو سېلابونو کې لږ تر لږه ۲۳کسان وژل شوي او له ۱۰۰څخه ډېر نور لا هم نادرکه دي.

بلخوا، د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر (اوچا) ویلي چې په لغمان او ننګرهار ولایتونو کې هم بارانونه شوي، خو تر اوسه له دغو ولایتونو څخه د مرګ‌ژوبلې راپور نه دی ترلاسه شوی.