• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د طالبانو او اماراتو ډیپلوماټان د دوه اړخیزو سوداګریزو همکاریو پر پراختیا غږېدلي

۶ زمری ۱۴۰۵ - ۲۸ جولای ۲۰۲۶، ۱۱:۰۵ GMT+۱تازه شوی: ۶ زمری ۱۴۰۵ - ۲۸ جولای ۲۰۲۶، ۱۲:۵۰ GMT+۱

په متحده عربي اماراتو کې د طالبانو کونسل د دوبۍ د سوداګرۍ خونې له مشر سره د افغانستان او دوبۍ ترمنځ د اقتصادي همکاریو د پراختیا، د سوداګرۍ د زیاتوالي، د افغان توکو د لېږد او په نړیوالو نندارتونونو کې دافغان سوداګرو دګډون په اړه خبرې کړې دي.

په متحده عربی اماراتو کې د طالبانو د کونسلګرۍ د خبرپاڼې له مخې په دې لیدنه کې طالب کونسل عبدالرحمن فدا د متحده اماراتو د سوداګرۍ خونې مشر محمد علي لوټه سره دوبۍ ته د افغانستان د صادراتي توکو د لېږد د لارو د رامنځته کولو د افغانستان او دوبۍ ترمنځ د اقتصادي همکاریو د پراختیا او د سوداګریزو راکړو ورکړو په اړه خبرې کړې دي.

متحده عربي امارات، په ځانګړي ډول دوبۍ، د افغانستان د مهمو سوداګریزو شریکانو له ډلې څخه دي. د دواړو لورو ترمنځ د خوراکي توکو، وچو مېوو، تازه مېوو، غالیو، قیمتي ډبرو او نورو سوداګریزو توکو راکړه ورکړه کېږي.

ترویج لرونکی

ازادۍ جبهه طالبانو ته: پوهېږو چې ځانمرګي بریدونه کوئ، دا ګز او دا میدان
۱

ازادۍ جبهه طالبانو ته: پوهېږو چې ځانمرګي بریدونه کوئ، دا ګز او دا میدان

۲

د ډونالډ ټرمپ اداره د پناه غوښتنې په بهیر کې نوی بدلون راولي

۳
چاپیریال

د طالبانو د هواپوهنې ادارې په شپږو ولایتونو کې د ورښتونو او سېلابونو د راوتلو اټکل کړی

۴
د افراسیاب خټک لیکنه

د هند او پاکستان د اوبو لانجه؛ د هند پرېکړې پاکستان اندېښمن کړی

۵

د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور وزیر وايي د دې ډلې پر وړاندې د جګړې انګېزه نه‌شته

•
•
•

نور کیسې

ایران وايي له افغانستان سره د یزدان پولې له لارې د سوداګرۍ د پراختیا لپاره نوی پلان جوړوي

۶ زمری ۱۴۰۵ - ۲۸ جولای ۲۰۲۶، ۱۰:۴۴ GMT+۱
100%

د ایران دسویلي خراسان چارواکي وایي، له افغانستان سره د یزدان پولې له لاري د سوداګرۍ د پراختیا، د پانګونې د هڅونې او د سرحدي اسانتیاوو د ښه کولو لپاره پر یو هر اړخیز پلان کار کوي.

د ایران دسویلي خراسان ولایت د اقتصادي چارو مرستیال مجتبی شریعتي فر ویلي، له افغانستان سره د یزدان پولې له لاري د سوداګرۍ پراختیا او د سرحدي اسانتیاوو ښه کول یې له لومړیتوبونو څخه دي.

نوموړي د یزدان پولې د لیدنې پر مهال وویل، د پانګونې د هڅونې او د سرحدي بازار د بنسټیزو اسانتیاوو د پراختیا لپاره به یو هر اړخیز پلان جوړ شي او له کارپوهانو سره تر بحث وروسته به د وروستۍ پرېکړې لپاره د ولایت د سرحدي راکړې ورکړې شورا ته وسپارل شي.

د نوموړي په وینا، په دغه پلان کې به د پانګه والو لپاره د هڅونې اسانتیاوې، د ګمرک د خدماتو پراختیا، د مسافرو د ترمینل جوړول، د سرحدي خدمتونو ښه کول او د بازار د اړتیاوو پوره کولو لپاره نور عملي اقدامات شامل وي.

