• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo
د ایران او منځني ختیځ کړکېچ

احمد الشرع د سعودي د تېلو پر تاسیساتو د برید د غندنې ترڅنګ د ریاض ملاتړ اعلان کړ

۸ زمری ۱۴۰۵ - ۳۰ جولای ۲۰۲۶، ۲۳:۰۵ GMT+۱تازه شوی: ۹ زمری ۱۴۰۵ - ۳۱ جولای ۲۰۲۶، ۰۱:۳۳ GMT+۱

د سوریې ولسمشر احمد الشرع د سعودي عربستان له ولیعهد محمد بن سلمان سره په ټیلیفوني خبرو کې د ایران پلوو عراقي ملیشو له لوري د سعودي د تېلو پر تاسیساتو د برید د هڅې غندنه کړې او د دغه هېواد د امنیت او حاکمیت لپاره یې د دمشق پر «ثابت ملاتړ» ټینګار کړی دی.

د سعودي عربستان د بهرنیو چارو وزارت وايي، د دغه هېواد ولیعهد محمد بن سلمان د سوریې له ولسمشر احمد الشرع سره ټیلیفوني خبرې کړې دي.

د سعودي بهرنیو چارو وزارت په ایکس کې په یوه خپاره کړي پوسټ کې ویلي، د سوریې ولسمشر په دې خبرو کې د ایران پورې تړلو عراقي ملیشو له لوري د سعودي عربستان د تېلو پر تاسیساتو د برید هڅه په کلکه غندلې ده.

د سوریې ولسمشر ټینګار کړی چې هېواد یې د سعودي عربستان د امنیت او حاکمیت په برخه کې خپل «ثابت ملاتړ» ته دوام ورکوي.

ترویج لرونکی

د طالبانو پخواني چارواکي د ملي بیرغ په ورځ د درې‌رنګه بیرغ ستاینه کړې
۱

د طالبانو پخواني چارواکي د ملي بیرغ په ورځ د درې‌رنګه بیرغ ستاینه کړې

۲

پاکستان د ۱۶۰۰۰ افغان کډوالو د استوګنې موده وغځوله

۳

طالبانو: د غوري سمنټو فابریکه هره ورځ ۷۰۰ ټنه سمنټ تولیدوي

۴

طالبي ګومارنې؛ ملاهبت الله د طالبانو د استخباراتو یو کارکوونکی د پکتیکا پوهنتون رییس ټاکلی

۵

پاکستان د افغانستان امنیتي وضعیت ارزونې لپاره خپل سفیر اسلام‌اباد ته وربللی

•
•
•

نور کیسې

د امریکا سنا د ایران په تړاو د ټرمپ د جګړه‌ییزو واکونو د محدودولو طرحه رد کړه

۸ زمری ۱۴۰۵ - ۳۰ جولای ۲۰۲۶، ۲۲:۵۰ GMT+۱
100%

د امریکا سنا جرګې د سیمه‌ییزو ترینګلتیاوو د زیاتېدو په منځ کې هغه طرحه رد کړه چې موخه یې د ایران په تړاو د ولسمشر ډونالډ ټرمپ د جګړه‌ییزو واکونو محدودول وو. دغه طرحه د پنجشنبې په ورځ، د زمري په اتمه، د ۵۰ مخالفو او ۴۹ موافقو رایو په پایله کې ناکامه شوه.

دا په تېرو دوو اوونیو کې دویم ځل و چې د امریکایي سناتورانو داسې طرحه ارزوله چې غوښتل یې ولسمشر ټرمپ له کانګرس پرته د ایران پر ضد د پوځي عملیاتو له دوام څخه منع کړي، خو دا هڅه هم بریالۍ نه شوه.

د طرحې له مخې، که تصویب شوې وای، د امریکا حکومت به مکلف و چې هغه امریکايي ځواکونه له هر ډول پوځي ښکېلتیا وباسي چې د کانګرس له رسمي اجازې پرته د ایران پر ضد ترسره کېږي.

د دغې طرحې مخالفانو استدلال کاوه چې ولسمشر باید د ملي امنیت د ګواښونو پر وړاندې د چټک اقدام لپاره لازم واکونه ولري، خو ملاتړو یې ویل چې د جګړې د اعلان او پوځي عملیاتو په اړه د کانګرس اساسي قانوني صلاحیتونه باید خوندي پاتې شي.

