د بېځایه شویو نړۍوال سازمان د سېلاب ځپلو کورنیو لپاره د بېړنۍ نړۍوالې مرستې غوښتنه کړې

د بېځایه شویو نړۍوال سازمان په نورستان ولایت کې د وروستیو ویجاړوونکو سېلابونو له امله د ملګرو ملتونو او د سیمې له هېوادونو غوښتي، چې د سېلاب ځپلو او بېځایه شویو کورنیو د ژغورنې لپاره بېړنۍ او همغږې مرستې پیل کړي.
یادې ټولنې ویلي، چې د جولای په ۲۰مه د نورستان د مرکز پارون او شاوخوا سیمو کې ناڅاپي سېلابونو درانه مالي او ځاني زیانونه اړولي دي. د یاد بنسټ د معلوماتو له مخې؛ په دې پېښه کې لږ تر لږه ۲۳ کسان مړه شوي، ۸۰ ټپیان او تر ۱۰۰ ډېر کسان لاهم تري تم دي.
همدارنګه ګڼ کورونه، بازارونه، سړکونه، کرنیزې ځمکې، روغتیايي مرکزونه او د اوبو رسولو شبکې ویجاړې شوې دي. دغه بنسټ ویلي، چې نږدې زر کورنۍ د څښاک پاکو اوبو ته لاسرسی نهلري او د بېځایه شویو کورنیو کره شمېر لا هم نهدی روښانه.
د بېځایه شویو نړۍوال سازمان ټینګار کړی، چې سېلاب ځپلې کورنۍ یوازې خپل کورونه نه؛ بلکې د خوړو زېرمې، د عاید سرچینې، څاروي، مهم اسناد او روغتیايي خدمتونو ته لاسرسی هم له لاسه ورکړی دی.
د دغه بنسټ په وینا؛ نورستان له وړاندې هم د افغانستان له هغه ولایتونو و، چې له بېوزلۍ، سختو جغرافیایي شرایطو، کمزورو روغتیايي خدمتونو او بشري مرستو ته له ډېرې اړتیا سره مخ و او اوسني سېلابونو یې وضعیت لا پسې کړکېچن کړی دی.
یاد سازمان له ملګرو ملتونو غوښتي، چې د ژغورنې، سرپناه، خوراکي توکو، پاکو اوبو، روغتیايي خدمتونو او د زیانمنو کورنیو د ملاتړ لپاره د بېړني بشري غبرګون مشري وکړي. همدارنګه یې له هند، چین، پاکستان، ایران، د منځنۍ اسیا له هېوادونو او نورو نړۍوالو شریکانو غوښتنه کړې، چې د ژغورنې ډلې، روغتیايي تجهیزات او نورې بېړنۍ مرستې نورستان ته ولېږي.
