• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo
د ایران او منځني ختیځ کړکېچ

امریکا د پرله‌پسې یوولسم ځل لپاره پر ایران د هوایي بریدونو خبر ورکړی

۳۱ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۲۲ جولای ۲۰۲۶، ۰۱:۱۳ GMT+۱

د امریکا متحده ایالاتو مرکزي قوماندانۍ (سېنټکام) اعلان کړی چې ځواکونو یې د تهران په وخت د چهارشنبې په سهار وختي پر ۲:۳۰ بجو په ایران کې د اسلامي جمهوریت پر پوځي مواضعو د پرله پسې یوولسمې شپې لپاره بریدونه پیل کړي دي.

دغه بریدونه په سیمه کې د روانو پوځي عملیاتو د لړۍ برخه ده، چې د دواړو لوریو ترمنځ تاوتریخوالی نوي پړاو ته رسوي.

سېنټکام په خپله رسمي بیانیه کې ویلي چې دا بریدونه په سټراټیژیکو سیمو کې د امنیت د تامین په موخه ترسره کېږي. د دغې قوماندانۍ په وینا، د بریدونو اصلي هدف د هرمز په تنګي کې د سوداګریزو بېړیو پر وړاندې د اسلامي جمهوریت د ګواښونو او نظامي وړتیاوو کمول او کمزوري کول دي.

د امریکا د مرکزي قوماندانۍ د معلوماتو له مخې، دغه بریدونه په نښه شویو نظامي اهدافو باندې د دقیقو وسلو په واسطه ترسره شوي دي. امریکایي چارواکو ټینګار کړی چې دوی به د هرمز په تنګي او شاوخوا اوبو کې د نړیوالې کښتۍ چلونې د خوندیتوب لپاره خپلو هڅو او عملیاتو ته دوام ورکړي.

بل لور ته، د اسلامي جمهوریت چارواکو تر اوسه د دغو نویو بریدونو له امله د اوښتو تلفاتو او زیانونو په اړه په رسمي توګه څه نه دي ویلي.

ترویج لرونکی

طالبانو د کابل او یوشمېر ولایتونو لپاره د اوبلن ګاز نوې بیې اعلان کړې
۱

طالبانو د کابل او یوشمېر ولایتونو لپاره د اوبلن ګاز نوې بیې اعلان کړې

۲

طالبانو په کندهار او نیمروز کې تر ۱۴زره کیلو ګرامه ډېر نشه‌يي توکي او انساني درمل سوځولي

۳
ستاسو روایت

طالب سرتېری: موږ ته به مشرانو توصیه کوله چې د چوکۍ جنګ دی وطن مه ورانوئ

۴
ستاسو روایت

د کندهار صنعتکاران: د امر بالمعروف له خوا د کاریګرو نیول د تولید بهیر ټکنی کړی

۵

ولې غوماشې ځینې انسانان ډېر چیچي او ځینې کم؟

•
•
•

نور کیسې

د امریکا د جنګ وزیر: تر اوسه پورې د ایران پر جګړه ۳۷ میلیارده ډالر لګښت شوی دی

۳۱ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۲۲ جولای ۲۰۲۶، ۰۰:۱۰ GMT+۱
100%

د امریکا د جنګ وزیر پیټ هیګست د سې شنبې په ورځ اعلان وکړ چې په ایران کې د دغه هېواد د روانې جګړې لګښت تر اوسه ۳۷،۵ میلیاردو امریکایي ډالرو ته رسېدلی دی.

د نوموړي په وینا، دا شمېره د تېر عامه اټکل په پرتله نږدې اته میلیارده ډالره زیاتوالی ښيي او په دې کې د جګړې ځانګړي اړخونه او د سپټمبر تر ۳۰مې نېټې پورې د جګړې احتمالي لګښتونه شامل دي.

پیټ هیګست د واشنګټن په یوه استماعیه غونډه کې د سنا د تخصیصاتو کمېټې ته وویل چې د بېړنۍ بودیجې له زیاتوالي پرته به د امریکایي ځواکونو پوځي روزنې محدودې شي. که څه هم پنټاګون د دغه مالي لګښت د محاسبې دقیق جزییات نه دي په ډاګه کړي، خو د رویټرز د معلوماتو له مخې، د ولسمشر ډونالډ ټرمپ ادارې اټکل کړی و چې د جګړې یوازې لومړیو شپږو ورځو لږ تر لږه ۱۱.۳ میلیارده ډالره لګښت درلود.

