• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د طالبانو د بامیان والي د ازبکستان د لومړي وزیر له مرستیال سره پر کرنیز سکتور غږېدلی

۳ زمری ۱۴۰۵ - ۲۵ جولای ۲۰۲۶، ۱۷:۱۲ GMT+۱

د بامیان لپاره د طالبانو والي ګل حیدر شفق د ازبکستان د لومړي وزیر له مرستیال جمشید خواجه‌یوف سره په لیدنه کې په بامیان کې د کرنې سکتور په برخه کې د یاد هېواد د همکاریو د دوام غوښتنه کړې ده.

د طالبانو بامیان والي رسنیز دفتر نن شنبه، د زمري په درېیمه، وویل، چې په دې لیدنه کې د کچالو د اصلاح شویو تخمونو د چمتو کولو او په روان کال کې د هغو د کښت د پروګرام د پلي کولو په برخه کې د ازبکستان او د دغه هېواد د خصوصي پانګونې او سوداګرۍ خونې له عملي همکاریو مننه شوې ده.

د طاالبانو والي له ازبکستاني لوري وغوښتل چې د کچالو صنعت د پراختیا، د کرنې د میکانیزه کولو او بامیان ته د تخنیکي تجربو د لېږد په برخو کې خپلو همکاریو ته دوام ورکړي او پراخې یې کړي.

طالبانو ویلي، چې د ازبکستان د لومړي وزیر مرستیال جمشید خواجه‌یوف په دغه ولایت کې د کرنې په سکتور کې د پانګونې لپاره د بامیان د والي د هڅو او همغږۍ ستاینه کړې ده.

د طالبانو د بامیان ولایت د رسنیز دفتر په وینا،هغه ټینګار وکړ چې هېواد به یې د بامیان د تولیدي ظرفیتونو د لوړولو او د کرنیزو او اقتصادي برخو د پیاوړتیا لپاره خپل ملاتړ ته دوام ورکړي او ډاډ یې ورکړی چې ازبکستان د دغه ولایت له پرمختیایي پروګرامونو ملاتړ کوي.

د دغې لیدنې اصلي موخه د اقتصادي اړیکو ټینګښت، د دوه اړخیزو همکاریو پراختیا، د کرنې سکتور پیاوړتیا، د تلپاتې کرنې رامنځته کول او په بامیان ولایت کې د پانګونې لپاره د لا زیاتو زمینو برابرول ښودل شوي دي.

د ازبکستان د لومړي وزیر د مرستیال جمشید خواجه‌یوف په مشرۍ د دغه هېواد د دولتي او خصوصي سکتور یو لوړپوړی پلاوی د شنبې په ورځ، د زمري په درېیمه نېټه کابل ته راغلی دی.

دغه پلاوي ته د کابل په نړیوال هوايي ډګر کې د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ وزیر نورالدین عزیزي ښه راغلاست وویل.

ترویج لرونکی

د جګړې له ډګره تر بښنې؛ امریکايي پخوانی سرتېری له طالب قوماندان سره مخ شو
۱

د جګړې له ډګره تر بښنې؛ امریکايي پخوانی سرتېری له طالب قوماندان سره مخ شو

۲

طالبانو کابل ښار کې څه باندې ۲۵ جریبه ځمکه دولتي اعلان کړه

۳

سرچینې: بدخشان کې د طالبانو د تازه دمو ځواکونو لېږدونکې چورلکې د راکټي برید موخه ګرځېدلي

۴
د محبوب شاه محبوب لیکنه

له پاچاهۍ تر جلاوطنۍ؛ د پاچا محمد ظاهر شاه د ژوند کیسه

۵

د ښځو حقونو د پراخو محدودیتونو تر څنګ؛ طالبان په یوه میاشت کې د ۳۸۸ قضیو د حل ادعا کوي

•
•
•

نور کیسې

د حنفي په مشرۍ د طالبانو یوه پلاوي د څرخي پله زندان وضعیت ارزولی

۳ زمری ۱۴۰۵ - ۲۵ جولای ۲۰۲۶، ۱۶:۳۷ GMT+۱
100%

د طالبانو د ریاست‌الوزرا اداري مرستیال عبدالسلام حنفي په مشرۍ ددې ډلې د تشکیلاتو او معاشونو د تنظیم کمېسیون یوه پلاوي د کابل د څرخي پله زندان یو شمېر بلاکونه کتلي او د زندانیانو وضعیت یې له نږدې ارزولی.

د طالبانو تر واک لاندې ارګ د شنبې په ورځ، زمري پر درېیمه وویل، چې پلاوي د زندان اداري چارې، زندانیانو ته د خدمتونو د وړاندې کولو څرنګوالی، د خوړو کیفیت، روغتیايي وضعیت او حفظ‌الصحې، تعلیمي چارې او د زندان د مدیریت اړوند نورې برخې په هم کتلې دي.

د طالبانو تر واک لاندې ارګ ویلي چې پلاوي له یو شمېر زندانیانو سره هم خبرې وکړې او د هغوی ستونزې، وړاندیزونه او غوښتنې یې واورېدې.

