• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د ټېلګرام بنسټګر د طالبانو د یوه انځور په خپرولو د روسیې «ترهګریزو» تورونو ته غبرګون وښود

۹ زمری ۱۴۰۵ - ۳۱ جولای ۲۰۲۶، ۲۱:۴۱ GMT+۱تازه شوی: ۹ زمری ۱۴۰۵ - ۳۱ جولای ۲۰۲۶، ۲۲:۴۸ GMT+۱

د ټېلګرام بنسټګر پاول دوروف په خپله اېکس‌پاڼه کې د طالبانو د غړو یو انځور خپور کړی او د روسیې هغه وروستي تور ته یې غبرګون ښودلی چې ګواکې نوموړي د «ترهګریزو فعالیتونو لپاره اسانتیاوې» برابرې کړې دي.

پاول دوروف دغه انځور پرون (پنجشنبه د زمري ۸مه) په خپله اېکس‌پاڼه له یوې لنډې لیکنې سره خپور کړی دی. هغه د انځور په تشریح کې لیکلي: «مه مغشوشېږئ».

په خپاره شوي انځور کې د ټېلګرام د بنسټګر انځور لیدل کېږي چې پرې د «ترهګر» ټکی لیکل شوی دی. د همدې ترڅنګ د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف، په قطر کې د طالبانو سفیر سهیل شاهین او د طالبانو د یو شمېر نورو چارواکو ګډ انځور ښکاري چې پرې د «قدرمن شریکان» عبارت لیکل شوی دی.

داسې ښکاري چې نوموړی دا انځور د «ترهګرۍ» د تعریف او په دې اړه د مسکو د چلند ترمنځ پر موجود تناقض نیوکه کوي. د پاول دوروف دغه لیکنه په ټولنیزو شبکو کې پراخ غبرګونونه راپارولي او د ټولنیزو شبکو یو شمېر کاروونکو هم د هغه له دې دریځ څخه خپل ملاتړ څرګند کړی دی.

پاول دوروف همدارنګه لیکلي: «روسیې زه ترهګر بللی یم، ځکه ما د ټېلګرام د پراخې څارنې او سانسور لپاره د هغوی غوښتنې ونه‌منلې».

روسیه له طالبانو سره نږدې اړیکې لري او تر اوسه یوازینی هېواد دی چې د طالبانو حکومت یې په رسمیت پېژندلی دی.

تر دې وړاندې د روسیې فدرالي امنیتي ادارې پاول دوروف د «ترهګریزو فعالیتونو لپاره د اسانتیاوو» پر برابرولو تورن کړی او د هغه د نیولو لپاره یې نړیوال حکم صادر کړی وو.

مسکو د چهارشنبې په ورځ (د زمري ۷مه) اعلان وکړ، چې د پاول دوروف نوم د نړیوالو تعقیبېدونکو کسانو په نوملړ کې شامل شوی دی.

ترویج لرونکی

پاکستان د ۱۶۰۰۰ افغان کډوالو د استوګنې موده وغځوله
۱

پاکستان د ۱۶۰۰۰ افغان کډوالو د استوګنې موده وغځوله

۲

طالبي ګومارنې؛ ملاهبت الله د طالبانو د استخباراتو یو کارکوونکی د پکتیکا پوهنتون رییس ټاکلی

۳
ځانګړی

سراج الدین حقاني د روان وضعیت په تړاو په پکتیا کې له خپلو پلویانو سره پټه ناسته کړې

۴

ملګرو ملتونو د طالبانو د پنځو جګپوړو چارواکو د پاسپورټونو او هویت اړوند معلومات نوي کړل

۵

پاکستان د افغانستان امنیتي وضعیت ارزونې لپاره خپل سفیر اسلام‌اباد ته وربللی

•
•
•

نور کیسې

هسپانیا ته د اوښتلو په هڅه کې؛ تر اوسه اوبو کې د ډوب شویو ۵۷ مراکشیانو مړي‌ موندل شوي

۹ زمری ۱۴۰۵ - ۳۱ جولای ۲۰۲۶، ۲۱:۱۸ GMT+۱
100%

د هسپانیا حکومت اعلان کړی، چې د افریقا په شمال کې د دغه هېواد نیمه خپلواکې سیمې سیوټا ته له ننوتلو وروسته، له ۵۰ زرو څخه زیات کډوال بېرته په خپله خوښه مراکش ته ستانه شوي دي. د هسپانوي چارواکو په وینا، په دغې سرحدي ګډوډۍ کې لږ تر لږه ۵۷ کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.

