• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

تحلیل: طالبان له کورنیو اختلافونو او سیمه‌ییز فشارونو سره د واک له سخت ازمویښت سره مخ دي

۳ زمری ۱۴۰۵ - ۲۵ جولای ۲۰۲۶، ۰۸:۵۳ GMT+۱تازه شوی: ۳ زمری ۱۴۰۵ - ۲۵ جولای ۲۰۲۶، ۱۰:۰۲ GMT+۱

پاکستانۍ ورځپاڼې ډان په یوه تحلیلي راپور کې ویلي چې د طالبانو حکومت، چې ځان یو موټی او پیاوړی نظام معرفي کوي، اوس له ژورو کورنیو اختلافونو، اقتصادي ستونزو او زیاتېدونکو سیمه‌ییزو فشارونو سره مخ دی او د اوږدمهاله ثبات وړتیا یې تر پوښتنې لاندې راغلې ده.

د راپور له مخې، د طالبانو په رهبرۍ کې د کندهار او کابل د دوو مهمو ډلو ترمنځ د واک پر سر اختلافونه زیات شوي دي. د کندهار مشرتابه، چې د هبت‌الله اخندزاده تر مشرۍ لاندې فعالیت کوي، د واک د بشپړ تمرکز غوښتونکی دی، خو د سراج‌الدین حقاني په ګډون د کابل ډلې د حکومتدارۍ په څرنګوالي کې له دې تګلارې سره اختلاف لري.

راپور زیاتوي چې د همدې اختلافونو ترڅنګ د احمد مسعود په مشرۍ د ملي مقاومت جبهه او ځینې نورې کوچنۍ وسله‌والې ډلې هم د طالبانو پر ضد فعالیت کوي، چې د حکومت امنیتي فشارونه یې زیات کړي دي.

د لیکنې له مخې، د طالبانو او پاکستان اړیکې هم تر بل هر وخت ترینګلې شوې دي. لیکوال ادعا کوي چې اسلام‌اباد طالبان د تحریک طالبان پاکستان په ملاتړ تورنوي او له همدې امله یې د پخوانۍ همکارۍ پر ځای د سخت امنیتي چلند لاره خپله کړې ده.

راپور همداراز وایي چې که څه هم روسیې له طالبانو سره خپلې اړیکې پراخې کړې او د طالبانو نوم یې د منع شویو ډلو له لېسته ایستلی، خو مسکو لا هم د طالبانو پر اوږدمهاله ثبات او د ترهګرو ډلو پر وړاندې د هغوی پر ژمنتیا شک لري.

راپور کې ويل شوي، طالبان اوس د کورنیو اختلافونو، د سیاسي او وسله‌وال مقاومت، د پاکستان له فشارونو او د نړیوالو د محدود باور ترمنځ راګیر دي، او که د حکومتدارۍ او سیمه‌ییزو اړیکو په سیاست کې بدلون رانه ولي، افغانستان ښايي یو ځل بیا د بې‌ثباتۍ او کورنیو شخړو له خطر سره مخ شي.

ترویج لرونکی

د جګړې له ډګره تر بښنې؛ امریکايي پخوانی سرتېری له طالب قوماندان سره مخ شو
۱

د جګړې له ډګره تر بښنې؛ امریکايي پخوانی سرتېری له طالب قوماندان سره مخ شو

۲

طالبانو کابل ښار کې څه باندې ۲۵ جریبه ځمکه دولتي اعلان کړه

۳

د طالبانو او مخالفو ځواکونو تر منځ په بدخشان کې نښته شوې

۴

سرچینې: بدخشان کې د طالبانو د تازه دمو ځواکونو لېږدونکې چورلکې د راکټي برید موخه ګرځېدلي

۵
د محبوب شاه محبوب لیکنه

له پاچاهۍ تر جلاوطنۍ؛ د پاچا محمد ظاهر شاه د ژوند کیسه

•
•
•

نور کیسې

طالبان: تیره میاشت له ایران او پاکستان نه څه باندې ۱۴ زره کورنۍ افغانستان ته ستنې شوي

