• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

طالبانو د بدخشان د درواز له وسلوالو غوښتي چې خپلې وسلې وسپاري

۳۱ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۲۲ جولای ۲۰۲۶، ۱۴:۰۹ GMT+۱

په بدخشان کې ځايي سرچینو افغانستان انټرنشنل ته ویلي چې طالبانو د شکي او نُسي ولسوالیو کې د یادې ډلې له ناراضي قوماندان سره د تړاو لرونکو وسله‌والو غوښتي چې ژر تر ژره خپلې وسلې وسپاري. جمعه خان فاتح له څو اوونیو کړکېچ او اختلاف وروسته کابل ته غوښتل شوی دی.

شکي او نُسي ولسوالۍ د بدخشان په درواز سیمه کې موقعیت لري او جمعه خان فاتح هم د همدې سیمې اوسېدونکی دی.

جمعه خان فاتح د اختلافونو د اوج پر مهال ویلي وو چې زرګونه وسله‌وال ځواکونه لري. هغه ته نږدې کسانو ادعا کړې چې دغه سیمه‌ییز قوماندان په نُسي ولسوالۍ کې شاوخوا درې زره او پنځه سوه جنګیالي لري او د هغه د ځواکونو د پام وړ شمېر په شکي ولسوالۍ کې هم حضور لري.

باخبره سرچینې اټکل کوي چې د جمعه خان فاتح له اړوندو ځواکونو څخه د راټولېدونکو وسلو شمېر ښايي له پنځو زرو میلو واوړي.

په همدې حال کې، راپورونه ښيي چې طالبانو په وروستیو اوونیو کې په بدخشان کې د وضعیت د مهارولو لپاره خپل ځانګړي ځواکونه او استخباراتي قطعې سیمې ته استولې دي.

د طالبانو یوې استخباراتي قطعې له شاوخوا ۱۰۰ موټرو سره په دې بهیر کې برخه اخیستې ده. ځینې سرچینې وایي د دغو پوځي خوځښتونو یوه برخه ښايي د جمعه خان فاتح د احتمالي نیولو لپاره شوې وي، خو دا موضوع په رسمي ډول نه ده تایید شوې.

په بدخشان کې اختلافونه هغه مهال زیات شول چې جمعه خان فاتح او ځواکونو یې د طالبانو د لوړپوړو چارواکو د ځینو امرونو له پلي کولو ډډه وکړه. وروسته د طالبانو د پوځ لوی درستیز فصیح‌الدین فطرت په منځګړیتوب د دې کړکېچ د حل لپاره خبرې پیل شوې او په پای کې جمعه خان فاتح له بدخشانه کابل ته ولاړ.

د دغو کړکېچونو له زیاتېدو وروسته، طالبانو د بدخشان په امنیتي او اداري جوړښت کې هم بدلونونه راوستي دي. دې ډلې په دې وروستیو کې د نُسي ولسوال او امنیه قوماندان له دندو ګوښه کړي، پر ځای یې نوي کسان ټاکلي او د جرم ولسوالۍ لپاره یې هم نوی امنیه قوماندان ګومارلی دی.

سرچینې وایي، د نُسي او شکي ولسوالیو وضعیت لا هم د طالبانو تر کلکې څارنې لاندې دی او له جمعه خان فاتح سره د تړلو ځواکونو د بې‌وسلې کولو هڅې روانې دي.

ترویج لرونکی

طالبانو د کابل او یوشمېر ولایتونو لپاره د اوبلن ګاز نوې بیې اعلان کړې
۱

طالبانو د کابل او یوشمېر ولایتونو لپاره د اوبلن ګاز نوې بیې اعلان کړې

۲

طالبانو په کندهار او نیمروز کې تر ۱۴زره کیلو ګرامه ډېر نشه‌يي توکي او انساني درمل سوځولي

