• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo
د ایران او منځني ختیځ کړکېچ

ایران به په راتلونکو اوونیو کې له چین څخه د هوايي دفاع توغندیز سیسټمونه ترلاسه کړي

۷ زمری ۱۴۰۵ - ۲۹ جولای ۲۰۲۶، ۲۱:۲۹ GMT+۱

رویټرز خبري اژانس د درېیو باخبره سرچینو له قوله راپور ورکړی چې تمه ده ایران په راتلونکو څو اوونیو کې له چین څخه د اوږې پر سر وړل کېدونکو هوايي دفاعي توغندیزو سیسټمونو لومړۍ جوپه ترلاسه کړي.

د راپور له مخې، ایران په ټولیز ډول د دغو چینايي جوړو توغندیزو راکېټونو تر ۴۰۰ پورې د پېرلو پلان لري. ویل کېږي چې د دې تړون ارزښت د ۶۰ او ۷۰ میلیونه ډالرو ترمنځ دی.

رویټرز لیکلي، دا د ایران له هغو سترو هڅو څخه ده چې غواړي د امریکا او اسراییل سره د جګړې له پیل وروسته خپل لنډواټن هوايي دفاعي ظرفیتونه پیاوړي کړي.

د راپور له مخې، وروستۍ جګړې د ایران د هوايي دفاع په برخه کې نیمګړتیاوې بربنډې کړې او ویې وښوده چې دغه هېواد د خپلو پوځي اډو او مهمو ستراتیژیکو تأسیساتو د خوندي کولو په برخه کې له ستونزو سره مخ دی.

تر اوسه د ایران او چین چارواکو د دې راپور په اړه رسمي څرګندونې نه دي کړې.

ترویج لرونکی

د طالبانو مشران څنګه ساتل کېږي؟
۱
ځانګړی

د طالبانو مشران څنګه ساتل کېږي؟

۲
روغتیا او ژوند

روغتیا نړیوال سازمان: په ۲۰۲۵ کال کې نږدې ۶۰ زره افغانان په تور او ژېړ ژېړي اخته شوي

۳

د ډونالډ ټرمپ اداره د پناه غوښتنې په بهیر کې نوی بدلون راولي

۴
ستاسو روایت

یو طالب جنګیالی: د جګړې د ډګر جنګیالي اوس یا اوزګار دي او یا هم په کمو پیسو عسکري‌ کوي

۵

د پېښور سترې محکمې د «قايداعظم» د شړلو مخه ونیوله

•
•
•

نور کیسې

د عراق د ملي امنیت شورا: د امریکا او سعودي بریدونو ملي حاکمیت تر پوښتنې لاندې راوستی

۷ زمری ۱۴۰۵ - ۲۹ جولای ۲۰۲۶، ۲۰:۳۲ GMT+۱
100%

د عراق ملي امنیت شورا د چهارشنبې په ورځ په بېړنۍ غونډه کې د امریکا او سعودي عربستان هغه هوايي بریدونه وغندل چې د عراقي وسله‌والو ډلو پر ضد ترسره شوي او لږ تر لږه ۲۰ کسان په کې وژل شوي دي. د ملي امنیت شورا زیاته کړې چې د امریکا او سعودي بریدونو ملي حاکمیت تر پوښتنې لاندې راوستی.

د عراق د ملي امنیت شورا په یوه اعلامیه کې ویلي، دغو بریدونو د هېواد ملي حاکمیت تر پوښتنې لاندې راوستی او باید ودرول شي.

شورا همداراز د امنیتي تدابیرو یو نوی پلان هم تصویب کړی چې موخه یې د عراق د حاکمیت د هر ډول سرغړونې مخنیوی او د دې ډاډ ترلاسه کول دي چې هېڅ لوری د عراق له خاورې څخه د ګاونډیو هېوادونو د ګواښلو لپاره استفاده ونه کړي.

د عراق د ملي امنیت شورا ټینګار کړی چې د هر ډول دښمنانه اقداماتو مخالفت کوي، پرته له دې چې ترسره کوونکی یې څوک وي او یا یې د توجیه لپاره هر ډول دلیل وړاندې کړي.