شریعتي فر ویلي د یزدان پوله د افغانستان له هرات ولایت سره نښلول شوې او ایران غواړي د شینډنډ ولسوالۍ له سوداګرو او خصوصي سکتور سره خپلې سوداګریزې اړیکې نورې هم پراخې کړي.

هغه زیاته کړې، د ایران د بهرنیو چارو وزارت او په هرات کې د دغه هېواد کنسولګري به د افغانستان له اړخ سره د سوداګریزو اړیکو د پیاوړتیا لپاره همکاري وکړي، څو د دواړو خواوو د خصوصي سکتور ترمنځ اړیکې زیاتې شي.

دوه کورنۍ او ورته مجبوريتونه؛ بې‌وزلي او خپل هېواد ته د ستنېدو له وېرې سره مخ افغان کډوال

۶ زمری ۱۴۰۵ - ۲۸ جولای ۲۰۲۶، ۱۰:۱۷ GMT+۱
•
جواد شينواری
100%

په پاکستان کې د افغان کډوالو د بېرته ستنېدو له روان بهیر سره ګڼې داسې کورنۍ هم شته، چې کلونه یې په پاکستان کې تېر کړي؛ خو اوس د ستنېدو ترڅنګ له سختو اقتصادي ستونزو سره هم مخ دي. افتخار خان، اشرف ګل او شفیع‌الله هم د همدې کورنیو له ډلې دي.

افتخارخان چې په پېښور کې زېږېدلی وایي، پلار یې د افغانستان د جګړو پرمهال پاکستان ته کډه شوی و. نوموړی له ماشومتوبه په پېښور کې د کباړ په راټولولو د خپلې کورنۍ نفقه برابره کړې؛ خو شاوخوا ۲۵کاله وروسته په سرطان ناروغۍ اخته شو او اوس د پخوا په څېر سخت کار نه شي کولای.

د هغه دوه زامن چې یو یې په پنځم او بل یې په دویم ټولګي کې زده‌کړې کولې د بې‌وزلۍ له امله له ښوونځي پاتې شول. اوس دواړه هره ورځ کباړ راټولوي او نږدې له ۱۰۰۰ تر ۱۲۰۰ روپیو پورې عاید ترلاسه کوي، چې د اووه کسیزې کورنۍ یوازینۍ د عاید سرچینه ده.

افتخار خان وایي: « زموږ هیله دا وه، چې ماشومان مو زده‌کړې وکړي؛ خو بې‌وزلۍ اړ کړي چې د کتابونو پر ځای کباړ ټول کړي. که افغانستان ته ستانه شو دومره وس هم نه‌لرو چې د سفر لګښت پرې ورکړو».

اشرف ګل چې د افغانستان د ننګرهار ولایت اوسېدونکی دی وایي، څو کاله مخکې د کار او روزګار په لټه له خپلې کورنۍ سره پاکستان ته راغلی او په پېښور کې یې د مزدورۍ له لارې د خپلې کورنۍ لګښتونه برابرول. هغه وایي، د افغان کډوالو د بېرته ستنېدو له امله اوس له سختو ستونزو سره مخ دی؛ ځکه نه یې ثابت کار پاتې دی او نه هم دومره مالي توان لري چې په اسانۍ افغانستان ته ولاړ شي.

اشرف ګل وایي:« موږ کلونه مزدوري وکړه او د خپلو ماشومانو نفقه مو برابره کړه؛ خو ټولې سپماوې مو د ورځنیو اړتیاوو په پوره کولو ولګېدې. اوس که بېرته ولاړ شو نه د سفر کرایه لرو نه د خپلو وسایلو د لېږد توان او نه هم دومره امکانات چې په افغانستان کې نوی ژوند پیل کړو. په افغانستان کې شخصي کور هم نه‌لرو». د هغه په وینا؛ که ستانه شي لومړی باید د اوسېدو ځای پیدا کړي، بیا د ماشومانو د خوړو، زده‌کړو او د کار روزګار غم وخوري.

اشرف ګل وایي: «زما ماشومان هره ورځ پوښتنه کوي، چې ایا رښتیا هم افغانستان ته ځو؟ هلته به زموږ کور چېرته وي؟ او په کوم ښوونځي کې به زده‌کړې کوو؟ خو زه د دوی دغه پوښتنو ته هېڅ ځواب نه‌لرم».

