دغه ورځ په افغانستان کې د تېر جمهوري نظام پرمهال د ملي بېرغ ورځې په نوم ونومول شوه. د افغانستان دننه او بهر یوشمېر افغانان وايي، چې د وطن پالنې احساس ژوندي ساتلو په موخه د ملي بېرغ ورځ نمانځي.
د کابل یوې اوسېدونکې صدف افغانستان انټرنشل- پښتو ته ویلي، له درې رنګه بېرغ سره مینه د خلکو په زړونو کې ځای لري او له طالبانو غواړي چې دوی ته د تېر په څېر د یادې ورځې د نمانځلو اجازه ورکړي.
هغه وایي:« پخوا به مو په ډېرې خوښۍ دغه ورځ نمانځله؛ خو اوس تاسو ګورئ حالت داسې دي، چې ان موږ د خپل بېرغ د نمانځلو واک نهلرو. پر بېرغ تر بندیز وروسته له دغه درې رنګه بېرغ سره مو مینه لا ډېره شوې او په هر نړۍوال لوبغالي یا غونډې کې یې چې ګورو، ناڅاپي مو له سترګو اوښکې راشي؛ ښایي دا مو له ملي بېرغ سره د رېښتینې مینې بېلګه وي».
د ننګرهار اوسېدونکی شکېب بیا وايي، د ملي بېرغ د ورځې نمانځل د هېوادنۍ مینې ښکارندویي کوي. هغه وایي:« له بده مرغه موږ د طالبانو له ډاره دغه ورځ نه شو نمانځلی؛ خو د افغانستان درې رنګه ملي بېرغ زموږ د ټولو افغانانو د هېوادني برم او عزت سمبول دی».
د ښځو د حقونو فعالې یاسمین یقین نبيزاده د ملي بېرغ ورځې په مناسبت ویلي، که څه هم طالبانو ملي بېرغ له ودانیو او ادارو لرې کړی؛ خو د خلکو له زړونو یې نهشي اېستلی. هغې ټینګار کړی، چې ملي بېرغ د افغانانو د هویت، یووالي او ملي پېژندګلوۍ سمبول دی.
له تېرو پنځو کلونو راهیسې د طالبانو د سختو محدودیتونو له امله د ملي بېرغ ورځ پیکه او په محدوده توګه نمانځل کېږي او ان په خواله رسنیو کې یاده ډله د بېرغ ملي ورځې په مناسبت خلکو ته د یو پیغام خپرولو اجازه نهورکوي.
تر دې وړاندې طالبانو په خواله رسنیو کې د ملي بېرغ د تصویر اېښودلو په تور هم ګڼ ځوانان نیولي، رټلي او وهلي دي. په تېرو پنځو کلونو کې جلاوطنه افغانانو د نړۍ په ګوټ، ګوټ کې د ملي بېرغ د ورځې په پلمه په خواله رسنیو کې د ملي بېرغ او یا هم له دغه بېرغ سره خپل انځورونه او لیکنې خپرې کړې او له دې لارې یې دغه ورځ نمانځلې ده.
خو سږکال په پاکستان کې هم مېشت افغانان له سختو محدودیتونو سر ټکوي او وایي، چې د دغه ورځې د نمانځې اجازه نهلري او ډېری افغانان له ویزو پرته ژوند کوي؛ نو د بېرغ ورځې په مناسبت د پروګرامونو جوړول به دوی د نیولو له ګواښ سره مخ کړي.
په پاکستان کې مېشته کډواله شیرین وایي، چې په تېرو دوو کلونو کې یې دغه ورځ په شانداره مراسمو نمانځله؛ خو سږکال د پاکستان حکوم
که څه هم طالبانو د واک په لومړیو کې ویلي و، چې د افغانستان د ملي بېرغ په اړه به پرېکړه وروسته کېږي؛ خو څه موده وروسته یې د وزیر اکبرخان پر غونډۍ د افغانستان لوی ملي بېرغ او د ارګ په ګډون له ټولو دولتي ودانیو ملي بېرغونه راښکته کړل او پرځای یې د خپلې ډلې بېرغونه وځړاول.
د طالبانو د دویم ځل واکمنۍ په لومړیو کې ان په ځینو ولایتونو کې د هغو ځوانانو پر وړاندې له تاوتریخوالي کار واخېستل شو او ځینې یې ووژل شول، چې د ملي بېرغ د نمانځلو په موخه راټول شوي وو.
د افغانستان دری رنګه ملي بېرغ تور، سور او زرغون د لومړي ځل لپاره د ۱۳۰۷ لمریز کال کې د شاه امان الله خان د وخت لويې جرګې لهخوا تصویب شو. له هغه وروسته د افغانستان په ملي بېرغ کې ځینې بدلونونه راغلي؛ خو په ۱۳۸۲ لمریز کال کې بیا هم هماغه پخوانی درې رنګه ملي بېرغ په لږ توپیر سره د افغانستان په اساسي قانون کې ثبت شو.
تاریخ پوهان وايي، شاه امان الله خان ملي بېرغ ته د درېیو رنګونو په غوره کولو سره د خلکو مبارزه په هغه کې منعکسه کړې ده چې «تور رنګ د افغانستان د ښکېلاک د وختونو سمبول، سور رنګ د هېواد د خپلواکۍ او د شهيدانو نښه او زرغون رنګ د هېواد د پرمختګ او ښېرازۍ نښه ده».