• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

ملګري ملتونه: د نورستان سېلاب ځپلي بېړنیو او اوږدمهالو مرستو ته اړتیا لري

۳ زمری ۱۴۰۵ - ۲۵ جولای ۲۰۲۶، ۰۹:۲۶ GMT+۱تازه شوی: ۳ زمری ۱۴۰۵ - ۲۵ جولای ۲۰۲۶، ۱۰:۴۸ GMT+۱

ملګرو ملتونو ویلي، د افغانستان په نورستان ولایت کې وروستیو سختو ناڅاپي سېلابونو د ځاني زیانونو تر څنګ پراخ مالي او بشري زیانونه اړولي دي.

د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر (اوچا) استازې اولګا چریوکو ویلي، دغو سېلابونو کورونه، سړکونه، پلونه، د څښاک اوبو شبکې، د اوبو لګولو سیستمونه او د خلکو د ژوند سرچینې سختې زیانمنې کړې دي.

هغې زیاته کړې، چې اوسنی لومړیتوب د ژغورنې عملیات، د ټپیانو درملنه او ورک شویو کسانو ته رسېدل دي، خو د اوبو له کمېدو وروسته به د زیانمنو کورنیو اړتیاوې لا زیاتې شي.

د اوچا په وینا، هغه کورنۍ چې کورونه یې ویجاړ شوي، بېړني سرپناه، د کور اړین توکي او د څښاک پاکو اوبو ته اړتیا لري. همدارنګه د اوبو لګولو د شبکو زیان د کرنې پر سکټور منفي اغېز کړی او د خلکو د عاید سرچینې یې له ګواښ سره مخ کړې دي.

ملګرو ملتونو ویلي، اوسني امکانات د اړتیاوو د پوره کولو لپاره بسنه نه کوي او د زیانمنو کورنیو د ملاتړ او د افغانستان په نورو بیړنیو وضعیتونو کې د مرستو د دوام لپاره د نړیوالې ټولنې اضافي مالي مرستې ضروري دي.

ترویج لرونکی

د جګړې له ډګره تر بښنې؛ امریکايي پخوانی سرتېری له طالب قوماندان سره مخ شو
۱

د جګړې له ډګره تر بښنې؛ امریکايي پخوانی سرتېری له طالب قوماندان سره مخ شو

۲

طالبانو کابل ښار کې څه باندې ۲۵ جریبه ځمکه دولتي اعلان کړه

۳

د طالبانو او مخالفو ځواکونو تر منځ په بدخشان کې نښته شوې

۴

سرچینې: بدخشان کې د طالبانو د تازه دمو ځواکونو لېږدونکې چورلکې د راکټي برید موخه ګرځېدلي

۵
د محبوب شاه محبوب لیکنه

له پاچاهۍ تر جلاوطنۍ؛ د پاچا محمد ظاهر شاه د ژوند کیسه

•
•
•

نور کیسې

د طالبانو تر واک لاندې پوهنتونونه؛ محصلان د علمي چاپېریال له بدلون شکایت کوي

۳ زمری ۱۴۰۵ - ۲۵ جولای ۲۰۲۶، ۰۹:۱۵ GMT+۱
100%

واسکونسن مسلم ژورنال د ګارډین ورځپاڼې له قوله یوه راپور کې لیکلي، چې د طالبانو له واکمنېدو نږدې پنځه کاله وروسته د افغانستان د لوړو زده کړو نظام له جدي ستونزو سره مخ شوی او محصلان باور لري چې پوهنتونونه د خپل اصلي علمي رسالت څخه لرې شوي دي.

د راپور له مخې، نارینه محصلان اړ دي ږیرې پرېږدي، دودیزې جامې واغوندي او هره ورځ په اجباري ډول خپل مضمونونه نه پرته نور څه ولولي او نورو غونډو کې ګډون وکړي کوم چې دوی پورې اړه نه لري . یو شمېر محصلان وايي، که د طالبانو له ټاکل شویو اصولو سرغړونه وکړي، له سزا سره مخ کېږي.

د کابل پوهنتون د ژورنالېزم یوه محصل ویلي، د نورو غونډو له امله د دوی د اصلي درسي ساعتونو یوه برخه له منځه ځي او د ژورنالېزم او نورو عصري مضامینو زده‌کړې اغېزمنې شوې دي.

په راپور کې راغلي چې د کابل، کندهار، هلمند، ننګرهار، بامیان، بلخ او وردګو ولایتونو له شلو څخه زیاتو محصلانو ورته اندېښنې شریکې کړې دي. دوی وايي، ډېر تجربه لرونکي استادان له هېواده وتلي یا له دندو لرې شوي او پر ځای یې کم‌تجربه او د طالبانو پلوي کسان ګومارل شوي دي.

ځینو محصلانو ویلي، اوس په ټولګیو کې د ازادو پوښتنو او بحث فضا محدوده شوې او محصلان یوازې د استاد د خبرو اورېدو ته اړ ایستل کېږي.

