• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

ناقانونه کډوالي؛ له مراکش څخه په بې‌ساري توګه زرګونه کډوال د هسپانیې سیوتا سیمې ته ننوتلي

۸ زمری ۱۴۰۵ - ۳۰ جولای ۲۰۲۶، ۱۹:۰۳ GMT+۱تازه شوی: ۸ زمری ۱۴۰۵ - ۳۰ جولای ۲۰۲۶، ۲۲:۱۱ GMT+۱

ګارډین ورځپاڼې راپور ورکړی چې له مراکش څخه په زرګونو کډوال د سمندر او وچې له لارې د هسپانیې تر ولکې لاندې سیوتا سیمې ته داخل شوي دي او له همدې امله د دغې سیمې مشر د هسپانیې له حکومت څخه د بېړني حالت د اعلانولو غوښتنه کړې ده.

د راپورونو له مخې، دغه کډوال په څو ساعتونو کې د تاراخال ساحل له لارې په ډله‌ییزه توګه هسپانوي خاورې ته ننوتلي او هلته یې سخته ګډوډي رامنځته کړې ده. د هسپانیې ملي ټلوېزیون وایي چې د ننوتلو کډوالو شمېر د ۲ زرو او ۳ زرو ترمنځ دی او ځینې یې د پولې د لوړ سیم خاردار څخه په اوښتو سیمې ته ننوتي دي.

د سیوتا ولسمشر خوان جیسوس ویواس د سرحدونو د خوندیتوب او د خلکو د امنیت د تامین لپاره د اضافي پولیسو او پوځي ځواکونو د ځای پر ځای کولو غوښتنه وکړه. نوموړي وویل چې د کډوالو د منلو مرکزونه تر خپل ظرفیت زیات ډک شوي او په سلګونو کسان په سړکونو ویده دي. بل لور ته، د هسپانیې لومړي وزیر پیډرو سانچیز ژمنه کړې چې حکومت به یې دې وضعیت ته سمدستي ځواب ووایي او د مراکش او نړیوالو چارواکو سره په همغږۍ به د نظم د بېرته ټینګولو لپاره ټول اړین وسایل او سرچینې وکاروي.

د هسپانیې د ګاردیا سیویل ویاند وویل چې کډوال په پراخه کچه د سمندر له لارې را روان دي او د سرحدونو د ساتونکو د ټولنې مشر راشد صبیحي وویل چې وضعیت په بشپړ ډول ګډوډ دی او سرحدونه فلج شوي دي. د هسپانیې د کورنیو چارو وزیر فرناندو ګرانډي مارلاسکا پرېکړه کړې چې په بېړني سفر سیوتا ته لاړ شي، خو مرکزي حکومت ویلي چې د کډوالۍ د مسلې له امله ملي بېړنی حالت نه شي اعلانېدای او دا ډول حالت یوازې د سختو طبیعي پېښو، اور لګېدنو یا هستوي او اورشیندي ګواښونو پر مهال اعلانیږي.

د هسپانیې د محافظه کار مخالف ګوند مشر البرتو نونیز فیخو دا پېښه د ملي امنیت بحران بللی او پر حکومت یې نیوکه کړې چې له دې مسلې سترګې پټوي، په داسې حال کې چې د سخت دریځي ښي اړخي وکس ګوند مشر سانتیاګو اباسکال دا یو «یرغل» بللی دی. د مراکش حکومتي سرچینو دا چاره د جنايي شبکو کار بللی او ټینګار یې کړی چې له هسپانیې سره د دوی همکاري په نمونه‌يي توګه روانه ده. دغه بې ساري کډوالۍ په داسې حال کې زور اخیستی چې د هسپانیې سترې محکمې په دې وروستیو کې پرېکړه وکړه چې په سمندر کې نیول شوي کډوال په سمدستي توګه بېرته نه شي شړل کېدای.

ترویج لرونکی

د طالبانو پخواني چارواکي د ملي بیرغ په ورځ د درې‌رنګه بیرغ ستاینه کړې
۱

د طالبانو پخواني چارواکي د ملي بیرغ په ورځ د درې‌رنګه بیرغ ستاینه کړې

۲

پاکستان د ۱۶۰۰۰ افغان کډوالو د استوګنې موده وغځوله

۳

طالبانو: د غوري سمنټو فابریکه هره ورځ ۷۰۰ ټنه سمنټ تولیدوي

۴

طالبي ګومارنې؛ ملاهبت الله د طالبانو د استخباراتو یو کارکوونکی د پکتیکا پوهنتون رییس ټاکلی

۵

پاکستان د افغانستان امنیتي وضعیت ارزونې لپاره خپل سفیر اسلام‌اباد ته وربللی

•
•
•

نور کیسې

د بښنې نړیوال سازمان: اروپايي ټولنه دې د افغانانو جبري ستنول ودروي

۸ زمری ۱۴۰۵ - ۳۰ جولای ۲۰۲۶، ۱۶:۳۳ GMT+۱
100%

د بښنې نړیوال سازمان له اروپايي ټولنې او غړو هېوادونو غوښتي چې افغانستان ته د افغانانو د جبري ستنولو او له طالبانو سره د بېرته منلو په اړه هر ډول همکاري او هڅې سمدستي ودروي. دغه سازمان ټینګار کړی چې افغانستان لا هم د کډوالو د جبري ستنولو لپاره خوندي هېواد نه دی.

