• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د پاکستان د پوځ ویاند: په تېرو ۷ میاشتو کې په پاکستان کې ۳۱۴۵ بریدونه شوي

۹ زمری ۱۴۰۵ - ۳۱ جولای ۲۰۲۶، ۱۳:۴۷ GMT+۱

د پاکستان د پوځ ویاند جنرال احمد شریف چودري وايي چې د روان ۲۰۲۶ کال له پیله تر اوسه په خیبرپښتونخوا کې ۱۹۷۱، په بلوچستان کې ۱۱۴۸ او د پاکستان په نورو برخو کې ۲۶ وسله وال بریدونه شوي دي. نوموړی وايي، په دغو بریدونو کې ۸۱۹ نظامیان او ملکیان وژل شوي دي.

جنرال چودري نن جمعه (د جولای ۳۱مه) په یوه خبري ناسته کې وویل، چې په تېرو اوو میاشتو کې د پاکستان امنیتي ځواکونو په خیبرپښتونخوا او بلوچستان کې ۴۰ زره او ۳۴۸ ځانګړي عملیات هم کړي دي چې له امله یې ۲۰۸۴ وسله وال وژل شوي دي.

د پاکستان د پوځ د ویاند په وینا، په دغه هېواد کې په تېرو اوو میاشتو کې په اوسط ډول هره ورځ ۴ نظامیان او ملکیان د وسله والو په بریدونو کې وژل شوي دي.

هغه په خپلو خبرو کې وویل، چې د وسله والو مخالفانو په بریدونو کې ۳۰۳ د پوځ سرتېري، ۱۹۴ پولیس او ۳۲۲ ملکي وګړي وژل شوي دي.

د نوموړي په وینا، په روان کال کې تر اوسه ۲۸ ځانمرګي بریدونه شوي دي.

ترویج لرونکی

پاکستان د ۱۶۰۰۰ افغان کډوالو د استوګنې موده وغځوله
۱

پاکستان د ۱۶۰۰۰ افغان کډوالو د استوګنې موده وغځوله

۲

طالبي ګومارنې؛ ملاهبت الله د طالبانو د استخباراتو یو کارکوونکی د پکتیکا پوهنتون رییس ټاکلی

۳
ځانګړی

سراج الدین حقاني د روان وضعیت په تړاو په پکتیا کې له خپلو پلویانو سره پټه ناسته کړې

۴

ملګرو ملتونو د طالبانو د پنځو جګپوړو چارواکو د پاسپورټونو او هویت اړوند معلومات نوي کړل

۵

پاکستان د افغانستان امنیتي وضعیت ارزونې لپاره خپل سفیر اسلام‌اباد ته وربللی

•
•
•

نور کیسې

د سليمان خېلو قومي مشرانو د افغانانو په نوم د پاکستاني وګړو د نیولو پرضد د احتجاج ګواښ وکړ

۹ زمری ۱۴۰۵ - ۳۱ جولای ۲۰۲۶، ۰۹:۲۳ GMT+۱
100%

د سویلي وزيرستان په پرېس کلب کې د سليمان خېلو قومي مشرانو په یوې خبري ناسته کې ویلي، د افغان کډوالو پرضد د روانو عملياتو په نوم ځينې پاکستاني وګړي هم بې‌دليله نيول کېږي او ځورول کېږي. دوی خبرداری ورکړی، که دغه لړۍ ونه درېږي نو احتجاجي غورځنګ به پيل کړي.

په دغه خبري ناسته کې ملک اعظم سليمان خېل، سردار ملک متين، ملک حق‌داد او ملک کالاخان ويلي، پوليس د افغان کډوالو پرضد د عملياتو پرمهال د سليمان خېلو ځينې پاکستاني وګړي هم نيسي.
د دوی په وينا؛ که د کومې کورنۍ له غړي سره په هماغه وخت کې د پېژندنې کارت (شناختي کارت) نه وي، نو له پلټنې او تصديق پرته افغان ګڼل کېږي او افغانستان ته د لېږلو هڅه يې کېږي.

دغه قومي مشرانو ويلي، د دغه چلند له امله ګڼې کورنۍ له وېرې او ذهني فشار سره مخ دي. هغوی زياته کړه، د سليمان خېلو زرګونه کسان په پنجاب، بلوچستان او د پاکستان په نورو سيمو کې ژوند کوي؛ نو دغه ډول کړنې د پاکستاني وګړو لپاره هم ستونزې جوړوي.

