• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo
د ایران او منځني ختیځ کړکېچ

عراقچي د ایران او امریکا تر منځ د جګړې په تړاو د روسیې له دریځه مننه وکړه

۳ زمری ۱۴۰۵ - ۲۵ جولای ۲۰۲۶، ۰۲:۴۸ GMT+۱

د ایران دولتي خبري اژانس (اېرنا) راپور ورکړی، چې د ایران د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي له خپل روسي سیال سرګي لاوروف سره په لیدنه کې د هغه څه له امله مننه کړې، چې ده «پر ایران د امریکا او اسراییل د پوځي یرغل په غندلو کې د روسیې اصولي دریځ» وباله.

د دغه راپور له مخې، عراقچي په دغې لیدنه کې چې په قرغزستان کې د شانګهای همکاریو سازمان د غړو هېوادونو د غونډې په څنډه کې ترسره شوې، «په هرمز تنګي کې اوسنۍ نا امنۍ» د ایران اسلامي جمهوریت پر ضد د امریکا پالیسیو ته نسبت ورکړ.

هغه په خپلو څرګندونو کې د ایران اسلامي جمهوریت له‌خوا له هرمز تنګي څخه پر تېرېدونکو سوداګریزو بېړیو د ترسره شویو بریدونو په تړاو هېڅ هم ونه‌ویل.

د اېرنا د راپور پر بنسټ، د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف د «ایران پر خلاف د امریکا او اسراییل د پوځي تېري په غندلو کې د روسیې د اصولي دریځ» په یادولو سره، د سیمې پر هېوادونو تکیه د امنيتي چوکاټ جوړولو لپاره پر همکاریو او اعتماد جوړونې ټینګار وکړ.

نوموړي په دې برخه کې د هر ډول همکارۍ لپاره د مسکو چمتووالی څرګند کړ.

ترویج لرونکی

جرمني د ۲۰۲۶ کال له اګست وروسته د افغان پاسپورټونو تمدید په رسمیت نه پېژني
۱

جرمني د ۲۰۲۶ کال له اګست وروسته د افغان پاسپورټونو تمدید په رسمیت نه پېژني

۲

د طالبانو او مخالفو ځواکونو تر منځ په بدخشان کې نښته شوې

۳

د هواپوهنې اداره: په ۱۷ ولایتونو کې د باران، تالندې، سېلیو او سېلابونو راوتو اټکل شوی

۴

د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي لاهم کابل ته بېرته نه دی ستون شوی

۵
د محبوب شاه محبوب لیکنه

له پاچاهۍ تر جلاوطنۍ؛ د پاچا محمد ظاهر شاه د ژوند کیسه

•
•
•

نور کیسې

ټېلګراف: تهران بریتانیا ته د خپلو «عواملو» د لېږدولو لپاره له قاچاقي شبکو استفاده کوي

۳ زمری ۱۴۰۵ - ۲۵ جولای ۲۰۲۶، ۰۲:۲۸ GMT+۱
100%

بریتانوۍ ټېلګراف ورځپاڼې راپور ورکړی، چې د ایران اسلامي جمهوریت بریتانیا ته د خپلو استخباراتي ادارو اړوندو کسانو د لېږدولو لپاره د انسانانو د قاچاق له شبکو څخه ګټه پورته کوي. ایران لا تر اوسه د ټېلګراف د دغه راپور په غبرګون کې څه نه‌دي ویلي.

د دغه راپور پر بنسټ، بریتانوي چارواکو د ایران د اسلامي جمهوریت له استخباراتي بنسټونو سره اړوند یو شمېر کسان هغه مهال پېژندلي او توقیف کړي، چې د مانش کانال له لارې يې په وړو کښتیو کې دغه هېواد ته د ننوتلو هڅه کوله.

ټېلګراف د انسانانو د قاچاقبرانو او ایراني چارواکو له قوله لیکلي، چې د منځني ختیځ او مانش کانال ترمنځ د قاچاق ځینې لارې د ایران د سپاه پاسداران تر ولکې لاندې دي او له دغو شبکو څخه بریتانیا ته د هغو کسانو د لېږد لپاره کار اخیستل کېږي چې «انقلابي ځواکونه» بلل کېږي.

