• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د برېښنا له پرچاوۍ شکایتونه؛ برېښنا شرکت وایي افغانستان ۴زره مېګاواټه برېښنا ته اړتیا لري

۱ زمری ۱۴۰۵ - ۲۳ جولای ۲۰۲۶، ۰۷:۱۸ GMT+۱

په بېلابېلو ولایتونو کې د برېښنا د دوامدارې پرچاوۍ په اړه تر شکایتونو وروسته د طالبانو تر واک لاندې د افغانستان برېښنا شرکت ویاند محمد صادق حقپرست ویلي، افغانستان ۴زره مېګاواټه برېښنا ته اړتیا لري؛ خو دامهال یاد شرکت په شبکه کې تر ۷۵۰ مېګاواټه برېښنا لري.

د هغه په وینا؛ د برېښنا د پرچاوۍ دویم لوی لامل د ګرمۍ په موسم کې د برېښنا پراخه کارونه ده. نوموړي زیاته کړې:« د برېښنا د پرچاوۍ درېیم اصلي لامل موږ ته له جمهوریت نه په میراث د راپاتې شبکې کمزوری کیفیت دی. د بېلګې په توګه که په یوې سیمه کې د پنځه مېګاواټه مزي اړتیا وه، هلته د درې مېګاواټه برېښنا مزی غځېدلی دی».
هغه وړاندې وایي، د برېښنا د کمښت بل لامل د نفوس زیاتوالی دی چې په وروستیو کلونو کې سلګونه زره کډوال بېرته افغانستان ته ستانه شوي دي. هغه وایي، د دغه ستونزې د حل لپاره دامهال ۱۷ پروژې تر کار لاندې دي.
په افغانستان او بیا په ځانګړې توګه په کابل کې د هوا له ګرمېدو سره هم‌مهاله، د برېښنا دوامداره پرچاویو کابل مېشتي اندېښمن کړي دي. که څه هم د طالبانو حکومت په وار، وار ویلي، هڅه کوي چې د برېښنا ستونزه او په ځانګړي ډول د دوبي په رارسېدو د کابل ښار د برېښنا د کمښت ستونزه حل کړي؛ خو د کابل اوسېدونکي وايي، چې سږ دوبی یې د برېښنا د دوامداره پرچاوۍ له کبله له کړاوه ډک تېرېږي.
افغانستان نږدې ۸۰ سلنه برېښنا له ازبکستان، تاجکستان، ترکمنستان او ایران نه واردوي، چې په یادو هېوادونو کې د اړتیا پرمهال افغانستان ته د برېښنا په کچه کې د پام وړ کموالی راځي.

تر دې وړاندې د ملګرو ملتونو پراختیايي پروګرام او نړۍوال بانک راپور ورکړی و، چې د طالبانو له واکمنېدو وروسته په افغانستان کې سیاسي کړکېچ د انرژۍ په برخه کې پانګونه په پراخه کچه کمه کړې او په پایله کې یې په افغانستان کې د برېښنا د برابرولو ستونزې نورې هم ډېرې شوې دي.

ترویج لرونکی

ولې غوماشې ځینې انسانان ډېر چیچي او ځینې کم؟
۱

ولې غوماشې ځینې انسانان ډېر چیچي او ځینې کم؟

۲

له نړیوال جام څخه د ارجنټاین د اېستلو کمپاین کې له ۲۳ میلیونه ډېرو کسانو لاسلیکونه وکړل

۳

د طالبانو د هواپوهنې ادارې په ۱۰ ولایتونو کې د سختو ورښتونو او سېلابونو خبرداری ورکړی

۴
ځانګړی

سرچینې: طالبانو په جنوبي ولایتونو کې د پخوانیو سرتېرو د څار او ټیلیفوني تعقیب بهیر پیل کړی

۵
د ایران او منځني ختیځ کړکېچ

ډونالډ ټرمپ: ایران دې یا خبرو ته کښېني او یا به د جګړې له وزارت سره مخ شي

•
•
•

نور کیسې

د طالبانو مداخلې او لاس‌وهنې؛ اوچا وایي تېره میاشت د دوی ۱۰ کارکوونکي نیول شوي دي

۱ زمری ۱۴۰۵ - ۲۳ جولای ۲۰۲۶، ۰۵:۳۰ GMT+۱
100%

د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ دفتر (اوچا) ویلي، د جون په میاشت کې په مرستندویه پروګرامونو کې د طالبانو مداخلې، لاسوهنې، د مرستندویه ادارو د کارکوونکو نیول او د بشري مرستو پر فعالیتونو لګول شوي محدودیتونه د پام وړ زیات شوي دي.