دوی غوښتنه وکړه، که د کوم وګړي سره په هغه وخت کې شناختي کارت يا نور اسناد نه‌وي؛ نو د سليمان خېلو د پنځو معتبرو قومي مشرانو تصديق دې د لنډمهال لپاره د باور وړ وبلل شي، څو بې‌ګناه پاکستاني وګړي له نيولو او قانوني ستونزو وژغورل شي.

یادو قومي مشرانو له فدرالي او صوبايي حکومت، ځایي ادارې او د پوليسو له لوړپوړو چارواکو غوښتي، چې د دغه موضوع سملاسي جاج واخلي او د پاکستاني وګړو قانوني او بنسټیز حقونه خوندي کړي.

دوی خبرداری ورکړی، که د پاکستاني وګړو د بې‌ځايه نيولو او ځورولو لړۍ ونه درېږي؛ نو د سليمان خېلو قوم به پراخ احتجاجي غورځنګ پيل کړي، چې بشپړ مسووليت به يې د اړوندو ادارو پر غاړه وي.

د باړې سیاسي اتحاد غوښتنه؛ د تورخم لاره دې د بشري خواخوږۍ له مخې ژر تر ژره پرانیستل شي

۹ زمری ۱۴۰۵ - ۳۱ جولای ۲۰۲۶، ۰۶:۵۸ GMT+۱
100%

د باړې سیاسي اتحاد د پاکستان له حکومت او افغان طالبانو غوښتي، چې د بشري خواخوږۍ له مخې دې د تورخم لاره سملاسي پرانیزي؛ څو د ډیورنډ کرښې په دواړه خواوو کې خلکو ته ورپېښې ستونزې هوارې شي.

د باړې پرېس کلب کې خبري غونډې ته د وینا پرمهال د باړې سیاسي اتحاد مشر هاشم خان اپرېدي ویلي، له تېرو لسو میاشتو راهیسې د تورخم لارې د تړل کېدو له امله زرګونه مزدوران، ټرانسپورټران او سوداګر له سختو اقتصادي ستونزو سره مخ دي او د خېبر پښتونخوا اقتصاد هم سخت زیانمن شوی دی.

هغه وویل، د لارې تړل کېدو له امله د افغانستان ګڼ ناروغان هم د درملنې لپاره پاکستان ته له راتګه بې‌برخې شوي دي. هاشم خان اپرېدي زیاته کړه، د تورخم لارې تړل یوازې د شینوارو ستونزه نه‌ده؛ بلکې د ټولې خېبر پښتونخوا او د پښتنو پر اقتصاد یې ناوړه اغېز کړی دی.

نوموړي د پاکستان له حکومته او طالبانو غوښتي، چې د خبرو اترو له لارې ژر تر ژره د لارې د پرانیستلو لپاره عملي ګامونه پورته کړي.
په یاده غونډه کې د تورخم د ګمرک د تصفیې کارکوونکو مشر مجیب شینواري وویل، چې له تېرو لسو میاشتو راهیسې پاکستان ته د وارداتو او صادراتو په برخه کې تر ۳۰۰ مېلیارده کلدارو زیات زیان اوښتی دی. د هغه په وینا؛ د تورخم بندښت نه یوازې پاکستاني سوداګر زیانمن کړي؛ بلکې افغان سوداګر یې هم له سختو اقتصادي ستونزو سره مخ کړي دي.

ټاکل شوې ده، چې د تورخم لارې د تړل پاتې کېدو پرضد به د اګست په دویمه نېټه په لنډي کوتل کې یو احتجاجي ولسي غونډه هم ترسره شي.

د کوټې د سکرو په یوه کان کې د چاودنې له امله د وژل شويو کان‌کېندونکو شمېر ۳۴ ته ورسېد

۹ زمری ۱۴۰۵ - ۳۱ جولای ۲۰۲۶، ۰۳:۳۸ GMT+۱
100%

د بلوچستان ایالت د کوټې ښار اړوند د سورنج په سیمه کې د سکرو په یوه کان کې د چاودنې له امله لږترلږه ۳۴ کان‌کېندونکي وژل شوي دي. د بلوچستان د ژغورنې ادارې د معلوماتو له مخې؛ د کان دننه تر چاودنې وروسته ګڼ شمېر کارګر بند پاتې شوي او د ژغورنې ډلې لاهم د پاتې کسانو د ژغورلو هڅه کوي.

