• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د روسیې له لوري د پولنډ د هوايي حریم تر نقض وروسته د دغه هېواد لومړي وزیر بېړنۍ غونډه وکړه

۸ زمری ۱۴۰۵ - ۳۰ جولای ۲۰۲۶، ۱۳:۳۵ GMT+۱

د روسي توغندي له خوا د پولنډ د هوايي حریم له نقض وروسته د دغه هېواد لومړي وزیر ډونالډ توسک د دفاع وزیر او امنیتي چارواکو په ګډون بېړنۍ ناسته کړې. چارواکي وایي لومړني شواهد ښيي چې توغندی د روسیې Kh-101 ډوله کروز و چې د اوکراین پر ضد د برید پر مهال د پولنډ هوايي حریم ته داخل شوی.

د پولنډ د دولتي خبري اژانس د راپور له مخې، دغه توغندی د پنجشنبې په سهار د ځايي وخت په ۳:۴۰ بجو د پولنډ هوايي حریم ته داخل شو او د ختیځ پولنډ د لوبلین ولایت د «تارناوا-کولونیا» کلي ته نږدې په یوې نااستوګنې سیمې کې ولوېد.

د چارواکو په وینا، د توغندي د لوېدو له امله زوروره چاودنه شوې او شاوخوا لس متره پراخه کنده یې رامنځته کړې.

د پولنډ لومړي وزیر ډونالډ توسک ویلي، لومړني شواهد او د توغندي پاتې شوني ښيي چې دا ښايي د روسیې د Kh-101 ډوله کروز توغندی وي. هغه زیاته کړې، په سیمه کې پلټنې روانې دي او که توغندی د پولنډ خاورې ته نور هم ننوتی وای، د دغه هېواد هوايي دفاعي ځواکونو به ویشتلی وای.

د پولنډ د پوځ عملیاتي قوماندانۍ هم ویلي، د روسیې د اوکراین پر ضد د پراخو بریدونو پر مهال یې F-16 جنګي الوتکې او د ناټو هوايي دفاعي سیستمونه بشپړ چمتو حالت کې دي.

د اوکراین د بهرنیو چارو وزیر هم تایید کړې چې یاد روسی کروز توغندی د اوکراین پر ضد د شپنیو عملیاتو پر مهال د پولنډ هوايي حریم ته داخل شوی و.

بل لور ته، روسیې د اوکراین پر لوېدیځو سیمو او بنسټیزو تاسیساتو پراخ توغندیز او د بې پیلوټه الوتکو بریدونه کړي دي. د اوکراین چارواکي وایي، هوايي دفاع یې ګڼ توغندي او بې پیلوټه الوتکې یې شنډې کړې، خو ځینو بریدونو استوګنیزو او بنسټیزو سیمو ته زیانونه هم اړولي دي.

ترویج لرونکی

د طالبانو مشران څنګه ساتل کېږي؟
۱
ځانګړی

د طالبانو مشران څنګه ساتل کېږي؟

۲
روغتیا او ژوند

روغتیا نړیوال سازمان: په ۲۰۲۵ کال کې نږدې ۶۰ زره افغانان په تور او ژېړ ژېړي اخته شوي

۳

د طالبانو پخواني چارواکي د ملي بیرغ په ورځ د درې‌رنګه بیرغ ستاینه کړې

۴

طالبانو: د غوري سمنټو فابریکه هره ورځ ۷۰۰ ټنه سمنټ تولیدوي

۵

د پېښور سترې محکمې د «قايداعظم» د شړلو مخه ونیوله

•
•
•

نور کیسې

په تېره یوه اوونۍ کې؛ په خیبر پښتونخوا کې د ملکي وګړو په ګډون ۳۰ نظامیان وژل شوي

۸ زمری ۱۴۰۵ - ۳۰ جولای ۲۰۲۶، ۱۱:۵۶ GMT+۱
100%

د خیبر پښتونخوا ایالت ځینې سیمې په تېره یوه اوونۍ کې د خونړو بریدونو شاهده وه او په دغه موده کې د ملکي وګړو په ګډون ۳۰ نظامیان وژل شوي او یو شمېر نور ټپیان دي. پر پاکستاني نظامیانو د بریدونو مسولیت تحریک طالبان پاکستان ډلې په غاړه اخیستی دی.

د پاکستان په خیبر پښتونخوا ایالت کې د تېرو څو ورځو په لړ کې یو ځل بیا د ترهګرۍ په پېښو کې چټک زیاتوالی راغلی او په دې ترڅ کې په ټولیزه توګه د ۳۰ په شاوخوا کې امنیتي سرتېري او عام وګړي وژل شوي دي. په ډېری بریدونو کې پولیس سرتېري په نښه شوي دي.