تر اوسه د امریکا او سعودي عربستان له لوري د دغو بریدونو او د عراق د حکومت د غبرګون په اړه رسمي څرګندونې نه دي خپرې شوې.

نتنیاهو په واشنګټن کې د امریکا د جګړې له وزیر سره کتلي

۷ زمری ۱۴۰۵ - ۲۹ جولای ۲۰۲۶، ۱۸:۴۶ GMT+۱
100%

د اسراییل د لومړي وزیر دفتر ویلي، د دغه هېواد لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو د امریکا د سفر پر مهال په واشنګټن کې د امریکا د جګړې له وزیر پیټ هېګست سره کتلي دي.

د اسراییلو د لومړي وزیر دفتر د چهارشنبې په ورځ (د زمري ۷مه) د دغې لیدنې انځورونه خپاره کړل، خو د خبرو د جزییاتو په اړه یې ډېر معلومات نه دي ورکړي.

تر دې وړاندې یوې باخبره اسراییلي سرچینې ویلي وو چې نتانیاهو د امریکا د ولسمشر مرستیال جي ډي وینس سره هم لیدلي دي.

د نتنیاهو په وینا، پیټ هېګست ورته ویلي: «په نړۍ کې داسې هېوادونه شته چې له امریکا سره د جګړې اراده لري، خو وړتیا یې نه لري. په مقابل کې داسې هېوادونه هم شته چې وړتیا لري، خو اراده نه لري».

نتانیاهو زیاته کړې چې د امریکا د جګړې وزیر ویلي: «یوازې په اسراییلو کې دواړه، هم اراده او هم وړتیا، لیدل کېږي».

دا څرګندونې په داسې حال کې کېږي چې د امریکا او اسراییل ترمنځ د امنیتي او پوځي همکاریو پر پراختیا او د سیمې د امنیتي وضعیت په اړه سلا مشورې روانې دي.

د ټي‌ټي‌پي نوی کتاب؛ دغه ډله څنګه د پاکستان پر ضد خپله جګړه او راتلونکی هدف توجیه کوي؟

۷ زمری ۱۴۰۵ - ۲۹ جولای ۲۰۲۶، ۱۶:۰۱ GMT+۱
100%

تحریک طالبان پاکستان (ټي‌ټي‌پي) په یوه تازه خپاره شوي ۱۷۴ مخیز کتاب کې هڅه کړې چې د پاکستان پر ضد خپله شاوخوا دوې لسیزې وسله‌واله جګړه له مذهبي، تاریخي او سیاسي اړخه مشروعه وښيي.

دغه کتاب چې «اعتراف؛ تحریک طالبان پاکستان» نومېږي، په اردو ژبه خپور شوی او دغه ډله وایي چې پښتو ژباړه به یې هم ژر خپره کړي.

کتاب د ټي‌ټي‌پي د یوه لوړپوړي غړي له خوا لیکل شوی او د دې ډلې د رسمي ایډیالوژیک دریځ تر ټولو مفصل بیان بلل کېږي. لیکوال په کې د تحریک د جوړېدو لاملونه، د پاکستان د پوځ او دولت پر ضد د جګړې دلیلونه، مذهبي استدلالونه او د ډلې راتلونکی لیدلوری تشریح کوي.

د کتاب له مخې، د ۲۰۰۱ کال د سپټمبر له یوولسمې بریدونو وروسته پاکستان د امریکا په مشرۍ نړیوال ایتلاف ته د پوځي، لوژستیکي او استخباراتي اسانتیاوو په برابرولو سره د افغانستان جګړې ته داخل شو. لیکوال ادعا کوي چې په قبایلي سیمو کې د پاکستان پوځي عملیات، د بې ځایه کېدو پېښې او د امریکا ملاتړ د دې لامل شول چې وسله‌وال مقاومت رامنځته او وروسته د تحریک طالبان پاکستان بنسټ کېښودل شي.

