فصیحالدین فطرت: بدخشان کې د نظام مخالفینو پاکستان کې وسلې ترلاسه کړې وې او بېرته وتښتېدل

د طالبانو لوی درستیز فصیحالدین فطرت د بدخشان زیباک ولسوالۍ ته د سفر پر مهال په یوه ویډیويي پیغام کې ادعا کړې، چې د دوی هغو مخالفینو چې په پاکستان کې یې وسلې او امکانات ترلاسه کړي وو، زېباک ولسوالۍ کې له سخت مقاومت سره مخ شول او بېرته «وتښتېدل».