د چهارشنبې په ماښام د هنګو په خزینه بانډه کې د پولیسو د یوه لوړپوړي افسر پر موټر د وسله‌والو له خوا برید وشو چې په پایله کې یې هغه ووژل شو. د هنګو پولیسو په وینا، له دې پېښې سمدستي وروسته د پولیسو اضافي ځواکونه د پېښې ځای ته واستول شول چې په لاره کې د وسله‌والو له خوا پرې بل برید وشو او په ترڅ کې یې نهه سرتېري ووژل شول او شاوخوا ۲۳ نور ټپیان شول.

د خیبر پښتونخوا د پولیسو مشر نن سهار په هنګو کې له خبریالانو سره په خبرو کې وویل چې په ځوابي برید کې له ۱۲ څخه تر ۱۵ پورې وسله وال هم وژل شوي دي.

د دې برید مسوولیت د تحریک طالبان پاکستان ډلې منلی دی. هغوی ادعا کوي چې په دې برید کې ۱۸ پولیس سرتېري یرغمل شوي هم دي.

له دې څخه څو ورځې وړاندې د پښتونخوا په سویلې ټانک ولسوالۍ کې د پوځ او پولیسو پر یوې ګډې امنیتي پوستې وسله والو ځانمرګی برید وکړ، چې په کې ۱۵ سرتېري وژل شوي وو. په وژل شویو کې ۱۲ د پوځ سرتېري، دوه پولیس او یو د ځنګلونو د څانګې افسر شامل وو. د دغه برید مسوولیت هم د تحریک طالبان پاکستان ډلې منلی و. دغه راز د پښتونخوا په سوات ولسوالۍ کې هم له څو ورځو راهیسې د تاوتریخوالي په پېښو کې زیاتوالی لیدل کېږي. دوه ورځې وړاندې د مټې تحصیل په غرنیو سیمو کې د پولیسو او ترمنځ ترمنځ نښته شوې وه چې په کې یو پولیس او د ځايي لښکر درې غړي وژل شوي وو، په داسې حال کې چې په ځوابي برید کې څلور ترهګر ووژل شول.

په خیبر پښتونخوا کې د تېرو څو کلونو راهیسې پولیس سرتېري په نښه کېږي او په ډېرو پېښو کې ورته درانه ځاني زیانونه اوښتي چې له امله یې د هغوی مورال هم زیانمن شوی دی.

شنونکي وایي چې په پښتونخوا کې پولیس نږدې له تېرو شلو کلونو راهیسې په پرله‌پسې توګه په نښه کېږي او پر پولیسو پرله‌پسې بریدونو د هغوی پر مورال هم منفي اغېز کړی دي.

پر اوکراین د روسیې په بریدونو کې ۸ کسان وژل شوي او لسګونه نور ټپیان دي

۸ زمری ۱۴۰۵ - ۳۰ جولای ۲۰۲۶، ۱۰:۳۹ GMT+۱
100%

د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زېلېنسکي ویلي، روسیې تېره شپه پر اوکراین له ۷۰ ډېر د توغندیو او شاوخوا ۲۸۰ ډرون بریدونه کړي، چې د ماشومانو په ګډون ۸ کسان یې وژلي او لسګونه نور یې ټپیان کړي دي.

د اوکراین ولسمشر زېلېنسکي ویلي، تر اوسه د دغه هېواد په بېلابېلو سیمو کې د ماشومانو په ګډون د اتو کسانو د وژل کېدو راپورونه ورکړل شوي او لسګونه نور ټپیان دي. هغه د ویجاړو شویو کورونو، اورلګېدنو او د ژغورنې د عملیاتو انځورونه هم خپاره کړي دي.

د اوکراین د هوايي ځواک په وینا، هوايي دفاع ۵۵ توغندي او ۲۶۵ بې‌پیلوټه الوتکې نسکورې کړې، خو له نهو بالستیک توغندیو یوازې یو یې شنډ شوی دی. دغه ځواک ویلي، ۱۱ توغندي او ۱۷ بې‌پیلوټه الوتکې په ۲۰ بېلابېلو ځایونو لګېدلي دي.

د امریکا جوړ پېټریاټ هوايي دفاعي سیستم د اوکراین یوازینی وسله ده چې د روسیې بالستیک توغندي شنډولی شي، خو د دغو سیستمونو کمښت دوام لري.

په ورته مهال د دنیپروپېتروفسک په یوه کلي کې د جمعې ورځ د ماتم ورځ اعلان شوې، ځکه هلته د درېیو ماشومانو په ګډون شپږ کسان وژل شوي دي. چارواکو ویلي، یو کس په کییف او بل په پولتاوا کې هم وژل شوی دی.

