د اوکراین ولسمشر زېلېنسکي ویلي، تر اوسه د دغه هېواد په بېلابېلو سیمو کې د ماشومانو په ګډون د اتو کسانو د وژل کېدو راپورونه ورکړل شوي او لسګونه نور ټپیان دي. هغه د ویجاړو شویو کورونو، اورلګېدنو او د ژغورنې د عملیاتو انځورونه هم خپاره کړي دي.
د اوکراین د هوايي ځواک په وینا، هوايي دفاع ۵۵ توغندي او ۲۶۵ بېپیلوټه الوتکې نسکورې کړې، خو له نهو بالستیک توغندیو یوازې یو یې شنډ شوی دی. دغه ځواک ویلي، ۱۱ توغندي او ۱۷ بېپیلوټه الوتکې په ۲۰ بېلابېلو ځایونو لګېدلي دي.
د امریکا جوړ پېټریاټ هوايي دفاعي سیستم د اوکراین یوازینی وسله ده چې د روسیې بالستیک توغندي شنډولی شي، خو د دغو سیستمونو کمښت دوام لري.
په ورته مهال د دنیپروپېتروفسک په یوه کلي کې د جمعې ورځ د ماتم ورځ اعلان شوې، ځکه هلته د درېیو ماشومانو په ګډون شپږ کسان وژل شوي دي. چارواکو ویلي، یو کس په کییف او بل په پولتاوا کې هم وژل شوی دی.
د ښار چارواکو ویلي، په لفیف کې شاوخوا ۳۰ کسان، چې درې ماشومان هم پکې شامل دي، ټپیان شوي او دوه استوګنیزې ودانۍ، یو ښوونځی او دوه وړکتونونه زیانمن شوي دي.
د روسیې دفاع وزارت ویلي، ځواکونو یې له کییف، لفیف او دنیپروپېتروفسک نیولې د اوکراین په بېلابېلو سیمو کې پوځي تاسیسات او درې بار وړونکې بېړۍ په نښه کړې دي.
بل لور ته، روسي چارواکو ویلي، د اوکراین د بېپیلوټه الوتکو په برید کې د روسیې په پنزا ښار کې د وایلډبېریز انلاین سوداګریز شرکت یو ګودام اور اخیستی دی. د سیمې والي ویلي، یو کس ټپي شوی او شاوخوا ۲۰۰ کسان له سیمې ایستل شوي دي.
دغه شرکت ویلي، د روسیې د اودمورتیا په ساراپول ښار کې یې بل مرکز هم د بېپیلوټه الوتکو تر برید وروسته اور اخیستی دی.
د اوکراین لوړپوړي چارواکي وايي، د دغو بریدونو هدف د روسیې د بودجې عواید او د جګړې د دوام اقتصادي وړتیا کمول دي.