د کتاب تر ټولو لویه برخه د پاکستان د پوځ پر ضد جګړه د «دفاعي جهاد» په توګه د توجیه لپاره ځانګړې شوې ده. په دغه برخه کې د قران کریم ایتونه، حدیثونه، فقهي استدلالونه او د ځینو دیوبندي علماوو فتواوې را اخیستل شوې او استدلال کېږي چې پاکستاني پوځ د امریکا او ناټو د پوځي ایتلاف ملاتړ کړی، نو ځکه د هغه پر ضد وسله‌واله مبارزه شریعت له‌مخې مشروع ده.

کتاب یوازې پر پوځ په انتقاد بسنه نه کوي، بلکې د پاکستان ټول سیاسي جوړښت تر پوښتنې لاندې راولي. لیکوال حکومت، پوځ، محکمې او نافذه قوانین «غیرشرعي» بولي او ادعا کوي چې د هېواد واکمن نظام د اسلامي شریعت پر ځای د لوېدیځو قوانینو او سیاسي نفوذ پر بنسټ ولاړ دی. د کتاب له مخې، د پاکستان پوځ د برتانوي هند د پوځ دوام دی او د خپل تاریخ په اوږدو کې یې د بهرنیو قدرتونو ګټې خوندي کړې دي.

په کتاب کې د افغان طالبانو تجربه هم د د ټي ټي پي د دریځ د توجیه لپاره یادېږي. لیکوال د افغان طالبانو شل کلنه وسله واله جګړه د یوې بریالۍ بېلګې په توګه وړاندې کوي او هڅه کوي وښيي چې په پاکستان کې هم ورته وسله‌واله مبارزه د «اسلامي نظام» د رامنځته کېدو لپاره اړینه ده.

د کتاب یوه بله برخه د هغو نیوکو ځواب دی چې د ټي‌ټي‌پي ډله د افراطي تفسیر او تکفیر له امله ورسره مخ ده. یادې ډلې ادعا کړې چې د حنفي فقهې او د اهل سنتو د علماوو له منهج څخه پیروي کوي او د داعش یا خوارجو په څېر د ټولو مسلمانانو د تکفیر قایله نه ده، بلکې خپلې پرېکړې د ځانګړو فقهي اصولو پر بنسټ کوي.

د کتاب له محتوا ښکاري چې د ټي‌ټي‌پي یوازې د خپلې تېرې جګړې دفاع نه کوي، بلکې د خپل راتلونکي سیاسي او نظامي لیدلوري انځور هم وړاندې کوي. ټي‌ټي‌پي د پاکستان د اوسني نظام د بدلون، د پوځ او دولتي ادارو د مشروعیت د ردولو او د خپلې ادعا له مخې د «اسلامي نظام» د رامنځته کولو غوښتنه کوي. په همدې موخه، کتاب د دعوت، تعلیم، اقتصاد، دفاع، رسنیو او نورو برخو لپاره د تنظیمي جوړښتونو یادونه هم کوي او ځان د یوې پراخې سیاسي او اداري پروژې په توګه معرفي کوي، نه یوازې د یوې وسله‌والې ډلې په توګه.

دغه کتاب د تحریک طالبان پاکستان د تبلیغاتي او ایډیالوژیکو خپرونو د لړۍ برخه ده او د ډلې رسمي سیاسي او مذهبي دریځ منعکسوي. کتاب په اردو ژبه خپور شوی او د ټي ټي پي ویلي چې پښتو ژباړه به یې هم په نږدې راتلونکې کې خپره کړي. په کتاب کې مطرح شوې ادعاوې د ډلې خپل روایت دی او افغانستان انټرنشنل پښتو یې په خپلواک ډول نه تاییدوي.

اوبه د فشار د وسیله په توګه؛ د جنوبي اسیا د امنیت لپاره یو پراخېدونکی ګواښ

۷ زمری ۱۴۰۵ - ۲۹ جولای ۲۰۲۶، ۱۵:۰۵ GMT+۱
•
محمد اسحاق رحمان
100%

د ۲۰۲۵ کال د پهلګام له پېښې وروسته د هند له خوا د انډس (سند) اوبو تړون ځنډول، د جنوبي اسیا د اوبو د مدیریت په تاریخ کې یو جدي بدلون بلل کېږي. دا تړون چې په ۱۹۶۰ کال کې د نړیوال بانک په منځګړیتوب شوی و، له اوږدې مودې راهیسې د هند او پاکستان ترمنځ د ثبات یو مهم بنسټ پاتې شوی و.

