طالبان وایي په تېر یوه کال کې په اوبو کې د ډوبېدو له امله ۱۴۸ کسان مړه شوي

د جولای ۲۵مه (د زمري ۳مه) په اوبو کې د ډوبېدو د مخنیوي له نړیوالې ورځې سره برابره ده او په همدې تړاو د طالبانو له پېښو سره د مبارزې چمتووالي ادارې اعلان کړی، چې په تېر یوه کال کې په ټول هېواد کې ۱۴۸ کسان په اوبو کې د ډوبېدو له امله مړه شوي دي.
