د هسپانیا د ملي امنیت ادارې په خپله وېبپاڼه کې، د کورنیو چارو وزارت له قوله ویلي وو چې اټکل کېږي په ۲۴ ساعتونو کې له ۴۹ زرو څخه زیات کسان په غیرقانوني ډول اوښتي دي. دغه اعلامیه وروسته له وېبپاڼې لرې شوه، خو سملاسي یې کوم دلیل وړاندې نه شو.
د مراکش له خاورې د مدیترانې سمندر پر لور د هسپانیا تر کنټرول لاندې کوچنۍ سیمه سیوتا ته د خلکو دغه پراخ ورتګ په اروپا کې د حیرانتیا او اختلاف سبب شوی دی.
فرانسې ویلي چې له هسپانیا سره پر پوله به خپل کنټرول زیات کړي او ایټالیا ګواښ کړی چې ښايي د اروپايي اتحادیې له داخلي خلاص سرحدي سیستم «شېنګن» څخه هسپانیا ګټه اخېستنه وځنډوي.
هسپانیايي چارواکو ویلي، هڅه کوي هغه کسان چې په غیرقانوني ډول داخل شوي، ژر تر ژره بېرته وشړي.
ټاکل شوې وه چې د هسپانیا صدراعظم پېدرو سانچېز د جمعې په ورځ له کورنیو چارو وزیر فرناندو ګراندې-مارلاسکا سره سیوتا ته سفر وکړي.
سیوتا؛ د اروپا او افریقا ترمنځ حساسه پوله
سیوتا او میلیلا، چې بله هسپانیايۍ خپلواکه سیمه ده او د مراکش په شمال کې موقعیت لري، د اروپايي اتحادیې یوازینۍ ځمکنۍ پولې دي چې له افریقا سره نښتې دي.
ددغو دوو ښارونو هر یو شاوخوا ۸۵ زره نفوس لري او وخت ناوخت د هغو کډوالو د هڅو شاهد وي چې غواړي اروپا ته ورسېږي، خو د پنجشنبې ورځې د ورتګ کچه بېسارې بلل شوې ده.
د هسپانیا د سیمهییزې پالیسۍ وزیر انخل ویکتور تورس وویل چې د دې زیاتوالي یو لامل ښايي د هسپانیا د سترې محکمې وروستۍ پرېکړه وي. د دې پرېکړې له مخې، هغه کډوال چې سیوتا یا میلیلا ته د رسېدو پر مهال په سمندر کې نیول کېږي، د ځانګړو قوانینو له مخې په سملاسي ډول بېرته نه شي شړل کېدای.
تورس وویل چې حکومت سملاسي غبرګون ښودلی او هڅه کوي کډوال بېرته ستانه کړي، خو د محکمې پرېکړو او د کډوالو حقونو ته به درناوی کوي.
د مراکش له لوري، د امنیتي ځواکونو له زیات حضور سره سره، د شپې په اوږدو کې زرګونه کډوال د فنیدق ښار ته ورننوتل. که څه هم ډېری هڅې د پولې د اوښتو لپاره ناکامې شوې، خو ځینو ډلو له کټارې د تېرېدو لپاره د ساحل له لارې بدیلې لارې لټولې او ځینو د لامبو وهلو هڅه هم کوله.
۳۲کلن ابراهیم، چې یوازې یې خپل لومړی نوم یاد کړ، وویل، « زه ناوخته ورسېدم».
هغه وویل له طنجه څخه راغلی و او غوښتل یې له دروازې تېر شي، خو دروازه تړلې وه.
په اوښتیو هیلهمنو کسانو کې ښځې او ماشومان هم وو، چې ځینې یې د مراکش او ځینې د افریقا د صحرا سوېلي سیمو څخه راغلي وو.
د اروپا غبرګون
د هسپانیا د ملکي ګارد پولیسو اتحادیېپه اېکس کې ویلي چې د پنجشنبې ورځې د لویې څپې پر مهال په سرحد کې د څار لپاره کافي پولیس نه وو، له همدې امله د خلکو د مخنیوي توان کم شوی و.
کډوالي په ټوله اروپا کې یوه حساسه موضوع ده. په ځانګړي ډول له ۲۰۱۵ کال راهیسې، چې له یو میلیون څخه زیات کسان، چې ډېری یې د سوریې له جګړې تښتېدلي وو، اروپا ته ورغلل، ښي اړخي ګوندونه پیاوړي شوي دي.
د فرانسې د کورنیو چارو وزیر لوران نونیز وویل چې د هسپانیا پر پوله یې د «سملاسي کنټرولونو د زیاتولو» امر کړی دی.
په عادي حالت کې د شېنګن سیمې د غړو هېوادونو ترمنځ سرحدي کنټرول نشته، خو په استثنايي شرایطو کې د لنډ وخت لپاره بېرته فعالېدای شي.
د ایټالیا ښي اړخي صدراعظمې جورجیا میلوني وویل: « موږ چمتو یو چې د پولو او د خلکو د امنیت د ساتنې لپاره بېړني اقدامات وکړو، چې له هسپانیا سره د شېنګن د تړون ځنډول هم پکې شامل دي».
د فنلنډ د کورنیو چارو وزیر، چې هغه هم د ښي اړخي ګوند غړی دی، د میلوني له وړاندیز څخه ملاتړ وکړ او ویې ویل چې اروپايي اتحادیه باید د ایټالیا لار تعقیب کړي.
د هسپانیا سوسیالیستي حکومت وايي چې د غیرقانوني اوښتنو پر وړاندې به کلک پاتې شي، خو ټینګار کوي چې کډوال د اقتصاد په پیاوړتیا کې مرسته کوي.حکومت داسې عمومي بښنه هم اعلان کړې چې د تېر کال په ترڅ کې یې سلګونو زرو کسانو ته د تابعیت د غوښتنې زمینه برابره کړې ده.
د ایټالیا د بهرنیو چارو وزیر انتونیو تاجاني وویل: « له سیوتا څخه راتلونکي انځورونه ښيي چې له ۵۰۰ زرو څخه زیاتو غیرقانوني کډوالو ته د هسپانوي او اروپايي تابعیت ورکولو پرېکړه ژوره تېروتنه ده او د انسان قاچاق هڅوي».
د هسپانیا د بهرنیو چارو وزیر خوسې مانویل البارس د تاجاني څرګندونې «نامناسبې» وبللې او ویې ویل چې هسپانیا له خپلو شریکانو څخه «پیوستون غواړي، نه سیاسي تبلیغات». هغه زیاته کړه چې د ایټالیا سفیر به د اعتراض لپاره راوغواړي.
د فرانسې د ښي اړخي ملي تجمع ګوند د ولسمشرۍ نوماندې مارین لوپن وویل، چې که راتلونکی کال انتخابات وګټي، نو د شېنګن د ازاد تګ راتګ حق به یوازې اروپايي اتباعو ته محدود کړي.