• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د سرغړونې له امله؛ د طالبانو عدلیې وزارت په کابل کې د معاملاتو لارښوونې اته دفترونه تړلي

۱ زمری ۱۴۰۵ - ۲۳ جولای ۲۰۲۶، ۰۹:۱۶ GMT+۱

د طالبانو عدلیې وزارت خبر ورکړی، چې د تېرې یوې میاشتې په ترڅ کې یې په کابل ښار کې د معاملاتو لارښوونې اته دفترونه د قانوني سرغړونو او ناقانونه فعالیتونو له امله تړلي دي.

د دغه وزارت په خبرپاڼه کې راغلي، چې د معاملاتو لارښوونې او عریضه لیکونکو چارو ریاست د محرم میاشتې پرمهال د کابل ښار د معلوماتو لارښوونې ۵۴ دفترونه ارزولي دي. د خبرپاڼې له مخې؛ د دغه دفترونو د ثبت کتابونه، رسمي اسناد، مهرونه، لوحې او نور اړین اسناد څېړل شوي، چې په پایله کې یې اته دفترونه تړل شوي دي.
دغه وزارت همدارنګه ویلي، چې په یاده موده کې یې ۱۷۳ کسانو ته د معاملاتو لارښوونې نوي جوازونه ورکړي او د ۵۸ نورو دفترونو جوازونه تمدید کړي دي. د دغه وزارت د معلوماتو له مخې؛ ۳۲۱ کسانو ته د معاملو د منځګړیتوب او قانوني کړنلارې په اړه روزنیز پروګرامونه هم ترسره شوي دي.
طالبانو ویلي، چې په دې موده کې یې د کورونو د کرایې او نورو معاملو په تړاو د ۹۸ ښاریانو شکایتونه هم ارزولي او څېړلي دي. د یاد وزارت په وینا؛ دغه دفترونه د سرغړونو، د فعالیت جواز نه‌لرلو یا نه‌ تمدیدولو او نورو ناقانونه فعالیتونو له امله تړل شوي دي.
وړاندې د طالبانو عدلیې وزارت خبر ورکړی و، چې د ۱۴۰۴کال په اوږدو کې یې د کابل په بېلابېلو ناحیو او ولسوالیو کې د معاملاتو لارښوونې ۲زره او ۲۴۴ دفترونه څارلي او له دې ډلې ۲۶۳ دفترونه تړل شوي دي.

ترویج لرونکی

ولې غوماشې ځینې انسانان ډېر چیچي او ځینې کم؟
۱

ولې غوماشې ځینې انسانان ډېر چیچي او ځینې کم؟

۲

له نړیوال جام څخه د ارجنټاین د اېستلو کمپاین کې له ۲۳ میلیونه ډېرو کسانو لاسلیکونه وکړل

۳

د طالبانو د هواپوهنې ادارې په ۱۰ ولایتونو کې د سختو ورښتونو او سېلابونو خبرداری ورکړی

۴
ځانګړی

سرچینې: طالبانو په جنوبي ولایتونو کې د پخوانیو سرتېرو د څار او ټیلیفوني تعقیب بهیر پیل کړی

۵
د ایران او منځني ختیځ کړکېچ

ډونالډ ټرمپ: ایران دې یا خبرو ته کښېني او یا به د جګړې له وزارت سره مخ شي

•
•
•

نور کیسې

فضل محمود فضلي: پاکستان تل د افغانانو په وژلو او د هېواد په ویجاړۍ کې ونډه لرلې ده

۱ زمری ۱۴۰۵ - ۲۳ جولای ۲۰۲۶، ۰۷:۲۰ GMT+۱
100%

د افغانستان د پخواني جمهوري نظام د چارو ادارې مشر فضل محمود فضلي په کابل کې د روږدو کسانو د درملني پر مرکز د پاکستان د برید په اړه د بښنې نړۍوال سامازمان له څېړنې هرکلی کړی. نوموړي زیاته کړې: «ښایي پاکستاني چارواکي او رسنۍ دغه راپور رد کړي؛ خو په انکار سره تاریخ نه شي بدلېدای».

فضلي زیاته کړې، د هرې هغې هڅې هرکلی کوي چې د افغانانو د کړاو د ثبت او مستندولو لپاره ترسره کېږي. د هغه په خبره؛ د افغانستان تاریخي حافظه یوازې په نړۍوالو راپورونو پورې نه‌ده تړلې.

هغه پر اېکس پاڼه کاږلي، چې پاکستان د افغانانو په وژلو او د هېواد په ویجاړۍ کې ونډه لرلې: «د افغانانو له نظره د ۱۹۷۴کال راهیسې د پاکستان مستقیمو او نیابتي سیاستونو د څه باندې یو مېلیون افغانانو په وژل کېدو او زموږ د هېواد په ویجاړېدو کې ونډه لرلې ده».

