• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د ايران د سينما نوميالی لوبغاړی اکبر عبدي ومړ

۲ زمری ۱۴۰۵ - ۲۴ جولای ۲۰۲۶، ۲۲:۰۳ GMT+۱تازه شوی: ۳ زمری ۱۴۰۵ - ۲۵ جولای ۲۰۲۶، ۰۰:۰۶ GMT+۱

د ايران د سينما پېژندل شوی لوبغاړی او د ټلوېزيون کارکوونکی اکبر عبدي د جمعې په ورځ د زړه د ناڅاپي درېدو له امله د ۶۵ کلونو په عمر ومړ. نوموړی په وروستيو کلونو کې د زړه او پښتورګو د ناروغيو له امله څو ځله روغتون ته لېږدول شوی وو او په تېرو مياشتو کې هم تر درملنې لاندې وو.

د اکبر عبدي د مړينې خبر د ايران دولتي خبري اژانسونو خپور کړی دی.

اکبر عبدي په افغانستان کې هم ډېر مينه‌وال لرل او د ايران د سينما ګڼو مينه‌والو د هغه د بېلابېلو هنري رولونو خوږې خاطرې له ځان سره ساتلې دي.

هغه په ۱۳۳۹ لمريز کال کې په تهران ښار کې زېږېدلی وو او خپل هنري ژوند يې د ۱۳۵۰يمې لسيزې په وروستيو کلونو کې پيل کړ. عبدي په لسګونو سينمايي فلمونو او ټلوېزيوني پروګرامونو کې راڅرګند شو او په ځانګړي ډول د طنزي رولونو په ادا کولو سره د ايران د سينما له تر ټولو نامتو، اغېزناکو او محبوبو لوبغاړو څخه وشمېرل شو.

د هغه له مهمو هنري اثارو څخه د «مادر»، «آدم‌برفی»، «هنرپیشه» او «اخراجی‌ها» فلمونه يادېږي. نوموړي د رضا عطاران په لارښوونه جوړ شوي فلم «خوابم می‌آد» کې د خپل غوره رول له امله د فجر د فلمونو له جشنوارې څخه د غوره نارينه مخکښ لوبغاړي د «بلورين سيمرغ» جايزه هم ترلاسه کړې وه.

د اکبر عبدي د هنري وړتياوو يوه ځانګړې ځانګړنه دا وه، چې د بېلابېلو او رنګارنګ رولونو په ادا کولو کې يې لوړ مهارت درلود. هغه د ښځينه کرکټرونو رولونه هم په برياليتوب سره ترسره کړي وو، چې همدې ځانګړنې هغه ته د ايران د سينما او ټلوېزيون د ليدونکو ترمنځ ځانګړی ځای ورکړی وو.

د هغه د مړينې د خبر له خپرېدو وروسته، ګڼو هنرمندانو، سينماګرانو او د ټولنيزو رسنيو کاروونکو د خواخوږۍ پيغامونه خپاره کړي، د هغه کورنۍ او مينه‌والو ته يې د ډاډګېرنې مراتب وړاندې کړي او د ايران د سينما په تاريخ کې يې د هغه تلپاتې هنري ونډه او هغه يادونه وستايل چې د بېلابېلو نسلونو لپاره يې پرې ايښې دي.

ترویج لرونکی

جرمني د ۲۰۲۶ کال له اګست وروسته د افغان پاسپورټونو تمدید په رسمیت نه پېژني
۱

جرمني د ۲۰۲۶ کال له اګست وروسته د افغان پاسپورټونو تمدید په رسمیت نه پېژني

۲

د طالبانو او مخالفو ځواکونو تر منځ په بدخشان کې نښته شوې

۳

د هواپوهنې اداره: په ۱۷ ولایتونو کې د باران، تالندې، سېلیو او سېلابونو راوتو اټکل شوی

۴

د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي لاهم کابل ته بېرته نه دی ستون شوی

۵
د محبوب شاه محبوب لیکنه

له پاچاهۍ تر جلاوطنۍ؛ د پاچا محمد ظاهر شاه د ژوند کیسه

•
•
•

نور کیسې

خطیبانو ته د طالبانو لارښود: خلک وپوهوئ چې ودونو کې د هلک او نجلۍ ګډ کېنول غیر شرعي کار دی

۲ زمری ۱۴۰۵ - ۲۴ جولای ۲۰۲۶، ۲۰:۵۴ GMT+۱
100%

د طالبانو د ارشاد، حج او اوقافو وزارت د هېواد په مرکز او ولایتونو کې ټولو خطيبانو ته د جمعې د ورځې د خطبې یو لیکلی لارښود استولی او په‌کې یې په ودونو او خوښیو کې پر موسیقۍ، د ښځو او سړو پر ګډو ناستو او «غیرشرعي» رواجونو بندیز لګولی دی.