دغه کسان د ډوبېدو او پر پولې د لګېدلو کټارو د اوښتلو پر مهال تر پښو لاندې کېدو له امله مړه شوي دي.

د هسپانیا د کورنیو چارو وزارت د جمعې په ماښام (د زمري ۹مه) ویلي، چې د پنجشنبې له سهار راهیسې شاوخوا ۵۰ زره کسان له پولې تېر شوي وو، خو د جمعې په ماښام تر شپږو بجو پورې شاوخوا ۴۸ زره او ۳۰۰ کسان بېرته ستانه شوي دي.

د سیوټا د سیمه‌ییز حکومت مشر خوان جیسس ویواس بیا ویلي، چې په تېرو دوو ورځو کې تر ۶۰ زرو پورې کسانو له پولې د تېرېدو هڅه کړې وه. د مراکش امنیتي ځواکونو د اوښکې بهوونکي ګاز او برېښنايي ډنډو په کارولو سره د کډوالو د پرمختګ مخه نیولې ده.

د هسپانیا لومړي وزیر پدرو سانچز سبتې ته د سفر پر مهال دغه پېښه د هسپانیا پر ځمکنۍ بشپړتیا تېری بللی او ویلي یې دي، چې د غیرقانوني کډوالو د بېرته ستنولو لړۍ یې چټکه کړې ده. بلخوا، دغې پېښې په اروپا کې سختې ناندرۍ راپارولې دي. ایټالیا له هسپانیا سره د شینګېن د بې ویزې سفر تړون د ځنډولو اعلان کړی، خو مادرید دا پرېکړه د اروپایي ټولنې د تړونونو خلاف بللې ده.

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د هسپانیا د حکومت پر سیاستونو د نیوکې ترڅنګ دا پېښه یو «یرغل» بللی دی. د امریکا بهرنیو چارو وزارت هم پر هسپانیا تور پورې کړی، چې د دوی د کډوالۍ نرم سیاستونه د دې بحران لامل شوي دي.

ورته مهال، د فرانسې د کورنیو چارو وزیر لارینټ نونیز ویلي، چې له هسپانیا سره پر پوله به د خپلو پولیسو حضور پنځه برابره زیات کړي، څو د کډوالو د ننوتلو مخه ونیسي.

د هسپانیا او مراکش د چارواکو د څرګندونو له مخې، په تېرو ۲۴ ساعتونو کې شاوخوا ۴۹ زره پناه غوښتونکي د مراکش له پولو څخه د سیوټا سیمې ته ننوتل چې د دواړو هېوادونو د سرحدي ځواکونو د ګډو اقداماتو له امله دغه لړۍ ودرول شوه. سیوټا او ملیلیا په شمالي مراکش کې د هسپانیا دوه خپلواک ښارونه دي، چې له افریقا سره د اروپایي ټولنې یوازینۍ ځمکنۍ پوله جوړوي او تل د پناه غوښتونکو له ورته هڅو سره مخ کېږي.

ټرمپ: د ایران پوځي وړتیا مو د افغانستان پر تله په خورا لنډه موده کې له‌منځه یووړه

۹ زمری ۱۴۰۵ - ۳۱ جولای ۲۰۲۶، ۱۹:۲۸ GMT+۱
100%

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ويلي، ځواکونو یې له پنځو مياشتو په لنډه موده کې د ايران پوځي وړتیاوې په بشپړ ډول له‌منځه وړې دي. هغه د افغانستان په ګډون د امريکا د تېرو اوږدمهاله جګړو پرتله دغه لاسته راوړنه خورا بې‌سارې او چټکه بللې ده.

د امریکا ولسمشر د جمعې په ورځ (د زمري ۹مه) په ډیوېډ کمپ کې د کابینې په غونډه کې د ویتنام، افغانستان او کوریا جګړو ته په اشارې سره وویل، چې په دغو هېوادونو کې بهرني ځواکونه د ډېرو کلونو لپاره پاتې شول، خو امریکایي ځواکونو په ایران کې یوازې په پنځو میاشتو کې د ايران پوځي ظرفیتونه له‌منځه یووړل.

هغه ټینګار وکړ، چې «د دغه [ایران] رژیم توان په بشپړ ډول فلج شوی دی».

ټرمپ زیاته کړه، چې د ايران «یو څه پوځي ځواک لا هم پاتې دی، خو ډېر ژر به هغه هم په بشپړ ډول له‌منځه یوړل شي».

د هغه په وینا، د امریکا دغه پوځي عملیات په خورا چټکۍ او بریالیتوب سره پرمخ ځي او د «دښمن» د پاتې شونو د له‌منځه وړلو هڅې دوام لري.