د بلوچستان د کانونو او کاني سرچینو وزیر شعیب نوشېرواني ویلي، د ژغورنې ډلو له سختو شرایطو سره، سره خپل عملیات دوامداره ساتلي او د بند پاتې کارګرو د ژغورلو لپاره ټول امکانات کارول کېږي.

نوموړي ویلي، د پېښې د قربانیانو له کورنیو سره خواخوږي څرګندوي او حکومت به د هر وژل شوي کان‌ کېندونکي کورنۍ ته پنځه لکه او هر ټپي ته درې لکه پاکستانۍ کلدارې تاوان ورکړي.

هغه زیاته کړې، چې د پېښې د لامل معلومولو لپاره به هر اړخیزې پلټنې ترسره شي. د کان څښتن ویلي، چاودنه د کان دننه د میتان ګاز د راټولېدو له امله شوې ده. د هغه په وینا؛ د چاودنې پرمهال په کان کې ۴۲ کارګرو حضور لاره او ټول یې د خیبر پښتونخوا د شانګلې ولسوالۍ اوسېدونکي دي.

محسن نقوي: د پاکستان د حکومتولۍ نظام «پرېوتی» او بنسټیزو اصلاحاتو ته اړتیا لري

۸ زمری ۱۴۰۵ - ۳۰ جولای ۲۰۲۶، ۲۲:۳۹ GMT+۱
100%

د پاکستان کورنیو چارو وزیر محسن نقوي د اوسنۍ حکومتولۍ پر جوړښت نیوکه کړې او د واک د لا ډېر وېش، او د دولتي خدمتونو د ښه کولو لپاره یې د نویو اداري واحدونو د جوړېدو غوښتنه کړې ده. هغه ویلي، د حکومتولۍ نظام «پرېوتی» دی او د اصلاح لپاره یې د ټولو سیاسي ګوندونو ګډې هوکړې ته اړتیا ده.

محسن نقوي د پنجشنبې په ورځ، د اسد په اتمه، په اسلام‌اباد کې د «د پاکستان اقتصادي کنفرانس ۲۰۲۶» ته د وینا پر مهال وویل، د تېرو څو لسیزو اداري جوړښت نور د هېواد د مخ پر زیاتېدونکي نفوس اړتیاوې نه شي پوره کولای او پرېکړې باید خلکو ته په نږدې کچه وشي.

هغه وویل: «دا نظام چې موږ پکې ژوند کوو، که باور پرې کوئ او که نه، بشپړ پرېوتی دی، او اداري واحدونه، ایالتونه، یا هر نوم چې پرې ږدئ، باید خلکو ته لا نږدې شي».

د پاکستان د کورنیو چارو وزیر زیاته کړه چې ډېر وګړي لا هم محکمو او دولتي ادارو ته د رسېدو لپاره اوږده واټنونه وهي، او حکومت نه دی توانېدلی چې لومړني خدمتونه د خلکو د استوګنې سیمو ته نږدې برابر کړي.

هغه وویل: «یو عادي وګړی لومړنیو خدمتونو ته اړتیا لري. هغه باید وکولای شي له خپل حکومت سره مستقیمه اړیکه ولري، خو موږ تر اوسه دا زمینه نه ده برابره کړې».

نقوي له ټولو سیاسي ګوندونو وغوښتل چې خپل اختلافونه یوې خوا ته کړي او د حکومتولۍ د نظام د اصلاح لپاره ګډ تفاهم ته ورسېږي. نوموړي وویل: «ټول سیاسي ګوندونه باید د ایالتونو له دننه د نویو اداري واحدونو د جوړېدو په اړه هوکړې ته ورسېږي، څو د هېواد ستونزې حل شي».

په پاکستان کې د نویو ایالتونو یا اداري واحدونو د جوړېدو وړاندیز له کلونو راهیسې د بحث موضوع ده.

پاکستان څلور ایالتونه لري، او د ایالتي وېش هر ډول بدلون د اساسي قانون تعدیل او پراخ سیاسي ملاتړ ته اړتیا لري.

د دې طرحې ملاتړي باور لري چې کوچني اداري واحدونه به د حکومتولۍ اغېزمنتیا او د عامه خدمتونو کیفیت لوړ کړي، خو مخالفان خبرداری ورکوي چې دا کار ښايي قومي، سیاسي او سیمه‌ییز اختلافونه لا پسې زیات کړي.