د ارګ خبرپاڼه وايي، چې د لیدنې پر مهال د زندان بېلابېل بلاکونه، درسي ټولګي، کتابتون، پخلنځی، روغتیايي مرکزونه، د زندانیانو د ښوونې او روزنې برخې او د درملو د ساتنې ځایونه هم کتل شوي دي .

پلاوي د زندان له مسوولانو غوښتي، چې د زندانیانو اسلامي او انساني حقوق خوندي کړي او له زندانیانو سره نېک او مسوولانه چلند وکړي.

عبدالسلام حنفي د جولای پر پنځمه هم د پلچرخي له مرکزي زندان څخه د لیدنې پر مهال د محبوسینو د شرعي حقونو په رعایت ټینګار کړی و او د هغوی د خوړو او استوګنې ځایونه یې څارلي وو.

پر طالبانو د بشري حقونو د نړیوالو سازمانونو نیوکې دي، چې په زندانونو کې له بندیانو، په ځانګړې توګه سیاسي بندیانو سره ناوړه چلند کوي او د شکنجې سخت سیسټم پلی کوي.

د خوست او پکتیا ترمنځ لویه لار د ترافیکو پر مخ بېرته پرانیستل شوې

۳ زمری ۱۴۰۵ - ۲۵ جولای ۲۰۲۶، ۱۶:۳۲ GMT+۱
100%

د طالبانو د خوست ولایت والي رسنیز دفتر وايي، چې د خوست او پکتیا ولایتونو ترمنځ لویه لار چې د وروستیو سېلابونو له امله تړل شوې وه، بېرته د ترافیکو پر مخ پرانیستل شوې ده. طالب چارواکي وایي چې اوس ټول مسافر کولای شي په پوره ډاډ او خوندیتوب سره پر دې لویه لار سفر وکړي.

د خوست د والي د دفتر د خبرپاڼې له مخې، د دغه ولایت د ټولګټو چارو ریاست منسوبینو د ځانګړې ماشینرۍ او پرسونل په مرسته سړکونه پاک شوي دي.

یاد دفتر وايي، د لارو د خلاصون د چارو په بشپړېدو سره هغه ترافیکي ستونزې هوارې شوې چې د سیمې اوسېدونکو او مسافرو ته یې د تګ راتګ پرمهال جدي خنډونه جوړ کړي وو.

په افغانستان کې د وروستیو بارانونو او سېلابونو له امله په ګڼو ولایتونو کې خلکو ته درانه ځاني او مالي زیانونه اوښتي دي.

د طالبانو د پېښو پر وړاندې د مبارزې ادارې د مرستیال ویاند تاج‌محمد همت په وینا، په تېرو دوو ورځو او شپو کې د هېواد په بېلابېلو سیمو کې د سختو بارانونو، توپانونو او سېلابونو له امله لږ تر لږه ۱۰ کسان مړه شوي، شپږ تنه ټپیان شوي او ۲ زره او ۷۲۸ کورنۍ زیانمنې شوې دي.

امریکا د ایران د بډایه شویو یورانیمو د ایستلو لپاره د پېچلو پوځي عملیاتو احتمال ارزوي

۳ زمری ۱۴۰۵ - ۲۵ جولای ۲۰۲۶، ۱۶:۰۹ GMT+۱
100%

نیویارک پوسټ د یوې باخبره سرچینې او څو پوځي کارپوهانو له قوله راپور ورکړی چې د امریکا ځانګړي ځواکونه ښايي د ایران له اټومي تاسیساتو څخه د بډایه شویو یورانیمو د اېستلو عملیاتو ته تیاری ونیسي.

د راپور له مخې، که د امریکا مشرتابه د عملیاتو امر وکړي، ښايي زرګونه امریکايي ځمکني ځواکونه په دغو عملیاتو کې برخه واخلي. دوی به د اټومي تاسیساتو شاوخوا امنیتي ساحه جوړه کړي او زیانمنو شویو ودانیو ته به د انجینرۍ او ساختماني ټیمونو په مرسته ننوځي.

د راپور له مخې، وروسته به د ځانګړو ځواکونو یوه کوچنۍ ډله د بډایه شویو یورانیمو د موندلو او له تاسیساتو د ایستلو دنده پرغاړه واخلي. د راپور سرچینې دغه کار ډېر خطرناک بللی دی.

د ستراتیژیکو او نړیوالو مطالعاتو مرکز مرستیال مشر جوزف راجرز ویلي چې که د ایران د شته اټومي توکو د له منځه وړلو یا لرې کولو لپاره پوځي اقدام وشي، دا به د تاریخ له تر ټولو پېچلو پوځي عملیاتو وي، ځکه عملیات به په یوه دښمنه سیمه کې کېږي او له ډېرې درنې لوژستیکي همغږۍ سره به مل وي.

د راپور له مخې، په احتمالي عملیاتو کې د امریکا د ځانګړو ځواکونو ځینې واحدونه او د مهماتو د انتقال متخصص ځواکونه هم کارول کېدای شي.

راپور ادعا کوي چې د ایران د فردو او اصفهان اټومي تاسیسات به د دې احتمالي عملیاتو له مهمو هدفونو وي.