د اوچا په وینا؛ د مرستو بهیر اړوند پېښو شمېر د مئ میاشتې پرتله ۵۰ سلنه لوړ شوی دی. د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ دفتر (اوچا) په خپل تازه راپور کې ویلي، چې د جون په میاشت کې په افغانستان کې د بشري مرستو د ادارو ۱۰ کارکوونکي نیول شوي او د مرستندویه کارکوونکو پر وړاندې د مستقیم ګواښ یوه پېښه هم ثبت شوې ده.

اوچا وایي، په ټول افغانستان کې یې د بشري مرستو له بهیر سره تړلې ۶۰ پېښې ثبت کړې دي چې د مئ میاشتې پرتله د پام وړ زیاتوالی ښيي او د مرستندویه عملیاتو پر وړاندې د فشارونو د زیاتېدو څرګندونه کوي.

د راپور له مخې؛ د دغه پېښو ډېره برخه د بشري مرستو په فعالیتونو کې د طالبانو د لاسوهنې اړوند ده. له هغې وروسته د مرستندویه کارکوونکو او شتمنیو پر وړاندې تاوتریخوالی او د طالبانو له‌خوا لګول شوي محدودیتونه د پېښو په دویمه درجه کې راغلي دي.

اوچا ټینګار کړی، چې د دغه پېښو ډېره برخه د افغانستان په لوېدیځو ولایتونو کې ثبت شوې او له هغې وروسته سویلي ولایتونه د پېښو له پلوه دویم ځای لري. د دغه وضعیت له امله ۲۱ مرستندویه فعالیتونه ځنډول شوي او زیانمنو سیمو ته د بشري مرستو د رسولو بهیر له جدي خنډونو سره مخ شوی دی.

د ثبت شویو لاسوهنو او محدودیتونو جزییات

د اوچا د جون میاشتې د راپور له مخې؛ د مرستندویه پروګرامونو په چارو کې د ۲۲ لاسوهنو، د ښځینه کارکوونکو پر وړاندې د ۱۳ محدودیتونو، ښځو ته د بشري مرستو د خدمتونو لاسرسي د مخنیوي ۴ پېښې، د ګومارنې په بهیر کې د ۳ لاسوهنو او د حجاب د مقرراتو د پلي کولو یوه پېښه ثبت شوې ده.

اوچا دا هم ویلي، چې په ځینو سیمو کې د ځیرکو ټیلیفونونو پر کارولو نوي محدودیتونه هم لګول شوي دي. د اوچا په وینا؛ دغه محدودیتونو د مرستندویه فعالیتونو د څار، راپور ورکولو او اړیکو پر بهیر منفي اغېز کړی او د بشري مرستو د سازمانونو عملیاتي وړتیا یې راکمه کړې ده.

اوچا خبرداری ورکړی، چې دغه محدودیتونو د بشري مرستو پر وخت رسول له ستونزو سره مخ کړي، د مرستندویه پروګرامونو څار کم شوی او زیانمنو سیمو ته د لاسرسي بهیر لا ډېر ستونزمن شوی دی.

اوچا ټینګار کړی، چې د دغه وضعیت دوام کولای شي د مرستندویه کارکوونکو ژوند له ګواښ سره مخ کړي او مېلیونونه اړمن کسان له حیاتي بشري خدماتونو بې‌برخې یا د هغوی لاسرسی ورته له جدي خنډ سره مخ کړي.