خو د اوسني ځنډني حالت اوبه له یوې ګډې سرچینې څخه په ستراتیژیکې وسلې بدلې کړې دي، چې دا کار د سیمې امنیت ته بې ساري ګواښونه رامنځته کوي او بېړنۍ پاملرنې ته اړتیا لري.

د بنسټیزو میکانیزمونو ماتېدل

د تړون ځنډول په سیستماتیک ډول د دې تړون عملي جوړښت کمزوری کړی دی. د انډس(سند) دایمي کمېسیون، چې مخکې یې د اړیکو او معلوماتو د تبادلې رسمي لاره برابره کړې وه، اوس یې فعالیتونه سخت زیانمن شوي دي. د دې ماتې له امله د سېلابونو د وړاندوینې، د اوبو لګولو پلان جوړونې او کرنیز مهالوېش لپاره مهم وسایل له منځه تللي دي.

پاکستان، چې د سیندونو لاندې هېواد دی، اوس د پورته جریان د وضعیت په اړه محدود معلومات لري، چې دا کار د اوبو پورې تړلو سیستمونو کې خطرناک نامعلوم حالت رامنځته کوي.

د شخړو د حل میکانیزم، چې مخکې یو څو پړاوه سیستم و—تخنیکي اختلافونو بېطرفه متخصصینو ته او قانوني شخړې د حکمیت محکمو ته وړل کېدې—اوس په عملي ډول درېدلی دی. دا حقوقي تشه او اختلافونه بې له حل څخه راټولوي او تخنیکي مسایل سیاسي ډګر ته ټېل وهي، چېرته چې حل یې لا ستونزمن کېږي. د رسمي تعامل نشتوالی د دواړو اټومي هېوادونو ترمنځ د تاوتریخوالي خطر زیاتوي.

د اوبو زېربناوې د ستراتیژیک فشار وسیله

تر ټولو اندېښمن کوونکی بدلون دا دی چې د برېښنا د اوبو پروژې اوس د ستراتیژیک فشار د وسیلو په توګه کارول کېږي. د تړون له ځنډ وروسته، هند په جمو او کشمیر کې د ګڼو پروژو کار چټک کړی، لکه: پاکل ډل، راتلې، کیرو، کوار او لوی ساولکوټ بند. دا ټولې پروژې په ګډه د چیناب او جهلم سیندونو پر سر د کنټرول لویه پراختیا ښيي.

دا پروژې یوازې عادي پرمختیایي پروژې نه دي، بلکې د بندونو، تونلونو او زېرمو ګډ مدیریت هند ته دا توان ورکوي چې د اوبو بهیر په همغږۍ سره تنظیم کړي. دا توان اوبه د “ستراتیژیک فشار جوړښت” ته اړوي. د اوبو د خوشې کولو وخت د ټول حجم څخه مهم شوی، ځکه چې په مهمو کرنیزو موسمونو کې د اوبو کنټرول کولی شي د کرنې دوره ګډه وډه کړي، پرته له دې چې سیند په بشپړه توګه واړول شي.

د تړون ځنډ د اوبو د مدیریت له لارې د فشار یو نوی ډول رامنځته کړی دی. اوس د سیندونو هر تخنیکي تصمیم سیاسي معنا لري. دې بدلون تخنیکي مدیریت او سیاسي پریکړې سره نږدې کړې دي او اوبه یې د جیوپولیټیکي سیالۍ وسیله ګرځولې دي.

د اوبو د جریان کنټرول اوس تر ټولو مهم عامل ګرځېدلی، چې په پاکستان کې کرنه، د برېښنا تولید او د سېلابونو خطر ټاکي. دا حالت د اوبو اداره د نفوذ په وسیله بدلوي، چېرته چې مهالوېش د اوبو لاندې سیمو ثبات اغېزمنوي.

