• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

اېمل ولي خان: د نظام ناکامي منونکي دې واک ولس، اساسي قانون او پارلمان ته وسپاري

۹ زمری ۱۴۰۵ - ۳۱ جولای ۲۰۲۶، ۱۸:۲۶ GMT+۱تازه شوی: ۹ زمری ۱۴۰۵ - ۳۱ جولای ۲۰۲۶، ۱۹:۳۴ GMT+۱

د عوامي نشنل ګوند مشر اېمل ولي خان د پاکستان د کورنیو چارو د وزیر وروستیو څرګندونو ته په غبرګون کې ویلي: «هغه کسان چې د نظام ناکامي منونکي دي، باید واک ولس، اساسي قانون او پارلمان ته وسپاري». محسن نقوي ویلي، د پاکستان د حکومتولۍ نظام «پرېوتی» او بنسټیزو اصلاحاتو ته اړتیا لري.

اېمل ولي خان د جمعې په ورځ (د زمري ۹مه) په يوه بيان کې وويل، چې ځینې مشخص قوتونه د پاکستان له رامنځته کېدو راهیسې د پاکستان پر سیاسي او اداري چارو په پرله پسې ډول واک چلوي. د هغه په وینا، دغو قوتونو په خپلو ناکامو تګلارو او لنډمهالو پرېکړو نظام د «تباهۍ» تر کچې رسولی او اوس باید د خپلو کړنو مسوولیت پر غاړه واخلي.

د عوامي نشنل ګوند مشر ټینګار وکړ: «وخت راغلی چې ټولې چارې اساسي قانون ته وسپارل شي او په اساسي نظام کې باید هېڅ داسې فرد، ادارې یا ځواکمنې کړۍ ته ځای نه‌وي، چې له خپل اساسي چوکاټ څخه بهر ګام پورته کړي».

هغه همداراز وويل، د ریاست د پیاوړتیا یوازینۍ لاره دا ده، چې هر شخص او هره اداره په خپلو قانوني حدودو کې پاتې شي او خپلې دندې ترسره کړي.

نوموړي زياته کړه، چې جمهوریت د پاکستان د ټولو ستونزو یوازینی حل دی او په وینا یې، ریښتینی جمهوریت یوازې په ټاکنو کې نه، بلکې ولس ته د واک په ورکولو، د واکونو په لېږدولو، پیاوړي نظام په جوړولو، ایالتونو ته د هغوی د اساسي حقونو په ورکولو او پارلمان د پرېکړو په اصلي مرکز ګرځولو کې دی.

اېمل ولي خان دغه څرګندونې په داسې وخت کې کړي، چې پرون (پنجشنبه د زمري ۸مه) د پاکستان د کورنيو چارو مرکزي وزير محسن نقوي د پاکستان د اوسنۍ حکومتولۍ پر جوړښت نیوکه کړې او د واک د لا ډېر وېش او د دولتي خدمتونو د ښه کولو لپاره یې د نویو اداري واحدونو د جوړېدو غوښتنه کړې وه.

هغه په اسلام‌اباد کې د «د پاکستان اقتصادي کنفرانس ۲۰۲۶» ته په وينا کې ويلي وو: «دا نظام چې موږ په‌کې ژوند کوو، که باور پرې کوئ او که نه، بشپړ پرېوتی دی او اداري واحدونه، ایالتونه، یا هر نوم چې پرې ږدئ، باید خلکو ته لا نږدې شي».

ترویج لرونکی

پاکستان د ۱۶۰۰۰ افغان کډوالو د استوګنې موده وغځوله
۱

پاکستان د ۱۶۰۰۰ افغان کډوالو د استوګنې موده وغځوله

۲

طالبي ګومارنې؛ ملاهبت الله د طالبانو د استخباراتو یو کارکوونکی د پکتیکا پوهنتون رییس ټاکلی

۳

پاکستان د افغانستان امنیتي وضعیت ارزونې لپاره خپل سفیر اسلام‌اباد ته وربللی

۴

سرچینې: طالبانو د بدخشان په یفتل کې ۷ ملکي وګړي نیولي دي

۵

ملګرو ملتونو د طالبانو د پنځو جګپوړو چارواکو د پاسپورټونو او هویت اړوند معلومات نوي کړل

•
•
•

نور کیسې

اصف درانی: افغان طالبان د ټي‌ټي‌پي پر ضد د اقدام نیت نه‌لري

۹ زمری ۱۴۰۵ - ۳۱ جولای ۲۰۲۶، ۱۸:۲۲ GMT+۱
100%

د افغانستان لپاره د پاکستان پخوانی ځانګړی استازی اصف دراني وايي، د طالبانو له‌خوا د تحریک طالبان پاکستان موضوع د پاکستان کورنۍ ستونزه بلل ښيي چې کابل د دغې ډلې پر ضد د اقدام نیت نه‌لري. افغان طالبان له یادو څرګندونو سربېره دا هم وايي، چې په افغان خاوره کې هېڅ ترهګره ډله نه‌شته.

