ځايي سرچینو افغانستان انټرنشنل ته وویل چې دغه پخوانی څارنوال د جمعې په شپه له یوې ټیلیفوني اړیکې وروسته د ایبک بندر په سیمه کې له خپل کور څخه بهر ووت او وروسته یې ټیلیفون ځواب نه وایه.
د سرچینو په وینا، د دغه څارنوال جسد د شنبې په سهار ځايي اوسېدونکو د ایبک په نوي ښارګوټي کې د بندر په ساحه کې وموند.
د طالبانو امنیه قوماندانۍ په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې د دغې پېښې په اړه یې پلټنې پیل کړې دي.
تر اوسه د دغې پېښې علت او انګېزه نه ده روښانه شوې.
څارنوال نصرالله رسولي ته نږدې یوې سرچینې افغانستان انټرنشنل ته وویل چې هغه له هېچا سره شخصي دښمني نه درلوده.
دغه راز په سمنګان کې یوې طبي سرچینې وویل چې اوسمهال د دغه څارنوال جسد د ایبک په مرکزي روغتون کې تر عدلي طبي معاینې لاندې دی.
د هغه په وینا، لومړنیو څېړنو ښودلې چې دغه ځوان د ساه بندۍ له امله ساه ورکړې ده.
د راپورونو له مخې، په تېره یوه اونۍ کې لږ تر لږه یو پوځي په خوست کې، یو قومي مشر د غزني په جاغوري کې او د ملي امنیت یو پخوانی افسر په دایکندي کې وژل شوي دي.
دغه کسان د ناپېژاندو وسله والو له خوا وژل شوي دي.
طالبانو تر اوسه د دغو کسانو د ترور په تړاو څوک نه دي نیولي.