سعودي عربستان: ۱۴ هېوادونو د څو ملیتي سمندري دفاعي ایتلاف ملاتړ اعلان کړ

د سعودي عربستان د دفاع وزارت ویلي، د سمندري دفاع لپاره د وړاندیز شوي څو ملیتي ایتلاف په تړاو جوړې شوې غونډه کې د ۴۳ هېوادونو استازو او د اروپايي ټولنې پلاوي ګډون کړی دی.

د سعودي عربستان د دفاع وزارت ویلي، د سمندري دفاع لپاره د وړاندیز شوي څو ملیتي ایتلاف په تړاو جوړې شوې غونډه کې د ۴۳ هېوادونو استازو او د اروپايي ټولنې پلاوي ګډون کړی دی.
دغه وزارت د پنجشنبې په ورځ، د زمري په اتمه، په خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي چې ګډونوالو په دې غونډه کې د سعودي عربستان د بنسټ اېښودونکي او مخکښ غړي په توګه د رول او همدارنګه په ریاض کې د دې ایتلاف د مرکزي دفتر د کوربتوب په اړه خبرې کړې دي.
د خبرپاڼې له مخې، یاد ائتلاف به د بابالمندب تنګي، سره سمندر او د عدن خلیج په سیمه کې د دفاعي همکاریو د پیاوړتیا په موخه جوړ شي.
د سعودي دفاع وزارت زیاته کړې چې ۱۴ هېوادونو، د ترکیې، پاکستان، مصر، سوډان او جیبوتي په ګډون، د یوې ګډې اعلامیې په خپرولو سره د دې وړاندیز شوي څو ملیتي سمندري دفاعي ایتلاف ملاتړ اعلان کړی دی.
تر اوسه د ایتلاف د رسمي جوړېدو نېټه، د غړو هېوادونو بشپړ نوملړ او د احتمالي پوځي عملیاتو د څرنګوالي په اړه نور جزئیات نه دي خپاره شوي.

ګارډین ورځپاڼې راپور ورکړی چې له مراکش څخه په زرګونو کډوال د سمندر او وچې له لارې د هسپانیې تر ولکې لاندې سیوتا سیمې ته داخل شوي دي او له همدې امله د دغې سیمې مشر د هسپانیې له حکومت څخه د بېړني حالت د اعلانولو غوښتنه کړې ده.
د راپورونو له مخې، دغه کډوال په څو ساعتونو کې د تاراخال ساحل له لارې په ډلهییزه توګه هسپانوي خاورې ته ننوتلي او هلته یې سخته ګډوډي رامنځته کړې ده. د هسپانیې ملي ټلوېزیون وایي چې د ننوتلو کډوالو شمېر د ۲ زرو او ۳ زرو ترمنځ دی او ځینې یې د پولې د لوړ سیم خاردار څخه په اوښتو سیمې ته ننوتي دي.
د سیوتا ولسمشر خوان جیسوس ویواس د سرحدونو د خوندیتوب او د خلکو د امنیت د تامین لپاره د اضافي پولیسو او پوځي ځواکونو د ځای پر ځای کولو غوښتنه وکړه. نوموړي وویل چې د کډوالو د منلو مرکزونه تر خپل ظرفیت زیات ډک شوي او په سلګونو کسان په سړکونو ویده دي. بل لور ته، د هسپانیې لومړي وزیر پیډرو سانچیز ژمنه کړې چې حکومت به یې دې وضعیت ته سمدستي ځواب ووایي او د مراکش او نړیوالو چارواکو سره په همغږۍ به د نظم د بېرته ټینګولو لپاره ټول اړین وسایل او سرچینې وکاروي.