د یونسکو د شمېرو له مخې، په افغانستان کې د لوړو زده کړو د محصلانو شمېر د ۲۰۱۹ او ۲۰۲۴ کلونو ترمنځ په څرګند ډول کم شوی دی. د ښځینه محصلانو نوم‌لیکنه تر ۲۰۲۴ کال پورې صفر ته رسېدلې او د نارینه محصلانو شمېر هم له ۳۱۰ زرو څخه نږدې ۱۸۹ زرو ته راټیټ شوی دی.

راپور زیاتوي، ډېری محصلان نور باور نه لري چې پوهنتوني زده‌کړې به دوی ته د کار او ښه راتلونکي زمینه برابره کړي او یو شمېر یې یوازې د کورنیو د غوښتنې له امله خپلو زده‌کړو ته دوام ورکوي.

تحلیل: طالبان له کورنیو اختلافونو او سیمه‌ییز فشارونو سره د واک له سخت ازمویښت سره مخ دي

۳ زمری ۱۴۰۵ - ۲۵ جولای ۲۰۲۶، ۰۸:۵۳ GMT+۱
100%

پاکستانۍ ورځپاڼې ډان په یوه تحلیلي راپور کې ویلي چې د طالبانو حکومت، چې ځان یو موټی او پیاوړی نظام معرفي کوي، اوس له ژورو کورنیو اختلافونو، اقتصادي ستونزو او زیاتېدونکو سیمه‌ییزو فشارونو سره مخ دی او د اوږدمهاله ثبات وړتیا یې تر پوښتنې لاندې راغلې ده.

د راپور له مخې، د طالبانو په رهبرۍ کې د کندهار او کابل د دوو مهمو ډلو ترمنځ د واک پر سر اختلافونه زیات شوي دي. د کندهار مشرتابه، چې د هبت‌الله اخندزاده تر مشرۍ لاندې فعالیت کوي، د واک د بشپړ تمرکز غوښتونکی دی، خو د سراج‌الدین حقاني په ګډون د کابل ډلې د حکومتدارۍ په څرنګوالي کې له دې تګلارې سره اختلاف لري.

راپور زیاتوي چې د همدې اختلافونو ترڅنګ د احمد مسعود په مشرۍ د ملي مقاومت جبهه او ځینې نورې کوچنۍ وسله‌والې ډلې هم د طالبانو پر ضد فعالیت کوي، چې د حکومت امنیتي فشارونه یې زیات کړي دي.

د لیکنې له مخې، د طالبانو او پاکستان اړیکې هم تر بل هر وخت ترینګلې شوې دي. لیکوال ادعا کوي چې اسلام‌اباد طالبان د تحریک طالبان پاکستان په ملاتړ تورنوي او له همدې امله یې د پخوانۍ همکارۍ پر ځای د سخت امنیتي چلند لاره خپله کړې ده.

راپور همداراز وایي چې که څه هم روسیې له طالبانو سره خپلې اړیکې پراخې کړې او د طالبانو نوم یې د منع شویو ډلو له لېسته ایستلی، خو مسکو لا هم د طالبانو پر اوږدمهاله ثبات او د ترهګرو ډلو پر وړاندې د هغوی پر ژمنتیا شک لري.

راپور کې ويل شوي، طالبان اوس د کورنیو اختلافونو، د سیاسي او وسله‌وال مقاومت، د پاکستان له فشارونو او د نړیوالو د محدود باور ترمنځ راګیر دي، او که د حکومتدارۍ او سیمه‌ییزو اړیکو په سیاست کې بدلون رانه ولي، افغانستان ښايي یو ځل بیا د بې‌ثباتۍ او کورنیو شخړو له خطر سره مخ شي.

طالبان: تیره میاشت له ایران او پاکستان نه څه باندې ۱۴ زره کورنۍ افغانستان ته ستنې شوي

۳ زمری ۱۴۰۵ - ۲۵ جولای ۲۰۲۶، ۰۸:۴۷ GMT+۱
100%

د طالبانو تر واک لاندې د کډوالو ستونزو ته د رسېدنې عالي کمېسیون خبر ورکړی چې د روان کال د چنګاښ میاشتې په ترڅ کې ۱۴ زره او ۵۳۹ افغان کورنۍ، چې د غړو شمېر یې ۹۷ زره او ۲۷۷ تنو ته رسېږي، له ایران او پاکستان څخه افغانستان ته جبري ستنې شوې دي.

د کمېسیون د معلوماتو له مخې، له دې ډلې ۱۳ زره او ۳۷ کورنۍ له پاکستان او یو زر او ۵۰۲ کورنۍ له ایران نه ستانه شوې دي.

طالبان وایي، یادې کورنۍ د ننګرهار د تورخم، د کندهار د سپین بولدک، د هرات د اسلام‌کلا، د نیمروز د ورېښمو پله او د هلمند د بهرامچې له لارو هېواد ته داخلې شوې دي.

د کمېسیون د شمېرو له مخې، ۱۱ زره او ۶۱۷ کورنۍ د تورخم، یو زر او ۳۳۲ کورنۍ د سپین بولدک، ۳۷۸ کورنۍ د اسلام‌کلا، یو زر او ۱۲۴ کورنۍ د ورېښمو پله او ۸۸ کورنۍ د بهرامچې له لارې هېواد ته ستنې شوې دي.