د ښار چارواکو ویلي، په لفیف کې شاوخوا ۳۰ کسان، چې درې ماشومان هم پکې شامل دي، ټپیان شوي او دوه استوګنیزې ودانۍ، یو ښوونځی او دوه وړکتونونه زیانمن شوي دي.

د روسیې دفاع وزارت ویلي، ځواکونو یې له کییف، لفیف او دنیپروپېتروفسک نیولې د اوکراین په بېلابېلو سیمو کې پوځي تاسیسات او درې بار وړونکې بېړۍ په نښه کړې دي.

بل لور ته، روسي چارواکو ویلي، د اوکراین د بې‌پیلوټه الوتکو په برید کې د روسیې په پنزا ښار کې د وایلډبېریز انلاین سوداګریز شرکت یو ګودام اور اخیستی دی. د سیمې والي ویلي، یو کس ټپي شوی او شاوخوا ۲۰۰ کسان له سیمې ایستل شوي دي.

دغه شرکت ویلي، د روسیې د اودمورتیا په ساراپول ښار کې یې بل مرکز هم د بې‌پیلوټه الوتکو تر برید وروسته اور اخیستی دی.

د اوکراین لوړپوړي چارواکي وايي، د دغو بریدونو هدف د روسیې د بودجې عواید او د جګړې د دوام اقتصادي وړتیا کمول دي.

د امریکا پوځ د پاټریوټ توغندیو جوړولو لپاره د ۵۸ مېلیارد ډالرو قرارداد لاسلیک کړ

۸ زمری ۱۴۰۵ - ۳۰ جولای ۲۰۲۶، ۰۴:۲۹ GMT+۱
100%

د امریکا پوځ له لاک هېډ مارټین شرکت سره د ۵۸.۶ مېلیارد ډالرو په ارزښت یو لوی قرارداد لاسلیک کړی دی. د دغه قرارداد له مخې؛ یاد شرکت به د پاټريوټ پرمختللي دفاعي توغندي تولید کړي. دغه قرارداد په وروستیو کلونو کې د پوځي وسلو په برخه کې تر ټولو لوی قرارداد ګڼل کېږي.

دغه اقدام داسې مهال کېږي، چې د ایران د جګړو له امله د امریکا د وسلو د زېرمو د کمښت په اړه اندېښنې زیاتې شوې دي. د امریکا پوځ ویلي، دغه نوی قرارداد د تېر اپرېل میاشتې یو کلن او ۴.۷ مېلیارد ډالري تړون پراخوي او په اووه کلن تړون یې بدلوي. د دغه تړون له مخې به د ۲۰۲۶ مالي کال څخه تر ۲۰۳۲کال پورې د پاټریوټ توغندیو د څو کلن پېر پروګرام عملي شي.

د پنټاګون مذاکره کوونکي هڅه کوي، چې له دفاعي قراردادیانو څخه د وسلو د تولید د چټکتیا غوښتنه وکړي. د ډونالډ ټرمپ ادارې هم له دفاعي شرکتونو غوښتي، چې د ونډه‌‌والو د ګټې د وېش پر ځای د تولید زیاتولو ته لومړیتوب ورکړي.
ټرمپ په همدې موخه یو اجراییوي فرمان هم لاسلیک کړی؛ څو هغه شرکتونه وپېژندل شي چې د حکومت د سپارښتنو په پوره کولو کې کمزوری فعالیت لري. خو د دفاعي صنعت چارواکي وایي، سره له دې چې له دغه پروګرامونو هرکلی کوي؛ خو د امریکا کانګرس باید لومړی اړینه بودجه تصویب کړي، څو دوی وکولای شي د پرزو او تولیدي ظرفیتونو په پراختیا کې پانګونه وکړي.

د دغه پاټریوټ توغندیو د کره مشخصاتو او د سپارلو د مهالوېش په اړه خبرې اترې لاهم روانې دي. د لاک هیډ مارتین شرکت ویلي، دغه بودجه به دوی ته دا زمینه برابره کړي، چې د پاټریوټ (PAC-3 MSE) توغندیو د تولید ظرفیت د ۲۰۳۰کال تر پایه درې برابره کړي او کلنی تولید یې ۲زره توغندیو ته ورسوي.
دغه شرکت پلان لري، چې په امریکا کې د خپلو تولیدي تاسیساتو د عصري کولو لپاره له ۸ تر ۹ مېلیارد ډالرو پورې پانګونه وکړي. د PAC-3 MSE د پاټریوټ هوايي دفاعي سیستم پرمختللي توغندي دي، چې د بالستیک توغندیو، کروز توغندیو او الوتکو شنډولو لپاره کارول کېږي.