۳
ستاسو روایت

طالب سرتېری: موږ ته به مشرانو توصیه کوله چې د چوکۍ جنګ دی وطن مه ورانوئ

۴

ولې غوماشې ځینې انسانان ډېر چیچي او ځینې کم؟

۵
ستاسو روایت

د کندهار صنعتکاران: د امر بالمعروف له خوا د کاریګرو نیول د تولید بهیر ټکنی کړی

•
•
•

نور کیسې

په سمنګان کې د یوه وحشي ځناور په برید کې ۱۹ کسان ټپیان شوي

۳۱ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۲۲ جولای ۲۰۲۶، ۱۳:۳۳ GMT+۱
100%

په سمنګان کې طالب چارواکو ویلي، د دغه ولایت د دره صوف پایین په ولسوالۍ کې د یوه نامعلوم داړونکي ځناور د برید له امله د ښځو او ماشومانو په ګډون له ۱۹ څخه زیات کسان ټپیان شوي دي. د طالبانو په وینا، یاد ځناور له نیول کېدو وروسته وژل شوی دی.

په سمنګان کې د طالبانو د والي دفتر افغانستان انټرنشنل ته ویلي، دغه وحشي ځناور د سې‌شنبې د شپې په شپه د دره‌صوف پایین ولسوالۍ د قره‌جنګل او اویمتان شمالک په کلیو کې پر خلکو برید کړی دی.

د طالبانو په وینا، د پېښې ټپیان د روغتیايي خدمتونو د ترلاسه کولو لپاره روغتون ته لېږدول شوي او اوس یې روغتیايي وضعیت تر څارنې لاندې دی. ځايي اوسېدونکو د دې پېښې په اړه اندېښنه ښودلې او ویلي یې دي چې دغه وحشي ځناور د کلیو یو شمېر سپي هم ژوبل کړي دي.

افغانستان انټرنشنل ته په رسېدلو انځورونو کې ښکاري چې دغه ځناور له لېوه او ګیدړ سره ورته والی لري. د رسېدلو انځورونو او معلوماتو له مخې، د پېښې ځینې قربانیان، په ځانګړي ډول ماشومان، د مخ او د بدن په نورو برخو کې سخت ټپیان شوي دي.
په افغانستان کې د ځنګلي او داړونکو حیواناتو بریدونه وخت ناوخت په غرنیو او کلیوالو سیمو کې رامنځته کېږي. دا ډول پېښې تر ډېره د ځنګلي ژوو د استوګن ځایونو بدلون، د انسانانو او وحشي ژوو د نږدې کېدو او یا هم د ناروغو حیواناتو له امله رامنځته کېږي.

طالبان وايي په هرات کې د ټاپي پروژې چارې په چټکۍ سره روانې دي

۳۱ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۲۲ جولای ۲۰۲۶، ۱۲:۵۷ GMT+۱
100%

د طالبانو د کانونو وزرات وایي، د هرات په برخه کې د ټاپي پروژې رغنیزې چارې په چټکۍ سره روانې د او تر دې مهاله ۱۲۷ کیلومتره مسیر چمتو، ۱۰۶ کیلومتره نللیکه غځول شوې او ۳۶ کیلومتره تر ځمکې لاندې خښه شوې ده.

د طالبانو د کانونو وزارت د خبرپاڼې له مخې د ټاپي پروژې لومړي کمپ ته د ۹۸ کیلومتره نللیکې لېږد بشپړ شوی دی. خبرپاڼه زیاتوي د هرات ولایت لپاره د ګازو د وېش شبکې د جوړولو په موخه له افغان شرکتونو سره خبرې روانې دي او یوې خصوصي کمپنۍ د شاوخوا ۴۲۰ میلیونه امریکایي ډالرو پانګونې ته چمتووالی ښودلی دی.

د وزرات د معلوماتو له مخې، د دې پانګونې په عملي کېدو سره به درې زره کسانو ته مستقیم او شاوخوا اویا زره نورو ته په غیر مستقیم ډول د کار زمینه برابره شي.

د ورکړل شویو معلوماتو پر بنسټ، دا مهال د ټاپي پروژه کې ۵۹۵ تنه په امنیتي، اداري او تخنیکي برخو کې پر دندو بوخت دي او د هغوی ډېره برخه د پروژې د امنیت د تامین په برخه کې فعالیت کوي.