د امریکا د جګړې وزیر: د ایران په اړه زموږ تګلاره د افغانستان له احمقانه جګړې سره توپیر لري

۱ زمری ۱۴۰۵ - ۲۳ جولای ۲۰۲۶، ۰۳:۳۹ GMT+۱
100%

د امریکا د جګړې وزیر پیټ هېګسېت وایي، واشنګټن نه غواړي د ایران جګړه د پخوا په څېر د «افغانستان او عراق د احمقانه جګړو» په بڼه پر مخ یوسي. هېګسېت وویل، تراوسه په ایران کې جګړې امریکا ته تر ۳۷ مېلیارد ډالرو ډېر لګښت اړولی.

د نوموړي‌ په خبره؛ د پوځي عملیاتو د دوام لپاره به ۷۰ مېلیارد ډالره نورې اضافي بودجې ته هم اړتیا وي. د امریکا د جګړې وزیر دغه څرګندونې هغو نیوکو ته په ځواب کې وکړې، چې ګواکې امریکا ښايي د افغانستان او عراق د جګړو په څېر یوې اوږدمهاله جګړې ته ننوځي.

هغه وویل، د امریکا موخه له دې جګړې څخه په ایران کې د ټولنې جوړول یا د نظام بدلول نه‌دي؛ بلکې تمرکز یې د تهران د اټومي وسلو د ترلاسه کولو پر مخنیوي دی. ښاغلي هېګسېت وویل: «زموږ نسل ولیدل، چې دواړه ګوندونو هڅه وکړه په افغانستان او عراق کې دغه ټولنې د امریکايي بېلګې له مخې ورغوي او بدلې کړي؛ خو دغه کار د زرګونه کسانو د ژوند په بیه ډېر دروند تاوان درلود».

د امریکا د جګړې وزیر زیاته کړه، چې په عراق او افغانستان کې زرګونه نارینه او ښځې ووژل شوې او د قربانیانو شمېر لسګونه زرو ته ورسېد. پیټ هېګسېت وویل: «ولسمشر ټرمپ ویلي و، چې موږ به بیا هېڅکله داسې احمقانه جګړو ته داخل نه‌شو او تراوسه یې هم همداسې کړي دي».

هغه ټینګار وکړ، چې واشنګټن د ایراني ټولنې د بیا جوړولو هڅه نه‌کوي؛ بلکې غواړي ډاډ ترلاسه کړي چې ایران هیڅکله د اټومي وسلې جوړولو لاره ونه مومي. ښاغلي هېګسېت په غونډه کې د خپلو خبرو پر دوام وویل، تراوسه د ایران جګړې امریکا ته تر ۳۷ مېلیارد ډالرو ډېر لګښت اړولی او حکومت له کانګرس نه د پوځي عملیاتو د دوام او د پوځ د اړتیاوو پوره کولو لپاره د شاوخوا ۷۰ مېلیارد ډالرو اضافي بودجې غوښتنه کړې ده.

د امریکا د جګړې وزیر دغه مالي غوښتنه د پنټاګون د بېړنیو اړتیاوو یوه برخه وبلله او ویې ویل، که دغه مالي سرچینې برابرې نه‌شي د امریکا پوځ به د تجهیزاتو او پوځي عملیاتو په برخه کې له جدي کمښت سره مخ شي.

هغه زیاته کړه، چې دغه بودجه د ډونالډ ټرمپ د ۱.۵ ټرېلیون ډالرو د دفاعي بودجې له وړاندیز سره یوځای د امریکا د پوځ لپاره یوه اوږدمهاله پانګونه ګڼل کېږي.
د ډیموکراټ ګوند سناتوره او د سنا د بودجې د تخصیص کمېټې مخکښې غړې پیټي موري وویل، چې د ایران جګړه «یو ځل بیا له کنټروله د وتلو په حال کې ده». هغې وپوښتل په داسې حال کې چې ولسمشر ټرمپ مخکې ویلي و، هوکړه نږدې ده او جګړه به ژر پای ته ورسېږي اوس ولې حکومت د ۷۰ مېلیارد ډالرو اضافي بودجې غوښتنه کوي؟
د جمهوري غوښتونکو د بودجې د وړاندیز ډېره برخه د جګړې اړوندو لګښتونو ته ځانګړې شوې او ټاکل شوې، چې د «بودجوي مصالحې» په نوم د یوه ځانګړي بهیر له لارې تصویب شي. جمهوري غوښتونکو پخوا د ډونالډ ټرمپ د مالیې کمولو او ځینې دفاعي لګښتونو د تصویب لپاره ورته پروسه کارولې ده.

