د ویزو ستونزې؛ پاکستان کې افغان محصلینو ته د لیلیو د پرېښودو لپاره دوه ورځې وخت ورکړل شوی

د پاکستان د لاهور د کېنګ اېډورډ طبي پوهنتون ادارې هغه افغان محصلینو او ډاکټرانو ته چې د پوهنتون په لیلیو کې اوسېږي خبرداری ورکړی، که یې د ویزو غځولو غوښتنلیکونه ونه منل شي؛ نو باید په ۴۸ ساعتونو کې لیلیې پرېږدي.
دغه لارښوونه د هلکانو او نجونو د لیلیو د مشر له دفتره خپره شوې او پهکې ویل شوي، یوازې هغه افغان وګړي کولی شي په لیلیو کې پاتې شي چې قانوني او معتبرې ویزې ولري.
افغان محصلین وایي، چې د ویزو د غځولو غوښتنلیکونه یې له وړاندې سپارلي؛ خو تراوسه یې غوښتنې نهدي ارزول شوې او برخلیک یې لاهم ناروښانه دی. د مصطفی په نوم یو افغان محصل افغانستان انټرنشنل پښتو ته ویلي: «موږ په قانوني ډول پاکستان ته راغلي یو او خپلې زدهکړې مو د پوهنتون د اصولو له مخې روانې ساتلې دي. که د ویزو غځولو لړۍ د اداري ځنډ له امله نه ترسره کېږي؛ نو محصلین باید د دغه ځنډ قرباني نهشي».
هغه زیاتوي، چې د محصلینو لپاره د لیلیو له لاسه ورکول یوازې د استوګنې ستونزه نهده؛ بلکې د روغتونونو په عملي روزنه، بېړنیو دندو او ازموینو کې د ګډون بهیر هم اغېزمنوي. د پاکستان یو لوړپوړي چارواکي د نوم نه ښودلو په شرط ویلي، پوهنتونونو ته سپارښتنه شوې چې ډاډ ترلاسه کړي ټول بهرني محصلین د استوګنې قانوني اسناد لري او هغه کسان چې قانوني اسناد ونه لري په لیلیو کې نهشي پاتې کېدای.
په همدې حال کې د اسلاماباد او کراچۍ د پوهنتونونو د محصلینو ټولنې ویلي، یوشمېر افغان محصلین لاهم د ویزو د تمدید د پرېکړې په تمه دي؛ خو خپلو زدهکړو ته دوام ورکوي. د پوهنې چارو کارپوهانو بیا خبرداری ورکړی، چې د ویزو په غځولو کې ځنډ په ځانګړي ډول د طبي محصلینو لپاره د زدهکړو بهیر له جدي خنډ سره مخ کولای شي.
د پنجاب د روغتیا وزارت یوه چارواکي ویلي، که څه هم پوهنتونونه د کډوالۍ د قوانینو د عملي کولو مکلف دي؛ خو باید د ښوونیزو ادارو او د کډوالۍ ادارو ترمنځ همغږي رامنځته شي، څو هغه افغان محصلین چې د ویزو د تمدید غوښتنې یې لاهم تر ارزونې لاندې دي، د زدهکړو له ځنډ سره مخ نهشي.