د طالبانو د کانونو وزارت ویلي، د ټاپي پروژې له بشپړېدو وروسته به هرات د هېواد پر یوه مهم صنعتي مرکز بدل شي. د دوی په وینا، د طبیعي ګازو په رسېدو سره به زرګونه تولیدي فابریکې فعالې شي، د برېښنا د تولید ظرفیت به لوړ شي او د کیمیاوي، پتروشیمي او نورو صنعتي محصولاتو د تولید زمینه به هم برابره شي.

د ټاپي (ترکمنستان–افغانستان–پاکستان–هند) د طبیعي ګازو نللیکې پروژه له کلونو راهیسې د سیمې له مهمو اقتصادي او انرژۍ پروژو څخه ګڼل کېږي. د دې پروژې ټولیز اوږدوالی شاوخوا ۱۸۱۴ کیلومتره دی چې ۸۱۶ کیلومتره یې د افغانستان له هرات، فراه، هلمند او کندهار ولایتونو تېرېږي.

هبت الله علماوو ته: د نظام د ټینګښت لپاره همکاري وکړئ

۳۱ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۲۲ جولای ۲۰۲۶، ۱۱:۵۹ GMT+۱
100%

د طالبانو مشر مولوي هبت الله اخوندزاده د کندهار ښار او د ولسوالیو له یو شمېر دیني عالمانو او قومي مشرانو سره په غونډه کې د اسلامي نظام د ټینګښت او پیاوړتیا په اړه خبرې کړې او له علماوو یې غوښتي چې د دغه نظام په ملاتړ کې ونډه واخلي.

د طالبانو ویاند د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې مولوي هبت الله اخوندزاده د چارشنبې په ورځ په کندهار کې له یو شمېر دیني عالمانو او قومي مخورو سره د «اسلامي نظام» د استحکام او تقویې په موخه جوړه شوې غونډه کې ګډون کړی.

نوموړي په یاده غونډه کې د دین پر رسولو او د ناوړه دودونو پر مخنیوي ټینګار کړی دی.

نوموړي زیاته کړې:« اوس د شریعت د عملي کېدو او د دین د خدمت لپاره مناسب فرصت برابر شوی دی».

د خبرپاڼې له‌مخې، هبت الله دیني عالمانو ته سپارښتنه کړې چې د یادې ډلې له ادارې سره بشپړه همکاري وکړي، خلک له عبثو کارونو راوګرځوي، د زده کوونکو ښوونې او روزنې ته پاملرنه وکړي، د طالبانو فرمانونه او قوانین خلکو ته ورسوي او د هغو اهمیت ورته بیان کړي.

هبت الله یوځل بیا د طالبانو ترمنځ پر باور، اطاعت او خدمت کولو ټینګار کړی او زیاته کړې یې ده:«نن په افغانستان کې الله پاک شرعي نظام راوستلی دی او د شرعي امیر بیعت، د مسلمانانو په اتفاق او د جهاد له لارې راغلی دی، نو اوس علماء کرامو ته الله پاک ښه فرصت ورکړی دی چې دوی یو د بل سره محبت وکړي، یو پر بل اعتماد ولري، ترڅو د ښمن ستاسو په منځ کې د هیڅ ډول تفرقې اچولو موقع او ځای پیدا نکړي، کوښښ وکړئ هم خپله او هم په عامو خلکو کې د اطاعت روحیه پیاوړې کړئ ترڅو وحدت نور هم محکم شي او د فتنو دروازې بندي شي».

طالبانو ویلي، دیني عالمانو له هبت الله اخوندزاده سره خپل بیعت یو ځل بیا تازه کړ او ژمنه یې وکړه چې د یادې ډلې د حاکمیت لپاره به خپلو هڅو ته دوام ورکوي.
هبت الله اخوندزاده د تل په څېر په افغانستان کې د طبعي پېښو او په ځانګړې توګه په نورستان کې د سېلابونو د قربانیانو په اړه هېڅ یادونه نه ده کړي.

