دې جبهې، چې مخکې یې د «سپاهیان میهن» په نوم فعالیت کاوه، د سېشنبې په ورځ (د زمري ۶مه) په درېیو فصلونو او ۲۰ مادو کې خپله «جګړهییزه تګلاره» خپره کړه او ویې ویل چې دا سند یې د خپلو جګړهییزو کړنو لپاره د معتبر لارښود په توګه ترتیب کړی، څو د انساني کرامت، دیني ارزښتونو، ټولنیز وجدان او نړیوالو اصولو درناوی وکړي.
په دې تګلاره کې راغلي چې جبهه د جګړې پر مهال د ټپیانو، بندیانو او ملکي وګړو په اړه د اسلامي ارزښتونو، بشري حقونو، عدالت او انساني کرامت د ساتنې ژمنه کوي.
د سند له مخې، «سپاهي میهن جبهه» ژمنه کړې چې پر ملکي وګړو به برید نه کوي، د جګړهییزو لورو ملکي خپلوان به نه په نښه کوي او د هغوی پر وړاندې به له هر ډول فشار، ګواښ او یرغمل نیولو څخه ډډه کوي.
جبهې همداراز ویلي چې له جګړهییزو بندیانو سره به د نړیوالو کنوانسیونونو او اسلامي او انساني ارزښتونو له مخې چلند کوي، شکنجه، سپکاوی او ګواښ به نه کاروي او ټپي بندیان به د درملنې په برخه کې لومړیتوب ولري.
په تګلاره کې راغلي چې د جګړهییزو بندیانو تبادله به د هغوی د بشري حقونو په رعایت سره ترسره کېږي او جبهه د بندیانو د وضعیت د څار لپاره د نړیوالو بنسټونو له څار هرکلی کوي او هغوی ته به د معلوماتو او لیدنې زمینه برابروي.
د دې سند د ۱۳مې مادې له مخې، که پر کوم کس د جبهې پر ضد د جاسوسۍ تور د کره اسنادو او شواهدو پر بنسټ ثابت شي، هغه به په یوې علني، شفافې او د رسنیو په حضور کې ولسي محکمه کې محاکمه کېږي او د جرم د ثبوت په صورت کې به په درنه، خو د اعدام پرته سزا محکومېږي.
جبهې دا هم ویلي چې پر روغتونونو، ښوونیزو مرکزونو، د اوبو او برېښنا پر شبکو او نورو عامه تأسیساتو به برید نه کوي او د افغانستان د فرهنګي میراثونو د ساتنې ژمنه کوي.
په تګلاره کې د جبهې د غړو د سرغړونو لپاره هم ځانګړې مادې شاملې دي. د ۱۸مې مادې له مخې، که د جبهې کوم غړی د خلکو د مال غصب، زورونې، ګواښ، جنسي تېري، شکنجې یا د انساني کرامت ضد هر ډول عمل ترسره کړي، په یوې خپلواکې، شفافې او ولسي محکمه کې به محاکمه او د تګلارې له مخې به سزا ورکول کېږي.
دغه جبهې ټینګار کړی چې ځان د خلکو او د بشري حقونو د څارونکو عدلي بنسټونو پر وړاندې ځوابویونکی ګڼي.
سپاهي میهن جبهه د روان کال د چنګاښ په ۲۶مه هغه مهال د لومړي ځل لپاره په پراخه کچه مطرح شوه، کله چې یې ادعا وکړه د بدخشان ولایت د یفتل ولسوالۍ مرکز یې د څو ساعتونو لپاره د طالبانو له ولکې ایستلی و. د محلي سرچینو په وینا، په هغه برید کې د طالبانو د امنیې قوماندانۍ او استخباراتو ودانۍ هم د لنډ وخت لپاره د جبهې تر کنټرول لاندې راغلې.