د امریکا ولسمشر د خپلو ځواکونو پر وړتیا او د عملیاتو پر دقیقوالي خوښي وښوده او ویې ویل، چې د ايران پر وړاندې د پوځي فشارونو زیاتوالی د دې لامل شوی، چې د هغوی د دفاعي سیسټمونو ډېره برخه له کاره ولوېږي او د بیا رغونې چانس یې هم له منځه لاړ شي.

له دې سره سم، د امریکا د دفاع پخواني وزیر لېون پنیټا د جمعې په ورځ (د زمري ۹مه) له سي‌اېن‌اېن سره په مرکه کې خبرداری ورکړ، چې امریکا له ایران سره په داسې جګړه کې ښکېله شوې چې دده په وینا، «ګټل یې ستونزمن دي» او دا شخړه ښايي د افغانستان او عراق د جګړو په څېر وغځیږي.

پنیټا زیاته کړه: «په ۲۱مه پېړۍ کې امریکا بیا بیا ځان په داسې جګړو کې موندلی چې نه ګټل کېږي. که هغه عراق وي، افغانستان وي او که ایران. دا جګړې په پای کې امریکا ستړې کوي، اقتصاد ته زیان رسوي او تر ټولو مهمه دا چې د نړۍ په نظر کې یې کمزورې ښکاره کوي».

د یادونې وړ ده، امریکا له ۲۰۰۱ څخه تر ۲۰۲۱ کال پورې په افغانستان کې د ترهګرۍ په نوم جګړه وکړه او د څه باندې ۲ زره سرتېرو په وژل کېدو سره یې په ۲۰۲۱ کال کې افغانستان هغې ډلې ته وسپاره، چې شاوخوا ۲۰ کاله یې ورسره جګړه کوله.

ټېلګراف: امریکا او اسراییل د ایران د ځمکنۍ محاصرې امکان ارزوي

۹ زمری ۱۴۰۵ - ۳۱ جولای ۲۰۲۶، ۱۷:۲۴ GMT+۱
100%

ټېلګراف ورځپاڼې د لوړپوړو اسراییلي سرچینو له قوله راپور ورکړی چې امریکا او اسراییل د ایران خلاف د ځمکنۍ محاصرې امکان څیړي. ورځپاڼه وايي، که د ایران ګاونډیان اذربایجان، افغانستان، ترکمنستان او ترکیه له دغه پلان سره همکاري وکړي، د تهران له غبرګون سره مخ کېدای شي.

د راپور له مخې، ځمکنی بندیز پر ایران د اقتصادي فشار لپاره د یوې وسیلې په توګه ارزول کېږي.

په دې طرحه کې به امریکا او اسراییل د ایران له ګاونډیو هېوادونو وغواړي چې خپلې سرحدي لارې وتړي یا د ترانزیټ کنټرول سخت کړي، څو له تهران سره سوداګري محدوده شي.

ډیلي ټیلیګراف لیکلي چې پاکستان او عراق، چې په سیمه کې د واشنګټن نږدې متحدین نه دي، د دې پلان کمزورې کړۍ کېدای شي. همدارنګه د ایران نور ګاونډي هېوادونه، لکه اذربایجان، ارمنستان، افغانستان، ترکمنستان او ترکیه، که له دغه امریکايي ـ اسراییلي پلان سره همکاري وکړي، د تهران له غبرګون سره مخ کېدای شي، چې ښايي پوځي اقدامات هم پکې شامل وي.

ورځپاڼې زیاته کړې چې د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ اداره د ځمکني بندیز انتخاب ځکه څېړي چې د هرمز تنګي د پرانیستلو لپاره روانه پوځي تګلاره خپل حد ته رسېدلې ده. د سپینې ماڼۍ یوه چارواکي ویلي چې د امریکا ولسمشر «ټول انتخابونه له ځان سره لري».

په پاکستان کې د لسو غرختونکو تر لادرکه کېدو وروسته د څلورو تنو مړي موندل شوي

۹ زمری ۱۴۰۵ - ۳۱ جولای ۲۰۲۶، ۱۵:۰۳ GMT+۱
100%

په پاکستان کې د ژغورنې ډلو پر یوه غره د واورې ښویېدنې له امله د څلورو لادرکه شویو غر ختونکو جسدونه موندلي دي. تر دې وړاندې لږ تر لږه لس تنه غرختونکي په دې سیمه کې لادرکه شوي وو.