بښنې نړیوال سازمان د اروپايي ټولنې د کمېسیون او د ۱۵ غړو هېوادونو له استازو سره په بروکسل کې د طالبانو د چارواکو وروستۍ ناسته او لیدنه شرمونکې او د جدي اندېښنې وړ بللې ده.

بښنې نړیوال سازمان ټینګار کړی چې افغانستان د جبري ستنولو لپاره خوندي هېواد نه دی.

د سازمان په وینا، له ۲۰۲۱ کال راهیسې د طالبانو له لوري د ښځو، نجونو، قومي او مذهبي لږکیو او د ټولنې پر نورو وګړو لګول شوې بندیزونه او محدویتونه لا هم دوام لري او په داسې شرایطو کې د افغانانو جبري ستنول د اندېښنې وړ دي.

بښنې نړیوال سازمان خبرداری ورکړی چې افغانستان ته د جبري ستنولو بیا پیل به د راستنېدونکو ژوند له خطر سره مخ کړي او د نړیوالو قوانینو له مخې به د اروپايي هېوادونو قانوني مسولیتونه هم تر پوښتنې لاندې راولي.

دغه سازمان له اروپايي ټولنې او غړو هېوادونو غوښتي چې د افغانانو د جبري ستنولو او بېرته منلو په برخه کې له طالبانو سره ټولې همکارۍ ودروي او خپلې راتلونکې اړیکې د بشري حقونو د خوندیتوب پر بنسټ تنظیم کړي.

ایران بلغاریا او قبرس ته: د امریکا د پوځي عملیاتو لپاره خپلې اډې مه کاروئ

۸ زمری ۱۴۰۵ - ۳۰ جولای ۲۰۲۶، ۱۵:۵۹ GMT+۱
100%

د ایران د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي له بلغاریا او قبرس غوښتي چې خپلې پوځي اډې د ایران پر ضد د امریکا د پوځي عملیاتو لپاره ونه کاروي. هغه خبرداری ورکړی چې د داسې اسانتیاوو برابرول د ایران پر ضد د «تیري» ملاتړ ګڼل کېږي.

د ایران د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي له خپلې بلغاریايي سیالې ویلیسلاوا پیتروواچامووا سره په ټلیفوني خبرو کې د بیزمر په هوايي اډه کې د امریکايي پوځي الوتکو د لنډمهالي ځای پر ځای کولو د پرېکړې د بیا ارزونې غوښتنه کړې.

عراقچي ویلي، د امریکا د غوښتنې منل او د پوځي الوتکو ځای پر ځای کول د ایران پر ضد د پوځي عملیاتو اسانتیا برابرول دي چې دا د منلو وړ نه دي.

نوموړي همدارنګه په جلا ټلیفوني خبرو کې د قبرس د بهرنیو چارو له وزیر کانستانتینوس کومبوس سره هم ورته غوښتنه کړې چې د قبرس بهرنۍ پوځي اډې د ایران پر ضد ونه کارول شي.

بلغاریا تېره اوونۍ د بیزمر په هوايي اډه کې د امریکا د اته KC-135 ټانکر الوتکو او تر ۲۵۰ پوځي پرسونل د لنډمهالي ځای پر ځای کېدو طرحه تصویب کړه، خو ویلي یې دي چې بریدیزې وسلې به پکې ځای پر ځای نه شي او دا اقدام بلغاریا د جګړې برخه نه ګرځوي.

طالبان: په تېرو درېیو میاشتو کې د تورخم له لارې څه باندې ۵۹ زره کډوالې کورنۍ راستنې شوې

۸ زمری ۱۴۰۵ - ۳۰ جولای ۲۰۲۶، ۱۴:۱۶ GMT+۱
100%

د طالبانو تر واک لاندې د افغاني سرې میاشتې ټولنې مسولینو ویلي، چې په تېرو درېیو میاشتو کې یوازې د تورخم له لارې څه کم ۶۰ زره کونۍ هېواد ته راستنې شوې دي.

په تورخم کې د طالبانو د افغاني سرې میاشتې ټولڼې مسول شاکرالله شاکر د یادې ډلې تر واک لاندې ملي ټلویزېون ته ویلي، په تېرو درېیو میاشتو کې ۵۹۸۳۳ کورنۍ له پاکستان نه راستنې شوې دي.

نوموړي زیاته کړې د راستنو شویو کورنیو د غړو شمېر څه باندې ۳۲۸ زره کسانو ته رسیږي.

شاکر همدارنګه ویلي، چې تازه راستنو شویو کورنیو ته یې د چمتو شویو خوړو ترڅنګ رووغتیايي خدمات او د اوسېدوو اسانتیاوي برابرې کړي دي.