د ځایي چارواکو د معلوماتو له مخې په وروستیو میاشتو کې هره ورځ د تورخم او نورو لارو زرګونه افغانان خپل هېواد ته ستنېږي. په دغه ستنېدونکو کې ګڼې هغه کورنۍ هم شاملې دي، چې له کلونو راهیسې په پاکستان کې اوسېدې او ماشومان یې یا هلته زېږېدلي او یا یې هم خپلې زده‌کړې همالته ترسره کړې دي.
کوټه، نوښار، هري پور، پېښور، چارسده، کوهاټ، اټک، اسلام‌اباد او راولپنډۍ هغه مهم ښارونه دي چې له هغو څخه تر ټولو زیات افغانان خپل هېواد ته ستانه شوي دي. شفیع الله وایي، په اټک کې یې یو ګودام درلود چې هلته یې کارتن، اوسپنه او کاغذ اخیستل او پلورل. د هغه په خبره؛ کاروبار یې ښه روان و او د خپلو ماشومانو د روښانه راتلونکي خوبونه یې لیدل.

شفیع الله وایي: «دلته مې ګودام و، روزګار مې و او ژوند مو ښه تېرېده؛ خو اوس هر څه پای ته ورسېدل. خپل کور، کاروبار او د کلونو خواري شا ته پرېږدو او افغانستان ته روان یو. یو ماشوم یې د اټک په ښوونځي کې زده‌کړې کولې او هیله یې دا وه، چې لوړې زده‌کړې وکړي؛ خو د اوسنیو شرایطو له امله دا خوب هم نیمګړی پاتې شو».

شفیع الله وایي، پولیسو ونیوه یوه شپه یې په توقیف کې وساته او له خوشې کېدو وروسته ورته وویل شول چې له خپلې کورنۍ سره دې افغانستان ته ستون شي. هغه وایي: «له نیول کېدو وروسته بله لار نه وه. مجبور شوم خپل ګودام او ټول سامان په نیمه بیه وپلورم؛ ځکه په بېړه باید افغانستان ته تللی وای».

شفیع‌الله اوس د تورخم له لارې افغانستان ته روان دی. د هغه په وینا؛ تر ټولو ستر درد دا دی چې هغه ژوند کاروبار او د کلونو زحمت چې په پاکستان کې یې جوړ کړی و، په څو ورځو کې له لاسه ورکړ.

د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې ویاند قیصر اپریدی وایي، د ۲۰۲۳کال له پیل راهیسې تراوسه شاوخوا ۲۵ لکه افغان کډوال له پاکستان نه افغانستان ته ستانه شوي دي چې له دې ډلې نږدې دوه نیم لکه کسان د جبري اېستلو د پالیسۍ له مخې افغانستان ته لېږدول شوي دي چې له دې ډلې شاوخوا ۲۵۰زره کسان د جبري اېستلو د تګلارې له مخې بېرته افغانستان ته لېږدول شوي دي.

ملګري ملتونه: تېرو درېیو میاشتو کې په افغانستان کې تر ۴۰۰ ډېر کسانو ته مرګ‌ژوبله اوښتې ده

۶ زمری ۱۴۰۵ - ۲۸ جولای ۲۰۲۶، ۰۹:۵۸ GMT+۱
100%

یوناما په خپل تازه درې‌ میاشتني راپور کې د افغانستان د بشري حقونو د وضعیت په اړه ویلي، چې په دې موده کې لږترلږه ۵۷ ملکي وګړي وژل شوي او ۳۴۲ نور ټپیان دي.

راپور زیاتوي، چې په دې موده کې د پخوانیو امنیتي او دفاعي ځواکونو او د پخواني حکومت د چارواکو اته غړي وژل شوي، ۲۹ د خپل‌سرو نیونو او توقیفونو پېښې ثبتې شوې دي.
یوناما د دغه ملکیانو د وژلو او ټپی کېدو په اړه ویلي، چې دغه مرګ ژوبله پر ډیورنډ کرښه د طالبانو او پاکستان ترمنځ د نښتو له امله شوې ده.
دغه راپور د ۲۰۲۶کال د اپرېل تر جون میاشتې پورې درې‌ میاشتنۍ دوره رانغاړي. د دغه راپور له مخې؛ د روان لمریز کال د وري له ۱۲مې نېټې د چنګاښ تر ۹مې نېټې پورې په افغانستان کې لږترلږه ۵۷ ملکي وګړي د ډیورنډ کرښې په اوږدو کې د وسله‌والو نښتو له امله وژل شوي او ۳۴۲ نور ټپیان شوي دي.