نوموړي د عدالت د ټینګښت لپاره حساب ورکول مهم ګڼلي او ویلي یې دي: «عدالت به د تبلیغاتو او یا انکار له لارې نه راځي؛ بلکې هغه مهال به ټینګ شي چې یو پیاوړی، متحد او خپلواک افغان ملت د حقیقت ساتنه وکړي او د دغه چارو مسوول کسان حساب ورکولو ته راوکاږل شي».

د بښنې نړۍوال سازمان په خپل نوي څېړنیز راپور کې اعلان کړی، چې د ۱۴۰۴کال (د کب په ۲۶مه) د کابل د روږدو کسانو د درملنې پر «امید» مرکز د پاکستان د پوځ خونړي هوايي بریدونه باید د احتمالي جنګي جرم په توګه وڅېړل شي.

د طالبانو مداخلې او لاس‌وهنې؛ اوچا وایي تېره میاشت د دوی ۱۰ کارکوونکي نیول شوي دي

۱ زمری ۱۴۰۵ - ۲۳ جولای ۲۰۲۶، ۰۵:۳۰ GMT+۱
100%

د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ دفتر (اوچا) ویلي، د جون په میاشت کې په مرستندویه پروګرامونو کې د طالبانو مداخلې، لاسوهنې، د مرستندویه ادارو د کارکوونکو نیول او د بشري مرستو پر فعالیتونو لګول شوي محدودیتونه د پام وړ زیات شوي دي.

د اوچا په وینا؛ د مرستو بهیر اړوند پېښو شمېر د مئ میاشتې پرتله ۵۰ سلنه لوړ شوی دی. د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ دفتر (اوچا) په خپل تازه راپور کې ویلي، چې د جون په میاشت کې په افغانستان کې د بشري مرستو د ادارو ۱۰ کارکوونکي نیول شوي او د مرستندویه کارکوونکو پر وړاندې د مستقیم ګواښ یوه پېښه هم ثبت شوې ده.

اوچا وایي، په ټول افغانستان کې یې د بشري مرستو له بهیر سره تړلې ۶۰ پېښې ثبت کړې دي چې د مئ میاشتې پرتله د پام وړ زیاتوالی ښيي او د مرستندویه عملیاتو پر وړاندې د فشارونو د زیاتېدو څرګندونه کوي.

د راپور له مخې؛ د دغه پېښو ډېره برخه د بشري مرستو په فعالیتونو کې د طالبانو د لاسوهنې اړوند ده. له هغې وروسته د مرستندویه کارکوونکو او شتمنیو پر وړاندې تاوتریخوالی او د طالبانو له‌خوا لګول شوي محدودیتونه د پېښو په دویمه درجه کې راغلي دي.

اوچا ټینګار کړی، چې د دغه پېښو ډېره برخه د افغانستان په لوېدیځو ولایتونو کې ثبت شوې او له هغې وروسته سویلي ولایتونه د پېښو له پلوه دویم ځای لري. د دغه وضعیت له امله ۲۱ مرستندویه فعالیتونه ځنډول شوي او زیانمنو سیمو ته د بشري مرستو د رسولو بهیر له جدي خنډونو سره مخ شوی دی.

د ثبت شویو لاسوهنو او محدودیتونو جزییات

د اوچا د جون میاشتې د راپور له مخې؛ د مرستندویه پروګرامونو په چارو کې د ۲۲ لاسوهنو، د ښځینه کارکوونکو پر وړاندې د ۱۳ محدودیتونو، ښځو ته د بشري مرستو د خدمتونو لاسرسي د مخنیوي ۴ پېښې، د ګومارنې په بهیر کې د ۳ لاسوهنو او د حجاب د مقرراتو د پلي کولو یوه پېښه ثبت شوې ده.

اوچا دا هم ویلي، چې په ځینو سیمو کې د ځیرکو ټیلیفونونو پر کارولو نوي محدودیتونه هم لګول شوي دي. د اوچا په وینا؛ دغه محدودیتونو د مرستندویه فعالیتونو د څار، راپور ورکولو او اړیکو پر بهیر منفي اغېز کړی او د بشري مرستو د سازمانونو عملیاتي وړتیا یې راکمه کړې ده.

اوچا خبرداری ورکړی، چې دغه محدودیتونو د بشري مرستو پر وخت رسول له ستونزو سره مخ کړي، د مرستندویه پروګرامونو څار کم شوی او زیانمنو سیمو ته د لاسرسي بهیر لا ډېر ستونزمن شوی دی.