د بریتانیا کورنیو چارو وزارت ویلي، هغه کسان چې د دغه هېواد د ملي امنیت لپاره د ګواښ په توګه تشخیص شي، سمدستي نیول کېږي او په لومړي فرصت کې به له دغه هېواد څخه واېستل شي.

ایران لا تر اوسه د ټېلګراف د دغه راپور په غبرګون کې څه سپیناوی نه‌دی کړی.

پر ایران د بریدونو د زیاتوالي‌اړوند؛ ډونالډ ټرمپ له خپلو لوړپوړو سلاکارانو سره غونډه وکړه

۳ زمری ۱۴۰۵ - ۲۵ جولای ۲۰۲۶، ۰۱:۱۲ GMT+۱
100%

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د خپل حکومت له لوړپوړو سلاکارانو او وزیرانو سره کتلي، څو پر ایران د بریدونو د زیاتولو په اړه پرېکړه وکړي.

نیویارک ټایمز د باوري سرچینو په حواله راپور ورکړی، چې دا لیدنه د تهران او واشنګټن ترمنځ د اټومي بې‌وسلې کولو په هدف د خبرو اترو لپاره د یوې نازکې هوکړې له منځه تللو وروسته شوې ده.

د نیویارک ټایمز ورځپاڼې د څلورو باوري سرچینو له قوله چې د دې غونډې له جریانه خبرې وې، لیکلي، چې ډونالډ ټرمپ اوس د ایران پر وړاندې په خپل چلند کې له یوه برخلیک ټاکونکي پړاو سره مخ دی. سپینې ماڼۍ تر اوسه په رسمي ډول دا نه‌ده روښانه کړې، چې ایا ولسمشر ټرمپ د تهران پر ضد د نویو اقداماتو په اړه کومه وروستۍ پرېکړه کړې ده که نه.

خو بل لور ته، ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي، چې د امریکا پوځ د امر په صورت کې د لا درنو بریدونو ترسره کولو ته پوره چمتووالی لري. نوموړي په ورته وخت کې د کړکېچ د هواري لپاره د ډیپلوماټیکو لارو دروازه هم خلاصه پرېښې ده.

د راپورونو له مخې، دا غونډه په داسې حال کې جوړېږي چې د واشنګټن او تهران ترمنځ د کړکېچ د کمولو لپاره د اوربند او د اوږدې مودې اټومي بې‌وسلې کولو په موخه د تفاهم لیک هڅې په بشپړ ډول ناکامې شوې دي. دواړه لوري اوس د یو بل پر وړاندې د جګړې په درشل کې ولاړ دي.

دا په داسې حال کې ده، چې د جنیوا او اسلام‌اباد مذاکرات له ناکامۍ سره مخ شوي او د تهران او واشنګټن اړیکې په تېرو څلورو لسیزو کې تر ټولو خراب حالت ته رسېدلې دي. د ۲۰۲۶ کال په فبرورۍ کې په جنیوا کې درې پړاو غیرمستقیمې خبرې وشوې چې په‌کې امریکا د نطنز، فردو او اصفهان اټومي تاسیساتو د تړلو غوښتنه وکړه، خو ایران دا غوښتنه رد کړه او د یورانیمو د ۶۰ سلنه غني کولو د صفر کولو پر ځای یې یوازې تر ۳،۶ سلنې پورې د کمولو وړاندیز وکړ، چې د امریکا له خوا ونه منل شو.

د ايران د سينما نوميالی لوبغاړی اکبر عبدي ومړ

۲ زمری ۱۴۰۵ - ۲۴ جولای ۲۰۲۶، ۲۲:۰۳ GMT+۱
100%

د ايران د سينما پېژندل شوی لوبغاړی او د ټلوېزيون کارکوونکی اکبر عبدي د جمعې په ورځ د زړه د ناڅاپي درېدو له امله د ۶۵ کلونو په عمر ومړ. نوموړی په وروستيو کلونو کې د زړه او پښتورګو د ناروغيو له امله څو ځله روغتون ته لېږدول شوی وو او په تېرو مياشتو کې هم تر درملنې لاندې وو.

د اکبر عبدي د مړينې خبر د ايران دولتي خبري اژانسونو خپور کړی دی.

اکبر عبدي په افغانستان کې هم ډېر مينه‌وال لرل او د ايران د سينما ګڼو مينه‌والو د هغه د بېلابېلو هنري رولونو خوږې خاطرې له ځان سره ساتلې دي.