ځینو محافظه کاره جمهوري غوښتونکو هم غوښتنه کړې، چې د جګړې نوي لګښتونه دې د حکومت په نورو برخو کې د کمښت له لارې جبران شي.

طالبانو په پروان کې ۷ کسان د نشه‌يي توکو د کاروبار په تړاو نیولي

۱ زمری ۱۴۰۵ - ۲۳ جولای ۲۰۲۶، ۰۲:۰۱ GMT+۱
100%

د پروان ولایت لپاره د طالبانو د امنیه قومندانۍ مسوولین وايي، په مرکز او ولسوالیو کې په اوو بېلابېلو عملیاتو کې ۷ کسان د نشه‌يي توکو د ساتنې او خرڅلاو په تړاو نیولي دي. د یوه بل خبر له‌مخې، په همدې ولایت کې د یوې ټرافیکي پېښې له امله یو کس مړ او ۳ نور ټپيان شوي دي.

د پروان ولایت لپاره د طالبانو د امنیه قومندانۍ د چهارشنبې په ورځ (د چنګاښ ۳۱مه) د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، د دغې قومندانۍ د نشه‌يي توکو پر وړاندې د مبارزې مدیریت په چاریکار ښار او همداراز بګرام او سیدخېل ولسوالیو کې په اوو عملیاتو کې ۷ کسان د نشه‌يي توکو د ساتنې او خرڅلاو په تړاو نیولي دي.

په خبرپاڼه کې راغلي، له یادو کسانو یوه اندازه چرس او نشه‌ کوونکي تابلېټونه هم ترلاسه شوي دي.

خبرپاڼه کاږي، په تېرو لسو ورځو کې د سیدخېل ولسوالۍ په بېلابېلو سیمو کې ۳۹ زره او ۸۶۵ متر مربع ځمکه هم د چرسو له بوټي پاکې کړې دي.

100%

د یوه بل خبر له‌مخې، د دغه ولایت د مرکز اړوند په قلعه خواجه سیمه کې یو موټر له خپل اصلي مسیر څخه منحرف شو او له امله یې یو لاروی ځای پر ځای مړ شو او ۳ نور ټپيان شوي. سرچینې د یوه ټپي روغتیايي وضعیت ډېر نازک ښودلی دی.

ویل کېږي په دې پېښه کې ۳ نور موټر هم زیانمن شوي دي.

روسیه د افغانستان د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو د مرکزونو په تجهیز کې خپلې همکارۍ پراخوي

۱ زمری ۱۴۰۵ - ۲۳ جولای ۲۰۲۶، ۰۱:۳۹ GMT+۱
100%

د روسیې د التای پوهنتون یوه پلاوي د طالبانو د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې له رييس سره په کتنه کې وویل، روسیه چمتو ده، چې د افغانستان د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو مرکزونو د تجهیز او تمویل په برخو کې خپلې همکارۍ لا پراخې کړي.

د طالبانو د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې د چهارشنبې په ورځ (د چنګاش ۳۱مه) د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، د روسیې د التای پیداګوژیک پوهنتون مرستیال یوګني ویکتوروویچ کایګورودوف او همدارنګه په افغانستان کې د روسیې د علومو او کلتور د مرکز رییس سرګي استوپاچوف له غلام حیدر شهامت سره په کتنه کې د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو په برخه کې د افغانستان او روسیې ترمنځ د تخنيکي او ښوونیزو همکاریو د پراختیا او پیاوړتیا په تړاو خبرې وکړې.

د خبرپاڼې له‌مخې، د التای پوهنتون مرستیال په دې کتنه کې څرګنده کړه: «روسیه چمتو ده، چې د افغانستان د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو مرکزونو د تجهیز او تمویل په برخه کې خپلې همکارۍ لا پراخې کړي».