د سنا له لوري د دې طرحې ردېدل په داسې حال کې کېږي چې په وروستیو ورځو کې د امریکا او ایران ترمنځ ترینګلتیاوې یو ځل بیا زیاتې شوې او د دواړو هېوادونو ترمنځ د پوځي کړکېچ د پراخېدو په اړه اندېښنې هم ډېرې شوې دي.

بښنې نړیوال سازمان: هند د غزې جګړې له پیل راهیسې اسراییل ته ۲۵۹۶ پوځي بارونه لېږدولي دي

۸ زمری ۱۴۰۵ - ۳۰ جولای ۲۰۲۶، ۲۲:۱۶ GMT+۱
100%

د بښنې نړیوال سازمان وايي، هند د غزې د جګړې له پیل راهیسې لږ تر لږه ۲۵۹۶ محمولې چې په کې وسلې، مهمات او پوځي پرزې شاملې دي، اسراییل ته لېږدولي دي. دغه سازمان خبرداری ورکړی چې د دې لړۍ دوام ښايي هند د نړیوالو قوانینو په سرغړونو کې د همکارۍ له ګواښ سره مخ کړي.

دې سازمان د پنجشنبې په ورځ، د ازمري په اتمه، خپل ۴۲ مخیز راپور «په هند کې جوړ شوي؛ اسراییل ته د وسلو او مهماتو برابرول» تر سرلیک لاندې خپور کړ.

په راپور کې له ۲۰۲۳ کال د اکتوبر له اوومې څخه د ۲۰۲۵ کال د نومبر تر ۳۰مې پورې د دغو پوځي بارونو د لېږد بهیر ارزول شوی دی.

بښنې نړیوال سازمان وايي، څېړونکو یې د هر بار اړوند سوداګریز معلومات جلا جلا څېړلي دي.

د راپور له مخې، هندي شرکتونو اسرائیلي شرکتونو ته لږ تر لږه د سپکو پوځي وسلو ۳۹۰ زره او ۵۱۶ پرزې، د چاودېدونکو مهماتو ۵۶۴ زره او ۹۷۰اړوند توکي، او د پوځي وسایطو ۲۹۸ پرزې لېږدولي دي.

سازمان زیاتوي، ښايي اصلي شمېر تر دې هم لوړ وي، ځکه د ځینو بارونو معلومات بشپړ نه وو او سلګونه هغه توکي چې پوځي یا ملکي کارونه یې روښانه نه وو، له څېړنې ایستل شوي دي.

د ماشینګڼو له پرزو تر د توپونو مرمیو پورې

په راپور کې راغلي چې د هند پي‌اېل‌ار سیسټمز شرکت د ۲۰۲۴ او ۲۰۲۵ کلونو په ترڅ کې د اسراییل پوځي صنعت ته د «نیګف» ماشینګڼو لپاره له ۱۰زرو څخه زیات د مهماتو د تغذیې ځانګړي پرزې صادرې کړې دي. د اسرائیل پوځ د دې ماشینګڼې بېلابېل ډولونه کاروي.

دغه شرکت همدارنګه د پوځي وسلو ۳۳ زره او ۳۳ نورې اساسي پرزې هم اسراییلي پوځي صنعت ته لېږدولي دي. بښنې نړیوال سازمان وايي، د سوداګریزو اسنادو له مخې دغه توکي د پوځي وسلو د پرزو په توګه ثبت شوي دي.

د کلیاني ستراتېژیک سیسټمز شرکت هم د ۱۵۵ میلی‌متري توپونو د مرمیو ۹۶۰۰ خولۍ د اسرائیل پوځي صنعت ته صادرې کړې دي. دغه اسرائیلی شرکت د البیټ سیسټمز فرعي برخه ده او د اسرائیل پوځ لپاره توپچي مهمات تولیدوي.

د هند دولتي شرکت مونېشنز انډیا هم د ۱۵۵ میلی‌متري چاودېدونکو مرمیو یوه محموله، چې زر مرمۍ پکې شاملې وې، البیټ سیسټمز ته لېږلې ده.