هغه په ۱۳۳۹ لمريز کال کې په تهران ښار کې زېږېدلی وو او خپل هنري ژوند يې د ۱۳۵۰يمې لسيزې په وروستيو کلونو کې پيل کړ. عبدي په لسګونو سينمايي فلمونو او ټلوېزيوني پروګرامونو کې راڅرګند شو او په ځانګړي ډول د طنزي رولونو په ادا کولو سره د ايران د سينما له تر ټولو نامتو، اغېزناکو او محبوبو لوبغاړو څخه وشمېرل شو.

د هغه له مهمو هنري اثارو څخه د «مادر»، «آدم‌برفی»، «هنرپیشه» او «اخراجی‌ها» فلمونه يادېږي. نوموړي د رضا عطاران په لارښوونه جوړ شوي فلم «خوابم می‌آد» کې د خپل غوره رول له امله د فجر د فلمونو له جشنوارې څخه د غوره نارينه مخکښ لوبغاړي د «بلورين سيمرغ» جايزه هم ترلاسه کړې وه.

د اکبر عبدي د هنري وړتياوو يوه ځانګړې ځانګړنه دا وه، چې د بېلابېلو او رنګارنګ رولونو په ادا کولو کې يې لوړ مهارت درلود. هغه د ښځينه کرکټرونو رولونه هم په برياليتوب سره ترسره کړي وو، چې همدې ځانګړنې هغه ته د ايران د سينما او ټلوېزيون د ليدونکو ترمنځ ځانګړی ځای ورکړی وو.

د هغه د مړينې د خبر له خپرېدو وروسته، ګڼو هنرمندانو، سينماګرانو او د ټولنيزو رسنيو کاروونکو د خواخوږۍ پيغامونه خپاره کړي، د هغه کورنۍ او مينه‌والو ته يې د ډاډګېرنې مراتب وړاندې کړي او د ايران د سينما په تاريخ کې يې د هغه تلپاتې هنري ونډه او هغه يادونه وستايل چې د بېلابېلو نسلونو لپاره يې پرې ايښې دي.

د جنسي ځورونو په تور؛ د جرمونو نړیوالې محکمې خپل څارنوال کریم خان له دندې ګوښه کړ

۲ زمری ۱۴۰۵ - ۲۴ جولای ۲۰۲۶، ۲۰:۱۲ GMT+۱
100%

د جرمونو د نړیوالې محکمې غړو هېوادونو د جمعې په ورځ (د زمري ۲مه) د دغې محکمې څارنوال کریم خان د جنسي ناوړه چلند د تورونو له امله له خپلې دندې لرې کړ. ډیپلوماټیکو سرچینو رویټرز اژانس ته ویلي، دا پرېکړه په نیویارک کې د ملګرو ملتونو په مرکزي دفتر کې د رایې اچونې په ترڅ کې شوې ده.

کریم خان چې تل یې دا تورونه رد کړي، اوس به یې پر ځای د نوي څارنوال د غوره کولو لپاره ټاکنې وشي.

د رپوټونو له مخې، پر ۵۶ کلن کریم خان د جنسي ناوړه چلند تورونه د لومړي ځل لپاره په ۲۰۲۴ کال کې راپورته شول او هغه د ۲۰۲۵ کال په مې میاشت کې په موقتي توګه رخصت واخیست.

د دغې محکمې د پرېکړې پر بنسټ چې د جون په اتمه نېټه صادره شوې، ښودل شوې چې نوموړي له خپلې یوې همکارې سره ناسمې جنسي اړیکې درلودې او باید له دندې ګوښه کړل شي. د فرانسې، هالنډ او ناروې هېوادونو په ښکاره توګه د هغه د لرې کولو ملاتړ کړی دی.

کریم خان په ۲۰۲۴ کال کې د اسراییل د لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو د نیولو د حکم غوښتنه کړې وه، چې له امله یې د امریکا او اسراییل له سخت غبرګون سره مخ شو. امریکا د کریم خان په ګډون د یادې محکمې پر ۱۱ چارواکو بندیزونه ولګول او په ملګرو ملتونو کې د اسراییل سفیر ډاني ډانن وویل، چې نوموړي غوښتل د اسراییل په ملامتولو سره له خپلو تورونو پام بل لور ته واړوي.

په ورته وخت کې، کریم خان او د هغه وکیلانو ویلي، چې دا تورونه ښايي د اسراییل او د هغوی د متحدینو د سیاسي فشارونو یوه برخه وي.