د دغه وزارت د پرېکړې له مخې، ملا امامان او خطیبان باید د جمعې په لمانځه کې د هېوادوالو د خبرولو لپاره د دغو دودونو د منع کېدو په اړه تبلیغ وکړي.

په دغه لېکلي لارښود کې په ودونو کې د هلک او نجلۍ پر ګډ کېناستلو، د موسیقۍ او سندرو پر غږولو، د پټاقیو پر الوزولو او د ښځو او سړو پر اختلاط سخت بندیز لګول شوی دی. دغه راز په دغه مکتوب کې د ښځو له خوا د نازکو او تنګو جامو اغوستل، د عطرو وهل او له کوره بهر ارایشګاوو ته د ناوې تلل هم د شریعت خلاف عملونه بلل شوي دي.

د طالبانو د حج او اوقافو وزارت په دغه خطبه کې ویلي، چې د کوژدې او واده پر مهال د هلک او نجلۍ له خوا یو بل ته د ګوتمو په ګوته کول او یا د نکاح تر تړلو وړاندې د یو بل په لاسونو د نکریزو لګول د غیرمسلمانو قومونو دودونه دي او مسلمانان باید ترې ځان وساتي.

په لارښود کې راغلي، چې د نامحرمه هلک او نجلۍ ترمنځ د نږدېوالي دغه ډول دودونه په ټولنه کې د «بې‌حیایۍ» او «بې‌غیرتۍ» د خپرېدو لامل ګرځي.

دغه وزارت د هېواد له ټولو خطيبانو غوښتي، چې د جمعې د مبارکې ورځې دغه خطبه په دواړو ژبو پښتو او دري په جوماتونو کې پر خلکو ولولي او هغوی ته د دغو ناوړه دودونو د زیانونو په اړه معلومات ورکړي. د طالبانو د دغه اقدام هدف په ودونو او خوښیو کې د منکراتو او د هغو رواجونو مخنیوی ښودل شوی، چې د دوی په باور، له اسلامي شریعت سره په ټکر کې دي.

دا په داسې حال کې ده، چې د رسمي ارقامو له مخې، د طالبانو حکومت په تېرو شپږو میاشتو کې لږ تر لږه ۶۶۲ کسان په عام محضر کې د موسیقۍ، غلا، زنا او مسکراتو په تور په دُرو وهلي دي. که څه هم د بشري حقونو نړیوالو سازمانونو د طالبانو له خوا دغه ډول عامه سزاګانې د بشري حقونو سخت نقض بللی، خو طالبان وایي، چې دغه سزاګانې شرعي حدود دي او پلي کول یې د اسلامي ټولنې د اصلاح لپاره اړین دي.

د جنسي ځورونو په تور؛ د جرمونو نړیوالې محکمې خپل څارنوال کریم خان له دندې ګوښه کړ

۲ زمری ۱۴۰۵ - ۲۴ جولای ۲۰۲۶، ۲۰:۱۲ GMT+۱
100%

د جرمونو د نړیوالې محکمې غړو هېوادونو د جمعې په ورځ (د زمري ۲مه) د دغې محکمې څارنوال کریم خان د جنسي ناوړه چلند د تورونو له امله له خپلې دندې لرې کړ. ډیپلوماټیکو سرچینو رویټرز اژانس ته ویلي، دا پرېکړه په نیویارک کې د ملګرو ملتونو په مرکزي دفتر کې د رایې اچونې په ترڅ کې شوې ده.

کریم خان چې تل یې دا تورونه رد کړي، اوس به یې پر ځای د نوي څارنوال د غوره کولو لپاره ټاکنې وشي.

د رپوټونو له مخې، پر ۵۶ کلن کریم خان د جنسي ناوړه چلند تورونه د لومړي ځل لپاره په ۲۰۲۴ کال کې راپورته شول او هغه د ۲۰۲۵ کال په مې میاشت کې په موقتي توګه رخصت واخیست.

د دغې محکمې د پرېکړې پر بنسټ چې د جون په اتمه نېټه صادره شوې، ښودل شوې چې نوموړي له خپلې یوې همکارې سره ناسمې جنسي اړیکې درلودې او باید له دندې ګوښه کړل شي. د فرانسې، هالنډ او ناروې هېوادونو په ښکاره توګه د هغه د لرې کولو ملاتړ کړی دی.

کریم خان په ۲۰۲۴ کال کې د اسراییل د لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو د نیولو د حکم غوښتنه کړې وه، چې له امله یې د امریکا او اسراییل له سخت غبرګون سره مخ شو. امریکا د کریم خان په ګډون د یادې محکمې پر ۱۱ چارواکو بندیزونه ولګول او په ملګرو ملتونو کې د اسراییل سفیر ډاني ډانن وویل، چې نوموړي غوښتل د اسراییل په ملامتولو سره له خپلو تورونو پام بل لور ته واړوي.

