• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

هرات کې یو سوداګر د زر تنه زده‌کوونکو لپاره د ښوونځي ودانۍ جوړه کړې

۴ زمری ۱۴۰۵ - ۲۶ جولای ۲۰۲۶، ۰۴:۱۹ GMT+۱تازه شوی: ۴ زمری ۱۴۰۵ - ۲۶ جولای ۲۰۲۶، ۰۵:۴۵ GMT+۱

په هرات ولایت کې د یوه سوداګر له لوري په شخصي لګښت د ۱۰۰۰تنه نجونو او هلکانو لپاره یو شپږ پوړیزه د ښوونځي ودانۍ جوړه شوې چې ټولیز لګښت یې۲ میلیونه او ۴۰۰ زره امریکایي ډالر ښودل شوی دی.

د خیریه بنسټ سلاکار، خلیل احمد شهیدزاده، ویلي چې د ښوونځي ټول درسي ټولګي په معیاري ډول جوړ شوي. د هغه په وینا، ښوونځی د کمپیوټر ټولګي، کتابتون او په عصري وسایلو سمبال د ساینس لابراتوار هم لري.

په همدې حال کې، د هرات لپاره د طالبانو والي، نور احمد اسلام‌جار، له نورو پانګه‌والو غوښتي چې په هرات ولایت کې ورته عامه پروژې پلې کړي.

دا په داسې حال کې ده چې طالبانو له نږدې پنځو کلونو راهیسې له شپږم ټولګي پورته د نجونو پر زده‌کړو بندیز لګولی.
ملګرو ملتونو او ګڼو نړیوالو بنسټونو دغه محدودیتونه د نجونو د زده‌کړو له حق څخه سرغړونه بللې او پر طالبانو یې په وار، وار غږ کړی چې دا بندیزونه لرې کړي. طالبانو په لومړۍ کې ویل چې د زده‌کړو د بیا پیل لپاره یوه طرحه جوړوي، خو تر اوسه یې د نجونو پر منځنیو او لوړو زده‌کړو بندیز نه دی لرې کړی.

ترویج لرونکی

د جګړې له ډګره تر بښنې؛ امریکايي پخوانی سرتېری له طالب قوماندان سره مخ شو
۱

د جګړې له ډګره تر بښنې؛ امریکايي پخوانی سرتېری له طالب قوماندان سره مخ شو

۲

طالبانو کابل ښار کې څه باندې ۲۵ جریبه ځمکه دولتي اعلان کړه

۳

د ښځو حقونو د پراخو محدودیتونو تر څنګ؛ طالبان په یوه میاشت کې د ۳۸۸ قضیو د حل ادعا کوي

۴

سرچینې: بدخشان کې د طالبانو د تازه دمو ځواکونو لېږدونکې چورلکې د راکټي برید موخه ګرځېدلي

۵
د محبوب شاه محبوب لیکنه

له پاچاهۍ تر جلاوطنۍ؛ د پاچا محمد ظاهر شاه د ژوند کیسه

•
•
•

نور کیسې

کابل مېشتي: د پغمان قلعه حیدرخان کې د خښتو بټیو دود خلک پر بېلابېلو ناروغیو اخته کړي

۴ زمری ۱۴۰۵ - ۲۶ جولای ۲۰۲۶، ۰۰:۳۷ GMT+۱
100%

د کابل د پغمان ولسوالۍ اړوند د قلعه حیدرخان سیمې يو شمېر اوسېدونکي وايي، په سیمه کې د خښتو د بټیو له دود څخه د چاپېریال له ککړتیا سربېره ځايي اوسېدونکي پر بېلابېلو ناروغیو اخته شوي دي. دوی له اړوندو مسوولینو غواړي چې په استوګنیزو سیمو کې د خښتو بټیو د فعالیتونو مخه ډب کړي.

د پغمان ولسوالۍ د قلعه حیدرخان اوسېدونکو ویلي، په دې سیمه کې د خښتو څلور بټۍ فعالیت لري چې شپه او ورځ په‌کې د خښتو د پخولو لپاره ټایرونه، د ډبرو سکاره او پلاستیکي توکي سوځول کېږي.

د قلعه حېدر خان يوه اوسېدونکي محمد نعيم د طالبانو تر کنټرول لاندې له ملي ټلويزیون سره په خبرو کې ويلي: «له دغو بټيو نه موږ ټول په تکليف یو. زموږ چاپېريال یې الوده کړی او چټل کړی دی. شپه او ورځ دغه بټۍ روانې وي ټول خلک له طالبانو غواړي چې زموږ دغه مشکل حل کړي».

