• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د افغان مېرمنو سازمان د ملګرو ملتونو عمومي منشي ته پرانیستی لیک لېږلی

۳ زمری ۱۴۰۵ - ۲۵ جولای ۲۰۲۶، ۱۲:۴۲ GMT+۱تازه شوی: ۳ زمری ۱۴۰۵ - ۲۵ جولای ۲۰۲۶، ۱۴:۴۳ GMT+۱

د افغانستان د مېرمنو سازمان له ۳۰ څخه د زیاتو بنسټونو او د هېواد دننه د ۴۵۰ ښځو په مشوره د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوتریش او امنیت شورا ته یو لیک لېږلی. دوی لیکلي، چې یوناما باید له افغان ښځو، مدني ټولنې او سیاسي جریانونو سره د منظمو لیدنو یو جوړښت رامنځته کړي.

د افغانستان لپاره د مېرمنو سازمان دا لیک په خپل اېکس کې خپور کړی او ټینګار یې کړی چې دا ډول تعامل باید له ساده مشورو هاخوا لاړ شي او په سیاسي پروسو کې د افغان ښځو او نورو ښکېلو غاړو رښتینې ونډه باوري کړي.

په دغه پرانیستي لیک کې د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د ۲۷۲۱ پرېکړه لیک پر بنسټ د خپلواکې ارزونې د سپارښتنو پر بشپړ پلي کېدو او د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د ځانګړي استازي پر ټاکلو ټینګار شوی دی.

د سیاسي پرمختګونو د ارزونې لپاره د روښانه شاخصونو ټاکل او په ټولو سیاسي خبرو اترو کې د ښځو بشپړ، برابر او مانا لرونکی ګډون د دغه لیک نورې مهمې غوښتنې دي.

دغه سازمان د ملګرو ملتونو د مرستندویه ماموریت یا یوناما د روڼتیا او حساب ورکونې د پیاوړتیا غوښتنه هم کړې ده.

د افغانستان لپاره د مېرمنو سازمان پر ملګرو ملتونو غږ کړی چې د دغو وړاندیزونو د عملي کولو او د اغېزناک مشرتابه له لارې د یوې داسې باوري او ټولشموله سیاسي پروسې لپاره لاره هواره کړي چې د افغانستان د ټولو وګړو د ارادې ښکارندویي وکړي.

دغه سازمان د ټولنیزو رسنیو له لارې هم پر نړیواله ټولنه غږ کړی چې په افغانستان کې د یوه رښتیني سیاسي بهیر د رامنځته کېدو ملاتړ وکړي.

ترویج لرونکی

د جګړې له ډګره تر بښنې؛ امریکايي پخوانی سرتېری له طالب قوماندان سره مخ شو
۱

د جګړې له ډګره تر بښنې؛ امریکايي پخوانی سرتېری له طالب قوماندان سره مخ شو

۲

طالبانو کابل ښار کې څه باندې ۲۵ جریبه ځمکه دولتي اعلان کړه

۳

د طالبانو او مخالفو ځواکونو تر منځ په بدخشان کې نښته شوې

۴

سرچینې: بدخشان کې د طالبانو د تازه دمو ځواکونو لېږدونکې چورلکې د راکټي برید موخه ګرځېدلي

۵
د محبوب شاه محبوب لیکنه

له پاچاهۍ تر جلاوطنۍ؛ د پاچا محمد ظاهر شاه د ژوند کیسه

•
•
•

نور کیسې

طالبانو په هلمند کې د رسنیو مسوولینو ته ویلي چې د «خرافاتي مطالبو» پر خپرولو بندیز دی

۳ زمری ۱۴۰۵ - ۲۵ جولای ۲۰۲۶، ۱۱:۴۲ GMT+۱
100%

په هلمند ولایت کې د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور ریاست سیمه ییزو چارواکو پر رسنیو غږ وکړ چې خپل نشرات د اسلامي اصولو او ملي ګټو په چوکاټ کې برابر کړي. دوی د رسنیو ځینې مطالب «خرافات او بې‌بنسټه » بللي او دا کار یې د ټولنې لپاره زیانناک ګڼلی.

د هلمند ولایت د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور ریاست د شنبې په ورځ د رسنیو له مسوولانو سره د همغږۍ غونډه کې غوښتي، چې د خپلو خپرونو کیفیت او محتوا ته پام وکړي او د هغو مطالبو له خپرولو ډډه وکړي چې ددوی په وینا، د اسلامي اخلاقو او افغاني ټولنې خلاف وي.

د طالبانو د فرهنګ او ګرځندوی امر حیات الله یوسف په غونډه کې ټینګار کړی چې څوک په رسنیو کې د ویاند، کوربه یا شنونکي په توګه کار کوي، باید د خپلې موضوع په اړه بشپړ چمتووالی ولري او له ناسمو او پاروونکو څرګندونو ډډه وکړي.