د هسپانیې د ګاردیا سیویل ویاند وویل چې کډوال په پراخه کچه د سمندر له لارې را روان دي او د سرحدونو د ساتونکو د ټولنې مشر راشد صبیحي وویل چې وضعیت په بشپړ ډول ګډوډ دی او سرحدونه فلج شوي دي. د هسپانیې د کورنیو چارو وزیر فرناندو ګرانډي مارلاسکا پرېکړه کړې چې په بېړني سفر سیوتا ته لاړ شي، خو مرکزي حکومت ویلي چې د کډوالۍ د مسلې له امله ملي بېړنی حالت نه شي اعلانېدای او دا ډول حالت یوازې د سختو طبیعي پېښو، اور لګېدنو یا هستوي او اورشیندي ګواښونو پر مهال اعلانیږي.
د هسپانیې د محافظه کار مخالف ګوند مشر البرتو نونیز فیخو دا پېښه د ملي امنیت بحران بللی او پر حکومت یې نیوکه کړې چې له دې مسلې سترګې پټوي، په داسې حال کې چې د سخت دریځي ښي اړخي وکس ګوند مشر سانتیاګو اباسکال دا یو «یرغل» بللی دی. د مراکش حکومتي سرچینو دا چاره د جنايي شبکو کار بللی او ټینګار یې کړی چې له هسپانیې سره د دوی همکاري په نمونهيي توګه روانه ده. دغه بې ساري کډوالۍ په داسې حال کې زور اخیستی چې د هسپانیې سترې محکمې په دې وروستیو کې پرېکړه وکړه چې په سمندر کې نیول شوي کډوال په سمدستي توګه بېرته نه شي شړل کېدای.
د ایران د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي له بلغاریا او قبرس غوښتي چې خپلې پوځي اډې د ایران پر ضد د امریکا د پوځي عملیاتو لپاره ونه کاروي. هغه خبرداری ورکړی چې د داسې اسانتیاوو برابرول د ایران پر ضد د «تیري» ملاتړ ګڼل کېږي.
د ایران د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي له خپلې بلغاریايي سیالې ویلیسلاوا پیتروواچامووا سره په ټلیفوني خبرو کې د بیزمر په هوايي اډه کې د امریکايي پوځي الوتکو د لنډمهالي ځای پر ځای کولو د پرېکړې د بیا ارزونې غوښتنه کړې.
عراقچي ویلي، د امریکا د غوښتنې منل او د پوځي الوتکو ځای پر ځای کول د ایران پر ضد د پوځي عملیاتو اسانتیا برابرول دي چې دا د منلو وړ نه دي.
نوموړي همدارنګه په جلا ټلیفوني خبرو کې د قبرس د بهرنیو چارو له وزیر کانستانتینوس کومبوس سره هم ورته غوښتنه کړې چې د قبرس بهرنۍ پوځي اډې د ایران پر ضد ونه کارول شي.
بلغاریا تېره اوونۍ د بیزمر په هوايي اډه کې د امریکا د اته KC-135 ټانکر الوتکو او تر ۲۵۰ پوځي پرسونل د لنډمهالي ځای پر ځای کېدو طرحه تصویب کړه، خو ویلي یې دي چې بریدیزې وسلې به پکې ځای پر ځای نه شي او دا اقدام بلغاریا د جګړې برخه نه ګرځوي.
د روسي توغندي له خوا د پولنډ د هوايي حریم له نقض وروسته د دغه هېواد لومړي وزیر ډونالډ توسک د دفاع وزیر او امنیتي چارواکو په ګډون بېړنۍ ناسته کړې. چارواکي وایي لومړني شواهد ښيي چې توغندی د روسیې Kh-101 ډوله کروز و چې د اوکراین پر ضد د برید پر مهال د پولنډ هوايي حریم ته داخل شوی.
د پولنډ د دولتي خبري اژانس د راپور له مخې، دغه توغندی د پنجشنبې په سهار د ځايي وخت په ۳:۴۰ بجو د پولنډ هوايي حریم ته داخل شو او د ختیځ پولنډ د لوبلین ولایت د «تارناوا-کولونیا» کلي ته نږدې په یوې نااستوګنې سیمې کې ولوېد.
د چارواکو په وینا، د توغندي د لوېدو له امله زوروره چاودنه شوې او شاوخوا لس متره پراخه کنده یې رامنځته کړې.