اصف دراني د جمعې په ورځ (د زمري ۹مه) په خپله اېکس‌پاڼه ویلي، د طالبانو دغه دریځ د کابل او اسلام‌اباد ترمنځ د ثبات د رامنځته کېدو هڅې له جدي خنډونو سره مخ کړي او د دواړو هېوادونو پر اړیکو یې اغېز کړی دی.

اصف دراني زیاته کړې، چې د طالبانو د دغه چلند له امله د قطر، ترکیې، سعودي عربستان او چین منځګړیتوب هم په دې برخه کې کومه ښکاره او د پام وړ پایله نه‌ده ورکړې. هغه ویلي، د طالبانو کړنې ښيي چې له تحریک طالبان پاکستان سره د خپلو اړیکو ساتلو ته د پاکستان د مشروع امنیتي اندېښنو د هواري پر تله ډېر لومړیتوب ورکوي.

د پاکستان دغه پخواني ډیپلومات خبرداری ورکړی، چې د طالبانو دغه ډول چلند په داسې حال کې د اندېښنې وړ دی، چې دوی په‌خپله په کور دننه له مخ په زیاتېدونکو ننګونو او فشارونو سره مخ دي. هغه په بدخشان کې وروستیو ناامنیو او اعتراضونو ته په اشارې سره ویلي، چې د کورنیو فشارونو په موجودیت کې د پاکستان د امنیتي اندېښنو له پامه غورځول یوه داسې تګلاره ده، چې دوه اړخیزې اړیکې او سیمه نور هم له بې‌ثباتۍ سره مخ کولای شي.

د اصف دراني په وینا، طالبان په داسې حال کې د پاکستان د «دښمنانو» پر وړاندې له اقدام کولو ډډه کوي، چې په افغانستان کې دننه د دوی پر ضد مخالفتونه او کورني فشارونه د زیاتېدو په حال کې دي.

د نوموړي دا څرګندونې د کابل او اسلام‌اباد ترمنځ د کړکېچ د زیاتېدو په لړ کې په ډاګه کوي، چې د دواړو لورو ترمنځ د باور فضا په بشپړ ډول له‌منځه تللې ده.

دا په داسې حال کې ده، چې تېره ورځ د پاکستان د پوځ ویاند احمد شریف چودري هم پر طالبانو سختې نیوکې وکړې او ادعا یې وکړه، چې د طالبانو سوداګري او ډیپلوماسي د تروریزم پر محور څرخي. د پاکستان د پوځ د ویاند په وینا، طالبان له ترهګرۍ څخه د خپل اقتصاد د تامین، د حکومت د بقا او بهرني سیاست لپاره د یوې وسیلې په توګه کار اخلي، خو طالبانو تل د پاکستان دغه ډول تورونه بې‌بنسټه بللي او رد کړي دي.

د پاکستان د پوځ ویاند: په تېرو ۷ میاشتو کې په پاکستان کې ۳۱۴۵ بریدونه شوي

۹ زمری ۱۴۰۵ - ۳۱ جولای ۲۰۲۶، ۱۳:۴۷ GMT+۱
100%

د پاکستان د پوځ ویاند جنرال احمد شریف چودري وايي چې د روان ۲۰۲۶ کال له پیله تر اوسه په خیبرپښتونخوا کې ۱۹۷۱، په بلوچستان کې ۱۱۴۸ او د پاکستان په نورو برخو کې ۲۶ وسله وال بریدونه شوي دي. نوموړی وايي، په دغو بریدونو کې ۸۱۹ نظامیان او ملکیان وژل شوي دي.

جنرال چودري نن جمعه (د جولای ۳۱مه) په یوه خبري ناسته کې وویل، چې په تېرو اوو میاشتو کې د پاکستان امنیتي ځواکونو په خیبرپښتونخوا او بلوچستان کې ۴۰ زره او ۳۴۸ ځانګړي عملیات هم کړي دي چې له امله یې ۲۰۸۴ وسله وال وژل شوي دي.

د پاکستان د پوځ د ویاند په وینا، په دغه هېواد کې په تېرو اوو میاشتو کې په اوسط ډول هره ورځ ۴ نظامیان او ملکیان د وسله والو په بریدونو کې وژل شوي دي.

هغه په خپلو خبرو کې وویل، چې د وسله والو مخالفانو په بریدونو کې ۳۰۳ د پوځ سرتېري، ۱۹۴ پولیس او ۳۲۲ ملکي وګړي وژل شوي دي.

د نوموړي په وینا، په روان کال کې تر اوسه ۲۸ ځانمرګي بریدونه شوي دي.

