• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

ازادۍ جبهې په رسمي ډول د طالبانو د دوو ډرون څرخکو د غورځولو خبر ور کړی

۳ زمری ۱۴۰۵ - ۲۵ جولای ۲۰۲۶، ۱۴:۰۳ GMT+۱

د ازادۍ جبهې په یوه اعلامیه کې په رسمي توګه خبر ورکړی، چې د بدخشان په زیباک ولسوالۍ کې یې د طالبانو دوه پوځي ډرون څرخکې ویشتلي او له منځه وړې دي. ازادۍ جبهې د ډرونونو ویډیو هم خپره کړې ده.

جبهې په یوه اعلامیه کې ویلي چې دغه دوه ډرونونه د شنبې په ورځ، د زمري په درېیمه، هغه مهال په نښه شول چې د زیباک په هغو سیمو کې یې عملیات کول چې د ازادۍ جبهه یې تر خپل کنټرول لاندې بولي.

ازادۍ جبهه ادعا کوي چې طالبان په وروستیو ورځو کې هڅه کوي د خپلو پوځي امکاناتو او تجهیزاتو په کارولو سره د جبهې پر مواضعو د پرمختګ لپاره پراخ عملیات وکړي، خو د جبهې په وینا، د دوی منظم مقاومت د طالبانو د پرمختګ مخه نیولې ده.

د جبهې په اعلامیه کې همدارنګه ادعا شوې چې د دغو نښتو پر مهال طالبانو ته مرګ‌ژوبله او پوځي زیانونه اوښتي، خو د تلفاتو په اړه یې مشخص شمېر نه دی ورکړی.

ازادۍ جبهې د تېرې ورځې د یوې بلې پېښې په اړه ویلي چې د زیباک په ولسوالۍ کې یې د طالبانو د مرستندویه ځواکونو د لېږد لپاره د هلیکوپټرو د ښکته کېدو مخه هم نیولې ده.

د جبهې په وینا، دغې چورلکې د مرستندویه ځواکونو د انتقال هڅه کوله، خو د جبهې له بریدونو سره مخ شول او په پایله کې یې سیمه پرېښوده او شاتګ یې وکړ.

تر اوسه د ازادۍ جبهې دغه ادعاوې په خپلواکه توګه نه دي تایید شوې او د طالبانو له لوري هم د دوو ډرونونو د له منځه تلو، د هلیکوپټرو د شاتګ او د خپلو ځواکونو د احتمالي تلفاتو په اړه رسمي څرګندونې نه دي شوې.

ترویج لرونکی

د جګړې له ډګره تر بښنې؛ امریکايي پخوانی سرتېری له طالب قوماندان سره مخ شو
۱

د جګړې له ډګره تر بښنې؛ امریکايي پخوانی سرتېری له طالب قوماندان سره مخ شو

۲

طالبانو کابل ښار کې څه باندې ۲۵ جریبه ځمکه دولتي اعلان کړه

۳

د طالبانو او مخالفو ځواکونو تر منځ په بدخشان کې نښته شوې

۴

سرچینې: بدخشان کې د طالبانو د تازه دمو ځواکونو لېږدونکې چورلکې د راکټي برید موخه ګرځېدلي

۵
د محبوب شاه محبوب لیکنه

له پاچاهۍ تر جلاوطنۍ؛ د پاچا محمد ظاهر شاه د ژوند کیسه

•
•
•

نور کیسې

په بدخشان کې د غورځول شويو ډرونونو جوړښت د طالبانو ډرون ټکنالوژۍ ته ورته دی

۳ زمری ۱۴۰۵ - ۲۵ جولای ۲۰۲۶، ۱۳:۴۵ GMT+۱
100%

د بدخشان د زیباک ولسوالۍ په یوه غرنۍ سیمه کې د یوه غورځېدلي ډرون د ټوټو تحلیل ښيي، چې جوړښت او د څرخ بڼه یې د طالبانو له خوا کارول کېدونکو ډرونونو سره ورته والی دي.

د بدخشان د زیباک ولسوالۍ په یوه غرنۍ سیمه کې د یوه غورځېدلي ډرون د ټوټو د موندل کېدو په اړه ادعا شوې، چې جوړښت او د څرخونو بڼه یې د طالبانو د جوړو ډرونونو له جوړښت سره ورته والی لري.

د طالبانو د مخالفې وسله‌والې ډلې ازادۍ جبهې سرچینو افغانستان انټرنشنل ته هغه انځورونه استولي چې ویل کېږي په یوه غرنۍ سیمه کې د غورځول شوي ډرون له ټوټو اخېستل شوي دي.

په دغو انځورونو کې د ډرون ځینې برخې، موتور او څرخ یا پروپیلر لیدل کېږي.

د انځورونو پر بنسټ، د الوتکې جوړښت، د څرخ ډول او ځینې ظاهري ځانګړنې د هغو بې‌پیلوټه الوتکو له جوړښت سره ورته دي چې طالبان یې د بریدونو او نورو موخو لپاره کاروي.

