هغه د ۱۴۰۴ کال د کب پر ۲۵مه (د ۲۰۲۶ کال د مارچ پر ۱۶مه) په کابل کې د روږدو د درملنې پر یوه مرکز د پاکستان خونړي هوايي برید ته اشاره کړې، چې د ملګرو ملتونو د شمېرو له مخې، په یاد برید کې لږ تر لږه ۲۶۹ ملکي وګړي ووژل شول او ۱۲۲ نور ټپیان شول.
د بښنې نړیوال سازمان د جولای پر ۲۱مه په خپل یوه راپور کې له پاکستاني چارواکو وغوښتل، چې د دغه برید په اړه سپیناوی وکړي او همداراز یې غوښتنه یې وکړه، چې دغه پېښه باید د احتمالي «جنګي جرم» په توګه وڅېړل شي.
بلخوا پاکستان ادعا کوي، چې په دغو بریدونو کې د تحریک طالبان پاکستان وسلهوال په نښه کوي او افغان طالبان یې د دغې ډلې په ملاتړ تورنوي، خو طالبانو د ټيټيپي ملاتړ ردوي او ټینګار کوي، چې ټيټيپي د پاکستان کورنۍ ستونزه ده.
زردشت شمس په خپله مقاله کې کاږي، چې د ټيټيپي ریښې په خپله په پاکستان کې دي او د دغې ډلې تاریخ په ۱۹۹۴ کال کې د صوفي محمد له وسلهوال پاڅون او په ۲۰۰۷ کال کې د بیتالله محسود په مشرۍ د بېلابېلو ډلو له یو ځای کېدو پیل شوی دی.
د لیکوال په باور، د پاکستان پوځ په تېرو دوو لسیزو کې د دغې ډلې پر وړاندې لسګونه پوځي عملیات کړي، خو د «ښو» او «بدو» ترهګرو په اړه د اسلاماباد دوه ګوني سیاست او په تېر کې د خپلو جیوپولیټیکو موخو لپاره د وسلهوالو ملاتړ، دغه شبکې ژوندۍ ساتلې دي.
په مقاله کې د پاکستان د پخواني سناتور افراسیاب خټک له قوله ویل شوي، چې پاکستان د پښتون او بلوڅ ملتپالو د ځپلو ترڅنګ، د روسیې او چین د نفوذ د مخنیوي لپاره د لوېدیځ په اشاره کار کوي او غواړي په افغانستان کې د امریکا د پوځي حضور لپاره لاره هواره کړي.
دا په داسې حال کې ده، چې د ۲۰۲۵ کال په سپټمبر کې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي وو، چې واشنګټن غواړي د بګرام هوايي اډه بېرته ترلاسه کړي او خبرداری یې ورکړی وو، که دغه اډه ورنهکړل شي، نو بدې پېښې به رامنځته شي.
د اسلاماباد او کابل ترمنځ د دغو ترینګلتیاوو پر دوام، د پاکستان د پوځ ویاند احمد شریف چودري پرون په خپلو څرګندونو کې افغان طالبان تورن کړل، چې ترهګري یې د خپل اقتصاد، د حکومت د بقا او بهرني سیاست پر یوې وسیلې بدله کړې ده. چودري ویلي، چې د طالبانو تجارت ترهګري ده او له همدې لارې خپل حکومت تمویلوي، خو د طالبانو چارواکو تل دا ډول تورونه بېبنسټه بللي او ټینګار یې کړی، چې هېچا ته اجازه نه ورکوي، چې افغان خاوره د نورو هېوادونو پر ضد وکاروي.