د سیمې اوسېدونکو زیاته کړې، چې د خښتو د بټیو دود ځايي اوسېدونکي پر بېلابېلو ناروغیو اخته کړي او له طالبانو یې غوښتي چې په استوګنیزو سیمو کې د خښتو د بټیو فعالیت بند کړي.

د قلعه حېدر خان يوه بل اوسېدونکي ولي محمد د طالبانو تر کنټرول لاندې له ملي ټلويزیون سره په خبرو کې ويلي: «د بټيو نه ډېر په تکليف یو، دغه دود کار بيخي خراب کړی دی زموږه کورونو ته دغه دود راځي. زموږ په ماشومانو او زنانو باندې یې تاثير کړی دی، لس کاله کيږي چې شپه او ورځ دا بټۍ فعالې دي».

د سیمې اوسېدونکو ویلي، دغه بټۍ له چاپېریالي معیارونو او څارنې پرته فعالیت کوي او په سیمه کې یې زرګونه کورنۍ د چاپېریال د ککړتیا له ګواښ سره مخ کړې دي.

دوی غوښتنه کړې، چې دغه بټۍ دې له استوګنیزو سیمو څخه بل مناسب ځای ته ولېږدول شي، څو د خلکو روغتیا او چاپېریال خوندي شي.

د سیمې اوسېدونکو زیاته کړې، چې د دغو بټیو قرارداد د لسو کلونو لپاره شوی وو، خو اوس له پنځلسو کلونو وروسته لا هم فعالې دي، چاپېریال ککړوي او د خلکو د ناروغیو لامل ګرځي.

د ملک سلمان خیریه بنسټ په کابل کې له ۸۸۸ بې‌وزلو کورنیو سره د خوراکي توکو مرسته وکړه

۴ زمری ۱۴۰۵ - ۲۶ جولای ۲۰۲۶، ۰۰:۰۴ GMT+۱
100%

د سعودي عربستان پرېس اژانس ويلي، د ملک سلمان خیریه بنسټ د شنبې په ورځ (د زمري ۳مه) د افغانستان په پلازمېنه کابل کې له ګاونډیو هېوادونو څخه پر ۸۸۸ راستنو شویو کډوالو، کورنیو بې‌ځایه شویو، اړمنو خلکو او یتیمانو د خوراکي توکو بستې وېشلې دي.

د راپور له‌مخې، له دغو مرستو څخه ۸۸۸ کورنیو چې د غړو شمېر یې ۶۲۱۶ ته رسېږي ګټه واخیسته او دا مرستې په افغانستان کې د ۲۰۲۶ کال د خوړو خوندیتوب او بېړنیو مرستو پروژې په چوکاټ کې وېشل شوې دي.

دا مرستې د سعودي عربستان د بشري مرستو د هغو پروژو یوه برخه ده، چې د ملک سلمان خیریه بنسټ له لارې په افغانستان کې پلي کېږي، څو د خوړو خوندیتوب پیاوړی شي او د افغانانو ستونزې راکمې شي.

د یاد خیره بنسټ د مسوولینو په وینا، پر هرې کورنۍ ۵۰ کیلو اوړه، ۵ لیټره غوړي، ۵،۵ کیلو بوره، ۵ کیلو لوبیا او ۵ کیلو وریژي وېشل شوي او همداراز یې د مرستو د دوام ژمنه هم کړې ده.

دوه ورځې وړاندې هم د ملک سلمان خیريه بنسټ د نورستان له سېلاب‌ځپلو کورنیو سره د ۱۰۰۰ خوراکي بستو مرسته اعلان کړې وه او د دغو مرستو په اړه ويل شوي چې ۵۰۰ بستې په کابل کې د سعودي عربستان د سفارت د مرستيال له لوري افغاني سرې مياشتې ټولنې ته سپارل شوي او د پاتې نورو د ورکړې ژمنه هم شوې وه.

د ملک سلمان خیریه بنسټ په ۲۰۱۵ کال کې تاسیس شوی او له خپل تاسیس راهیسې یې تر اوسه د افغانستان په ګډون تر سلو زیاتو هېوادونو ته بشري مرستې لېږلې دي.

د خيبر پښتونخوا د اطلاعاتو وزیر: له افغانستان سره د لارو تړل د ستونزو حل نه‌دی

۳ زمری ۱۴۰۵ - ۲۵ جولای ۲۰۲۶، ۲۳:۳۲ GMT+۱
100%

د خيبر پښتونخوا د اطلاعاتو او عامه اړيکو وزير شفيع جان ويلي، له افغانستان سره د لارو تړل د ستونزو حل نه‌دی، بلکې د ستونزو د حل لپاره يوه مېکانیزم ته اړتیا ده، ځکه چې د سوداګریزو اړیکو د درېدو له امله خلک له ستونزو سره مخ شوي دي.