د شنونکو له نظره، که د ډرون د پاتې شونو هویت په خپلواکه توګه تایید شي او څرګنده شي چې دغه ډرون د طالبانو اړوند دی، دا به د طالبانو د بې‌پیلوټه الوتکو د کارونې څرنګتیا او ظرفیت تر پوښتنې لاندې راولي.

د پاکستان پر ښاري سیمو د طالبانو ډېری کارېدلي ډرونونه ځانمرګې بې پیلوټه الوتکې وې، چې شاوخوا دوه متره تنه او له تنې اوږده وزرونه یې درلودل. په انځورونو کې ښکاري چې په زیباک کې د لویدلي ډرون ټوټې هم له دغو ډرونونو سره ورته دي.

تر اوسه طالبانو د دې ادعا، د خپرو شوو انځورونو او د ډرون د هویت په اړه رسمي څرګندونه نه ده کړې.

امرالله صالح وایي طالبان به هېڅکله په رسمي حکومت بدل نه شي

۳ زمری ۱۴۰۵ - ۲۵ جولای ۲۰۲۶، ۱۳:۲۷ GMT+۱
100%

د افغانستان د پخواني ولسمشر لومړي مرستیال امرالله صالح ویلي، چې طالبان به هېڅکله په قانوني حکومت بدل نه شي او واکمني به یې پای ته ورسېږي. هغه د ټولګډونه حکومت اصطلاح بې مانا وبلله او زیاته یې کړه چې هېواد به په راتلونکي کې د خلکو په رایو یو ملي حکومت ولري.

د افغانستان د پخواني ولسمشر لومړي مرستیال امرالله صالح نن شنبه، د زمري پر درېیمه، په خپله اېکس پاڼه لیکلي چې د طالبانو ماته به د خلکو لپاره یو ملي جشن وي او د هېواد د اوسېدونکو په مخونو کې به د خوښۍ نښې راڅرګندې شي.

نوموړي زیاته کړې چې د طالبانو تر بیرغ او جوړښت لاندې ملي یووالی نه‌ یوازې ممکن نه دی، بلکې ورځ تر بلې د له منځه تلو په حال کې دی.

د هغه په وینا، افغانستان به د یو واحد هېواد په توګه پاتې شي او هېڅکله به تجزیه نه شي.

هغه همداراز د طالبانو پر وړاندې مبارزه د سیاسي او پوځي لیدلوري له مخې د نویو ایتلافونو د رامنځته کېدو لامل وبلله چې په افقي توګه به له یو بل سره تعامل ولري.

امرالله صالح د «ټولګډونه حکومت» اصطلاح یوه بې‌مانا او غولوونکې کلمه بللې او ټینګار یې کړی چې داسې حکومت به هېڅکله جوړ نه شي.

هغه ویلي چې افغانستان به په راتلونکي کې د یو ملي او ولسي حکومت خاوند شي چې نوې نسل او عام خلک به پکې د رایې ورکولو له لارې د واک برخلیک ټاکي.

د هغه په وینا، «منافقین» افشا شوي او د هېواد راتلونکی سیاسي افق به روښانه وي.

د پخواني ولسمشر لومړي مرستیال د خپلو څرګندونو په دوام کې ویلي، چې د طالبانو تر واکمنۍ لاندې به د ټاپي پروژه پلې نه شي او چین به هم د عینکو د مسو کان استخراج نه کړي.

هغه همداراز د عزیزي بانک د ۱۰ زره میګاواټه برښنا پروژه یوازې یو بې‌محتوا سرلیک بللی او له خلکو یې غوښتي چې د مطبوعاتي تبلیغاتو ښکار نه شي.

صالح زیاته کړې چې د واک د وېش مساله به په راتلونکي کې د ټولپوښتنې، لویې جرګې یا اساسي قانون له لارې حل شي.

د ازبکستان د لومړي وزیر د مرستیال په مشرۍ یو جګپوړی پلاوی کابل ته رسېدلی

۳ زمری ۱۴۰۵ - ۲۵ جولای ۲۰۲۶، ۱۲:۵۴ GMT+۱
100%

د طالبانو د سوداګرۍ وزارت وايي، د ازبکستان یو لوړپوړی پلاوی، چې دولتي چارواکي او د دغه هېواد د خصوصي سکتور استازي پکې شامل دي، د لومړي وزیر د مرستیال جمشید خواجه‌یف په مشرۍ نن کابل ته رسېدلی. په پلاوي کې د ازبکستان شاوخوا ۱۷۰ سوداګر او پانګوال شامل دي.

د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ وزارت په وینا، دغه پلاوي ته د کابل په نړیوال هوايي ډګر کې د صنعت او سوداګرۍ وزیر نورالدین عزیزي هرکلی ووایه.

وزارت وايي، کابل ته د ازبکستاني پلاوي د سفر موخه د طالبانو له چارواکو او د افغانستان له خصوصي سکتور سره لیدنې او خبرې او همدارنګه په سوداګریز فورم کې ګډون دی.