د پولنډ لومړي وزیر ډونالډ توسک ویلي، لومړني شواهد او د توغندي پاتې شوني ښيي چې دا ښايي د روسیې د Kh-101 ډوله کروز توغندی وي. هغه زیاته کړې، په سیمه کې پلټنې روانې دي او که توغندی د پولنډ خاورې ته نور هم ننوتی وای، د دغه هېواد هوايي دفاعي ځواکونو به ویشتلی وای.
د پولنډ د پوځ عملیاتي قوماندانۍ هم ویلي، د روسیې د اوکراین پر ضد د پراخو بریدونو پر مهال یې F-16 جنګي الوتکې او د ناټو هوايي دفاعي سیستمونه بشپړ چمتو حالت کې دي.
د اوکراین د بهرنیو چارو وزیر هم تایید کړې چې یاد روسی کروز توغندی د اوکراین پر ضد د شپنیو عملیاتو پر مهال د پولنډ هوايي حریم ته داخل شوی و.
بل لور ته، روسیې د اوکراین پر لوېدیځو سیمو او بنسټیزو تاسیساتو پراخ توغندیز او د بې پیلوټه الوتکو بریدونه کړي دي. د اوکراین چارواکي وایي، هوايي دفاع یې ګڼ توغندي او بې پیلوټه الوتکې یې شنډې کړې، خو ځینو بریدونو استوګنیزو او بنسټیزو سیمو ته زیانونه هم اړولي دي.
د خیبر پښتونخوا ایالت ځینې سیمې په تېره یوه اوونۍ کې د خونړو بریدونو شاهده وه او په دغه موده کې د ملکي وګړو په ګډون ۳۰ نظامیان وژل شوي او یو شمېر نور ټپیان دي. پر پاکستاني نظامیانو د بریدونو مسولیت تحریک طالبان پاکستان ډلې په غاړه اخیستی دی.
د پاکستان په خیبر پښتونخوا ایالت کې د تېرو څو ورځو په لړ کې یو ځل بیا د ترهګرۍ په پېښو کې چټک زیاتوالی راغلی او په دې ترڅ کې په ټولیزه توګه د ۳۰ په شاوخوا کې امنیتي سرتېري او عام وګړي وژل شوي دي. په ډېری بریدونو کې پولیس سرتېري په نښه شوي دي.
د چهارشنبې په ماښام د هنګو په خزینه بانډه کې د پولیسو د یوه لوړپوړي افسر پر موټر د وسلهوالو له خوا برید وشو چې په پایله کې یې هغه ووژل شو. د هنګو پولیسو په وینا، له دې پېښې سمدستي وروسته د پولیسو اضافي ځواکونه د پېښې ځای ته واستول شول چې په لاره کې د وسلهوالو له خوا پرې بل برید وشو او په ترڅ کې یې نهه سرتېري ووژل شول او شاوخوا ۲۳ نور ټپیان شول.
د خیبر پښتونخوا د پولیسو مشر نن سهار په هنګو کې له خبریالانو سره په خبرو کې وویل چې په ځوابي برید کې له ۱۲ څخه تر ۱۵ پورې وسله وال هم وژل شوي دي.
د دې برید مسوولیت د تحریک طالبان پاکستان ډلې منلی دی. هغوی ادعا کوي چې په دې برید کې ۱۸ پولیس سرتېري یرغمل شوي هم دي.
له دې څخه څو ورځې وړاندې د پښتونخوا په سویلې ټانک ولسوالۍ کې د پوځ او پولیسو پر یوې ګډې امنیتي پوستې وسله والو ځانمرګی برید وکړ، چې په کې ۱۵ سرتېري وژل شوي وو. په وژل شویو کې ۱۲ د پوځ سرتېري، دوه پولیس او یو د ځنګلونو د څانګې افسر شامل وو. د دغه برید مسوولیت هم د تحریک طالبان پاکستان ډلې منلی و. دغه راز د پښتونخوا په سوات ولسوالۍ کې هم له څو ورځو راهیسې د تاوتریخوالي په پېښو کې زیاتوالی لیدل کېږي. دوه ورځې وړاندې د مټې تحصیل په غرنیو سیمو کې د پولیسو او ترمنځ ترمنځ نښته شوې وه چې په کې یو پولیس او د ځايي لښکر درې غړي وژل شوي وو، په داسې حال کې چې په ځوابي برید کې څلور ترهګر ووژل شول.
