د طالبانو د هرات والي له ازبکستاني پلاوي سره د لېدو په موخه کابل ته تللی

د هرات ولایت طالب والي مولانا اسلامجار، کابل ته په دې موخه سفر کړی چې د ازبکستان د لومړي وزیر له مرستیال، جمشید خواجهیف، او د طالبانو له یو شمېر چارواکو سره د هرات د بنسټیزو پروژو او اقتصادي همکاریو په اړه خبرې وکړي.