یوناما ویلي، چې په دغه نښتو کې شپږ ښځې وژل شوې او ۳۴ نورې ټپیانې شوې دي. همدارنګه ۱۱۲ ماشومان چې له ډلې یې ۳۱ وژل شوي او ۹۲ نور ټپیان دي، په دغه پېښو کې شامل دي.

راپور زیاتوي، چې هوايي بریدونه او ځمکنۍ نښتې په دې دوره کې د ملکي تلفاتو اصلي لاملونه وو او ټول دغه تلفات د ډیورنډ کرښې په اوږدو کې ثبت شوي دي. تر ټولو ډېر تلفات په پکتیا، پکتیکا او کونړ ولایتونو کې رامنځته شوي دي؛ له دې ډلې په پکتیا او پکتیکا کې د جون په ۲۸مه د پاکستاني ځواکونو هوايي بریدونه او په کونړ کې د اپرېل له ۲۷مې تر ۲۹مې پورې د توغندیو بریدونه یاد شوي دي.

یوناما همدارنګه ویلي، چې د افغانستان د پخوانیو امنیتي ځواکونو وژنې لاهم دوام لري. دغه سازمان په تېرو درېیو میاشتو کې د افغانستان د پخوانیو امنیتي او دفاعي ځواکونو د غړو او د پخواني حکومت د چارواکو د اته کسانو د وژنې پېښې مستندې کړې دي.

د یوناما د راپور پربنسټ؛ په همدې موده کې ۲۹ د خپل‌سرو نیونو او توقیفونو پېښې او د شکنجې او ناوړه چلند پنځه موارد هم ثبت شوي دي. دغه بنسټ ټینګار کړی، چې د پخوانیو امنیتي ځواکونو غړي او د پخواني حکومت چارواکي چې په جبري ډول افغانستان ته ستانه کړل شوي، له بېرته ستنېدو وروسته د بشري حقونو د جدي سرغړونو له ګواښ سره مخ دي.

د بدخشان نښتو ته په اشارې؛ مجاهد وایي د وروستۍ پېښې عاملین یې په ۲۴ ساعتونو کې له‌منځه وړي

۶ زمری ۱۴۰۵ - ۲۸ جولای ۲۰۲۶، ۰۹:۲۸ GMT+۱
100%

د طالبانو ویاند ذبیح‌الله مجاهد د یادې ډلې د شپږو وزارتونو د لاسته راوړونو په غونډه کې ویلي، چې ځواکونه یې پیاوړي دي او د وروستۍ پېښې عاملین یې په ۲۴ ساعتونو کې له‌منځه وړي. که څه هم نوموړي د وروستۍ پېښې او ځای نوم وانه‌خیست؛ خو اشاره یې د بدخشان پېښو ته وه.

ذبیح‌الله مجاهد د سې‌شنبې په ورځ (د زمري ۶مه) «د رسنیو په هېنداره کې حکومت» تر سرلیک لاندې پروګرام کې د طالبانو د سترې محکمې، حج او اوقافو، عدلیې، امرباالمعروف، اطلاعاتو او فرهنګ او سرحدونو او قبایلو چارو وزارتونو د یو کلنو لاسته راوڼو پرمهال وویل، په سرحدونو کې یې ځواکونه فعال دي او د ټولو هغو شکمنو پېښو مخنیوي ته ځان رسوي چې رامنځته کېږي.

که څه هم دامهال د افغانستان په شمال او په ځانګړي ډول بدخشان کې د طالبانو او د هغوی د مخالفو وسله‌والو ترمنځ بریدونه پیل شوي؛ خو ذبیح‌الله مجاهد وویل:« په ډېرو پرمختللو هېوادونو کې هم داسې پېښې کېږي، زموږ ځواکونه ژمن دي او په خاصو وختونو کې یې د ستونزو مخنیوي ته ځان رسولی. په وروستیو کې تاسو ځینې ستونزې ولیدلې چې رامنځته شوې؛ خو په ۲۴ ساعتونو کې یې مخه ونیول شوه او عاملین یې له‌منځه یوړل شول».