په ورته وخت کې، کریم خان او د هغه وکیلانو ویلي، چې دا تورونه ښايي د اسراییل او د هغوی د متحدینو د سیاسي فشارونو یوه برخه وي.

د جرمونو نړیوالې محکمې له لوري د طالبانو مشر ملا هبت‌الله او د دغې ډلې د سترې محکمې د رییس عبدالحکیم حقاني د نیول کېدو په حکم کې هم کریم خان ځانګړی رول درلود. هغه غوښتنه کړې وه، چې د طالبانو مشران باید د بشري حقونو د سرغړونو او همدا راز د ښځو او نجونو د زده‌کړو د بندیز له امله ونیول شوي.

کریم خان په اډینبورګ کې له یوه پاکستاني ډاکټر او بریتانوۍ نرسې څخه زیږیدلی او په لندن کې یې د حقوقو زده‌کړې کړې دي. هغه د خپل کار په لومړیو کې د یوګوسلاویا او روانډا لپاره د ملګرو ملتونو په محکمو کې کار کړی او وروسته یې د کینیا، سوډان او لېبیا په قضیو کې هم برخه اخیستې وه. نوموړي په ۲۰۲۳ کال کې د روسیې د ولسمشر ولادیمیر پوتین د نیولو حکم هم صادر کړی وو، چې له امله یې په ۲۰۲۵ کال کې په روسیه کې په غیابي توګه محکوم شو.

د لوېدیزې تړانګې په نښته کې څلور فلسطینیان او دوه اسراییلي سرتېري وژل شوي

۲ زمری ۱۴۰۵ - ۲۴ جولای ۲۰۲۶، ۱۴:۴۷ GMT+۱
100%

د لویدیزې تړانګې نابلس ښار ته نږدې په تال کلي کې د اسراییلي ځواکونو او فلسطینیانو ترمنځ نښته کې څلور فلسطینیان او دوه اسراییلي سرتېري وژل شوي دي. اسراییل د پراخو پوځي عملیاتو خبر ورکړی، خو فلسطینیان وایي، چې نښته د اسراییلي میشتځایونو د اوسېدونکو له برید وروسته پیل شوې ده.

د رویټرز د راپور له مخې د لوېدیزې تړانګې د نابلس سوېل لوېدیځ ته د تال کلي په شاوخوا کې په یوې خونړۍ نښته کې څلور فلسطینیان او دوه اسراییلي سرتېري وژل شوي دي.

د راپور له مخې، دغه پېښه په داسې حال کې شوې چې د روان کال له پیل راهیسې پر فلسطیني کلیو د اسراییلي مېشتو تاوتریخوالی زیات شوی او د ملګرو ملتونو شمېرې هم د دغو بریدونو د زیاتوالي پخلی کوي.

د اسراییلو پوځ ویلي، داسې راپورونه یې ترلاسه کړي چې په سیمه کې پر ګرځېدونکو اسراییلي ملکي وګړو د تال کلي ته نږدې برید شوی دی. پوځ وایي، پېښه د لوېدیځې غاړې په «A سیمه» کې شوې، چې د فلسطیني ادارې تر ملکي او امنیتي کنټرول لاندې ده او اسراییلیانو ته په رسمي ډول د ورتګ اجازه نشته.

د اسراییل دپوځ په وینا، یوه فلسطیني د هافات ګیلاد له نږدې مېشت ځایه د اسراییلي امنیتي ځواکونو وسله اخیستې، پر اسراییلیانو یې ډزې کړې، څو کسان یې ټپیان کړي او وروسته وژل شوی دی. پوځ همداراز ادعا کړې چې په نښته کې څلور فلسطینیان وژل شوي دي.

خو ځايي فلسطیني چارواکي بیا وايي، د اسراییلي مېشتو یوې ډلې هڅه وکړه چې د تال کلي دوو کورونو ته ننوځي، خو د کلي اوسېدونکو ورسره مقابله وکړه.

د رویټرز د راپور له مخې، له دې وروسته اسراییلي پوځ د تال او نابلس په شاوخوا کې امنیتي تدابیر سخت کړي، لارې یې تړلې او ویلي یې دي چې په پېښه کې د ښکېلو کسانو د موندلو عملیات روان دي. پوځ همداراز اعلان کړی چې په سیمه کې د «پراخو ترهګرۍ ضد عملیاتو» لپاره چمتووالی نیسي او د خپلو ځواکونو رخصتۍ یې لغوه کړې دي.