طالبان: د کډوالۍ نړیوال سازمان دې د افغان کډوالو د ستونزو په حل کې مرسته وکړي

۳۱ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۲۲ جولای ۲۰۲۶، ۱۱:۲۲ GMT+۱
100%

د طالبانو د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت چارواکي د کډوالۍ نړۍوال سازمان له استازي سره د کډوالو د ستونزو د حل او همکاریو پیاوړتیا په اړه غږېدلي دي. دواړو لوریو له راستنېدونکو سره د مرستو او د همکاریو پر دوام ټینګار کړی دی.

د طالبانو دکډوالو وزارت د معلوماتو له مخې په دې ناسته کې د سرپناه جوړولو او سرحدي سیمو کې د ستونزو د حل، د حل لارو موندلو، د همکاریو پر دوام، منظمو ناستو، له راستنېدونکو سره د مرستو او د تېرو ناستو د پرېکړو د تعقیب په اړه خبرې شوې.

د طالبانو د کډوالو وزارت د دفتر رییس سعید احمد بنوري ویلي کډوال له ستونزو سره مخ دي او مرستو ته اړتیا لري. د هغه په وینا، د وزارت مسوولیت دی چې ژر تر ژره د هغوی اړتیاوو ته رسېدنه وکړي. بنوري زیاته کړې، چې د کډوالۍ نړيوال سازمان په مرسته به د کډوالو د وضعیت د ښه والي لپاره اغېزمنې کړنلارې وړاندې شي.

وزارت ویلي د کډوالۍ نړیوال سازمان استازي هم له کډوالو سره پر خپلو مرستو ټینګار کړی او د راستنېدونکو د اړتیاوو د پوره کولو لپاره یې د ملاتړو پروګرامونو د پیل ډاډ ورکړی.

افغانستان په وروستیو میاشتو کې د ګاونډیو هېوادونو، په ځانګړې توګه ایران او پاکستان، له لوري د افغان کډوالو د پراخې بېرته ستنېدنې شاهد دی. د طالبانو حکومت او نړیوالې مرستندویه ادارې وايي، د راستنېدونکو د سرپناه، لومړنیو خدمتونو او بشري مرستو د برابرولو لپاره د همغږۍ او ملاتړ هڅې روانې دي.

طالبان وايي ۱۲۵ ټنه غیرمعیاري لمریزې هندارې یې بېرته ګرځولې دي

۳۱ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۲۲ جولای ۲۰۲۶، ۱۰:۳۹ GMT+۱
100%

د طالبانو د معیار او کیفیت ادارې ویلي، د نیمروز په بندر کې یې دڅه باندي ۱۲۵ ټنه غیرمعیاري لمریزو هندارو واردېدو مخه نیولې ده. یادې ادارې زیاته کړې دغه لمریزو هندارو له کورنیو معیارونو سره سمون نه درلود.

د طالبانو د معیار او کیفیت ادارې د چارشنبې په ورځ پر خپل اېکس پاڼه لیکلي چې یادې لمریزې تختې چې ټولیز وزن یې ۱۲۵ زره او ۷۹۰ کیلوګرامه و، په ۶ محمولو کې هېواد ته دننه شوې وې، چې د نیمروز بندر د معیار او کیفیت آمریت له لوري د کیفیت د کنټرول او اړینو تخنیکي ارزونو وروسته یادې هندارې له کورنیو معیارونو سره سمون نه درلود او بېرته ایران ته وګرځول شوې.

د طالبانو د معیار او کیفیت ادارې ویلي، د هغه توکو په کلکه مخنیوی کوي چې له کورنیو معیارونو سره سمون ونه ولري.

طالبانو تر دې وړاندې هم د تېلو، ګازو، سمینټو، او بیطریو په ګډون نور توکي هم د کورنیو معیارونو سره د سمون نه لرلو له امله بېرته ګاونډیو هېوادونو ته ور ګرځولي دي.