نوموړي یو ځل بیا وویل، چې د افغانستان خاوره به د نورو هېوادونو په وړاندې ونه کارول شي او د ټولو هېوادونو سره ښې اړیکې غواړي. مجاهد د طالبانو د لاسته راوړنو په برخه کې وویل، تېرکال د دغه ډلې سترې محکې ۲۶۲زره او ۹۳۷ بېلابېلو قضیو ته رسېدنه کړې چې پرمهال یې ۷۱زره او ۶۷۲ حقوقي دعوې حل کړې دي.

د نوموړي په خبره؛ د حج او اوقافو وزارت په بېلابېلو برخو کې ۲۲۷ بېلابېلي مکتوبي او ۴۰۰ شفاهي فتواوې صادرې کړې دي. هغه ویلي، چې د عدلیې وزارت د ۹۴۹زره او ۶۶۴ غصب شویو ځمکو د مخنیوي په اړه ۲۷۶ پرېکړې هم صادرې کړې دي.

د طالبانو ویاند په دغه کنفرانس کې زیاته کړې، چې د امربالمعروف محتسبانو د کابل په ګډون په ټولو ولایتونو کې د یوه کال پرمهال د «اسلامي‌ ارزښتونو د ټینګښت او خرافاتو د مخنیوي» په موخه ۱۶۴۹ کوډګر نیولي او اړوندو ادارو ته یې سپارلي دي.
هغه ویلي، چې یادي ادارې د ښځو د «شرعي حقونو» په برخه کې ۳۲۹۴ قضیو ته رسېدنه کړې او پرمهال یې ۱۳۶۰ مېرمنې له کورني تاوتریخوالي ژغورل شوې دي.

مجاهد وايي، چې تېرکال ۱۰زره بهرني او ۸ مېلیونه کورنیو ګرځندویانو له تاریخي، فرهنګي او تفریحي سیمو لیدنه کړې. نوموړي دا هم ویلي، چې د طالبانو اطلاعاتو او فرهنګ وزارت تېرکال ۶ راډیوګانو، یوه ویېب‌پاڼې، ۵ چاپي رسنیو، دوه خبري‌ اژانسونو، ۹۰ یوټیوب چېنلونو او ۲۷ فرهنګي‌ بنسټونو ته د فعالیت اجازه ورکړې.
نوموړي‌ زیاته کړې، چې د یاد وزارت ځانګړي کمېسیون د ۴۰ خصوصي کتابتونو لیدنه کړې او پرمهال یې ۹۲۹ هغه کتابونه ټول کړي، چې د «معیارونو او ارزښتونو» سره په ټکر کې وو.

ذبیح‌الله مجاهد یو ځل بیا له خلکو، رسنیو، خبریالانو او شنونکو د همکارۍ غوښتنه کړې او ټینګار یې کړی، چې د یادې ډلې لاسته راوړنې خپرې کړي.

طالبان: په تېرو دوو اونیو کې نږدې ۲زره کډوالو ته په ننګرهار کې استوګنیزې نمرې وېشل شوې

۶ زمری ۱۴۰۵ - ۲۸ جولای ۲۰۲۶، ۰۸:۵۹ GMT+۱
100%

په ننګرهار کې د طالبانو رسنیز دفتر خبر ورکړی، چې د تېرو دوو اونیو په ترڅ کې په دغه ولایت کې ۱۹۰۲ راستنو شویو کډوالو کورنیو ته استوګنیزې نمرې وېشل شوې دي.

د یاد دفتر په خبرپاڼه کې چې د سې‌شنبې په ورځ (د زمري ۶مه) خپره شوې راغلي، چې دغه نمرې د ننګرهار د روداتو ولسوالۍ په راغې سیمه کې په کډوالو ښارګوټي کې د طالبانو د کور او ښار جوړولو ریاست له‌خوا وېشل شوې دي.

د طالبانو تر واک لاندې د کډوالو ستونزو ته د رسېدنې عالي کمېسیون د وروستي راپور له مخې؛ تراوسه په ټول هېواد کې ۴۷زره او ۹۹۱ راستنو شویو کډوالو کورنیو ته استوګنیزې نمرې وېشل شوې دي.

سره له دې چې طالبانو افغانستان ته د بېرته ستنېدونکو کډوالو لپاره په ځینو ولایتونو کې د اوسېدو ځانګړي پنډغالي او ښارګوټي جوړ کړي؛ خو تازه ستانه شوي کډوال له بې‌کارۍ او د سرپناه له نشتوالي شکایت کوي او ځینې کسان هڅه کوي بېرته پر ناقانونه لارو له هېواده ووځي.