نوموړي همدارنګه د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو د مرکزونو استادانو او زده‌کوونکو ته روسیې هېواد ته د علمي سفرونو د زمینې برابرولو ډاډ هم ورکړ.

غلام حیدر شهامت هم په دې کتنه کې د افغانستان او روسیې ترمنځ علمي همکارۍ مهمې وبللې او د دغو همکاریو د لا پیاوړتیا او پراختیا هرکلی یې وکړ او همداراز د همکاریو د لا پیاوړتیا لپاره د دغه ډول ناستو پر دوام هم ټينګار وشو.

طالبانو له یوناما وغوښتل چې کډوالو ته د بنسټیزو خدمتونو د برابرولو برخه کې مرستې راجلب کړي

۱ زمری ۱۴۰۵ - ۲۳ جولای ۲۰۲۶، ۰۰:۵۸ GMT+۱
100%

د طالبانو د کور او ښار جوړولو وزیر نجیب‌الله حقاني د یوناما له مرستیال او د بشري مرستو له همغږي کوونکي برونو جورج لیمارکیس سره کتنه کې له هغه وغوښتل، چې کډوالو ته د اسانتیاوو د برابرولو لپاره د بېلابېلو پروژو د عملي کول په موخه د نړۍوالو مرستو د راجلبولو په برخو کې همکاري وکړي.

د طالبانو د کور او ښار جوړولو وزارت د چهارشنبې په ورځ (د چنګاښ ۳۱مه) د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، نجیب‌الله حقاني په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د مرستندویه پلاوي (یوناما) له مرستیال او د بشري مرستو له همغږي کوونکي برونو جورج لیمارکیس سره په کتنه کې د کابل ښار د ماسټر پلان، د نوي کابل ښار او د کډوالو د د دایمي مېشتېدنې په برخو کې د ترسره شویو اقداماتو په اړه معلومات ورکړل او زیاته یې کړه: «په تېرو څو میاشتو کې راستنېدونکو کډوالو ته نږدې اویا زره د استوګنې نمرې وېشل شوې دي».

حقاني د کډوالو لپاره د سرپناه ترڅنګ د ښوونځیو، سړکونو، د پاکو اوبو شبکو او نورو بنسټیزو خدمتونو پر برابرولو له ټينګار سربېره د یوناما له مرستیال څخه وغوښتل، چې په همغږۍ سره د دغو پروژو د عملي کېدو او د نړیوالو مرستو د جلب لپاره همکاري وکړي.

د یوناما مرستیال برونو جورج لیمارکیس په دې کتنه کې وویل، د راستنېدونکو کډوالو لپاره د سرپناه، د پاکو اوبو د شبکو، استوګنیزو ښارګوټو او ښاري پلان جوړولو په برخو کې د همکاریو پراخولو ته چمتو دي.

دا په داسې حال کې ده، چې ګاونډیو هېوادونو په ځانګړې توګه پاکستان په دې وروستیو کې د افغان کډوالو د ځورونې تر څنګ د اېستنې بهیر چټک کړی او هره ورځ زرګونه کسان له ډیورند کرښې اړوي.

طالبانو ویلي، چې د دوی د حاکمیت له پیل سره سم، شاوخوا ۸ میلیونه افغان کډوال بېرته افغانستان ته ستانه او یا هم ستانه کړای شوي، نو د شنونکو په وینا، د ستانه شویو ۸ میلیونه کډوالو پر تله نږدې ۷۰ زره کډوالو ته د استوګنې نمرو وېشنه په نشت حساب ده.

د یادونې وړ ده، چې په دې وروستیو کې له ګاونډیو هېوادونو د افغانانو د جبري اېستنې بهیر زور اخیستی او په پاکستان او ایران کې مېشت افغانان د ځايي پولیسو له ناوړه چلنده شکایت لري او له اړوندو نړۍوالو بنسټونو غواړي، چې پر کوربه هېوادونو فشارونه زیات کړي، څو د نړۍوالو قوانینو او اصولو له‌مخې له کډوالو سره چلند وکړي.