ټاکل شوې چې د پلاوي د سفر پر مهال د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګریزو او اقتصادي همکاریو د پراختیا په اړه خبرې وشي او د خصوصي سکتورونو ترمنځ د اړیکو د پیاوړتیا لپاره د ګډو فرصتونو په اړه بحث وشي.

په دغه پلاوي کې د ازبکستان د سردریا ولایت سوداګر او پانګوال هم شامل دي، چې څو ورځې وړاندې د افغانستان د څه باندې ۱۰۰ سوداګرو کوربه و.

د طالبانو او ازبکستان ترمنځ په دې وروستیو کې اقتصادي او سوداګریزې اړیکې پراخې شوې او د دواړو خواوو جګپوړو پلاویو له دې وړاندې هم سره لیدلي دي.

د افغان مېرمنو سازمان د ملګرو ملتونو عمومي منشي ته پرانیستی لیک لېږلی

۳ زمری ۱۴۰۵ - ۲۵ جولای ۲۰۲۶، ۱۲:۴۲ GMT+۱
100%

د افغانستان د مېرمنو سازمان له ۳۰ څخه د زیاتو بنسټونو او د هېواد دننه د ۴۵۰ ښځو په مشوره د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوتریش او امنیت شورا ته یو لیک لېږلی. دوی لیکلي، چې یوناما باید له افغان ښځو، مدني ټولنې او سیاسي جریانونو سره د منظمو لیدنو یو جوړښت رامنځته کړي.

د افغانستان لپاره د مېرمنو سازمان دا لیک په خپل اېکس کې خپور کړی او ټینګار یې کړی چې دا ډول تعامل باید له ساده مشورو هاخوا لاړ شي او په سیاسي پروسو کې د افغان ښځو او نورو ښکېلو غاړو رښتینې ونډه باوري کړي.

په دغه پرانیستي لیک کې د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د ۲۷۲۱ پرېکړه لیک پر بنسټ د خپلواکې ارزونې د سپارښتنو پر بشپړ پلي کېدو او د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د ځانګړي استازي پر ټاکلو ټینګار شوی دی.

د سیاسي پرمختګونو د ارزونې لپاره د روښانه شاخصونو ټاکل او په ټولو سیاسي خبرو اترو کې د ښځو بشپړ، برابر او مانا لرونکی ګډون د دغه لیک نورې مهمې غوښتنې دي.

دغه سازمان د ملګرو ملتونو د مرستندویه ماموریت یا یوناما د روڼتیا او حساب ورکونې د پیاوړتیا غوښتنه هم کړې ده.

د افغانستان لپاره د مېرمنو سازمان پر ملګرو ملتونو غږ کړی چې د دغو وړاندیزونو د عملي کولو او د اغېزناک مشرتابه له لارې د یوې داسې باوري او ټولشموله سیاسي پروسې لپاره لاره هواره کړي چې د افغانستان د ټولو وګړو د ارادې ښکارندویي وکړي.

دغه سازمان د ټولنیزو رسنیو له لارې هم پر نړیواله ټولنه غږ کړی چې په افغانستان کې د یوه رښتیني سیاسي بهیر د رامنځته کېدو ملاتړ وکړي.

طالبانو په هلمند کې د رسنیو مسوولینو ته ویلي چې د «خرافاتي مطالبو» پر خپرولو بندیز دی

۳ زمری ۱۴۰۵ - ۲۵ جولای ۲۰۲۶، ۱۱:۴۲ GMT+۱
100%

په هلمند ولایت کې د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور ریاست سیمه ییزو چارواکو پر رسنیو غږ وکړ چې خپل نشرات د اسلامي اصولو او ملي ګټو په چوکاټ کې برابر کړي. دوی د رسنیو ځینې مطالب «خرافات او بې‌بنسټه » بللي او دا کار یې د ټولنې لپاره زیانناک ګڼلی.

د هلمند ولایت د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور ریاست د شنبې په ورځ د رسنیو له مسوولانو سره د همغږۍ غونډه کې غوښتي، چې د خپلو خپرونو کیفیت او محتوا ته پام وکړي او د هغو مطالبو له خپرولو ډډه وکړي چې ددوی په وینا، د اسلامي اخلاقو او افغاني ټولنې خلاف وي.

د طالبانو د فرهنګ او ګرځندوی امر حیات الله یوسف په غونډه کې ټینګار کړی چې څوک په رسنیو کې د ویاند، کوربه یا شنونکي په توګه کار کوي، باید د خپلې موضوع په اړه بشپړ چمتووالی ولري او له ناسمو او پاروونکو څرګندونو ډډه وکړي.

هغه زیاته کړې چې رسنۍ پر عامه ذهنیت مستقیم اغېز لري او باید د داسې مطالبو له خپرولو ډډه وکړي چې په ټولنه کې د «فساد او اختلاف» لامل کېږي.

د طالبانو له بیا ځلي واک ته رسېدو سره دې ډلې په افغانستان کې رسنۍ سانسور کړې دي او رسنۍ په ازاده توګه فعالیت نه شي کولی.