رویټرز خبري اژانس د خپلو سرچینو له قوله راپور ور کړی، چې د لادرکه شویو کسانو په منځ کې ۴۳ کلن نیپالی غرختونکی نیرمل پورجا هم شامل دی چې د نړۍ د ۱۴ تر ټولو لوړو غرونو د تر ټولو چټک ختلو ریکارډ یې جوړ کړی و او د هغه دا کار په ۲۰۲۱ کال کې په یوه مستند فلم کې هم ښودل شوی و.

د ترلاسه شویو معلوماتو له مخې، دغه غر ختونکي د پنجشنبې په ورځ غرمه مهال پر ۸ زره او ۵۱ متره لوړ بروډ پیک غره، چې د نړۍ ۱۲م لوړ غر ګڼل کیږي، د واورې ښویېدنې له امله لاندې شوي او بې درکه شوي دي.

د ګلګت بلتستان د ګرځندوی ادارې مرستیال ساجد حسین رویټرز اژانس ته ویلي چې د جمعې په ورځ هم د ژغورنې او لټون عملیاتو دوام درلود.

د پاکستان امنیتي سرچینو ویلي چې د موندل شویو څلورو جسدونو د لېږدولو چارې لا نه دي بشپړې شوي او د هغوی د پېژندنې او کره ځای په اړه یې نور معلومات نه دي ورکړي.

له مراکش نه هسپانیا ته په ۲۴ ساعتونو کې شاوخوا ۴۹ زره پناه غوښتونکي ورغلي

۹ زمری ۱۴۰۵ - ۳۱ جولای ۲۰۲۶، ۱۳:۵۰ GMT+۱
100%

هسپانیا او مراکش د جمعې په ورځ د هسپانوي سیوتا سیمې پر سرحدي کټارو ځواکونه زیات کړل او داسې ښکاري چې د یوې ورځې په ترڅ کې د سمندر او ځمکې له لارې د لسګونو زرو کسانو له اوښتلو وروسته یې د غیرقانوني اوښتنو مخه نیولې ده. په همدې ترڅ کې په اوبو کې لږ تر لږه د ۱۹ کسانو مړي موندل شوي.

د هسپانیا د ملي امنیت ادارې په خپله وېبپاڼه کې، د کورنیو چارو وزارت له قوله ویلي وو چې اټکل کېږي په ۲۴ ساعتونو کې له ۴۹ زرو څخه زیات کسان په غیرقانوني ډول اوښتي دي. دغه اعلامیه وروسته له وېبپاڼې لرې شوه، خو سملاسي یې کوم دلیل وړاندې نه شو.

د مراکش له خاورې د مدیترانې سمندر پر لور د هسپانیا تر کنټرول لاندې کوچنۍ سیمه سیوتا ته د خلکو دغه پراخ ورتګ په اروپا کې د حیرانتیا او اختلاف سبب شوی دی.

فرانسې ویلي چې له هسپانیا سره پر پوله به خپل کنټرول زیات کړي او ایټالیا ګواښ کړی چې ښايي د اروپايي اتحادیې له داخلي خلاص سرحدي سیستم «شېنګن» څخه هسپانیا ګټه اخېستنه وځنډوي.

هسپانیايي چارواکو ویلي، هڅه کوي هغه کسان چې په غیرقانوني ډول داخل شوي، ژر تر ژره بېرته وشړي.

ټاکل شوې وه چې د هسپانیا صدراعظم پېدرو سانچېز د جمعې په ورځ له کورنیو چارو وزیر فرناندو ګراندې-مارلاسکا سره سیوتا ته سفر وکړي.

سیوتا؛ د اروپا او افریقا ترمنځ حساسه پوله

سیوتا او میلیلا، چې بله هسپانیايۍ خپلواکه سیمه ده او د مراکش په شمال کې موقعیت لري، د اروپايي اتحادیې یوازینۍ ځمکنۍ پولې دي چې له افریقا سره نښتې دي.

ددغو دوو ښارونو هر یو شاوخوا ۸۵ زره نفوس لري او وخت ناوخت د هغو کډوالو د هڅو شاهد وي چې غواړي اروپا ته ورسېږي، خو د پنجشنبې ورځې د ورتګ کچه بې‌سارې بلل شوې ده.

د هسپانیا د سیمه‌ییزې پالیسۍ وزیر انخل ویکتور تورس وویل چې د دې زیاتوالي یو لامل ښايي د هسپانیا د سترې محکمې وروستۍ پرېکړه وي. د دې پرېکړې له مخې، هغه کډوال چې سیوتا یا میلیلا ته د رسېدو پر مهال په سمندر کې نیول کېږي، د ځانګړو قوانینو له مخې په سملاسي ډول بېرته نه شي شړل کېدای.

