د اوچا په وینا؛ د مرستو بهیر اړوند پېښو شمېر د مئ میاشتې پرتله ۵۰ سلنه لوړ شوی دی. د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ دفتر (اوچا) په خپل تازه راپور کې ویلي، چې د جون په میاشت کې په افغانستان کې د بشري مرستو د ادارو ۱۰ کارکوونکي نیول شوي او د مرستندویه کارکوونکو پر وړاندې د مستقیم ګواښ یوه پېښه هم ثبت شوې ده.
اوچا وایي، په ټول افغانستان کې یې د بشري مرستو له بهیر سره تړلې ۶۰ پېښې ثبت کړې دي چې د مئ میاشتې پرتله د پام وړ زیاتوالی ښيي او د مرستندویه عملیاتو پر وړاندې د فشارونو د زیاتېدو څرګندونه کوي.
د راپور له مخې؛ د دغه پېښو ډېره برخه د بشري مرستو په فعالیتونو کې د طالبانو د لاسوهنې اړوند ده. له هغې وروسته د مرستندویه کارکوونکو او شتمنیو پر وړاندې تاوتریخوالی او د طالبانو لهخوا لګول شوي محدودیتونه د پېښو په دویمه درجه کې راغلي دي.
اوچا ټینګار کړی، چې د دغه پېښو ډېره برخه د افغانستان په لوېدیځو ولایتونو کې ثبت شوې او له هغې وروسته سویلي ولایتونه د پېښو له پلوه دویم ځای لري. د دغه وضعیت له امله ۲۱ مرستندویه فعالیتونه ځنډول شوي او زیانمنو سیمو ته د بشري مرستو د رسولو بهیر له جدي خنډونو سره مخ شوی دی.
د ثبت شویو لاسوهنو او محدودیتونو جزییات
د اوچا د جون میاشتې د راپور له مخې؛ د مرستندویه پروګرامونو په چارو کې د ۲۲ لاسوهنو، د ښځینه کارکوونکو پر وړاندې د ۱۳ محدودیتونو، ښځو ته د بشري مرستو د خدمتونو لاسرسي د مخنیوي ۴ پېښې، د ګومارنې په بهیر کې د ۳ لاسوهنو او د حجاب د مقرراتو د پلي کولو یوه پېښه ثبت شوې ده.
اوچا دا هم ویلي، چې په ځینو سیمو کې د ځیرکو ټیلیفونونو پر کارولو نوي محدودیتونه هم لګول شوي دي. د اوچا په وینا؛ دغه محدودیتونو د مرستندویه فعالیتونو د څار، راپور ورکولو او اړیکو پر بهیر منفي اغېز کړی او د بشري مرستو د سازمانونو عملیاتي وړتیا یې راکمه کړې ده.
اوچا خبرداری ورکړی، چې دغه محدودیتونو د بشري مرستو پر وخت رسول له ستونزو سره مخ کړي، د مرستندویه پروګرامونو څار کم شوی او زیانمنو سیمو ته د لاسرسي بهیر لا ډېر ستونزمن شوی دی.
اوچا ټینګار کړی، چې د دغه وضعیت دوام کولای شي د مرستندویه کارکوونکو ژوند له ګواښ سره مخ کړي او مېلیونونه اړمن کسان له حیاتي بشري خدماتونو بېبرخې یا د هغوی لاسرسی ورته له جدي خنډ سره مخ کړي.