د راپور له مخې، امریکايي ځواکونه به لومړی اړ وي چې د زیانمنو او تړل شویو دروازو او لارو د پرانیستلو عملیات وکړي او ورسره به د ایراني ځواکونو احتمالي بریدونه هم دفع کوي.

ناپېژاندو وسله والو په سمنګان کې یو پخوانی څارنوال وژلی

۳ زمری ۱۴۰۵ - ۲۵ جولای ۲۰۲۶، ۱۵:۲۹ GMT+۱
100%

په سمنګان کې باخبرو سرچینو افغانستان انټرنشنل ته وویل چې د نصرالله رسولي په نوم یو پخوانی څارنوال د ایبک ښار په دویمه ناحیه کې وژل شوی دی. په سمنګان کې د طالبانو امنیه قوماندانۍ هم تایید کړه چې دغه کس ناپېژانده کسانو وژلی دی.

ځايي سرچینو افغانستان انټرنشنل ته وویل چې دغه پخوانی څارنوال د جمعې په شپه له یوې ټیلیفوني اړیکې وروسته د ایبک بندر په سیمه کې له خپل کور څخه بهر ووت او وروسته یې ټیلیفون ځواب نه وایه.

د سرچینو په وینا، د دغه څارنوال جسد د شنبې په سهار ځايي اوسېدونکو د ایبک په نوي ښارګوټي کې د بندر په ساحه کې وموند.

د طالبانو امنیه قوماندانۍ په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې د دغې پېښې په اړه یې پلټنې پیل کړې دي.

تر اوسه د دغې پېښې علت او انګېزه نه ده روښانه شوې.

څارنوال نصرالله رسولي ته نږدې یوې سرچینې افغانستان انټرنشنل ته وویل چې هغه له هېچا سره شخصي دښمني نه درلوده.

دغه راز په سمنګان کې یوې طبي سرچینې وویل چې اوسمهال د دغه څارنوال جسد د ایبک په مرکزي روغتون کې تر عدلي طبي معاینې لاندې دی.

د هغه په وینا، لومړنیو څېړنو ښودلې چې دغه ځوان د ساه بندۍ له امله ساه ورکړې ده.

د راپورونو له مخې، په تېره یوه اونۍ کې لږ تر لږه یو پوځي په خوست کې، یو قومي مشر د غزني په جاغوري کې او د ملي امنیت یو پخوانی افسر په دایکندي کې وژل شوي دي.

دغه کسان د ناپېژاندو وسله والو له خوا وژل شوي دي.

طالبانو تر اوسه د دغو کسانو د ترور په تړاو څوک نه دي نیولي.

جمعه‌خان فاتح د مخالفانو له نښتو وروسته له کابل نه بېرته بدخشان ته تللی

۳ زمری ۱۴۰۵ - ۲۵ جولای ۲۰۲۶، ۱۴:۱۸ GMT+۱
100%

په بدخشان ولایت کې سیمه‌ییزو سرچینو ویلي چې په نسي ولسوالۍ کې د طالبانو یو ناراضي قوماندان جمعه فاتح په کابل کې له یو څه وخت تېرولو وروسته، بېرته خپلې سیمې ته ستون شوی دی. فاتح په بدخشان کې د ډله‌ییزو نارضایتیو له زیاتېدو وروسته کابل ته غوښتل شوی و.

جمعه خان فاتح په داسې حال کې بدخشان ته ستون شوی چې د طالبانو ځواکونه له تېرې پنجشنبې راهیسې په زیباک ولسوالۍ کې د افغانستان د ازادۍ جبهې له ځواکونو سره په نښتو بوخت دي.

فاتح د طالبانو د پوځ د لوی درستیز فصیح‌الدین او د اقتصاد وزیر دین‌محمد حنیف په منځګړیتوب کابل ته تللی و.

جمعه خان فاتح تر دې وړاندې د طالبانو د مشرتابه له کړنو ناراضه و او د زابل ولایت د مرستیالۍ له دندې یې استعفا کړې وه. خو هغه کابل ته له تګ وروسته د طالبانو له مشرتابه سره خپل اختلاف «رسنیز تبلیغات» وبلل.

له دې پرمختګونو سره هم‌مهاله، بدخشان په وروستیو اونیو کې د نورو امنیتي پېښو شاهد هم پاتې شوی دی.

د سپاهيان میهن ډلې تر دې وړاندې د څو ساعتونو لپاره د یفتل پایین ولسوالۍ نیولې وه.

دې پېښې په دغه ولایت کې د امنیتي وضعیت حساسیت لا زیات کړی دی.

نسي ولسوالۍ ته د جمعه فاتح بېرته ستنېدل د بدخشان په زیباک ولسوالۍ کې د افغانستان د ازادۍ جبهې د ځواکونو او طالبانو ترمنځ د وسله‌والو نښتو له دوام سره هم‌مهاله دي.

کتونکي وایي، په زیباک کې د نښتو هم‌مهالوتوب، د کوز یفتل پرمختګونه او د طالبانو د داخلي اختلافونو زیاتېدل، په بدخشان کې د امنیتي وضعیت د لا پېچلتیا ښودنه کوي.