طالبان وایي کابل او تخار کې یې د غلا او نشهیي توکو د قاچاق په تور اته تنه نیولي

د طالبانو کورنیو چارو وزارت خبر ورکړی چې امنیتي ځواکونو یې په کابل او تخار ولایتونو کې د نشهیي توکو د قاچاق او لېږد په تور درې تنه نیولي دي. بلخوا، د کابل امنیه قوماندانۍ د غلا په تور د پنځو نورو کسانو د نیولو خبر هم ورکړی.