د باړې سیاسي اتحاد غوښتنه؛ د تورخم لاره دې د بشري خواخوږۍ له مخې ژر تر ژره پرانیستل شي

۹ زمری ۱۴۰۵ - ۳۱ جولای ۲۰۲۶، ۰۶:۵۸ GMT+۱
100%

د باړې سیاسي اتحاد د پاکستان له حکومت او افغان طالبانو غوښتي، چې د بشري خواخوږۍ له مخې دې د تورخم لاره سملاسي پرانیزي؛ څو د ډیورنډ کرښې په دواړه خواوو کې خلکو ته ورپېښې ستونزې هوارې شي.

د باړې پرېس کلب کې خبري غونډې ته د وینا پرمهال د باړې سیاسي اتحاد مشر هاشم خان اپرېدي ویلي، له تېرو لسو میاشتو راهیسې د تورخم لارې د تړل کېدو له امله زرګونه مزدوران، ټرانسپورټران او سوداګر له سختو اقتصادي ستونزو سره مخ دي او د خېبر پښتونخوا اقتصاد هم سخت زیانمن شوی دی.

هغه وویل، د لارې تړل کېدو له امله د افغانستان ګڼ ناروغان هم د درملنې لپاره پاکستان ته له راتګه بې‌برخې شوي دي. هاشم خان اپرېدي زیاته کړه، د تورخم لارې تړل یوازې د شینوارو ستونزه نه‌ده؛ بلکې د ټولې خېبر پښتونخوا او د پښتنو پر اقتصاد یې ناوړه اغېز کړی دی.

نوموړي د پاکستان له حکومته او طالبانو غوښتي، چې د خبرو اترو له لارې ژر تر ژره د لارې د پرانیستلو لپاره عملي ګامونه پورته کړي.
په یاده غونډه کې د تورخم د ګمرک د تصفیې کارکوونکو مشر مجیب شینواري وویل، چې له تېرو لسو میاشتو راهیسې پاکستان ته د وارداتو او صادراتو په برخه کې تر ۳۰۰ مېلیارده کلدارو زیات زیان اوښتی دی. د هغه په وینا؛ د تورخم بندښت نه یوازې پاکستاني سوداګر زیانمن کړي؛ بلکې افغان سوداګر یې هم له سختو اقتصادي ستونزو سره مخ کړي دي.

ټاکل شوې ده، چې د تورخم لارې د تړل پاتې کېدو پرضد به د اګست په دویمه نېټه په لنډي کوتل کې یو احتجاجي ولسي غونډه هم ترسره شي.

د کوټې د سکرو په یوه کان کې د چاودنې له امله د وژل شويو کان‌کېندونکو شمېر ۳۴ ته ورسېد

۹ زمری ۱۴۰۵ - ۳۱ جولای ۲۰۲۶، ۰۳:۳۸ GMT+۱
100%

د بلوچستان ایالت د کوټې ښار اړوند د سورنج په سیمه کې د سکرو په یوه کان کې د چاودنې له امله لږترلږه ۳۴ کان‌کېندونکي وژل شوي دي. د بلوچستان د ژغورنې ادارې د معلوماتو له مخې؛ د کان دننه تر چاودنې وروسته ګڼ شمېر کارګر بند پاتې شوي او د ژغورنې ډلې لاهم د پاتې کسانو د ژغورلو هڅه کوي.

د بلوچستان د کانونو او کاني سرچینو وزیر شعیب نوشېرواني ویلي، د ژغورنې ډلو له سختو شرایطو سره، سره خپل عملیات دوامداره ساتلي او د بند پاتې کارګرو د ژغورلو لپاره ټول امکانات کارول کېږي.

نوموړي ویلي، د پېښې د قربانیانو له کورنیو سره خواخوږي څرګندوي او حکومت به د هر وژل شوي کان‌ کېندونکي کورنۍ ته پنځه لکه او هر ټپي ته درې لکه پاکستانۍ کلدارې تاوان ورکړي.

هغه زیاته کړې، چې د پېښې د لامل معلومولو لپاره به هر اړخیزې پلټنې ترسره شي. د کان څښتن ویلي، چاودنه د کان دننه د میتان ګاز د راټولېدو له امله شوې ده. د هغه په وینا؛ د چاودنې پرمهال په کان کې ۴۲ کارګرو حضور لاره او ټول یې د خیبر پښتونخوا د شانګلې ولسوالۍ اوسېدونکي دي.