۳ زمری ۱۴۰۵ - ۲۵ جولای ۲۰۲۶، ۰۸:۴۷ GMT+۱
100%

د طالبانو تر واک لاندې د کډوالو ستونزو ته د رسېدنې عالي کمېسیون خبر ورکړی چې د روان کال د چنګاښ میاشتې په ترڅ کې ۱۴ زره او ۵۳۹ افغان کورنۍ، چې د غړو شمېر یې ۹۷ زره او ۲۷۷ تنو ته رسېږي، له ایران او پاکستان څخه افغانستان ته جبري ستنې شوې دي.

د کمېسیون د معلوماتو له مخې، له دې ډلې ۱۳ زره او ۳۷ کورنۍ له پاکستان او یو زر او ۵۰۲ کورنۍ له ایران نه ستانه شوې دي.

طالبان وایي، یادې کورنۍ د ننګرهار د تورخم، د کندهار د سپین بولدک، د هرات د اسلام‌کلا، د نیمروز د ورېښمو پله او د هلمند د بهرامچې له لارو هېواد ته داخلې شوې دي.

د کمېسیون د شمېرو له مخې، ۱۱ زره او ۶۱۷ کورنۍ د تورخم، یو زر او ۳۳۲ کورنۍ د سپین بولدک، ۳۷۸ کورنۍ د اسلام‌کلا، یو زر او ۱۲۴ کورنۍ د ورېښمو پله او ۸۸ کورنۍ د بهرامچې له لارې هېواد ته ستنې شوې دي.

دا په داسې حال کې ده چې د پاکستان حکومت له ټاکلي ضرب‌الاجل وروسته د افغان کډوالو د ایستلو بهیر چټک کړی دی.

بلخوا، د بشري حقونو سازمانونو په وار وار خبرداری ورکړی چې د افغان کډوالو پر وړاندې ناڅاپي او پراخ عملیات، په ځانګړي ډول پر ښځو او ماشومانو، سختې رواني، ټولنیزې او اقتصادي اغېزې پرېږدي.

طالبانو ننګرهار کې د خیریه بنسټونو په نوم ۱۳ کلینیکونه د ناقانونه فعالیت له امله تړلي

۳ زمری ۱۴۰۵ - ۲۵ جولای ۲۰۲۶، ۰۸:۱۶ GMT+۱
100%

ننګرهار کې د طالبانو رسنیز دفتر خبر ورکړی چې د دغه ولایت د عامې روغتیا د څارنې ټیم جلال‌اباد ښار او یو شمېر ولسوالیو کې ۱۳ کلینیکونه تړلي دي.

د دغه رسنیز دفتر له خوا خپرې شوې خبرپاڼې له مخې، دغو کلینیکونو د خیریه بنسټونو په نوم له قانوني جواز پرته فعالیت کاوه او د روغتیايي خدمتونو په بدل کې یې له خلکو پیسې اخیستلې.

طالبان وایي، یاد کلینیکونه د جلال‌اباد ښار، چپرهار، سره‌رود او خوږیاڼو ولسوالیو کې فعالیت درلود.

د طالبانو د رسنیز دفتر په وینا، هغه کلینیکونه چې د وړیا روغتیايي خدمتونو د وړاندې کولو ادعا کوي، باید له عامې روغتیا وزارت سره رسمي هوکړه او د عدلیې ریاست جواز ولري، ترڅو په قانوني ډول وړیا خدمات وړاندې کړي.

د جګړې له ډګره تر بښنې؛ امریکايي پخوانی سرتېری له طالب قوماندان سره مخ شو

۳ زمری ۱۴۰۵ - ۲۵ جولای ۲۰۲۶، ۰۸:۰۷ GMT+۱
100%

امریکایي ورځپاڼې نیویارک ټایمز پخوانی خبریال او د امریکا پخواني سمندري ځواک سرتېري توماس ګیبنز نیف په یوه شخصي لیکنه کې ویلي، له هغه طالب قوماندان سره یې لیدلي چې د افغانستان د جګړې پر مهال یې ورسره مخامخ جګړه کړې وه.