دا په داسې حال کې ده چې د پاکستان حکومت له ټاکلي ضرب‌الاجل وروسته د افغان کډوالو د ایستلو بهیر چټک کړی دی.

بلخوا، د بشري حقونو سازمانونو په وار وار خبرداری ورکړی چې د افغان کډوالو پر وړاندې ناڅاپي او پراخ عملیات، په ځانګړي ډول پر ښځو او ماشومانو، سختې رواني، ټولنیزې او اقتصادي اغېزې پرېږدي.

طالبانو ننګرهار کې د خیریه بنسټونو په نوم ۱۳ کلینیکونه د ناقانونه فعالیت له امله تړلي

۳ زمری ۱۴۰۵ - ۲۵ جولای ۲۰۲۶، ۰۸:۱۶ GMT+۱
100%

ننګرهار کې د طالبانو رسنیز دفتر خبر ورکړی چې د دغه ولایت د عامې روغتیا د څارنې ټیم جلال‌اباد ښار او یو شمېر ولسوالیو کې ۱۳ کلینیکونه تړلي دي.

د دغه رسنیز دفتر له خوا خپرې شوې خبرپاڼې له مخې، دغو کلینیکونو د خیریه بنسټونو په نوم له قانوني جواز پرته فعالیت کاوه او د روغتیايي خدمتونو په بدل کې یې له خلکو پیسې اخیستلې.

طالبان وایي، یاد کلینیکونه د جلال‌اباد ښار، چپرهار، سره‌رود او خوږیاڼو ولسوالیو کې فعالیت درلود.

د طالبانو د رسنیز دفتر په وینا، هغه کلینیکونه چې د وړیا روغتیايي خدمتونو د وړاندې کولو ادعا کوي، باید له عامې روغتیا وزارت سره رسمي هوکړه او د عدلیې ریاست جواز ولري، ترڅو په قانوني ډول وړیا خدمات وړاندې کړي.

د جګړې له ډګره تر بښنې؛ امریکايي پخوانی سرتېری له طالب قوماندان سره مخ شو

۳ زمری ۱۴۰۵ - ۲۵ جولای ۲۰۲۶، ۰۸:۰۷ GMT+۱
100%

امریکایي ورځپاڼې نیویارک ټایمز پخوانی خبریال او د امریکا پخواني سمندري ځواک سرتېري توماس ګیبنز نیف په یوه شخصي لیکنه کې ویلي، له هغه طالب قوماندان سره یې لیدلي چې د افغانستان د جګړې پر مهال یې ورسره مخامخ جګړه کړې وه.

ګیبنز نیف لیکلي، په ۲۰۱۰ کال کې د مارجې د جګړې پر مهال د امریکايي ځواکونو د سنایپر ډلې مشر و او په جګړه کې یې څو طالبان وژلي وو، خو د جګړې له پای وروسته یې تل د هغو پېښو په اړه د پښیمانۍ او پوښتنو احساس درلود.

هغه وايي، په ۲۰۲۶ کال کې یو ځل بیا افغانستان ته ولاړ څو له ملا عبدالرحیم ګلاب سره وګوري، هغه طالب قومندان چې د مارجې په جګړه کې یې د امریکايي ځواکونو پر ضد جګړه کوله.

د نیویارک ټایمز د پخواني خبریال په وینا، ملا عبدالرحیم ګلاب ورته ویلي چې د طالبانو جګړه د بهرنیو ځواکونو د وتلو او د خپلې عقیدې لپاره وه او هغوی ځانونه د «حق پر لاره» ګڼل.

ګیبنز نیف لیکلي، د طالبانو دغه قومندان ترې پوښتنه کړې چې ولې ډېر امریکايي سرتېري له جګړې وروسته ځان‌وژنه کوي. هغه په ځواب کې ویلي، ډېری امریکايي پوځیان د جګړې د بې‌پای پایلې، د خپلو ملګرو د مرګ او د جګړې د موخې په اړه د ناامېدۍ احساس کوي.

د لیکنې له مخې، ملا عبدالرحیم ګلاب ورته ویلي چې دی په شخصي توګه هغه بښلی، خو دا نه شي ویلای چې د جګړې نور قربانیان او د هغوی کورنۍ به هم ورته بښنه وکړي که نه.

ګیبنز نیف لیکلي، د دې لیدنې په پای کې یې خپل پخوانی دښمن د جګړې د کلونو په پرتله د یو انسان په سترګه ولید او احساس یې وکړ چې د دواړو ترمنځ د دښمنۍ پر ځای د متقابل درک فضا رامنځته شوې ده.

هغه زیاتوي، له امریکا ته تر ستنېدو څو ورځې وروسته ملا عبدالرحیم ګلاب په پیغام کې ترې د خوندي رسېدو پوښتنه کړې وه او ورته یې لیکلي وو: «ښه ده چې خپل کور ته روغ ورسېدې.»