اوچا ټینګار کړی، چې د دغه وضعیت دوام کولای شي د مرستندویه کارکوونکو ژوند له ګواښ سره مخ کړي او مېلیونونه اړمن کسان له حیاتي بشري خدماتونو بې‌برخې یا د هغوی لاسرسی ورته له جدي خنډ سره مخ کړي.

د امریکا د جګړې وزیر: د ایران په اړه زموږ تګلاره د افغانستان له احمقانه جګړې سره توپیر لري

۱ زمری ۱۴۰۵ - ۲۳ جولای ۲۰۲۶، ۰۳:۳۹ GMT+۱
100%

د امریکا د جګړې وزیر پیټ هېګسېت وایي، واشنګټن نه غواړي د ایران جګړه د پخوا په څېر د «افغانستان او عراق د احمقانه جګړو» په بڼه پر مخ یوسي. هېګسېت وویل، تراوسه په ایران کې جګړې امریکا ته تر ۳۷ مېلیارد ډالرو ډېر لګښت اړولی.

د نوموړي‌ په خبره؛ د پوځي عملیاتو د دوام لپاره به ۷۰ مېلیارد ډالره نورې اضافي بودجې ته هم اړتیا وي. د امریکا د جګړې وزیر دغه څرګندونې هغو نیوکو ته په ځواب کې وکړې، چې ګواکې امریکا ښايي د افغانستان او عراق د جګړو په څېر یوې اوږدمهاله جګړې ته ننوځي.

هغه وویل، د امریکا موخه له دې جګړې څخه په ایران کې د ټولنې جوړول یا د نظام بدلول نه‌دي؛ بلکې تمرکز یې د تهران د اټومي وسلو د ترلاسه کولو پر مخنیوي دی. ښاغلي هېګسېت وویل: «زموږ نسل ولیدل، چې دواړه ګوندونو هڅه وکړه په افغانستان او عراق کې دغه ټولنې د امریکايي بېلګې له مخې ورغوي او بدلې کړي؛ خو دغه کار د زرګونه کسانو د ژوند په بیه ډېر دروند تاوان درلود».

د امریکا د جګړې وزیر زیاته کړه، چې په عراق او افغانستان کې زرګونه نارینه او ښځې ووژل شوې او د قربانیانو شمېر لسګونه زرو ته ورسېد. پیټ هېګسېت وویل: «ولسمشر ټرمپ ویلي و، چې موږ به بیا هېڅکله داسې احمقانه جګړو ته داخل نه‌شو او تراوسه یې هم همداسې کړي دي».

هغه ټینګار وکړ، چې واشنګټن د ایراني ټولنې د بیا جوړولو هڅه نه‌کوي؛ بلکې غواړي ډاډ ترلاسه کړي چې ایران هیڅکله د اټومي وسلې جوړولو لاره ونه مومي. ښاغلي هېګسېت په غونډه کې د خپلو خبرو پر دوام وویل، تراوسه د ایران جګړې امریکا ته تر ۳۷ مېلیارد ډالرو ډېر لګښت اړولی او حکومت له کانګرس نه د پوځي عملیاتو د دوام او د پوځ د اړتیاوو پوره کولو لپاره د شاوخوا ۷۰ مېلیارد ډالرو اضافي بودجې غوښتنه کړې ده.

د امریکا د جګړې وزیر دغه مالي غوښتنه د پنټاګون د بېړنیو اړتیاوو یوه برخه وبلله او ویې ویل، که دغه مالي سرچینې برابرې نه‌شي د امریکا پوځ به د تجهیزاتو او پوځي عملیاتو په برخه کې له جدي کمښت سره مخ شي.

هغه زیاته کړه، چې دغه بودجه د ډونالډ ټرمپ د ۱.۵ ټرېلیون ډالرو د دفاعي بودجې له وړاندیز سره یوځای د امریکا د پوځ لپاره یوه اوږدمهاله پانګونه ګڼل کېږي.
د ډیموکراټ ګوند سناتوره او د سنا د بودجې د تخصیص کمېټې مخکښې غړې پیټي موري وویل، چې د ایران جګړه «یو ځل بیا له کنټروله د وتلو په حال کې ده». هغې وپوښتل په داسې حال کې چې ولسمشر ټرمپ مخکې ویلي و، هوکړه نږدې ده او جګړه به ژر پای ته ورسېږي اوس ولې حکومت د ۷۰ مېلیارد ډالرو اضافي بودجې غوښتنه کوي؟
د جمهوري غوښتونکو د بودجې د وړاندیز ډېره برخه د جګړې اړوندو لګښتونو ته ځانګړې شوې او ټاکل شوې، چې د «بودجوي مصالحې» په نوم د یوه ځانګړي بهیر له لارې تصویب شي. جمهوري غوښتونکو پخوا د ډونالډ ټرمپ د مالیې کمولو او ځینې دفاعي لګښتونو د تصویب لپاره ورته پروسه کارولې ده.