ګیبنز نیف لیکلي، په ۲۰۱۰ کال کې د مارجې د جګړې پر مهال د امریکايي ځواکونو د سنایپر ډلې مشر و او په جګړه کې یې څو طالبان وژلي وو، خو د جګړې له پای وروسته یې تل د هغو پېښو په اړه د پښیمانۍ او پوښتنو احساس درلود.

هغه وايي، په ۲۰۲۶ کال کې یو ځل بیا افغانستان ته ولاړ څو له ملا عبدالرحیم ګلاب سره وګوري، هغه طالب قومندان چې د مارجې په جګړه کې یې د امریکايي ځواکونو پر ضد جګړه کوله.

د نیویارک ټایمز د پخواني خبریال په وینا، ملا عبدالرحیم ګلاب ورته ویلي چې د طالبانو جګړه د بهرنیو ځواکونو د وتلو او د خپلې عقیدې لپاره وه او هغوی ځانونه د «حق پر لاره» ګڼل.

ګیبنز نیف لیکلي، د طالبانو دغه قومندان ترې پوښتنه کړې چې ولې ډېر امریکايي سرتېري له جګړې وروسته ځان‌وژنه کوي. هغه په ځواب کې ویلي، ډېری امریکايي پوځیان د جګړې د بې‌پای پایلې، د خپلو ملګرو د مرګ او د جګړې د موخې په اړه د ناامېدۍ احساس کوي.

د لیکنې له مخې، ملا عبدالرحیم ګلاب ورته ویلي چې دی په شخصي توګه هغه بښلی، خو دا نه شي ویلای چې د جګړې نور قربانیان او د هغوی کورنۍ به هم ورته بښنه وکړي که نه.

ګیبنز نیف لیکلي، د دې لیدنې په پای کې یې خپل پخوانی دښمن د جګړې د کلونو په پرتله د یو انسان په سترګه ولید او احساس یې وکړ چې د دواړو ترمنځ د دښمنۍ پر ځای د متقابل درک فضا رامنځته شوې ده.

هغه زیاتوي، له امریکا ته تر ستنېدو څو ورځې وروسته ملا عبدالرحیم ګلاب په پیغام کې ترې د خوندي رسېدو پوښتنه کړې وه او ورته یې لیکلي وو: «ښه ده چې خپل کور ته روغ ورسېدې.»

طالبانو کابل ښار کې څه باندې ۲۵ جریبه ځمکه دولتي اعلان کړه

۳ زمری ۱۴۰۵ - ۲۵ جولای ۲۰۲۶، ۰۷:۵۱ GMT+۱
100%

د طالبانو عدلیې وزارت خبر ورکړی، چې د یادې ډلې د مرکزي زون غصب شویو ځمکو ته د رسېدنې ځانګړې محکمې په کابل ښار کې ۲۵ جریبه او ۶۵۳ بسوې ځمکه دولتي ملکیت پېژندلې او اعلان کړې ده.

د یاد وزارت د خبرپاڼې له مخې، دغه ځمکه چې د «کستومایز او رستم حیدري ښارګوټي» په نوم یادیږي، د کابل ښار په څلورمه او اوولسمه ناحیه کې موقعیت لري.

خبرپاڼه زیاتوي، چې د ځمکو د غصب مخنیوي او بېرته راګرځولو کمېسیون له څېړنو وروسته د دغې ځمکې دوسیه ځانګړې محکمې ته سپارلې وه. محکمې د ملکیت اسناد، د املاکو ثبت دفترونه او د اړوندو ادارو معلومات ارزولي او پرېکړه یې کړې چې یاده ځمکه د دولت ملکیت دی.

د طالبانو عدلیې وزارت ویلي، د محکمې له پرېکړې وروسته به دغه ځمکه د ځمکو د غصب مخنیوي او بېرته راګرځولو کمېسیون ته وسپارل شي.