د خيبر پښتونخوا د اطلاعاتو وزیر شفيع جان د شنبې په ورځ له یوې پاکستانۍ رسنۍ سره په مرکه کې وويل، د خيبر پښتونخوا د ډېریو خلکو ژوند له افغانستان سره په سوداګرۍ پورې تړلی دی او په وینا یې، په اوسنیو شرایطو کې د دواړو خواوو سوداګر له سخت فشار سره مخ او بې‌برخلیکه دي.

هغه وويل، پاکستان له هند سره د سوداګرۍ خبره کوي، خو له افغانستان سره يې لارې تړلي دي. نوموړي زياته کړه، چې پاکستان په نړۍ کې د منځګړيتوب رول لوبوي دا ښه کار دی، خو په وينا يې، پاکستان له خپل «اسلامي ورور هېواد افغانستان» سره خبرو ته چمتو نه‌دی.

شفيع جان د کوم هېواد د نوم له اخيستو پرته وويل، «که د کوم هېواد خاوره د پاکستان پر ضد کارول کېږي، نو د هغې مخنيوی ضروري دی او که مخنيوی نه‌کېږي، نو د حل لپاره يې مناسب اقدام هم اړين دی».

هغه وويل: «د پاکستان د هرې يوې اېنچ خاورې ساتنه زموږ ملي دنده ده، که له هغې خوا کوم يرغل کېږي، نو سمدستي ځواب ورکول ضروري دي».

نوموړي ټينګار وکړ، چې ستونزې د خبرو اترو له لارې هم حل کېدای شي او زیاته یې کړه: «تر دې وړاندې د خبرو له لارې ځينې موخې ترلاسه شوي دي. له افغانستان سره مو خبرې کړې دي او جرګې مو هم ورلېږلې دي. د خبرو لاره له موږ سره شته، خو که داسې کسان ولېږل شي چې د خبرو پر ځای نورې ستونزې جوړې کړي، نو دا هم د حل لاره نه‌ده».

د پاکستان او طالبانو ترمنځ پر ډیورند کرښه تر نښتو وروسته د تورخم او چمن په ګډون د دواړو هېوادونو ترمنځ ټولې لارې د ۱۴۰۴ کال د تلې له ۲۱مې راهیسې تړل شوي او د دواړو هېوادونو ترمنځ سوداګري هم په ټپه درېدلې ده. اوس‌مهال یوازې افغان کډوال له پاکستان څخه افغانستان ته د ستنېدو اجازه لري او له هغې پرته پر یادو لارو هر ډول تګ‌راتګ درېدلی دی.

د پاکستان- افغانستان د سوداګرۍ ګډې خونې د مسوولینو په وینا، د افغانستان او پاکستان تر منځ د لارو تړل پاتې کېدو له امله پاکستان ته نږدې ۹۸۰ مېلیونه او افغانستان ته نږدې ۴۹۵ مېلیونه امریکایي‌ ډالر زیان رسېدلی دی.

میاخېل: د دین په نوم د طالبانو مذهبي افراط د اسلامي،انساني او افغاني کلتور سره برابر نه‌دی

۳ زمری ۱۴۰۵ - ۲۵ جولای ۲۰۲۶، ۲۳:۲۳ GMT+۱
100%

د افغانستان دفاع وزارت پخواني سرپرست شاه محمود میاخېل ویلي، چې افغانان د افراط او تفریط قربانيان دي. هغه زیاته کړې، د طالبانو ۵ کلنې واکمنۍ وښودله چې د هغوی مذهبي افراط له افغاني کلتور او اسلامي ارزښتونو سره برابر نه‌دی او نه‌شي کولای په هېواد کې سوله، ثبات او سوکالي رامنځته کړي.

د جمهوري نظام پر مهال د ملي دفاع وزارت پخواني سرپرست شاه محمود میاخېل د شنبې په ورځ (د زمري ۳مه) په خپله اېکس‌پاڼه ویلي، چې طالبان د دین په نوم په «مذهبي افراط» سره نه‌شي کولای افغانستان له انزوا حالت څخه وباسي.

هغه همداراز له طالبانو سره د مخالفت په نوم د «خراسان او هزارستان» په نومونو قومي، سمتي او ژبني افراطیت هم بې ګټې بللی او زیاته کړې یې ده، چې د دغو جګړو پایله په هېواد کې د ثبات او امنیت رامنځته کول نه‌دي.

د ملي دفاع وزارت دغه پخواني چارواکي ټینګار کړی، چې له تېر تاریخ څخه په عبرت اخیستو، یوازینۍ لاره د «ملي اجنډا» او د «ملي بیرغ» پر محور راټولېدل دي. د هغه په وینا، په دې ملي اجنډا کې باید د افراط او تفریط او د قدرت د انحصار سیاست نه‌وي او ټول افغانان باید د قانون په چوکاټ کې د کار، ژوند او سیاست مساوي حقوق ولري.