ځینو محافظه کاره جمهوري غوښتونکو هم غوښتنه کړې، چې د جګړې نوي لګښتونه دې د حکومت په نورو برخو کې د کمښت له لارې جبران شي.

طالبانو په پروان کې ۷ کسان د نشه‌يي توکو د کاروبار په تړاو نیولي

۱ زمری ۱۴۰۵ - ۲۳ جولای ۲۰۲۶، ۰۲:۰۱ GMT+۱
100%

د پروان ولایت لپاره د طالبانو د امنیه قومندانۍ مسوولین وايي، په مرکز او ولسوالیو کې په اوو بېلابېلو عملیاتو کې ۷ کسان د نشه‌يي توکو د ساتنې او خرڅلاو په تړاو نیولي دي. د یوه بل خبر له‌مخې، په همدې ولایت کې د یوې ټرافیکي پېښې له امله یو کس مړ او ۳ نور ټپيان شوي دي.

د پروان ولایت لپاره د طالبانو د امنیه قومندانۍ د چهارشنبې په ورځ (د چنګاښ ۳۱مه) د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، د دغې قومندانۍ د نشه‌يي توکو پر وړاندې د مبارزې مدیریت په چاریکار ښار او همداراز بګرام او سیدخېل ولسوالیو کې په اوو عملیاتو کې ۷ کسان د نشه‌يي توکو د ساتنې او خرڅلاو په تړاو نیولي دي.

په خبرپاڼه کې راغلي، له یادو کسانو یوه اندازه چرس او نشه‌ کوونکي تابلېټونه هم ترلاسه شوي دي.

خبرپاڼه کاږي، په تېرو لسو ورځو کې د سیدخېل ولسوالۍ په بېلابېلو سیمو کې ۳۹ زره او ۸۶۵ متر مربع ځمکه هم د چرسو له بوټي پاکې کړې دي.

100%

د یوه بل خبر له‌مخې، د دغه ولایت د مرکز اړوند په قلعه خواجه سیمه کې یو موټر له خپل اصلي مسیر څخه منحرف شو او له امله یې یو لاروی ځای پر ځای مړ شو او ۳ نور ټپيان شوي. سرچینې د یوه ټپي روغتیايي وضعیت ډېر نازک ښودلی دی.

ویل کېږي په دې پېښه کې ۳ نور موټر هم زیانمن شوي دي.

روسیه د افغانستان د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو د مرکزونو په تجهیز کې خپلې همکارۍ پراخوي

۱ زمری ۱۴۰۵ - ۲۳ جولای ۲۰۲۶، ۰۱:۳۹ GMT+۱
100%

د روسیې د التای پوهنتون یوه پلاوي د طالبانو د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې له رييس سره په کتنه کې وویل، روسیه چمتو ده، چې د افغانستان د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو مرکزونو د تجهیز او تمویل په برخو کې خپلې همکارۍ لا پراخې کړي.

د طالبانو د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې د چهارشنبې په ورځ (د چنګاش ۳۱مه) د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، د روسیې د التای پیداګوژیک پوهنتون مرستیال یوګني ویکتوروویچ کایګورودوف او همدارنګه په افغانستان کې د روسیې د علومو او کلتور د مرکز رییس سرګي استوپاچوف له غلام حیدر شهامت سره په کتنه کې د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو په برخه کې د افغانستان او روسیې ترمنځ د تخنيکي او ښوونیزو همکاریو د پراختیا او پیاوړتیا په تړاو خبرې وکړې.

د خبرپاڼې له‌مخې، د التای پوهنتون مرستیال په دې کتنه کې څرګنده کړه: «روسیه چمتو ده، چې د افغانستان د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو مرکزونو د تجهیز او تمویل په برخه کې خپلې همکارۍ لا پراخې کړي».

نوموړي همدارنګه د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو د مرکزونو استادانو او زده‌کوونکو ته روسیې هېواد ته د علمي سفرونو د زمینې برابرولو ډاډ هم ورکړ.

غلام حیدر شهامت هم په دې کتنه کې د افغانستان او روسیې ترمنځ علمي همکارۍ مهمې وبللې او د دغو همکاریو د لا پیاوړتیا او پراختیا هرکلی یې وکړ او همداراز د همکاریو د لا پیاوړتیا لپاره د دغه ډول ناستو پر دوام هم ټينګار وشو.