سي‌بي‌اېس نيوز: د توغندیو زېرمو کمښت د امریکایي چارواکو لپاره جدي اندېښنه ګرځېدلې

۲ زمری ۱۴۰۵ - ۲۴ جولای ۲۰۲۶، ۰۸:۲۳ GMT+۱
100%

سي‌بي‌اېس نيوز د امریکا د پوځي او استخباراتي سرچینو په حواله راپور ورکړی، چې د تهران او واشنګټن ترمنځ د کړکېچ له زیاتېدو سره په منځني ختیځ کې د امریکا د پرمختللو هوايي دفاع سیټمونو او د هدایت‌شویو مهماتو چټک مصرف امریکایي چارواکي اندېښمن کړي دي.

د یادې رسنۍ له‌خوا پنجشنبه (د زمري لومړۍ نېټه) په خپور شوي راپور کې راغلي، چې د دغه وسلو د زېرمو کمښت د هند په ارام سمندر کې د احتمالي شخړې لپاره د امریکا پوځي چمتووالي په اړه اندېښنې زیاتې کړې دي.

راپور زیاتوي، چې د دفاعي او لرې واټن‌ وېشتونکو توغندیو د زېرمو کمښت د امریکا د لوړپوړو پوځي او ملکي چارواکو لپاره په یوې جدي ننګونې بدله شوې؛ ځکه دوی باید د ایران جګړې ته د اړتیا وړ وسلو برابرولو او د امریکا د نورو سیالانو په ځانګړي ډول چین پر وړاندې د مخنیوي ځواک د ساتلو ترمنځ انډول وساتي.

امریکايي سرچینو د موضوع د حساسیت له امله د نوم نه ښودلو په شرط سي‌بي‌اېس نيوز ته ویلي، چې امریکا نه‌شي کولای د کره هدایت‌ شویو مهماتو مصرف ته د عملیاتو د لومړیو پړاوونو په څېر په چټکۍ دوام ورکړي.

راپور زیاتوي، چې د امریکا ګڼ شمېر دفاعي توغندي د فارس خلیج په هېوادونو کې د امریکايي ځواکونو او د امریکا د ګټو ساتنې په موخه ځای پر ځای شوي دي. دغه هېوادونه د امریکايي ځواکونو کوربه دي او تر دې وړاندې څو ځله د ایران د توغندیزو او ډرون بریدونو هدف ګرځېدلي دي.

د ایران پولیس: د قم ولایت د ترافیکي پېښو څلورمه برخه قربانیان افغانان دي

۲ زمری ۱۴۰۵ - ۲۴ جولای ۲۰۲۶، ۰۷:۲۷ GMT+۱
100%

د ایران د قم ولایت د ترافیکو پولیسو مشر د ۱۴۰۴ لمریز کال د لومړیو درېیو میاشتو د ترافیکي پېښو شمېرو ته په اشارې په ترافیکي پېښو کې د افغان کډوالو د مرګ‌ژوبلې زیاتېدو خبرداری ورکړی. هغه ویلي، د قم ولایت د ترافیکي پېښو څلورمه برخه قربانیان افغانان دي.

هغه په ایران کې له مېشتو افغان کډوالو غوښتي، چې د ترافیکي قوانینو په مراعاتولو کې لا ډېر دقت وکړي. ایراني رسنۍ اېراف د ایران د قم ولایت د ترافیکو پولیسو مشر په حواله لیکلي، چې د ثبت شویو شمېرو له مخې د روان ۱۴۰۴ لمریز کال په لومړیو درېیو میاشتو کې په قم ښار کې د ترافیکي پېښو له امله د مړو شویو کسانو شاوخوا ۲۵ سلنه بهرنيان او افغان وګړي دي.

هغه د دغه شمېرو په اړه اندېښنه څرګنده کړې او ویلي یې دي، چې د ترافیکي قوانینو مراعاتول د مرګ‌ژوبلې د کمولو تر ټولو مهمه لار ده. د قم د ترافیکو پولیسو مشر ټینګار وکړ، چې موټر چلوونکي باید له ټاکلې اندازې د ډېر سرعت، پر موټرسایکل د اضافي سپرلیو له سپرولو او په موټرو کې له قانوني ظرفیت څخه د ډېرو کسانو وړلو ډډه وکړي.

هغه له ټولو موټر چلوونکو په ځانګړې توګه له افغان کډوالو غوښتي، چې د ترافیکي قوانینو په مراعاتولو سره نه یوازې د خپل او نورو ژوند خوندي کړي؛ بلکې د ترافیکي پېښو د شمېر په کمولو کې هم اغېزناک رول ولوبوي.

د ایران یادې رسنۍ په خپل راپور کې ویلي، د هغه افغان کډوالو یوه برخه چې په ایران کې د ترافیکي پېښو له امله خپل ژوند له لاسه ورکوي هغه کسان دي چې په ناقانونه توګه ایران ته داخل شوي وي. دغه موټر چلوونکي په ډېر لوړ سرعت تګ کوي او له همدې امله د مرګونو ترافیکي پېښو احتمال ډېر لوړ وي.