په یوه بله پېښه کې، د هند یوه بشپړ دولتي شرکت د ۲۰۲۴ کال په فبرورۍ کې ۱۲۰ د ۸۱ میلی‌متري هاوانونه البیټ سیسټمز ته استولي دي. یو بل دولتي شرکت هم هغه حسکوونکي او برېښنايي پرزې صادرې کړې دي چې د څارنې، تعقیب او هدف ټاکلو په سیستمونو کې کارول کېږي او د اسرائیل د دفاع وزارت یوه قراردادي شرکت ته رسېدلي دي.

د هند دولتي شرکتونه هم په دې لېږدونو کې ښکېل دي

بښنې نړیوال سازمان وايي، د دغو شرکتونو مشران د هند د کابینې د ټاکنو کمېټې له خوا ټاکل کېږي او یو شمېر کارکوونکي یې د دفاع وزارت له لوري دغو شرکتونو ته استول شوي دي.

د راپور له مخې، د هند او اسرائیل دفاعي اړیکې په تېرو درېیو لسیزو کې د پام وړ پراخې شوې دي.

هند په ۱۹۹۲ کال کې له اسراییل سره بشپړې ډیپلوماټیکې اړیکې ټینګې کړې او له هغه وروسته د وسلو پېر، د پوځي تجهیزاتو ګډ تولید او د دواړو هېوادونو ترمنځ د ګډو شرکتونو جوړول زیات شول.

بښنې نړیوال سازمان وايي، هند په وروستیو کلونو کې یوازې د اسراییلي وسلو لوی پېرودونکی نه دی پاتې شوی، بلکې د اسرائیل د پوځي تجهیزاتو د تولید او اکمالاتي ځنځیر برخه هم ګرځېدلی دی.

د سازمان په وینا، د وسلو دا لېږدونه په داسې حال کې دوام لري چې د غزې په جګړه کې د جنګي جرمونو، د بشریت ضد جرمونو او د نسل‌وژنې د احتمال په اړه پراخ نړیوال خبرداری ورکړل شوی و.

دغه سازمان باور لري چې هندي چارواکي نه شي ویلای له دې خطره ناخبره وو چې دا تجهیزات ښايي د نړیوالو قوانینو په سرغړونو کې وکارول شي.

بښنې نړیوال سازمان خبرداری ورکړی چې د وسلو د لېږد دوام به د هند حکومت د نړیوالو قوانینو په نقض کې د همکارۍ له خطر سره مخ کړي، او د هغو شرکتونو مسئولان چې پوهېدل یې محصولات یې ښايي په جرمونو کې وکارول شي، ممکن له ملکي او په ځینو مواردو کې له جزایي مسئولیت سره هم مخ شي.

بښنې نړیوال سازمان له هند غوښتي چې اسرائیل ته د وسلو، مهماتو، پوځي پرزو، ټکنالوژۍ او نورو پوځي مرستو مستقیم او غیرمستقیم لېږد سمدستي ودروي او پر اسرائیل هر اړخیز وسلوال بندیز ولګوي.

ملګري ملتونه: جګړو کې ښځې او نجونې د انسان‌تښتونې او جنسي غلامۍ له ګواښ سره مخ دي

۸ زمری ۱۴۰۵ - ۳۰ جولای ۲۰۲۶، ۲۱:۴۷ GMT+۱
100%

ملګرو ملتونو د انسانانو د قاچاق پر وړاندې د نړیوالې ورځې په مناسبت ویلي، ترهګرې ډلې او جنایتکارې شبکې په جګړه‌ځپلو سیمو کې د ټولنو د وېرولو لپاره د انساني قاچاق، جنسي استثمار او غلامۍ ته دوام ورکوي، خو د قربانیانو د ملاتړ، عدالت او حساب ورکونې په برخه کې لا هم جدي تشې شته.

ملګرو ملتونو د انسانانو د قاچاق پر وړاندې د نړیوالې ورځې په مناسبت په یوه اعلامیه کې ویلي، د جګړو له امله د انسانانو د قاچاق، په ځانګړې توګه د جنسي استثمار او جنسي غلامۍ د مخنیوي، قربانیانو د ساتنې او عاملانو د حساب ورکولو په برخه کې لا هم جدي ستونزې موجودې دي.

