په هرات کې یو سیمهییز مخور او پخوانی جهادي قوماندان ناپېژاندو وسلهوالو په ډزو وژلی دی

ځايي سرچینو افغانستان انټرنشنل – پښتو ته ویلي چې د هرات ولایت د اوبې ولسوالۍ یو پخوانی جهادي قوماندان «ارباب جمعهګل ساغري» د ناپېژاندو وسلهوالو په ډزو وژل شوی دی.
سرچینو د چهارشنبې په ورځ، د چنګاښ په ۳۱مه، ویلي چې جمعهګل ساغري د سېشنبې په ورځ د ولسوالۍ له مرکز څخه خپل کور ته د ستنېدو پر مهال د ناپېژاندو وسلهوالو له برید سره مخ شو او ځای پر ځای وژل شوی دی.
د سرچینو په وینا، دا پېښه د غرمې شاوخوا ۱۲:۳۰بجې په اوبې ولسوالۍ کې د طالبانو د استخباراتو دفتر ودانۍ ته نږدې ۱۰۰متری کې رامنځته شوې ده.
د معلوماتو له مخې، جمعهګل ساغري د تېر جمهوري نظام په لومړیو کلونو کې د کلات کلي د ارباب په توګه دنده ترسره کړې وه، خو څو کاله وروسته یې دا دنده پرېښې او د اوبې ولسوالۍ په بازار کې یې پلورنځی درلود.
تر اوسه د دغه سیمهییز مخور د وژنې انګېزه او عامل نه دي څرګند شوي. خو د هغه د جنازې مراسم د چهارشنبې په ورځ د چنګاښ ۳۱مه له غرمې مخکې ترسره شول.
تر اوسه د برید مسؤلیت کومې ډلې نه دی منلی او طالبانو هم په دې اړه رسمي څرګندونې نه دي کړې.
دا پېښه داسې مهال رامنځته کېږي چې طالبان د هېواد د سراسري امنیت د ټینګښت ادعا کوي، خو په وروستیو میاشتو کې د افغانستان په بېلابېلو ولایتونو کې د هدفي وژنو او د ناپېژاندو وسلهوالو د بریدونو راپورونه د امنیتي وضعیت په اړه اندېښنې زیاتې کړې دي.
