سرچینې: ازادۍ جبهې د بدخشان په زیباک کې «د طالبانو دوه ډرونونه» نسکور کړي

ازادۍ جبهې ته نږدې سرچینو افغانستان انټرنشنل ته وویل چې ځواکونو یې د شنبې په غرمه د بدخشان په زیباک ولسوالۍ کې د طالبانو دوه ډرونونه نسکور کړي. افغانستان انټرنشنل د دې پېښې تصویرونه لیدلي چې په یوه غرنۍ سیمه کې د ډرونونو ټوټې ښيي. طالبانو تراوسه ددې ادعا په اړه څه نه دي ویلي.