په اعلامیه کې ویل شوي، د ملګرو ملتونو امنیت شورا په ۲۰۱۶ کال کې د انسانانو د قاچاق په اړه خپله لومړۍ ځانګړې پرېکړه تصویب کړه چې د جګړو له جنسي تاوتریخوالي سره یې د انسانانو د قاچاق اړیکه په رسمیت وپېژندله. خو لس کاله وروسته هم د مخنیوي، قربانیانو د ساتنې او عدالت په برخو کې تشې موجودې دي.

د ملګرو ملتونو په وینا، د جګړو پر مهال انسان‌تښتونه او قاچاق د وسله‌والو او ترهګرو ډلو او جنایتکارو شبکو له لوري د خلکو د وېرولو، کنټرول، غچ اخیستنې او ډله‌ییزې سزا ورکولو لپاره کارول کېږي او ښځې او نجونې ترې په ځانګړي ډول اغېزمنې کېږي.

په اعلامیه کې ټینګار شوی چې انسانانو قاچاق د ښځو او نجونو د حقونو د کمزوري کولو، د جنسیتي برابرۍ د محدودولو او د جنسي غلامۍ د دودولو لپاره هم کارول کېږي. د ملګرو ملتونو په وینا، معلولې ښځې او نجونې د خدمتونو د نه لاسرسي، تبعیض او ټولنیز محرومیت له امله د جنسي استثمار لپاره د قاچاق له لوړ خطر سره مخ دي.

ملګرو ملتونو همداراز ویلي، د جګړو اړوند جنسي استثمار او غلامۍ قرباني نارینه او هلکان، همدارنګه د جنسي تمایل او جنسیتي هویت له پلوه بېلابېل کسان هم اغېزمنوي، خو د دغو پېښو ډېری یې نه ثبتېږي او نه راپور کېږي، چې له امله یې قربانیان اړینو خوندیتوب او مرستندویه خدمتونو ته لاسرسی نه شي موندلای.

په اعلامیه کې راغلي چې که د دولت چارواکي په خپله د انسانانو په قاچاق کې ښکېل وي، یا غیر دولتي ډلې د دولت په چوپتیا او رضایت کې دا کار ترسره کړي، د انسانانو قاچاق له جبري ورکېدو سره هم تړاو موندلای شي. په داسې حالتونو کې قربانیان له خپلو کورنیو سره اړیکه له لاسه ورکوي او خپلوان یې د هغوی له برخلیک او ځای څخه بې‌خبره پاتې کېږي.

ملګرو ملتونو اندېښنه ښودلې چې د سولې ساتنې په ماموریتونو کې د انسانانو قاچاق لا هم کافي پاملرنه نه ترلاسه کوي. د اعلامیې له مخې، د تمویل کمښت، د ملګرو ملتونو د ماموریتونو کمېدل او د بشري مرستو د لاسرسي محدودیتونه د قاچاق د مخنیوي، د قربانیانو د ساتنې او د عدالت د تامین هڅې کمزورې کړې دي.

دغه سازمان خبرداری ورکړی چې د جګړو او بې‌ځایه کېدو پر مهال د انسانانو د قاچاق خطر لا زیاتېږي. د ملګرو ملتونو په وینا، هغه کډوال، پناه‌غوښتونکي او داخلي بې‌ځایه شوي کسان چې د خوندي استوګنې، کورنۍ یوځای کېدو او نورو قانوني خوندیتوب لارو ته لاسرسی نه لري، د انسانانو د قاچاق له لوړ خطر سره مخ کېږي.

ملګرو ملتونو ټینګار کړی چې «هیڅ د سولې ساتنې ماموریت پای، د تمویل کمښت یا سیاسي بدلون د قربانیانو د پرېښودلو توجیه نه شي کېدای.»

دغه سازمان له حکومتونو، نړیوالو ادارو، مدني ټولنو او سوداګریزو بنسټونو غوښتي چې د انسانانو د قاچاق د مخنیوي په هڅو کې د قربانیانو ونډه پیاوړې کړي او هغوی یوازې د مرستو ترلاسه کوونکي ونه ګڼي، بلکې د حقونو لرونکي، د تجربې خاوندان او د پالیسۍ په جوړولو کې شریکان وبولي.

