د نورستان سېلابونو د څښاک اوبو شبکه زیانمنه کړې او د ناروغیو خپرېدو ګواښ یې زیات کړی

د روغتیا نړۍوال سازمان ویلي، د افغانستان په ختیځ نورستان ولایت کې سېلابونو د څښاک اوبو شبکې زیانمنې کړې چې له امله یې د اوبو له لارې د لېږدېدونکو ناروغیو د خپرېدو ګواښ زیات شوی او د درملو، روغتیايي تجهیزاتو او پرمختللو روغتیايي خدمتونو کمښت د مرستو بهیر له ستونزو سره مخ کړی دی.
د دغه سازمان د راپور له مخې؛ د جولای په ۲۰مه د نورستان مرکز پارون ښار کې د سختو سېلابونو له امله کورونه، بازارونه، کرنیزې ځمکې، سړکونه او عامه تاسیسات سخت زیانمن شوي او د خلکو ژوند یې ګډوډ کړی دی.
په راپور کې راغلي، چې د افغانستان په ختیځ نورستان ولایت کې د سختو سېلابونو له امله ۲۳ کسان مړه، ۱۵ نور ټپیان او یوشمېر کسان لاهم تري تم دي. راپور زیاتوي، چې د لټون او ژغورنې عملیات لا هم روان دي او د تلفاتو شمېر د زیاتېدو احتمال شته؛ ځکه لا هم ټولو زیانمنو سیمو ته د ژغورنې ډلې نهدي رسېدلې.
د روغتیا نړۍوال سازمان ویلي، له سیمهییزو روغتیايي ادارو او همکارو بنسټونو سره په همغږۍ یې بېړني روغتیايي خدمتونه پیل کړي، ګرځنده روغتیايي ډلې یې سیمې ته استولې او روغتیايي مرکزونه یې د بېړني حالت لپاره چمتو کړي دي.
دغه سازمان پارون ته پنځه بېړني روغتیايي کټونه هم لېږلي، چې پهکې د کولرا ضد تجهیزات، د بېړنیو درملنو کټونه او د ټپيانو د جراحي وسایل شامل دي. د راپور له مخې؛ د پارون په سیمه کې یوازې یو ستر روغتیايي مرکز فعال دی او د ولسوالۍ یا ولایت په کچه روغتون نهشته، چې د سختو ټپیانو درملنه پهکې وشي.
د روغتیا نړۍوال سازمان ټینګار کړی، چې د زیانمنو خلکو لپاره بېړنۍ روغتیايي مرستې، د رواني ملاتړ خدمتونه، پاکې اوبه، لنډمهاله سرپناه او د ناروغیو د مخنیوي څار د اوسنیو اړتیاوو له مهمو لومړیتوبونو څخه دي.