په خیبر پښتونخوا کې د تېرو څو کلونو راهیسې پولیس سرتېري په نښه کېږي او په ډېرو پېښو کې ورته درانه ځاني زیانونه اوښتي چې له امله یې د هغوی مورال هم زیانمن شوی دی.
شنونکي وایي چې په پښتونخوا کې پولیس نږدې له تېرو شلو کلونو راهیسې په پرلهپسې توګه په نښه کېږي او پر پولیسو پرلهپسې بریدونو د هغوی پر مورال هم منفي اغېز کړی دي.
د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زېلېنسکي ویلي، روسیې تېره شپه پر اوکراین له ۷۰ ډېر د توغندیو او شاوخوا ۲۸۰ ډرون بریدونه کړي، چې د ماشومانو په ګډون ۸ کسان یې وژلي او لسګونه نور یې ټپیان کړي دي.
د اوکراین ولسمشر زېلېنسکي ویلي، تر اوسه د دغه هېواد په بېلابېلو سیمو کې د ماشومانو په ګډون د اتو کسانو د وژل کېدو راپورونه ورکړل شوي او لسګونه نور ټپیان دي. هغه د ویجاړو شویو کورونو، اورلګېدنو او د ژغورنې د عملیاتو انځورونه هم خپاره کړي دي.
د اوکراین د هوايي ځواک په وینا، هوايي دفاع ۵۵ توغندي او ۲۶۵ بېپیلوټه الوتکې نسکورې کړې، خو له نهو بالستیک توغندیو یوازې یو یې شنډ شوی دی. دغه ځواک ویلي، ۱۱ توغندي او ۱۷ بېپیلوټه الوتکې په ۲۰ بېلابېلو ځایونو لګېدلي دي.
د امریکا جوړ پېټریاټ هوايي دفاعي سیستم د اوکراین یوازینی وسله ده چې د روسیې بالستیک توغندي شنډولی شي، خو د دغو سیستمونو کمښت دوام لري.
په ورته مهال د دنیپروپېتروفسک په یوه کلي کې د جمعې ورځ د ماتم ورځ اعلان شوې، ځکه هلته د درېیو ماشومانو په ګډون شپږ کسان وژل شوي دي. چارواکو ویلي، یو کس په کییف او بل په پولتاوا کې هم وژل شوی دی.
د ښار چارواکو ویلي، په لفیف کې شاوخوا ۳۰ کسان، چې درې ماشومان هم پکې شامل دي، ټپیان شوي او دوه استوګنیزې ودانۍ، یو ښوونځی او دوه وړکتونونه زیانمن شوي دي.
د روسیې دفاع وزارت ویلي، ځواکونو یې له کییف، لفیف او دنیپروپېتروفسک نیولې د اوکراین په بېلابېلو سیمو کې پوځي تاسیسات او درې بار وړونکې بېړۍ په نښه کړې دي.
بل لور ته، روسي چارواکو ویلي، د اوکراین د بېپیلوټه الوتکو په برید کې د روسیې په پنزا ښار کې د وایلډبېریز انلاین سوداګریز شرکت یو ګودام اور اخیستی دی. د سیمې والي ویلي، یو کس ټپي شوی او شاوخوا ۲۰۰ کسان له سیمې ایستل شوي دي.
دغه شرکت ویلي، د روسیې د اودمورتیا په ساراپول ښار کې یې بل مرکز هم د بېپیلوټه الوتکو تر برید وروسته اور اخیستی دی.
د اوکراین لوړپوړي چارواکي وايي، د دغو بریدونو هدف د روسیې د بودجې عواید او د جګړې د دوام اقتصادي وړتیا کمول دي.