د پاکستان د کورنیو چارو وزیر د خپل وړاندیز د ملاتړ لپاره د هند او اندونیزیا تجربو ته اشاره وکړه او ویې ویل، هند د خپلواکۍ پر مهال له ۱۴ ایالتونو څخه اوس ۲۹ ایالتونو ته رسېدلی، او اندونیزیا هم د نویو اداري واحدونو په جوړولو سره خپل اداري جوړښت پراخ کړی دی.

خو نقوي روښانه نه کړه چې موخه یې د نویو ایالتونو جوړول دي او که د اداري واک د وېش بله بڼه. هغه د خپلې وینا په بېلابېلو برخو کې د «اداري واحدونو» او «ایالتونو» اصطلاحات یو د بل پر ځای وکارول.

لا هم څرګنده نه ده چې دا څرګندونې د پاکستان د حکومت رسمي تګلاره ده او که د کورنیو چارو د وزیر شخصي نظر. سیاسي شنونکي محسن نقوي د پاکستان د پوځي ادارو له نږدې کسانو څخه ګڼي.

نقوي د پاکستان پر اقتصادي وضعیت هم نیوکه وکړه او د هېواد مالي نظام یې بې ثباته وباله. هغه وویل، پرله‌پسې حکومتونو د بنسټیزو اقتصادي اصلاحاتو پر ځای د بودجې د کسر د جبران لپاره پر پورونو تکیه کړې ده. هغه زیاته کړه: «هر ځل چې بودجه جوړوو، له کسر سره مخ کېږو. موږ یوازې د اور په مړ کولو بوخت یو.»

د پاکستان د کورنیو چارو وزیر همداراز د ځوانانو لپاره د مرستندویو پروګرامونو پر زیاتې تکیې نیوکه وکړه او ویې ویل، ځوانان تر نغدو مرستو ډېر د وړتیا پر بنسټ د کار فرصتونو ته اړتیا لري.

په کوېټه کې د ډبرو سکرو کان د نړېدو په پېښه کې ۹ کارګر مړه شوي دي

۸ زمری ۱۴۰۵ - ۳۰ جولای ۲۰۲۶، ۲۰:۴۵ GMT+۱
100%

د بلوچستان ایالت په کوېټه کې د ډبرو سکرو د یوه کان د نړېدو له امله لږ تر لږه نهه کارګر مړه شوي دي. دا پېښه د سورنج په سیمه کې د میتان ګاز د چاودنې له امله رامنځته شوې ده. د پېښې پر مهال په کان کې ۴۲ کارګر په کار بوخت وو چې ټول د خېبر پښتونخوا د شانګلې ولسوالۍ اوسېدونکي دي.

د بلوچستان د طبیعي پېښو پر وړاندې د مبارزې ولایتي ادارې د پنجشنبې په ورځ تایید کړه چې د کوېټې په سورنج سیمه کې د نړېدلي کان له منځه یې د ټولو نهو مړو شویو کارګرانو جسدونه راویستلي دي.

د دغه کان مالک قربان جوګیزي رسنیو ته وویل چې دا پېښه په کان کې د میتان ګاز د چاودنې له امله رامنځته شوې ده. د هغه په وینا، د چاودنې پر مهال په کان کې ۴۲ کارګر په کار بوخت وو چې تر پېښې وروسته بند پاتې شول او دا ټول کارګران د خېبر پښتونخوا د شانګلې ولسوالۍ اوسېدونکي وو.

له بلې خوا، د پنجشنبې په ورځ د بلوچستان په هرنای ولسوالۍ کې په یوه بل کان کې یو کارګر هغه مهال مړ شو چې د کار پر مهال پرې یوه لویه ډبره راوغورځېده. پولیسو ویلي چې دغه کارګر په ځای کې ساه ورکړې وه او ژغورونکو ډلو د هغه جسد د قانوني پړاوونو د ترسره کولو لپاره نږدې روغتون ته لېږدولی دی.

په بلوچستان او سیند ایالتونو کې د ډبرو سکرو په کانونو کې د خوندیتوب د کمزورو تدابیرو او غیرمعیاري شرایطو له امله تل داسې مرګونې پېښې رامنځته کېږي. د روانې میاشتې په لومړیو کې هم د سیند ایالت په ټاټا ولسوالۍ کې د ابراهیم په نوم د ډبرو سکرو په یوه کان کې د دېوال د نړېدو له امله څلور کارګر مړه او پنځه نور سخت ټپيان شوي وو.