د ایران د تایباد د دوغارون سوداګریزې ـ صنعتي ازادې سیمې د اقتصادي پراختیا مرستیال حسن نوريزاده ایرنا اژانس ته ویلي، چې ایران له افغانستان سره د سیستان او بلوچستان د میلک، د جنوبي خراسان د ماهیرود او د رضوي خراسان د دوغارون له رسمي پولو سره ګډه پوله لري.
د هغه په وینا، افغانستان ته د ایران د صادرېدونکو توکو ۶۰سلنه د دوغارون له رسمي سرحد څخه لېږدول کېږي.
هغه وویل، چې افغانستان ته د ایران ډېری صادرات ودانیز توکي، اوسپنه او فلزات، خوراکي توکي، مېوې او سبزيجات او نفتي محصولات دي.
له بلې خوا، ایران له افغانستان څخه تخمونه، کنجاړه او ودانیزې ډبرې واردوي.
یاد ایراني چارواکي ویلي، چې هرات د افغانستان دویم لوی اقتصادي بازار بلل کېږي. د هغه په وینا، افغانستان ته د ایران د صادرېدونکو توکو له ۹۰ سلنې زیات د هرات ښار پر لور ځي او د اسلام کلا له لارې ډېری اقتصادي تعاملات د هرات له سوداګرو او اقتصادي فعالانو سره کېږي.
د هغه په وینا، اوس مهال هره ورځ له ۱۲۰۰ څخه ډېر ایراني او بهرني باروړونکي موټر د اسلامکلا او دوغارون له دوو رسمي سرحدونو افغانستان او ایران ته تګ راتګ کوي.
د هغه په وینا، دا شمېر د کال په بېلابېلو موسمونو کې بدلېږي.
نوريزاده زیاته کړه چې د ایران او افغانستان ترمنځ د سوداګرۍ د زیاتوالي لپاره باید له ټولو شته امکاناتو استفاده وشي. د هغه په باور، دا کار به د ایران، رضوي خراسان او د تایباد د سرحدي سیمې اقتصادي وده پیاوړې کړي او په دې محرومه سرحدي سیمه کې به د دوامدارو کاري فرصتونو د رامنځته کېدو زمینه برابره کړي.