د «ستراتیژیکو او نړۍوالو مطالعاتو مرکز» د اټکل له مخې؛ د امریکا پوځ اوس‌مهال له زرو څخه کم د پاټریوټ توغندي او تر ۲۵۰ څخه کم د «تاد» دفاعي سیستم توغندي په واک کې لري. د راپور له مخې؛ دواړه دفاعي سیستمونه په وروستیو کې په منځني ختیځ کې په پراخه کچه کارول شوي دي.

امریکا پر ایران د بریدونو له نوې څپې خبر ورکړ

۸ زمری ۱۴۰۵ - ۳۰ جولای ۲۰۲۶، ۰۳:۲۹ GMT+۱
100%

د امریکا مرکزي قوماندانۍ (سنتکام) اعلان کړی، چې د دغه هېواد ځواکونو د ایران پر وخت د سهار په ۳:۳۰ بجو د یاد هېواد پر وړاندې پوځي بریدونه پیل کړي دي. په همدې حال کې بېلابېلو سرچینو د ایران په ځینو سیمو کې د چاودنو خبر ورکړی دی.

سنتکام ویلي، دغه بریدونه د هغې هڅې پر وړاندې «پرېکنده ځواب» دی چې ایران تېره ورځ په منځني ختیځ کې پر مېشتو امریکايي ځواکونو د برید لپاره کړې وه. په همدې حال کې بېلابېلو سرچینو د ایران په ځینو سیمو کې د چاودنو خبر ورکړی دی.

د ایران د دولتي ټلوېزیون خبریال ویلي، په بندرعباس کې د دوو چاودنو غږونه اورېدل شوي او لومړنۍ معلومات ښيي چې ښایي دغه چاودنې د ښار په شاوخوا سیمو کې شوې دي. د هغه په وینا؛ ورته راپورونه د ابوموسی او کېش ټاپوګانو او همدارنګه د قشم ټاپو او هرمز تنګي له سمندري سیمو هم ترلاسه شوي دي.

دغه خبریال زیاته کړه، د لومړنیو اټکلونو له مخې ښايي اورېدل شوي غږونه د هرمز تنګي په سیمه کې د وسله‌والو ځواکونو له فعالیتونو سره تړاو ولري؛ خو کره لامل یې لاهم تر څېړنې لاندې دی.

همداراز د هرمزګان ولایت د والي سیاسي، امنیتي او ټولنیز مرستیال ویلي چې د سهار په ۴ بجو د امریکا پوځ د قشم ټاپو شاوخوا ځینې سیمې په نښه کړې دي. هغه زیاته کړه، چې د لومړنیو ارزونو له بشپړېدو وروسته به د دغه برید په اړه بشپړ راپور خپور شي.
د هرمزګان چارواکو لاتراوسه د برید د کره ځای او احتمالي زیانونو په اړه نور جزییات نه‌دي ورکړي.

اکسیوس: پر اردن د ایران برید ټرمپ د پوځي اقدام له پرېکړې سره مخ کړی

۸ زمری ۱۴۰۵ - ۳۰ جولای ۲۰۲۶، ۰۱:۲۹ GMT+۱
100%

د امریکايي رسنۍ اکسیوس د راپور له مخې، په اردن کې د امریکا پر یوې پوځي اډې د ایران د توغندیز برید وروسته، ډونالډ ټرمپ د پراخو پوځي عملیاتو د بیا پیلولو له یوې مهمې پرېکړې سره مخ شوی؛ هغه اقدام چې ښايي د دواړو لورو ترمنځ د رامنځته شوي نازک ارام حالت د له منځه تلو لامل شي.

د راپور له مخې، دا د هغو عملیاتو له درېدلو وروسته د ایران لومړنی برید ګڼل کېږي او کولی شي د واشنګټن او تهران ترمنځ روان کړکېچ یو ځل بیا پوځي پړاو ته بوځي.

اکسیوس لیکلي، ټرمپ له دې برید یوه ورځ مخکې ویلي وو چې امریکا له ایران سره «ډېرې جدي خبرې» کوي، خو په عین حال کې یې خبرداری ورکړی و، که ډیپلوماټیکې هڅې بې‌پایلې شي، واشنګټن به «ډېرو سختو پوځي اقداماتو» ته بېرته مخه کړي.

د راپور له مخې، دغه توغندیز برید یوازې څو ساعته وروسته له هغه ترسره شو چې ټرمپ په سپینه ماڼۍ کې د اسراییل له لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو سره لیدنه کړې وه.

تر اوسه د سپینې ماڼۍ او ایراني چارواکو له لوري د دې راپور په اړه رسمي غبرګون نه دی خپور شوی.