عراقچي د جمعې په ورځ (د زمري ۹مه) په دې خبرو کې د امریکا پر چلند نیوکه وکړه او دا یې د ژمنو ماتول او پر ایران د پوځي تېري دوام وباله. له بلې خوا، د هند د بهرنیو چارو وزیر د سیمې پر اوسني وضعیت او پر نورو هېوادونو د هغې پر ناوړه اغېزو اندېښنه وښوده او د تاوتریخوالي په کمولو کې یې د خپل هېواد د همکاریو چمتووالی څرګند کړ.
په ورته وخت کې، د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوترش هم خبرداری ورکړی، چې منځنی ختیځ د بلې جګړې د زغملو توان نهلري.
بل لور ته، د امریکا د مرکزي قوماندانۍ (سېنټکام) اعلان کړی، چې د زمري تر لسمې یې ۳۰ سوداګریزې کښتۍ بل لور ته ګرځولي، دوه یې له کاره غورځولي او د دوو نورو پلټنه یې کړې، څو پر اسلامي جمهوریت د سمندري محاصرې بشپړ پلي کېدل یقیني کړي.
هممهاله سيبياېسنیوز د باوري سرچینو په حواله راپور ورکړی، چې امریکا او اسراییل د ایران د انرژۍ پر بنسټونو د خورا سختو هوايي بریدونو پر پلان کار کوي چې ښايي په روانه اونۍ کې ترسره شي. د راپور له مخې، د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ تر اوسه د دغو بریدونو وروستی امر نهدی صادر کړی.
بل پلو، اېنبيسي نیوز د امریکایي او اروپایي چارواکو په حواله لیکلي، چې روسیه د ایران اسلامي جمهوریت ته الکترونیکي جاسوسي معلومات ورکوي، څو د امریکایي ځواکونو د په نښه کولو او د امریکایي وسلو په له کاره غورځولو کې ورسره مرسته وکړي. په همدې حال کې، د عراق حکومت د هوايي مدافع د پیاوړتیا او د خپلو امنیتي ځواکونو د چمتووالي امر کړی دی.
د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوترش خبریالانو ته وویل، چې د حماس د بې وسلې کولو او له غزې څخه د اسراییل د وتلو په اړه اعلان شوې هوکړه په وروستیو ورځو کې یوازینی ښه خبر دی. هغه سوریې، اردن او قبرس ته خپلو وروستیو سفرونو ته په اشارې سره وویل، چې نړیواله ټولنه باید په سیمه کې د کړکېچ د پراخېدو مخه ونیسي.
همدا رانګه سېنټکام ویلي، چې له هُرمز تنګي یې د بشري مرستو نږدې ۳۰ کښتیو ته یې د تېرېدو اجازه ورکړې ده.
د ایران او امریکا ترمنځ دغه مستقیمه پوځي جګړه د ۱۴۰۴ کال په کب میاشت کې د امریکا او اسراییل له ګډو بریدونو وروسته پیل شوه او لا هم روانه ده.