تورس وویل چې حکومت سملاسي غبرګون ښودلی او هڅه کوي کډوال بېرته ستانه کړي، خو د محکمې پرېکړو او د کډوالو حقونو ته به درناوی کوي.

د مراکش له لوري، د امنیتي ځواکونو له زیات حضور سره سره، د شپې په اوږدو کې زرګونه کډوال د فنیدق ښار ته ورننوتل. که څه هم ډېری هڅې د پولې د اوښتو لپاره ناکامې شوې، خو ځینو ډلو له کټارې د تېرېدو لپاره د ساحل له لارې بدیلې لارې لټولې او ځینو د لامبو وهلو هڅه هم کوله.

۳۲کلن ابراهیم، چې یوازې یې خپل لومړی نوم یاد کړ، وویل، « زه ناوخته ورسېدم».

هغه وویل له طنجه څخه راغلی و او غوښتل یې له دروازې تېر شي، خو دروازه تړلې وه.

په اوښتیو هیله‌منو کسانو کې ښځې او ماشومان هم وو، چې ځینې یې د مراکش او ځینې د افریقا د صحرا سوېلي سیمو څخه راغلي وو.

د اروپا غبرګون

د هسپانیا د ملکي ګارد پولیسو اتحادیېپه اېکس کې ویلي چې د پنجشنبې ورځې د لویې څپې پر مهال په سرحد کې د څار لپاره کافي پولیس نه وو، له همدې امله د خلکو د مخنیوي توان کم شوی و.

کډوالي په ټوله اروپا کې یوه حساسه موضوع ده. په ځانګړي ډول له ۲۰۱۵ کال راهیسې، چې له یو میلیون څخه زیات کسان، چې ډېری یې د سوریې له جګړې تښتېدلي وو، اروپا ته ورغلل، ښي اړخي ګوندونه پیاوړي شوي دي.

د فرانسې د کورنیو چارو وزیر لوران نونیز وویل چې د هسپانیا پر پوله یې د «سملاسي کنټرولونو د زیاتولو» امر کړی دی.

په عادي حالت کې د شېنګن سیمې د غړو هېوادونو ترمنځ سرحدي کنټرول نشته، خو په استثنايي شرایطو کې د لنډ وخت لپاره بېرته فعالېدای شي.

د ایټالیا ښي اړخي صدراعظمې جورجیا میلوني وویل: « موږ چمتو یو چې د پولو او د خلکو د امنیت د ساتنې لپاره بېړني اقدامات وکړو، چې له هسپانیا سره د شېنګن د تړون ځنډول هم پکې شامل دي».

د فنلنډ د کورنیو چارو وزیر، چې هغه هم د ښي اړخي ګوند غړی دی، د میلوني له وړاندیز څخه ملاتړ وکړ او ویې ویل چې اروپايي اتحادیه باید د ایټالیا لار تعقیب کړي.

د هسپانیا سوسیالیستي حکومت وايي چې د غیرقانوني اوښتنو پر وړاندې به کلک پاتې شي، خو ټینګار کوي چې کډوال د اقتصاد په پیاوړتیا کې مرسته کوي.حکومت داسې عمومي بښنه هم اعلان کړې چې د تېر کال په ترڅ کې یې سلګونو زرو کسانو ته د تابعیت د غوښتنې زمینه برابره کړې ده.

د ایټالیا د بهرنیو چارو وزیر انتونیو تاجاني وویل: « له سیوتا څخه راتلونکي انځورونه ښيي چې له ۵۰۰ زرو څخه زیاتو غیرقانوني کډوالو ته د هسپانوي او اروپايي تابعیت ورکولو پرېکړه ژوره تېروتنه ده او د انسان قاچاق هڅوي».

د هسپانیا د بهرنیو چارو وزیر خوسې مانویل البارس د تاجاني څرګندونې «نامناسبې» وبللې او ویې ویل چې هسپانیا له خپلو شریکانو څخه «پیوستون غواړي، نه سیاسي تبلیغات». هغه زیاته کړه چې د ایټالیا سفیر به د اعتراض لپاره راوغواړي.

د فرانسې د ښي اړخي ملي تجمع ګوند د ولسمشرۍ نوماندې مارین لوپن وویل، چې که راتلونکی کال انتخابات وګټي، نو د شېنګن د ازاد تګ راتګ حق به یوازې اروپايي اتباعو ته محدود کړي.