د جرمونو نړیوالې محکمې له لوري د طالبانو مشر ملا هبت‌الله او د دغې ډلې د سترې محکمې د رییس عبدالحکیم حقاني د نیول کېدو په حکم کې هم کریم خان ځانګړی رول درلود. هغه غوښتنه کړې وه، چې د طالبانو مشران باید د بشري حقونو د سرغړونو او همدا راز د ښځو او نجونو د زده‌کړو د بندیز له امله ونیول شوي.

کریم خان په اډینبورګ کې له یوه پاکستاني ډاکټر او بریتانوۍ نرسې څخه زیږیدلی او په لندن کې یې د حقوقو زده‌کړې کړې دي. هغه د خپل کار په لومړیو کې د یوګوسلاویا او روانډا لپاره د ملګرو ملتونو په محکمو کې کار کړی او وروسته یې د کینیا، سوډان او لېبیا په قضیو کې هم برخه اخیستې وه. نوموړي په ۲۰۲۳ کال کې د روسیې د ولسمشر ولادیمیر پوتین د نیولو حکم هم صادر کړی وو، چې له امله یې په ۲۰۲۵ کال کې په روسیه کې په غیابي توګه محکوم شو.

د لوېدیزې تړانګې په نښته کې څلور فلسطینیان او دوه اسراییلي سرتېري وژل شوي

۲ زمری ۱۴۰۵ - ۲۴ جولای ۲۰۲۶، ۱۴:۴۷ GMT+۱
100%

د لویدیزې تړانګې نابلس ښار ته نږدې په تال کلي کې د اسراییلي ځواکونو او فلسطینیانو ترمنځ نښته کې څلور فلسطینیان او دوه اسراییلي سرتېري وژل شوي دي. اسراییل د پراخو پوځي عملیاتو خبر ورکړی، خو فلسطینیان وایي، چې نښته د اسراییلي میشتځایونو د اوسېدونکو له برید وروسته پیل شوې ده.

د رویټرز د راپور له مخې د لوېدیزې تړانګې د نابلس سوېل لوېدیځ ته د تال کلي په شاوخوا کې په یوې خونړۍ نښته کې څلور فلسطینیان او دوه اسراییلي سرتېري وژل شوي دي.

د راپور له مخې، دغه پېښه په داسې حال کې شوې چې د روان کال له پیل راهیسې پر فلسطیني کلیو د اسراییلي مېشتو تاوتریخوالی زیات شوی او د ملګرو ملتونو شمېرې هم د دغو بریدونو د زیاتوالي پخلی کوي.

د اسراییلو پوځ ویلي، داسې راپورونه یې ترلاسه کړي چې په سیمه کې پر ګرځېدونکو اسراییلي ملکي وګړو د تال کلي ته نږدې برید شوی دی. پوځ وایي، پېښه د لوېدیځې غاړې په «A سیمه» کې شوې، چې د فلسطیني ادارې تر ملکي او امنیتي کنټرول لاندې ده او اسراییلیانو ته په رسمي ډول د ورتګ اجازه نشته.

د اسراییل دپوځ په وینا، یوه فلسطیني د هافات ګیلاد له نږدې مېشت ځایه د اسراییلي امنیتي ځواکونو وسله اخیستې، پر اسراییلیانو یې ډزې کړې، څو کسان یې ټپیان کړي او وروسته وژل شوی دی. پوځ همداراز ادعا کړې چې په نښته کې څلور فلسطینیان وژل شوي دي.

خو ځايي فلسطیني چارواکي بیا وايي، د اسراییلي مېشتو یوې ډلې هڅه وکړه چې د تال کلي دوو کورونو ته ننوځي، خو د کلي اوسېدونکو ورسره مقابله وکړه.

د رویټرز د راپور له مخې، له دې وروسته اسراییلي پوځ د تال او نابلس په شاوخوا کې امنیتي تدابیر سخت کړي، لارې یې تړلې او ویلي یې دي چې په پېښه کې د ښکېلو کسانو د موندلو عملیات روان دي. پوځ همداراز اعلان کړی چې په سیمه کې د «پراخو ترهګرۍ ضد عملیاتو» لپاره چمتووالی نیسي او د خپلو ځواکونو رخصتۍ یې لغوه کړې دي.