دا په داسې حال کې ده، چې پاکستان د تېرو څه باندې دوو کلونو راهیسې د افغان کډوالو د اېستلو لړۍ چټکه کړې ده، او نږدې هره ورځ له بېلابېلو لارو لسګونه کورنۍ په جبري توګه افغانستان ته ستنوي.

د روسیې له لوري د پولنډ د هوايي حریم تر نقض وروسته د دغه هېواد لومړي وزیر بېړنۍ غونډه وکړه

۸ زمری ۱۴۰۵ - ۳۰ جولای ۲۰۲۶، ۱۳:۳۵ GMT+۱
100%

د روسي توغندي له خوا د پولنډ د هوايي حریم له نقض وروسته د دغه هېواد لومړي وزیر ډونالډ توسک د دفاع وزیر او امنیتي چارواکو په ګډون بېړنۍ ناسته کړې. چارواکي وایي لومړني شواهد ښيي چې توغندی د روسیې Kh-101 ډوله کروز و چې د اوکراین پر ضد د برید پر مهال د پولنډ هوايي حریم ته داخل شوی.

د پولنډ د دولتي خبري اژانس د راپور له مخې، دغه توغندی د پنجشنبې په سهار د ځايي وخت په ۳:۴۰ بجو د پولنډ هوايي حریم ته داخل شو او د ختیځ پولنډ د لوبلین ولایت د «تارناوا-کولونیا» کلي ته نږدې په یوې نااستوګنې سیمې کې ولوېد.

د چارواکو په وینا، د توغندي د لوېدو له امله زوروره چاودنه شوې او شاوخوا لس متره پراخه کنده یې رامنځته کړې.

د پولنډ لومړي وزیر ډونالډ توسک ویلي، لومړني شواهد او د توغندي پاتې شوني ښيي چې دا ښايي د روسیې د Kh-101 ډوله کروز توغندی وي. هغه زیاته کړې، په سیمه کې پلټنې روانې دي او که توغندی د پولنډ خاورې ته نور هم ننوتی وای، د دغه هېواد هوايي دفاعي ځواکونو به ویشتلی وای.

د پولنډ د پوځ عملیاتي قوماندانۍ هم ویلي، د روسیې د اوکراین پر ضد د پراخو بریدونو پر مهال یې F-16 جنګي الوتکې او د ناټو هوايي دفاعي سیستمونه بشپړ چمتو حالت کې دي.

د اوکراین د بهرنیو چارو وزیر هم تایید کړې چې یاد روسی کروز توغندی د اوکراین پر ضد د شپنیو عملیاتو پر مهال د پولنډ هوايي حریم ته داخل شوی و.

بل لور ته، روسیې د اوکراین پر لوېدیځو سیمو او بنسټیزو تاسیساتو پراخ توغندیز او د بې پیلوټه الوتکو بریدونه کړي دي. د اوکراین چارواکي وایي، هوايي دفاع یې ګڼ توغندي او بې پیلوټه الوتکې یې شنډې کړې، خو ځینو بریدونو استوګنیزو او بنسټیزو سیمو ته زیانونه هم اړولي دي.

پاکستان د ۱۶۰۰۰ افغان کډوالو د استوګنې موده وغځوله

۸ زمری ۱۴۰۵ - ۳۰ جولای ۲۰۲۶، ۱۲:۲۶ GMT+۱
100%

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند طاهر اندرابي ویلي چې د بشري خواخوږۍ له مخې په دغه هېواد کې د شاوخوا ۱۶ زره افغان ښځو، ماشومانو او سپین ږیرو د اوسېدو موده غځوی. نوموړي ویلي چې له دغه هېواد څخه هېڅ قانوني اسناد لرونکي افغان کډوال نه دې ایستل شوي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند د اوونیز خبرې کنفرانس پرمهال ویلي دي چې د بشري خواخوږۍ پر بنسټ په پاکستان کې د شاوخوا ۱۶ زره افغان کډوالو د استوګنې موده غځوي.

د هغه په وینا، د بشري ویزو د مودې د غځولو پرېکړه د ښځو، ماشومانو او سپین‌ږیرو په څېر د زیانمنو ډلو د ملاتړ لپاره شوې ده.

اندرابي زیاته کړه، پاکستاني چارواکي اوس‌مهال د بې‌اسناده بهرنیو وګړو د بېرته ستنولو د طرحې په چوکاټ کې د ۸۹ زره افغانانو دوسیې ارزوي. هغه همداراز وویل، هېڅ افغان وګړی چې معتبره ویزه یا د سفر قانوني اسناد ولري، له پاکستانه نه دی ایستل شوی.

پاکستان د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته د بې‌اسناده افغان کډوالو د بېرته ستنولو بهیر په بې‌ساري ډول چټک کړی دی. اسلام‌اباد دغه بهیر په څو پړاوونو کې عملي کړی او سلګونه زره افغان کډوال یې ایستلي دي. د افغان کډوالو جبري ستنول او پراخ اخراج د بشري حقونو د بنسټونو او نړۍوالو سازمانونو اندېښنې راپارولي دي. دغو سازمانونو په وار وار ویلي، د افغان پناه غوښتونکو ایستل هغوی د طالبانو د غچ اخیستنې له خطر سره مخامخ کوي.