شاه محمود میاخېل په پای کې لیکلي، چې په ټولو چارو کې د منځلاريتوب لاره تل غوره وي او بله هره لاره «ترکستان» ته تللې ده.

د نوموړي دا څرګندونې په داسې حال کې کېږي، چې د طالبانو تر واکمنۍ لاندې د ټولشموله حکومت د نشتوالي او د افغانانو د حقونو د محدودېدو په اړه په کورني او نړیواله کچه اندېښنې لا هم پر خپل ځای دي.

د بښنې سازمان او د جرمني پروتستان کلیسا د افغان کډوالو په اړه د محکمې له پرېکړې هرکلی وکړ

۳ زمری ۱۴۰۵ - ۲۵ جولای ۲۰۲۶، ۲۱:۵۷ GMT+۱
100%

د بښنې نړیوال سازمان، د جرمني پروتستان کلیسا او د کډوالو د حقونو ملاتړي بنسټ «پرو ازول» د جرمني د اساسي قانون د محکمې له وروستۍ پرېکړې هرکلی کړی. د دې پرېکړې له‌مخې، جرمني نشي کولای چې افغان کډوالو ته د منلو ورکړل شوې ژمنې په عمومي ډول او د هرې دوسیې له جلا ارزونې پرته لغوه کړي.

د بښنې نړیوال سازمان حقوقپوه مارندي د جرمني له «دویچلندفونک» راډیو سره په مرکه کې د محکمې د دې پرېکړې هرکلی وکړ او هغه یې «یوه ستره لاسته‌راوړنه» وبلله.

هغه وویل: «د هغو کسانو وضعیت چې پاکستان ته تښتېدلي، ډېر کړکېچن او خطرناک دی. له دې وروسته باید د هر چا دوسیه په جلا توګه وڅېړل شي».

د بښنې د نړیوال سازمان دغه چارواکي وویل، په افغانستان کې د بشري حقونو وضعیت لا هم ډېر ناورین‌ځپلی دی او هغه کسان چې بېرته دې هېواد ته استول کېږي، ښايي د «لوېدیځ‌پالنې» په تور له ځپنې، سزا، ځورونې او تعقیب سره مخ شي.

دغه د کډوالو د حقونو کارپوه همداراز د جرمني پر حکومت نیوکه وکړه او ویې ویل، چې د هغو کسانو برخلیک نه څاري چې افغانستان ته اېستل شوي دي.

د جرمني رسنیو د شنبې په ورځ (د زمري ۳مه) د افغان کډوالو په تړاو د جرمني د پروتستان کلیسا غبرګون هم خپور کړ. د کلیسا د کډوالو چارو مسوول کریستیان اشتبلین وویل، د اساسي قانون د محکمې د هغې پرېکړې هرکلی کوي، چې د افغان کډوالو د دوسیو د انفرادي ارزونې غوښتنه کوي.

هغه زیاته کړه، د افغان ښځو او نارینه‌وو لپاره د منلو د ژمنو په عمومي ډول لغوه کول د جرمني له اساسي قانون سره سمون نه‌لري.

په ورته وخت کې د کډوالو ملاتړي بنسټ «پرو ازول» له جرمني حکومت څخه وغوښتل چې د محکمې دا حکم په بېړه عملي کړي. د دې بنسټ مسوولانو له حکومت څخه وغوښتل، چې د دې حکم اړوند دوسیې ژر تر ژره او پرته له ځنډه وڅېړي او د هغو کسانو د منلو زمینه برابره کړي، چې په دې پروګرام کې شامل دي.

د جرمني د اساسي قانون محکمې د جمعې په ورځ (د زمري ۲مه) پرېکړه وکړه، چې له خطر سره مخ افغانانو د منلو بهیر په عمومي ډول درول، پرته له دې چې د هر کس وضعیت په جلا توګه وارزول شي، «خپل‌سری اقدام» دی.

دا پرېکړه د ۶۴۰ هغو افغانانو په اړه ده، چې په افغانستان کې د ځورونې او تعقیب له خطر سره مخ دي او مخکې له مخکې جرمني د هغو د منلو ژمنه کړې وه. د جرمني د کورنیو چارو وزیر الکساندر دوبریندت تېر کال د دغو کسانو د منلو ژمنې لغوه کړې وې.

دا څرګندونې په داسې حال کې کېږي، چې په اروپا کې په ځانګړي ډول د افغان کډوالو پر وړاندې، د کډوالۍ تګلارې سختې شوې دي. تر دې وړاندې برلین اعلان کړی وو، چې غواړي د افغانانو د اېستلو تګلاره نوره هم پراخه کړي.