د روانې میاشتې په پیل کې د امریکا او اسلامي جمهوریت ترمنځ نازک اوربند له ماتېدو وروسته دواړو لوریو پر یو بل ورځني بریدونه پیل کړي دي. د دغه تاوتریخوالي له امله تر اوسه په جګړه کې د وژل شویو امریکایي سرتېرو شمېر ۱۷ ته رسېدلی او د پنټاګون د معلوماتو له مخې، په دغه نښتو کې چې د فبرورۍ په وروستیو کې پیل شوې، شاوخوا ۴۳۰ امریکایي سرتېري ټپیان شوي هم دي.

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ په تېره اونۍ کې ګواښ کړی چې په ایران کې به د بریدونو ساحه پراخه کړي او په نښه شویو ځایونو کې به د انرژۍ تاسیسات او پلونه هم شامل کړي.

هغه همدارنګه د ایران د خارګ ټاپو د تېلو د مرکز د نیولو لپاره د ځمکنیو ځواکونو د استولو او د «پیکاکس ماونټین» په نوم د ځمکې لاندې د اټومي تاسیساتو د بمبارولو ګواښ وکړ او د سې شنبې په ورځ یې وویل چې امریکا به ډېر ژر دغه غره کې جوړ شوي تاسیسات له منځه یوسي.

د امریکا او اسلامي جمهوریت ترمنځ مستقیمه پوځي جګړه د تېر کال د کب له میاشتې راهیسې پیل شوې چې له ۱۹۹۱ کال راهیسې په منځني ختیځ کې تر ټولو لویه جګړه بلل کېږي. دا نښتې د دواړو هېوادونو ترمنځ په ژنیو او اسلام‌اباد کې د هستوي مذاکراتو له ماتېدو او د اسلامي جمهوریت لخوا د غني‌سازۍ د کچې له نه کمولو وروسته د واشنګټن او تهران د څلور لسیزې تر ټولو سخت بحران په پایله کې رامنځته شوې دي.

د امریکا پوځ په عراق کې د خپل وژل شوي سرتېري هویت اعلان کړ

۳۰ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۲۱ جولای ۲۰۲۶، ۲۳:۱۶ GMT+۱
100%

د امریکا پوځ اعلان وکړ چې ۳۰کلن بریدمل مایکل ایمانویل سوینټن، چې د شمالي کارولینا ایالت د فایټوېل ښار اوسېدونکی و، د عراق په اربیل هوايي اډه کې د یوې لوېدلې ایراني بریدګرې بې‌پیلوټه الوتکې د شنډولو پر مهال وژل شوی دی.

د فاکس نیوز د راپور له مخې د امریکا د جګړې وزارت ویلي، سوینټن د امریکا د پوځ د فضا او توغندیزې دفاع قوماندانۍغړی و او د یکشنبې په ورځ د یوې یوطرفه بریدګرې بې‌پیلوټه الوتکې د کنټرول شوې چاودنې د عملیاتو پر مهال ووژل شو.

د یادې پېښې د څرنګوالي په اړه څېړنې روانې دي او تر اوسه یې وروستۍ پایلې نه دي اعلان شوې.

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د دوشنبې په ورځ په خپلې «ټروت سوشل» ټولنیزې شبکې کې لیکلي: «هر ځل چې ایران یو امریکايي سرتېری ووژني، د دې کار بیه به څو برابره پرې کړي.»

ټرمپ زیاته کړې چې دا لارښوونه یې د جګړې وزیر پیټ هېګست، د ګډو ځواکونو د لوی درستیزانو د کمېټې مشر ډانیل کین او د امریکا ټولو پوځي قوماندانانو ته سپارلې ده.

د مایکل ایمانویل سوینټن له وژل کېدو سره، د ایران او امریکا د روان کړکېچ له پیل راهیسې د وژل شویو امریکايي سرتېرو شمېر ۱۷ ته رسېدلی دی. د راپورونو له مخې، په دې مرګ‌ژوبله کې هغه سرتېري هم شامل دي چې د ایراني بریدونو، پوځي الوتکو د غورځېدو او د سیمې په پوځي عملیاتو پورې اړوندو نورو پېښو کې وژل شوي دي.

ایران: پر هستوي او حساسو مرکزونو برید د جګړې د پراخېدو په مانا ګڼو

۳۰ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۲۱ جولای ۲۰۲۶، ۲۲:۲۸ GMT+۱
100%

د ایران خاتم‌الانبیاء مرکزي قرارګاه اعلان وکړ چې د اسلامي جمهوریت پر هستوي او حساسو مرکزونو د امریکا برید په سیمه کې د جګړې د پراخېدو په مانا ګڼي او د داسې برید د ترسره کېدو په صورت کې به د امریکا، د هغې د متحدانو او ملاتړو هېوادونو ټولې ګټې د ایران تر برید لاندې راشي.