امریکا د ټرمپ انځور لرونکي ۲۵۰ زره «ځانګړي پاسپورټونه» وېشي

۸ زمری ۱۴۰۵ - ۳۰ جولای ۲۰۲۶، ۲۱:۲۲ GMT+۱
100%

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت وايي، د خلکو د پراخې غوښتنې له امله به د دغه هېواد د خپلواکۍ د ۲۵۰مې کلیزې په مناسبت ۲۵۰ زره نور ځانګړي پاسپورټونه وړاندې کړي، چې د ولسمشر ډونالډ ټرمپ انځور او د امریکا د خپلواکۍ له تاریخ سره تړلي ځانګړي ډیزاینونه لري.

د وزارت په خبرپاڼه کې ویل شوي، دغه پاسپورټونه چې «د وطنپالنې پاسپورټ» نومول شوي، په ټول امریکا کې به خلکو ته د غوښتنلیک له لارې د ترلاسه کولو وړ وي. وزارت ویلي چې د دغه ځانګړي پاسپورټ له وړاندې کېدو وروسته د خلکو له «بې‌ساري» غوښتنې سره مخ شوی او له همدې امله یې د پاسپورټونو شمېر زیات کړی دی.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویلي، د هېواد په بېلابېلو برخو کې د پاسپورټونو په ادارو او مرکزونو کې د غوښتنلیک ځانګړې غونډې هم جوړېږي، څو خلک وکولای شي د یادګاري پاسپورټ لپاره غوښتنلیک وړاندې کړي.

د وزارت په وینا، د «پېټریوټ پاسپورټ» په ځانګړي ډیزاین کې د امریکا د تېر او اوسني تاریخ بېلابېل سمبولونه ځای پر ځای شوي دي. په دې ډیزاین کې د ولسمشر ډونالډ ټرمپ انځور، د امریکا د خپلواکۍ د اعلامیې متن، د «Freedom 250» زرین بیرغ او د بنسټ‌ګرو هغه انځور شامل دی چې د خپلواکۍ اعلامیه لاسلیکوي.

د بهرنیو چارو وزارت ټینګار کړی چې د دغه پاسپورټ لپاره غوښتنلیک ورکول د وخت له مخکې ټاکل شوې ناستې ته اړتیا لري او امریکایان کولای شي د نږدې غوښتنلیک مرکز او د ملاقات د ټاکلو په اړه معلومات د وزارت له رسمي وېبپاڼې ترلاسه کړي.

د امریکا متحده ایالاتو د خپلواکۍ اعلامیه د ۱۷۷۶ کال د جولای په ۴مه تصویب کړه او سږ کال یې د خپلواکۍ ۲۵۰مه کلیزه لمانځي.

سعودي عربستان: ۱۴ هېوادونو د څو ملیتي سمندري دفاعي ایتلاف ملاتړ اعلان کړ

۸ زمری ۱۴۰۵ - ۳۰ جولای ۲۰۲۶، ۱۹:۲۴ GMT+۱
100%

د سعودي عربستان د دفاع وزارت ویلي، د سمندري دفاع لپاره د وړاندیز شوي څو ملیتي ایتلاف په تړاو جوړې شوې غونډه کې د ۴۳ هېوادونو استازو او د اروپايي ټولنې پلاوي ګډون کړی دی.

دغه وزارت د پنجشنبې په ورځ، د زمري په اتمه، په خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي چې ګډونوالو په دې غونډه کې د سعودي عربستان د بنسټ اېښودونکي او مخکښ غړي په توګه د رول او همدارنګه په ریاض کې د دې ایتلاف د مرکزي دفتر د کوربتوب په اړه خبرې کړې دي.

د خبرپاڼې له مخې، یاد ائتلاف به د باب‌المندب تنګي، سره سمندر او د عدن خلیج په سیمه کې د دفاعي همکاریو د پیاوړتیا په موخه جوړ شي.

د سعودي دفاع وزارت زیاته کړې چې ۱۴ هېوادونو، د ترکیې، پاکستان، مصر، سوډان او جیبوتي په ګډون، د یوې ګډې اعلامیې په خپرولو سره د دې وړاندیز شوي څو ملیتي سمندري دفاعي ایتلاف ملاتړ اعلان کړی دی.

تر اوسه د ایتلاف د رسمي جوړېدو نېټه، د غړو هېوادونو بشپړ نوملړ او د احتمالي پوځي عملیاتو د څرنګوالي په اړه نور جزئیات نه دي خپاره شوي.