هغه زیاته کړې چې رسنۍ پر عامه ذهنیت مستقیم اغېز لري او باید د داسې مطالبو له خپرولو ډډه وکړي چې په ټولنه کې د «فساد او اختلاف» لامل کېږي.

د طالبانو له بیا ځلي واک ته رسېدو سره دې ډلې په افغانستان کې رسنۍ سانسور کړې دي او رسنۍ په ازاده توګه فعالیت نه شي کولی.

د طالبانو د کرنې وزیر له ترکیې نه افغان سوداګرو ته د ویزو بهیر د اسانه کولو غوښتنه کړې

۳ زمری ۱۴۰۵ - ۲۵ جولای ۲۰۲۶، ۱۱:۱۵ GMT+۱
100%

د طالبانو د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزیر عطاءالله عمري په کابل کې د ترکیې له شارژدافیر ساډین اییلډیز سره کتلي او د افغان سوداګرو او ناروغانو لپاره ویزو د صادرولو بهیر اسانه کولو غوښتنه یې ترې کړې ده.

د طالبانو د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت نن شنبه، د زمري په درېیمه، وویل چې په دې لیدنه کې دواړو لوریو د افغانستان او ترکیې ترمنځ د اقتصادي همکاریو پر پیاوړتیا ټینګار وکړ.

د طالبانو د کرنې وزیر له ترکي ډیپلومات څخه وغوښتل چې د افغان سوداګرو او ناروغانو لپاره د ویزو په ترلاسه کولو کې لازمې اسانتیاوې برابرې کړي څو دوه اړخیزه سوداګري او تګ راتګ اسانه شي.

د طالبانو د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې په دې کتنه کې د کرنې په سکتور کې د ترکیې د پانګونې او د افغاني کرنیزو محصولاتو لپاره د بازار موندنې په اړه هم خبرې وشوې.

عطاءالله عمري ویلي چې افغانستان د کرنې په برخه کې د پانګونې لپاره ښه فرصتونه لري او دوی په دې برخه کې د ترکي پانګوالو ملاتړ کوي.

د طالبانو کرونې وزارت د ترکیې شارژدافیر ساډین اییلډیز له قوله ویلي، چې هغه د کرنې او مالدارۍ په برخو کې د همکاریو د دوام ډاډ ورکړی او ژمنیه یې کړې، چې د افغان سوداګرو د ستونزو د هوارولو او د ویزو په برخه کې د اسانتیاوو برابرولو په تړاو به له اړوندو ترکي چارواکو سره وغږیږي.

افغانستان سږ کال په پسرلي کې د اسلام کلا له لارې ۱،۷ میلیونه ټنه توکي وارد کړي

۳ زمری ۱۴۰۵ - ۲۵ جولای ۲۰۲۶، ۱۰:۵۶ GMT+۱
100%

افغانستان د روان کال د پسرلي په موسم کې د اسلام کلا-دوغارون پولې له لارې ۱،۷میلیونه ټنه توکي وارد کړي دي. افغانستان ته د ایران ډېری صادرات ودانیز توکي، اوسپنه، خوراکي توکي، مېوې، سبزيجات او نفتي محصولات دي.

د ایران د تایباد د دوغارون سوداګریزې ـ صنعتي ازادې سیمې د اقتصادي پراختیا مرستیال حسن نوري‌زاده ایرنا اژانس ته ویلي، چې ایران له افغانستان سره د سیستان او بلوچستان د میلک، د جنوبي خراسان د ماهیرود او د رضوي خراسان د دوغارون له رسمي پولو سره ګډه پوله لري.

د هغه په وینا، افغانستان ته د ایران د صادرېدونکو توکو ۶۰سلنه د دوغارون له رسمي سرحد څخه لېږدول کېږي.

هغه وویل، چې افغانستان ته د ایران ډېری صادرات ودانیز توکي، اوسپنه او فلزات، خوراکي توکي، مېوې او سبزيجات او نفتي محصولات دي.

له بلې خوا، ایران له افغانستان څخه تخمونه، کنجاړه او ودانیزې ډبرې واردوي.

یاد ایراني چارواکي ویلي، چې هرات د افغانستان دویم لوی اقتصادي بازار بلل کېږي. د هغه په وینا، افغانستان ته د ایران د صادرېدونکو توکو له ۹۰ سلنې زیات د هرات ښار پر لور ځي او د اسلام کلا له لارې ډېری اقتصادي تعاملات د هرات له سوداګرو او اقتصادي فعالانو سره کېږي.