د یاد وزارت په وینا، په ټول هېواد کې د دولتي ځمکو د تثبیت او بېرته ترلاسه کولو بهیر دوام لري او اړوندې ادارې د اسنادو او شواهدو له ارزونې وروسته پرېکړې کوي

د ښځو حقونو د پراخو محدودیتونو تر څنګ؛ طالبان په یوه میاشت کې د ۳۸۸ قضیو د حل ادعا کوي

۳ زمری ۱۴۰۵ - ۲۵ جولای ۲۰۲۶، ۰۷:۳۱ GMT+۱
100%

د طالبانو د امر بالمعروف وزارت وايي، د ۱۴۰۵ لمریز کال په چنګاښ میاشت کې یې د ښځو د حقونو په تړاو ۳۸۸ قضیې حل کړې دي؛ خو د دې وزارت د فعالیتونو په خپاره شوي راپور کې د ښځو پر وړاندې د پراخو محدودیتونو، د هغوی د اساسي حقونو د نقض په اړه وضاحت نه دی ورکړل شوی.

دغه وزارت په خپل میاشتني راپور کې ویلي، د یادو قضیو له ډلې ۱۹۹ د کورني تاوتریخوالي، ۴۶ د میراث، ۳۶ د ولور، ۳۳ د اجباري نکاح، ۲۸ د نفقې، ۲۷ د شرعي نکاح د زمینې برابرولو او ۱۹ د طلاق قضیې وې.

د طالبانو د امر بالمعروف وزارت د ښځو د حقونو د خوندیتوب ادعا په داسې حال کې مطرح کړې چې د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته د ښځو او نجونو پر زده‌کړو، کار، تګ راتګ او عامه ژوند پراخ محدودیتونه لګېدلي دي. دغه وزارت هم د ښځو د حجاب، محرم، جامو او ټولنیز حضور په اړه د محدودیتونو د پلي کولو له مهمو ادارو څخه ګڼل کېږي.

د وزارت په راپور کې ویل شوي چې د دې ادارې وزیر مولوي محمد خالد حنفي، د هېواد شمالي، شمال‌ختیځو، ختیځو، سوېل‌ختیځو، لوېدیځو او مرکزي زونونو ته د سفرونو پر مهال له دیني عالمانو، قومي مخورو او نفوذ لرونکو کسانو سره د وزارت د قانون د پلي کولو او ګډې همکارۍ په اړه ناستې کړې دي.

وزارت ادعا کوي چې محتسبینو یې د خرافاتي کړنو د مخنیوي په نوم په بېلابېلو ولایتونو کې ۳۲ کسان چې «کوډګر» بلل شوي، نیولي او اړوندو ادارو ته یې سپارلي دي.

دغه وزارت همداراز ویلي چې د سالم اقتصادي نظام، د بیو د کنټرول، د تاریخ‌تېرو او بې‌کیفیته توکو د له منځه وړلو، د سود او احتکار د مخنیوي او په ترازو کې د درغلۍ د مخنیوي په موخه یې له سوداګرو او هټۍوالو سره ۷۱۰ اصلاحي ناستې کړې دي.

د راپور له مخې، په همدې موده کې نږدې ۱۰ ټنه تاریخ‌تېر توکي سوځول شوي دي.

د طالبانو د امر بالمعروف وزارت وايي، محتسبینو یې د قومي او ژبنیو تعصبونو د مخنیوي په نوم ۴۹ لویې قومي دښمنۍ په دوستیو بدلې کړې او ۱۷۵ لویې او وړې شخړې یې حل کړې دي.

د دې وزارت راپور د خپلو فعالیتونو شمېرې وړاندې کوي، خو د ښځو د حقونو د قضیو د حل څرنګوالی، د شکایتونو د پرېکړو قانوني بنسټ او دا چې په دغو قضیو کې د ښځو رضایت او خپلواکه حقوقي استازولي څومره مراعت شوې، په اړه یې جزییات نه دي ورکړي.