100%
د سند د اوبو تړون د نړیوال بانک په منځګړیتوب په ۱۹۶۰ کې لاسلیک شوی

چاپېریالي زیانمنتیا او اقلیمي فشار

د هند او پاکستان تر منځ امنیتي ستونزې د چاپېریال له فشارونو سره لا زیاتې شوې دي. د یخچالونو وېلي کېدل او د بارانونو بدلون د سیندونو جریان بدل کړی دی او د تړون ځنډ ګډې حللارې کمزورې کړې دي. دا حالت د سختو پېښو لکه سېلابونو او وچکالۍ پر مهال د ناسمو پرېکړو احتمال زیاتوي، چې بشري بحرانونه رامنځته کولی شي.

حقوقي او ډیپلوماتیک اړخونه

پاکستان دا موضوع د ملګرو ملتونو امنیت شورا ته وړې ده او ټینګار کوي چې دا وضعیت بشري او امنیتي خطرونه زیاتوي. د اوبو د همغږۍ نشتوالی د سېلابونو چمتووالی، د اوبو لګولو پلانونه او کرنه اغېزمنوي.

که څه هم د تړون حقوقي چوکاټ لا هم شته، خو اغېز یې په سیاسي ارادې پورې تړلی دی. د دواړو خواوو له هوکړې پرته د تړون ځنډول د نړیوال قانون هغه اصل تر پوښتنې لاندې راولي چې وايي تړونونه باید په ښه نیت عملي شي. دا کار د نړیوالو اوبو قوانینو لپاره خطرناک مثال جوړوي.

پایله

د انډس (سند) د اوبو تړون نور د تخنیکي همکارۍ یو بېطرفه چوکاټ نه دی پاتې، د ۲۰۲۵ وروسته اوبه اوس په یو حساس ستراتیژیک ډګر بدلې شوې دي، چېرته چې زېربناوې او امنیتي محاسبې سره نښتي دي. دغه تړون پخوا د تاوتریخوالي مخنیوی کاوه، خو اوس یې کمزورتیا د خطر کچه لوړه کړې ده.

که اصلاحات او شفافیت رامنځته نه شي، دا تړون به د همکارۍ پر ځای د سیالۍ سرچینه شي. د سیمې راتلونکی ثبات په دې پورې تړلی دی چې ایا دواړه هېوادونه همکاري غوره کوي او که اوبه د شخړې نوې جبهه ګرځي.

د پاکستان پوځ په خیبر پښتونخوا او بلوچستان کې د ۳۲ وسله‌والو د وژلو خبر ورکړی

۷ زمری ۱۴۰۵ - ۲۹ جولای ۲۰۲۶، ۱۲:۰۸ GMT+۱
100%

د پاکستان پوځ وايي په تېرو ۲۴ ساعتونو کې یې د خیبر پښتونخوا د خیبر ولسوالۍ او د بلوچستان د نوشکي ولسوالۍ په بېلابېلو سیمو کې د عملیاتو پر مهال ۳۲ وسله وال وژلي دي.

د پاکستان د پوځ د عامو اړیکو دفتر د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي د جولای د ۲۸مې او ۲۹مې ترمنځ یې د خیبر پښتونخوا د خیبر ولسوالۍ په بېلابېلو سیمو کې دعملیاتو پر مهال یې ۲۴ وسله وال وژلي دي.

د پاکستان پوځ ویلي، چې په همدې موده کې یې د بلوچستان د نوشکي ولسوالۍ په بېلابېلو سیمو کې هم عملیات ترسره کړي چې د یوې نښتې په پایله کې اته وسله وال وژل شوي او له هغوی وسلې، مهمات او لاسي جوړ چاودېدونکي توکي هم ترلاسه کړي.

د پاکستان پوځ په خپلو عملیاتو کې وژل شوي کسان د «فته الخوارج او فته الهندوستان» یاد کړي دي. د پاکستان پوځ یاد نومونه د بلوڅ ازادۍ غوښتونکي پوځ ډلې او ټي‌ټي‌پي اړوند وسله والو ته منسوبوي.