د هغه په وینا، اوس مهال هره ورځ له ۱۲۰۰ څخه ډېر ایراني او بهرني باروړونکي موټر د اسلام‌کلا او دوغارون له دوو رسمي سرحدونو افغانستان او ایران ته تګ راتګ کوي.

د هغه په وینا، دا شمېر د کال په بېلابېلو موسمونو کې بدلېږي.

نوري‌زاده زیاته کړه چې د ایران او افغانستان ترمنځ د سوداګرۍ د زیاتوالي لپاره باید له ټولو شته امکاناتو استفاده وشي. د هغه په باور، دا کار به د ایران، رضوي خراسان او د تایباد د سرحدي سیمې اقتصادي وده پیاوړې کړي او په دې محرومه سرحدي سیمه کې به د دوامدارو کاري فرصتونو د رامنځته کېدو زمینه برابره کړي.

د ملګرو ملتونو ځانګړي راپور ورکوونکي په ایران کې د افغان کډوالو اعدامونه غندلي

۳ زمری ۱۴۰۵ - ۲۵ جولای ۲۰۲۶، ۱۰:۴۳ GMT+۱
100%

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي راپور ورکوونکي ریچارډ بېنیټ په ایران کې د افغان کډوالو د اعدامولو د لړۍ پر دوام اندېښنه ښودلې او دا یې غندلې ده. هغه په ایران کې میشت افغان کډوال اغیزمنه ډله ګڼلې او وايي، ډېر وخت له سترګو پټ پاتې کیږي.

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي راپور ورکوونکي ریچارډ بېنیټ خبرداری ورکړی چې په ایران کې مېشت افغان کډوال د امریکا او ایران ترمنځ د نښتو له امله تر ټولو زیان‌لیدونکي ډله ده چې ډېری وخت د نړیوالو له پامه غورځول کېږي.

بېنیټ د خپلې اېکس پاڼې له لارې په خپاره کړي پیغام کې لیکلي چې د ایراني چارواکو له لوري د افغان کډوالو په ګډون د اعدامونو د لړۍ دوام د غندنې وړ دی.

په ورته وخت کې، د افغان کډوالو د حقونو بنسټونو او فعالانو هم په پرله پسې ډول په ایران کې د افغانانو د خپلسرو نیولو، ځورولو او اعدامونو په اړه اندېښنې ښودلې دي.

د راپورونو له مخې، د ایران د قضایه ځواک له لوري په وروستیو میاشتو کې د څو تنو افغانانو په ګډون د اعدامونو سزاګانې عملي شوې دي چې د بشري حقونو د سازمانونو له سخت غبرګون سره مخ شوې دي.

طالبان وایي کابل او تخار کې یې د غلا او نشه‌یي توکو د قاچاق په تور اته تنه نیولي

۳ زمری ۱۴۰۵ - ۲۵ جولای ۲۰۲۶، ۱۰:۱۱ GMT+۱
100%

د طالبانو کورنیو چارو وزارت خبر ورکړی چې امنیتي ځواکونو یې په کابل او تخار ولایتونو کې د نشه‌یي توکو د قاچاق او لېږد په تور درې تنه نیولي دي. بلخوا، د کابل امنیه قوماندانۍ د غلا په تور د پنځو نورو کسانو د نیولو خبر هم ورکړی.

د یاد وزارت لخوا په خپره شوې خبرپاڼه کې چې شنبې (د زمري ۳مه) حپره شوې راغلي چې د نشه‌یي توکو پر وړاندې د مبارزې ځواکونو یې په تخار کې یو کس د ۲۹ کیلوګرامه تریاکو د قاچاق په تور نیولی، چې په یوه موټر کې یې ځای پر ځای کړي وو.

د خبرپاڼې له مخې، دغو ځواکونو د کابل ښار د درېیمې امنیتي حوزې په مربوطاتو کې دوه نور کسان هم د دوه زره او ۳۶۵ نشه‌یي ګولیو د لېږد په تور نیولي دي.

بلخوا، د کابل امنیه قوماندانۍ ویلي چې امنیتي ځواکونو یې د بګرامیو ولسوالۍ په مربوطاتو کې پنځه تنه د غلا په تور نیولي دي.

بګرامیو کې د طالبانو امنیه قوماندان، ابرار احمد حاجي لبیب، ویلي چې نیول شویو کسانو د خلکو له کورونو غلاوې کولې او د امنیتي ځواکونو په عملیاتو کې ونیول شول.

د نوموړي په وینا، له نیول شویو کسانو څخه یوه وسله، یوه مخابره، یوه ریکشا او یو موټرسایکل هم ترلاسه شوي دي.

طالبان وایي، نیول شویو کسانو پر خپلو جرمونو اعتراف کړی او دوسیې یې عدلي او قضايي ارګانونو ته سپارل شوې دي.