طالبانو په هلمند کې د رسنیو مسوولینو ته ویلي چې د «خرافاتي مطالبو» پر خپرولو بندیز دی

په هلمند ولایت کې د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور ریاست سیمه ییزو چارواکو پر رسنیو غږ وکړ چې خپل نشرات د اسلامي اصولو او ملي ګټو په چوکاټ کې برابر کړي. دوی د رسنیو ځینې مطالب «خرافات او بېبنسټه » بللي او دا کار یې د ټولنې لپاره زیانناک ګڼلی.