د خاتم‌الانبیاء مرکزي قرارګاه د اسلامي جمهوریت تر ټولو لوړه پوځي عملیاتي قرارګاه ده او د وسله والو ځواکونو د عملیاتي ډیزاین، همغږۍ او څارنې مسوولیت پر غاړه لري. د امریکا ولسمشر، ډونالډ ټرامپ، د سې شنبې په ورځ اعلان وکړ چې د دغه هېواد پوځ به «ډېر ژر» د کلنګ گزلا غر «تر سخت برید لاندې» راولي.

ټرامپ په سپینه ماڼۍ کې په یوه مطبوعاتي ناسته کې، د کلنګ گزلا غره تاسیساتو ته په ایران کې د پاتې شویو سانتریفیوژونو د لېږدولو احتمال ته اشاره وکړه او ویې ویل: «موږ په دې اړه مستند معلومات نه لرو... خو سانتریفیوژ له هستوي موادو پرته ارزښت نه لري. د موضوع اصل هستوي مواد دي او موږ همدا تعقیبوو.»

د کلنګ گزلا غر په اصفهان ولایت کې، د نطنز هستوي تاسیساتو سویل ته په شاوخوا دوه کیلومترۍ کې موقعیت لري.

په ګویانا کې د کښتۍ ډوبېدو پېښه کې ۴۱ کسان مړه شوي

۳۰ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۲۱ جولای ۲۰۲۶، ۲۲:۰۵ GMT+۱
100%

د ګویانا هېواد ساحل ته نږدې د یوې مسافر وړونکې کښتۍ د ډوبېدو په پېښه کې ۴۱ کسان مړه شوي دي. د دغه هېواد حکومت د سې‌شنبې په ورځ اعلان وکړ چې د ژغورنې په نویو عملیاتو کې د ۱۴ نورو کسانو جسدونه له اوبو راویستل شوي دي.

د چارواکو په وینا، دغه کښتۍ د شنبې په ورځ ناوخته د ۱۷۹ سپرلۍ سره د ګویانا په ساحلي اوبو کې نسکوره شوه. د حکومت د معلوماتو له مخې، د ژغورل شویو کسانو شمېر ۷۷ ته رسېدلی دی، خو د لسګونو نورو مسافرینو د مړینې په اړه لا هم سختې اندېښنې شتون لري.

دولتي چارواکو د لومړنیو ارزونو وروسته ویلي دي چې د مسافرینو په لېست کې بې‌غوري او د کښتۍ د عملې له خوا د نشه‌يي توکو احتمالي کارول د دغه ناوړه ناورین د رامنځته کېدو اصلي لاملونه کېدای شي.

د ګویانا حکومت زیاته کړې ده چې د پېښې په سیمه کې د لادرکه شویو کسانو د موندلو لپاره ۱۶ کښتۍ ګمارل شوې دي. اوسمهال د فرانسوي او ځايي غواصانو له خوا د لټون او ژغورنې ګډ عملیات په جدي توګه دوام لري.

سي‌بي‌اېس: د ایران د توغندیزو تاکتیکونو بدلون د امریکايي ځواکونو مرګ‌ژوبله زیاته کړې

۳۰ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۲۱ جولای ۲۰۲۶، ۲۱:۰۴ GMT+۱
100%

د امریکا سي‌بي‌اېس شبکې راپور ورکړی چې په اردن کې د امریکا پر پوځي اډې د ایران توغندیز برید، چې له امله یې دوه امریکايي سرتېري وژل شوي او یو بل نادرکه شوی، د ایران د پوځي تاکتیکونو د بدلون یوه برخه ده.

د راپور له مخې، د اردن د وسله‌والو ځواکونو د لوی درستیز پخواني مرستیال قاصد محمود ویلي، ایران خپل توغندیز ټکنالوژي پرمختللې کړې او د توغندیو او بې‌پیلوټه الوتکو په ګډ استعمال یې د راداري دفاعي سیستمونو د تېروتلو وړتیا لوړه کړې ده.

د محمود په وینا، ایران لومړی د ساده توغندیو په وسیله د دښمن راداري سیستمونه منحرفوي، او وروسته پرمختللي توغندي توغوي چې د الوتنې په وروستیو ۳۰تر ۴۰ کیلومترو کې خپل مسیر بدلوي.

هغه ویلي، د مسیر دغه ناڅاپي بدلون د دفاعي سیستمونو لپاره د دغو توغندیو کشف او شنډول ډېر ستونزمن کوي او له همدې امله د بریدونو اغېزمنتیا او د احتمالي مرګ‌ژوبلې کچه لوړېږي.

سي‌بي‌اېس ویلي، دغه ارزونې داسې مهال خپرېږي چې په منځني ختیځ کې د ایران او امریکا ترمنځ پوځي کړکېچ زیات شوی او د سیمې امنیتي وضعیت لا هم ترینګلی دی.