محسن نقوي: د پاکستان د حکومتولۍ نظام «پرېوتی» او بنسټیزو اصلاحاتو ته اړتیا لري

۸ زمری ۱۴۰۵ - ۳۰ جولای ۲۰۲۶، ۲۲:۳۹ GMT+۱
100%

د پاکستان کورنیو چارو وزیر محسن نقوي د اوسنۍ حکومتولۍ پر جوړښت نیوکه کړې او د واک د لا ډېر وېش، او د دولتي خدمتونو د ښه کولو لپاره یې د نویو اداري واحدونو د جوړېدو غوښتنه کړې ده. هغه ویلي، د حکومتولۍ نظام «پرېوتی» دی او د اصلاح لپاره یې د ټولو سیاسي ګوندونو ګډې هوکړې ته اړتیا ده.

محسن نقوي د پنجشنبې په ورځ، د اسد په اتمه، په اسلام‌اباد کې د «د پاکستان اقتصادي کنفرانس ۲۰۲۶» ته د وینا پر مهال وویل، د تېرو څو لسیزو اداري جوړښت نور د هېواد د مخ پر زیاتېدونکي نفوس اړتیاوې نه شي پوره کولای او پرېکړې باید خلکو ته په نږدې کچه وشي.

هغه وویل: «دا نظام چې موږ پکې ژوند کوو، که باور پرې کوئ او که نه، بشپړ پرېوتی دی، او اداري واحدونه، ایالتونه، یا هر نوم چې پرې ږدئ، باید خلکو ته لا نږدې شي».

د پاکستان د کورنیو چارو وزیر زیاته کړه چې ډېر وګړي لا هم محکمو او دولتي ادارو ته د رسېدو لپاره اوږده واټنونه وهي، او حکومت نه دی توانېدلی چې لومړني خدمتونه د خلکو د استوګنې سیمو ته نږدې برابر کړي.

هغه وویل: «یو عادي وګړی لومړنیو خدمتونو ته اړتیا لري. هغه باید وکولای شي له خپل حکومت سره مستقیمه اړیکه ولري، خو موږ تر اوسه دا زمینه نه ده برابره کړې».

نقوي له ټولو سیاسي ګوندونو وغوښتل چې خپل اختلافونه یوې خوا ته کړي او د حکومتولۍ د نظام د اصلاح لپاره ګډ تفاهم ته ورسېږي. نوموړي وویل: «ټول سیاسي ګوندونه باید د ایالتونو له دننه د نویو اداري واحدونو د جوړېدو په اړه هوکړې ته ورسېږي، څو د هېواد ستونزې حل شي».

په پاکستان کې د نویو ایالتونو یا اداري واحدونو د جوړېدو وړاندیز له کلونو راهیسې د بحث موضوع ده.

پاکستان څلور ایالتونه لري، او د ایالتي وېش هر ډول بدلون د اساسي قانون تعدیل او پراخ سیاسي ملاتړ ته اړتیا لري.

د دې طرحې ملاتړي باور لري چې کوچني اداري واحدونه به د حکومتولۍ اغېزمنتیا او د عامه خدمتونو کیفیت لوړ کړي، خو مخالفان خبرداری ورکوي چې دا کار ښايي قومي، سیاسي او سیمه‌ییز اختلافونه لا پسې زیات کړي.

د پاکستان د کورنیو چارو وزیر د خپل وړاندیز د ملاتړ لپاره د هند او اندونیزیا تجربو ته اشاره وکړه او ویې ویل، هند د خپلواکۍ پر مهال له ۱۴ ایالتونو څخه اوس ۲۹ ایالتونو ته رسېدلی، او اندونیزیا هم د نویو اداري واحدونو په جوړولو سره خپل اداري جوړښت پراخ کړی دی.

خو نقوي روښانه نه کړه چې موخه یې د نویو ایالتونو جوړول دي او که د اداري واک د وېش بله بڼه. هغه د خپلې وینا په بېلابېلو برخو کې د «اداري واحدونو» او «ایالتونو» اصطلاحات یو د بل پر ځای وکارول.

لا هم څرګنده نه ده چې دا څرګندونې د پاکستان د حکومت رسمي تګلاره ده او که د کورنیو چارو د وزیر شخصي نظر. سیاسي شنونکي محسن نقوي د پاکستان د پوځي ادارو له نږدې کسانو څخه ګڼي.

نقوي د پاکستان پر اقتصادي وضعیت هم نیوکه وکړه او د هېواد مالي نظام یې بې ثباته وباله. هغه وویل، پرله‌پسې حکومتونو د بنسټیزو اقتصادي اصلاحاتو پر ځای د بودجې د کسر د جبران لپاره پر پورونو تکیه کړې ده. هغه زیاته کړه: «هر ځل چې بودجه جوړوو، له کسر سره مخ کېږو. موږ یوازې د اور په مړ کولو بوخت یو.»

د پاکستان د کورنیو چارو وزیر همداراز د ځوانانو لپاره د مرستندویو پروګرامونو پر زیاتې تکیې نیوکه وکړه او ویې ویل، ځوانان تر نغدو مرستو ډېر د وړتیا پر بنسټ د کار فرصتونو ته اړتیا لري.